The news is by your side.

د حنان بارکزي په شعرونو کې تلمیح ادبي صنعت

شېبه ګهیځ

0 44

تلمیح په لغت کې اشاره یا لیدو ته وایي او په ادبي اصطلاح کې شاعر په خپل کلام کې یوې مشهورې پېښې یا کیسې ته په لنډه توګه اشاره وکړي. حنان په دیوان کې هم داسې شعرونه شته چې په هغه کې د انبیاوو کیسو ته په کې اشاره شوې ده؛ چې دلته یې ځینې ساري د بیلګې په توګه راوړو.

په ډېر لطف سره یې وبللې پورته
ستا ولور ته منتظر د عرش قندیل
لامکان یې ستا مکان په خپل قدرت کړ
ګفتګوی درسره وکاوه جلیل
نه نوي زره خبرې یې درته وکړ
څوک د ګوی څوک د مګوی د څو وکیل

(حنان، ۱۳۸۸: ۱۹۲)
به دغه بیتونو کې د حضرت محمد(ص) معراج ته د تګ کیسه ته اشاره شوې ده چې په قران کریم کې هم دا پېښه په اسرا سوره لومړی ایت کې ثابته ده. ژباړه:( او هغه خدای چې خپل بنده یې له مسجدالحرام څخه مسجد الاقصی ته یوړ او هلته یې ورته د ایمان ځینې نښې ښکاره کړې. هر ایینه خدای لیدونکی او اوریدونکی دی.)
په ډېر مهرباني سره الله (ج) ته معراج ته وغوښتې او د عرش قندیل درته په تمه و؛ تا ته یې ترټولو غوره مقام او ځای درکړ،ځکه الله (ج) درسره خبرې وکړې.

نه نه غلط شوم دا معجزه ده
ګوتې د نبي کړ سپوږمۍ دوه نیم

(حنان، ۱۳۸۸: ۲۰۵)
افلاکونه یې په نور د جبین ونیو
درست جهان نبوت په نګین ونیو
په نامه د مدینې معجزه ګوره
چې مه څېرې شوه په میان کې یې دین ونیو

(حنان، ۱۳۸۸ل: ۱۳)
په دغه بیت کې د حضرت محمد(ص) په ګوتو د سپوږمۍ دوه نیمه کېدو(شق القمر) ته اشاره شوې ده. دا د حضرت محمد(ص) یوه معجزه وه چې دا پېښه د القمر سوره په لومړي ایت کې ثابت دی. (اِقْتَرَبَتِ السَّاعَهّ وَ انْشَقَّ الْقَمَرُ) ژباړه:( قیامت نږدې شو او سپوږمۍ ده نیمه شوه.)

نوح له غرقه د توپان نجات په دا موند
چې ور ویښو دغه ستا مدد سبیل

(حنان، ۱۳۸۸: ۱۹۲)
په ده بیت کې د نوح(ع) کیسې ته اشاره شوې ده، نوح(ع) لومړنی پیغمبر دی چې کتاب ورته نازل شوی دی. دغه کیسه په القمر او هود سورې کې هم ثابت شوي دي. له هود سورې څخه دا ثابتېږي چې الله(ج) نوح (ع) ته د کښتۍ د جوړولو امر وکړ؛ ډلې ډلې خلک به د هغه دکار ځای څخه تېرېدل او پر هغه مبارک به یې ملنډې وهلې؛ ځکه کښتۍ باید سیند ته نږدې جوړ شوی وای او حضرت نوح هغه په وچه دښته کې جوړوله نو کله چې خلک پرې خندل هغه به ځواب کې ویل نن تاسو پر ما خاندئ؛ خو یوه ورځ به زه پر تاسو ملنډې وهم، ځکه د الله له لوري به پر تاسو عذاب رانازلېږي خوار او ذلیل به شئ. نوح کښتۍ جوړه کړه او د الله له لوري ورته امر وشو چې ټول هغه کسان چې مسلمان دي او له هر حیوان او بوټو څخه جوړه په خپلې کښتۍ کې له ځان سره یوسه. نور د خدای عذاب نښې شروع شوې؛ اوبه د تنور له منځه پورته راتلې او له اسمان څخه هم د سیل په بڼه باران په وریدلو پیل وکړ. اوبه په ځمکه او اسمان کې د خدای له لوري د عذاب د ښوول لپاره سره یو ځای کېدې بیا د هر څه له ډوبیدو څخه وروسته دا اوبه په ځمکې کې جذب او باران هم نور ونه ورېدو.د نوح (ع) کښتۍ د جودي غره پر سر ولاړه پاتې شوه او الله (ج) وفرمایل هر هغه څوک چې په دې کښتۍ کې دي او له عذابه ژغورل شوي دي زما الحمد دې ووایي او شکر دې پر ځای کړي.

په وجود کې یې ستا نور و بل څه نه و
له سره اوره چې سالم ووت خلیل

(حنان، ۱۳۸۸: ۱۹۲)
ابراهیم خلیل الله دویم پیغمبر دی چې کتاب ورته نازل شوی دی، دغه بیت هم د ابراهیم(ع) کیسې ته اشاره کوي چې د قرانکریم د انبیا سوره۵۷ ایت، صافات سوره ۸۷، ۹۴ـ۹۸ ایتونو کې ثابت دي. ابراهیم خلیل الله په ډېر لارو یې وغوښتل خلک اسلام ته راوبولوي؛ خو د نمرود له ډاره چا اسلام نه منل. هغه به تل همدا فکر کولو چې څنګه کولای شي د اسلام د بت پرستي پر خای د ټولو دین وګرځوي؛ نو داسې شوه چې د هغوی وخت د خلکو سو مذهبي جشن و او په ده جشن کې پرته له ناروغانو نور باید ټول له ښار څخه بهر تللي وای. ابراهیم خلیل الله له تللو څخه ډده وکړه او په همغه ورځ یې ټول بتان مات کړ پرته له هغه غت بت او تبر یې د هغه په لاس کې ورکړ. کله چې تول بېرته را وګرځېدل ګوري چې ټول بیتان مات شوۍ له څېړونو وروسته یې دا کار د ابراهیم وبلل او دا خبر د ښار تر حاکمانو ورسېد. هغوی لښکر ته امر وکړ چې ابراهیم د محاکمې لپاره د خلکو مخې ته حاضر کړي. ابراهیم چې کله حاضر شو حاکم پوښتنه وکړه ایا بتان تا مات کړي؟ هغه چې همدې ورځې ته په تمه و نو وې ویل چې نه د ټولو بتانو د ماتیدلو پړ هغه غټ بت دی که غږېدای شي ورنه پوښتنه وکړئ. خلک حیران شول چې اوس به څه کوي. هغوی وویل ته خو پوهېږې چې بتان خبرې نه کوي نو څنګه به زموږ پوښتنو ته ځواب ورکوي. ابراهیم خلیل الله وویل کله چې هغه بتان خبرې نه شي کوی او ستاسو اړتیاوې نه شي پوره کولای څنګه ورته عبادت کوئ؟ له ډېرو څېړونو وروسته پوه شول چې د ابراهیم خلیل الله کار دی؛ نو د خپل د رسوایي پټولو لپاره یې وغوښتل چې هغه په اور کې وسوځوي؛ خو د خدای په امر اور هغه ته ګلستان شو.(مشایخ، ۱۳۸۱ش: ۳۰۹)

ستا په روی سره موسی پیغمبر خلاص شو
او فرعون یې کړ غرق په رود نیل

(حنان، ۱۳۸۸: ۱۹۲)
په دغه بیت کې د موسی (ع) نجات او په نیل کې د فرعون غرقیدلو ته اشاره شوې ده. دغه کیسه او پېښه په قران کریم کې د یونس سوره په ۸۹او ۹۰ ایتونو کې هم ثابت دی. ژباړه: ( او موږ د بني اسرایل قوم وژغورل، فرعون او د هغه لښکر چې د حضرت یونس د وژلو لپاره راغلی و په نیل کې غرق کړ. د غرقیدلو په وخت کې خدای ته ایمان راوړ، زه ایمان راوړم چې پرته له یو معبود نور خدای نشته او د مسلمانانو له ډلې یم.)
دغه پېښه بیت کې داسې راغلی چې یونس(ع) ستا په فرمان د نیل له اوبو څخه تېر او فرعون له ټول لښکر څخه په نیل کې غرق شو او کله چې غرقېده خدای ته یې ایمان راوړ او په اسلام مشرف شو؛ خو خدای(ج) دا هم ویلي چې د فرعون جسد به د اوبو په منځ کې جوړ پاتې شي تر څو راتلونکي ته د عبرت درس شي.

چې یې قصد کړ د کعبې و خرابۍ ته
ستا مدد صقر ته بوت اصحاب فیل
برکت و واړه ستا خیرالبشره
چې لښکر د خدای پرې راغی ابابیل

(حنان،۱۳۸۸: ۱۹۲)
په دغه بیت کې د فیل سورې ته اشاره شوې ده. دغه سوره په مکه کې نازل؛ پنځه ایتونه او یو رکوع لري. ژباړه: او ایا تا ته دا معلوم نه شول چې خدای د فیل اصحابو سره یې څه وکړ؟ ایا خدای د هغوی ټول تدبیرونه یې ناکام نه کړ؟ خدای هغوی ته ډلې ډلې الوتونکي د ابابیل په نامه ولېږل چې له اسمان څخه یې پر هغوی د سکروټو تېږې وورولوې او اصحاب فیل د ژوول شوي واښه په څېر شول.
د بیت له تحلیل څخه دا رواځي چې اصحاب فیل غوښتل چې کعبه ورانه کړي، خدای(ج) د هغوی د سزا او له منځه وړلو لپاره ابابیل ولېږل چې ابابیل له اسمان څخه په دوی باندې د سکروټو تېږې وورولوې او ددوی د ناکامي او سختې ماتې لامل شو.

ماخذونه
۱: قرانکریم .
۲: بارکزی، میرزا حنان؛(۱۳۸۸ل)؛ د میزا حنان بارکزی دیوان(سریزه، سمون او لغتنامه: معصوم هوتک)؛ لاهور: صحاف نشراتي موسسه.
۳: پاینده، ابوالقاسم؛(۱۳۸۲ش)؛ نهج الفصاحه؛ تهران: دنیای دانش.
۴: مشایخ، فاطمه؛(۱۳۸۱ش)؛ قصص الانبیا؛ تهران: انتشارات فرحان.
۵: همکار، محمد ابراهیم؛(۱۳۸۸ل)؛ د بدیع فن او پښتو شاعري؛ وردګ: کابل د میدان وردګو ولایت مقام.

Leave A Reply

Your email address will not be published.