The news is by your side.

د خورشیدي پیړۍ پیل او پای/ صدام ځواک

0

پوره یوه سلیزه چې معاصر تاریخ هم ورته ویلی شو، په افغانستان کې د نورې نړۍ سره په توپیر او ځینو مواردو کې ورته یاداښت پاتې شه، یو متحرک او سنجیده نسل په ډیر جهالت ککړ ماحول کې د یوې مذهبي، کلتوري او اطرافي ټولنې د رنسانس دوره پیل کړه چې ددې نهضت مشري شاه غازي امان الله خان پر غاړه درلوده، د مخیطي شرایطو سره هو باهو هغه عمل پیاده شه؛ کوم ته چې اړتیا برېښیده، د وخت صنعت، اقتصاد، سیاست….. ټول مدنظر ونیول شول، د عصر هرې غوښتنې ته لبیک وویل شول، ښایسته ډیره توقع پیدا شوه، لږ کمی یې وکړ تر څو د بخت ستوری مو وځلیږي خو د بدمرغۍ نه باید ووایو چې زموږ د ژوند او شتون دښمنانو د نهایت قوي سنجښت له مخې د افغان ملت په نسلي وژنه، بربادۍ او سیاسي رټنه لاس پورې کړ او د شعوري خپه کیدنې هڅه یې راباندې ونه سپموله، د ثقافتي، فرهنګي، نظامي…. مداخلو دریڅې یې را پرانستلې او زموږ د هرې هیلې د پوره کیدو غوټۍ یې په ارمان رابدله کړه، افغانۍ خاوره یې داسې لیوانۍ کړه چې ورور، ورور وخوړ، عزیز، عزیز… ذهناً یې جګړه مار کړو، په خپلو یې یو بل ووژلو، څه نه وو چې وه یې نه کړل! د سر جګونې، کنډو، مالګې اوبه، لاس پښې، غوږ سترګې سړی یې راپرې نه ښود، څو وارې یې زموږ د میراث خورې حسابیانې شروع کړې، سختې کرغیړنې موخې او نیتونه یې راته وپالل، دغه د جلال او جمال ډکه خاوره، د شهید، کونډې او یتیم جونګړه فقط دومره په بخت بیداره وه چې د دښمنانو تر منځ به د ویش په سر د جنجال له امله بیا پاتې شوه، بیا به را ژوندي شوو، بیا به مړه شوو، همداسې تر اخیره… نیږدې نهه نیمې لسیزې وروسته د خدايي معجزې او حیرانونکي بدلون په پایله کې یو بل غازي اشرف غني! یو ځل بیا اماني هڅه وکړه خو په دومره توپیر چې دا ځل سقاوي ته خادم دین رسول الله نه ویل کیږي بلکې ډوزمار، لنډغر او وحشي، دا ځل د ستنې جوړول کفر نه بلکې ابتکار او سیالي بلل کیږي، دا ځل ځوان مزدور نه بلکې رهبر او برخلیک ټاکونکی، دا ځل سپي ته کوري، خره ته ووشا ویل کیږي، د درک قوه د پوره نوي کالو په جریان کې تر پوخوالي رسیدلۍ، دا ځل اشرف غني د نجات پرښته او د ستر ملت د ژغور اتل بلل کیږي…. د سختې قختۍ او بې سالارۍ وروسته یو دم ملت او بخت یې په یوه ورځ راویښیږي او د پیړۍ پای بیرته پیل ته ورګرځوي.. ستر کار کیږي، یو ځل بیا ژوند ته ژوند وايي او د تېرولو پر ځای یې په کولو لاس پورې کوي. د حسن پیل د نمانځنې لپاره په حسن اختتام لګیا دي، هیڅ اشتبا نه کوي، پنځه دیرش میلیونه ولس د سپین ږیري پاچا تر شا، لښکر ولاړ دي، او پاچا ته زیری ورکوي چې هغه نښه د په ريښتیا وي چې تا به ویل چې: یا به د وطنه زه سیال کړم د جهان!!! او پسې زیاتوي چې د جهان سیالي د مبارک شه!

(Visited 107 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.