The news is by your side.

د خپل ژوند مسئوليت اخیستل قرباني نه ده

جنرال دولت وزیري

0

سره له دې چې انسان هم د نورو ژوندیو موجوداتو په څېر یو ژوندی موجود دی، خو له نورو موجوداتو سره د عقل له مخې ستر توپیر لري، ځکه چې انسان د خپل عقل او فکر له مخې د دې توان لري چې خپلواک وي، خپلواک فکر وکړي، په خپلواکه توګه خپل ژوند تنظيم کړي او د هر څه په هکله چې څرنګه يې زړه وي پرېکړه وکړي.

جان استوارت میل وايي:

«څرنګه چې انسان خپلواک خلق شوی دی، بايد ازاد ژوند او حرکت وکړي او تر څو چې ممکنه وي له خپلې ازادۍ څخه ګټه واخلي.»

له بده مرغه ځینې انسانان د خپلې خپلواکۍ او د هغه ځواک په وړتیا نه پوهېږي چې دی يې په ځان کې لري. داسې انسانان تل له نورو څخه د مرستې تمه لري او په دی فکر وي چې دې په خپله او په خپلواکه توګه د هېڅ کار د سر ته رسولو وړتيا نه لري.

تل له نورو سر ټکوي او خپله ملامتیا پر نورو باروي او وايي، زه ښه یم، خو پلار مې را سره بد چلند کوي. زه هره وړتيا لرم، خو څوک را ته کار نه را کوي. زه ډېر د شهرت او ښه نوم والا یم، خو زوی مې نشه يي توکي کاروي او د ده له لاسه مې تور وېښته سپین شول. زه له خپل کار سره مينه لرم، خو آمر مې راباندې باور نه لري. ما خپل ټول ژوند د خپلې کورنۍ له پاره وقف کړی دی، خو څرنګه چې اړينه ده مېرمن مې د کورنۍ چاپېریال ښه نه جوړوي. پر دې سربېره تل په شکايت کې وي او وايي، په دې کې زما څه ګناه او ملامتیا ده، که دغه کارونه سم شي او زما سره په دې هکله مرسته وشي، بې له شکه چې هر څه به سم شي. همدغه دی چې زه د دوی د ناخوالو او د هغه پاملرنې له امله چې ما ته يې نه کوي قرباني شوي یم. دی وايي، زه خپله هڅه کوم خو دوی زما خواته هېڅ پاملرنه نه کوي.

داسې انسانان په دې نه پوهېږي چې د خپل ژوند تنظیمول او د خپل ژوند د ډول په هکله چې څرنګه او په څه ترتیب يې پر مخ بوځي، کوم کار د ده په ګټه دی په کوم کار او په څه ډول پرمختګ کولای شي، څرنګه په ټولنه او کورنۍ کې ژوند وکړي، په څه ترتیب د خپلو اولادونو، خپلې مېرمنې، خپل مېړه او خپل آمر سره اړیکی جوړې کړي، د دې ټولو پر غاړه اخیستل د ده مسولیت دي، خو دی د لټۍ او غلطو سوچونو له مخې ورته د ځان قرباني کول وايي.

د یوه سرتېری په څېر ټول وخت د ښۍ او کیڼ ګرځ د قوماندې په تمه کېدل په شخصي ژوند کې خپلواکي له منځه وړي. په نظامي ژوند کې ورته ډسپلين وايي، د یوه سرتېري له پاره خورا د اهمیت وړ خبره ده، خو په شخصي ژوند کې تل د نورو قوماندې او مرستې ته په تمه کېدل قرباني نه بلکې له خپل مسولیت څخه د تښتېدلو په مانا ده.

په هره اندازه چې څوک له خپل ځواک څخه په خپلواکه توګه او پر ځای کار نه اخلي، خپله وړتیا په کار نه اچوي او د خپل ژوند واګي بل چاته په لاس کې ورکوي، په هماغه اندازه به ډېر په درد او خفګان کې وي.

د ټولو پېښو پر وړاندې د غبرګون مسئول موږ پر خپله یو، بېځايه خپل آمر، ورور، زوی، پلار، مېړه، مېرمن او نور ملامت ګڼو.

هغه د ملنګ جان خبره ډېره پر ځاي ده چې ويل به يې:

«ما په خپله ځان سیځلی یار ګرم نه دی»

په خپله به لټ، بېکاره، ټنبل او سر تر پښو په هوسونو کې ډوب وي، خو ملامت به بل ګڼي او په دې شکل به خپل ځان ته قرباني وايي.

د «مه وېرېږه » کتاب لیکواله ډاکټره سوزان جیفرز په خپل اثر کې چې د ښاغلي محمد باسط واحدي له خوا په خوږه پښتو ژبه ژباړل شوی دی ليکي:

«ټوني راته وویل، دغه دنده مې نه خوښېږي، خو له مجبوریته يې اجرا کوم ځکه چې بله دنده نه شته.»

ليکواله لیکي:

«ما ورته وویل، چې د بلې دندې تر پیدا کولو پورې ولې همدا دنده په شوق نه تر سره کوې؟ که چېرې همدغه دنده په مينه تر سره کړې، هېڅ ممکنه نه ده چې په اړوند اداره کې پرمختګ ونه کړې.»

له دندې سره به مينه نه لري، ځان به يو خوا بل خوا بوخت ساتي، وړتیا به يې نه لري، د کار پر ځای به ټوله ورځ په غیبت او ګیلو تېروي او غلطي به يې خپله وي، خو ملامت به بیا هم خپل امر ګڼي.

له خپلې دندې سره مینه وکړه، ځان بوخت وساته، خپله پوهه او وړتيا پورته کړه، له عبث او بېځایه خبرو ډډه وکړه او چې غلطي دې وکړه، ځان له غمه مه مر کوه، د دې پر ځای چې خپله خوشحالي قرباني کړې، د ملامتیا په منلو سره يې د رفع کولو هڅه وکړه. دې ته قرباني نه بلکې د مسولیت منل وايي.

ځينی وخت انسانان په تشو او بېهوده ذهني تشویشونو ځان بوخت ساتي، ذهن ته يې نااشنا غږونه راځي او یا د خیال په نړۍ کې د ځان له پاره بله نړۍ جوړوي او وايي به، د رئیس ښه نه راځم، سره د دومره کار او زيار بیا هم د ده نه خوښېږم، دلته د ښه سړي قدر نه شته او ښه سلوک ور سره نه کېږي، که د ماسټرۍ سند مې درلودلای د يوې ښې دندې د تر لاسه کولو چانس به مې ډېر و، دا او دېته ورته ډېر سوچونه دي چې انسانان يې بېځایه قرباني کېږي.

لکه چې وايي:

« په تصور کی مې ځان باچا کړ

چې سر مې جګ کړ، نو ملنګ د دنیا ومه»

د دې پر ځای چې خپل وخت په دا ډول بېځایه سوچونو ضايع کړو ښه به دا وي چې خپل وخت هغه څه ته ورکړو چې له مخکې مو پلان کړي وي. دا زموږ مسئولیت دی او هغه زموږ بېځایه قرباني ده چې موږ په خپله خپل وخت پرې ضايع کوو.

ځینې انسانان د خپلې راتلونکې له پاره نه پلان لري او نه کوم پروګرام جوړوي، نه د راتلونکي په هکله فکر کوي او نه په ښه شکل خپل مسوليت تر سره کوي، له بده مرغه هر څه د تصادف له مخې تر سره کوي او تل يې شکايت کول عادت وي.

داسې کسان هم شته چې تل د یوه ښه ملګري، ښې دندې او ښو اړيکو په تمه وي او په بېځايه سوچونو کې يې د يوې نامعلومې ښې ورځې په تمه يې خپل ذهن بوخت کړی وي.

دا له امکان څخه ډېره ليرې خبره ده چې ټول هغه څه چې انسان يې د لاس ته راوړلو هیله لري سل په سلو کې لاس ته راوړي، خو دا باید هم له ياده ونه باسي چې انسان پر خپلو هڅو او زیار سره کولای شي چې غرونه سوري کړي، دريابونه مهار کړي، فضا ته پورته شي او هغه کارونه تر سره کړي چې یو وخت ورته ناممکن ښکارېدل.

دا ډول ناممکن کارونه هغه وخت ممکن کولای شي چې پر خپله وړتیا باور ولري، زیار وکاږي، خپلواک عمل وکړي، خپل مسولیت په ښه توګه وپېژني او بی له خدای « ج » د بل چا د مرستې په تمه خپل ذهن بوخت ونه ساتي.

وايي:

« چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي

چا ویل، چې په درياب کې ګوهر نه شته»

او يا دا چې:

« نابرده رنج، ګنج میسر نمی شوند

مزد ان ګرفت، جان برادر که کار کرد »

Leave A Reply

Your email address will not be published.