The news is by your side.

د درس ویلو طریقه

ښویالی شاه محمد بشیر

0

هر زده کوونکی او محصل په ښوونځیو او پوهنځیو کې درس د دې لپاره وایي چې ورته تدریس شوي/ تدریسېدونکي مطالب او معلومات زده کړي. ډېری زده کوونکي او د پوهنتون محصلان شکایت کوي، چې درس مې نه زده کېږي، څه وکړم؟ څنګه یې زده کړم؟… دلته په یوې داسې طریقې باندې غواړم خبرې وکړم چې د مطالبو په اسانه زده کولو کې راسره مرسته کوي.

په لومړیو کې باید؛ هره هغه موضوع چې غواړو زده یې کړو، په درېو پړاوونو یې ووېشو. د دغه درې پړاوونو په تطبیق سره موږ کولای شو چې د موضوع اړوند هر ډول مطالب او معلومات زده کړو. ترڅنګ یې د موضوع اړوند هغه پوښتنې چې راته پیدا کېږي،  په اسانۍ کولای شو دغو درې پړاوونو کې حل کړو.

لومړی پړاو: باید پوه شو چې نن یا د سبا لپاره په ښوونځي/ پوهنځي کې دغه مضمون لرو او په دغه مضمون کې دغې موضوع باندې خبرې کوو. یا هغه موضوع چې را ته تدریس کېږي، مخکې له مخکې نه له ځان سره مطالعه کړو. یوځل یې په دقت سره ولولو. ممکن ځېنې پوښتنه وکړي، چې کېدای شي د دغه مضمون اړوند کتاب او یا هم چېپټر ونلرو؛ بیا به څه کوو؟ دا پوښتنې شته؛ خو دغه ستونزه په پخوا وختونو کې ډېری په پوهنځیو کې موجوده وه او زده محصلانو به په اسانۍ سره ورته لاس راسی نه درلود. اوس وخت او عصر کې له  دغه موضوع سره ډېر نه مخ کېږو. که چېرې بیا هم داسې څه وي؛ نو کولای شو له درس/ مضموني تسلسل نه موږ د راتلونکي درس لپاره موضوع د ځان لپاره انتخاب کړو. د دغه پړاوو ښه والی په دې کې دی چې موږ په اسانۍ کولای شو راتلونکې ورځ کې له استاد نه د موضوع اړوند پوښتنې وکړو او د هغه مطالبو په اړه ترې وضاحت  وغواړو  چې زموږ ذهن پرې خلاص شوی نه وي.

دویم پړاو: دویم پړاو په ټولګي کې پیلېږي. دغه پړاو کې استاد چې کله ټولګي ته راځي د موضوع اړوند خبرې کوي او زده کوونکو ته نوي مطالب او معلومات انتقالوي. دغه پړاو کې چې استاد خبرې کوي، د هغه چا ذهن ته چې مخکې یې د موضوع اړوند مطالعه کړې او یا یې هم یو یا څو ځلې لوستي وي، هره خبره ورته ذهن ته راځي، چې هو دا خبره شته. په دغه وخت کې زده کوونکي/ زده کړیلان خپله هغه پوښتنې مطرح کولای شي، چې په مخکې لوستلو کې ورسره مخ شوی او په لوستلو کې پرې پوه شوي نه دي.

درېیم پړاو: په دې پړاو کې همدغه موضوع د بیا ځلې لپاره په کور کې ویل کېږي. که چېرې موضوع په عملي یا نمایشي بڼه باندې د ترسره کېدلو جوګه وي؛ نو کولای شي په عملي بڼه باندې زده کړل شوي، مطالب پلي کړي. دغه برخه په ذهن کې د زده کړل شوو مطالبو د تل پاتې کېدول لامل ګرځي.

طبعي خبره دی چې د هرې موضوع لپاره پوښتنې پیدا کېږي او د موضوع اړوند ډېری پوښتنې منفي اړخ (برخه) لري. دې دغه منفي پوښتنو د مطرح کولو لومړي کسان منفي فکره خلک وي. ممکن ځینې پوښتنه وکړي، چې دغه ډول کار موږ په کوم وخت کې ترسره کړو؟ د درس د لوستلو لپاره لومړی شرط وخت درلودل دي. زه په پوره ډاډ سره ویلای شم، هر هغه څوک چې درس وایي، د درس ویلو لپاره وخت لري؛ خو په دغه ځای کې د وخت مدیریت یا Time Management اړین دی.کله چې موږ د هر کار د ترسره کولو لپاره د وخت مدیریت ولرو په اسانۍ کولای شو، خپلو موخو ته ورسیږو. د دغو پړاوونو او هر مضمون اړوند د مطالبو لوستلو لپاره باید تاسې دېریش، شل، لس… که هېڅ نه وي، پنځه دقیقې وخت ورکړئ. که ډېر وخت لرئ؛ نو نورې الله نور.

او یا کله چې کور ته ځئ د درس ویلو لپاره دوه وخته وټاکئ، یو وخت دې تېر درس د بیا تکرار لپاره او یو وخت هم د نوي درس د ویلو لپاره. دا کار تاسې سره د ښې زده کړې په کولو کې لویه مرسته کوي. د دغه طریقې په کارولو سره موږ ته یو درس حد اقل درې ځلې تکراریږي. په مفیدالطالبین کې یوه مقوله ده چې وایي« من تکرره کلام، تقرره فی القلب» ژباړه : هر څومره چې خبره ډېره تکرایږي، په زړه کې ځای نیسي. اوس وخت کې د ښوونې او روزنې د متخصصانو په نظر د تکرار او تمرین مېتود د ښیې زده کړه لپاره یوه اسانه او بې خطره لار دی.

(Visited 48 times, 2 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.