The news is by your side.

د دیارلسمې میلادي پېړۍ یوه لایقه مېرمن

الطاف حسین اسد- ژباړن: سليم سليمان

0

 (زما زامن د ځوانۍ په مزو چړچو کې غرق دي او هیڅ یو پکې دا وړتیا نه لري چې د ملک چارې اداره کړي. زما له مرګه وروسته به معلومه شي چې دوی یو هم زما تر لور د سلطنت د چلولو ډير مستحق نه دي.)

  دا د خپلې لور رضیې بېګم په اړه د سلطان التمش خبرې وې، دهغه چا چې شپږویشت کاله د ډیلي پر تخت ناست و. دغه ښځه په تاریخ کې د راضیه سلطانه په نوم مشهوره ده. دې د براعظمګي په تاریخ کې د هیبتناکې مېرمنې مقام لرلای دی.

  له بده مرغه د دې واکمنې په باب د دقیقو معلوماتو کمی احساسوواو دا ځکه چې په هغه وخت کې متعصبو نارینه مورخانو ته دا د خپل شان لپاره مناسبه نه ښکارېده چې د یوې ښځې واکمنې په اړه ډېرڅه ولیکي.

   کله چې د التمش زوی او ولیعهد ناصرالدین محمود ومړ، التمش فیصله وکړه چې راضیه خپله ځایناستې کړي. د التمش له دې پرېکړې سره د هغه وخت محافظه کارو مشرانو او ملایانو مخالفت وکاوه. د هغوی د مخالفت په ځواب کې التمش هاغه څه وویل چې موږ د دې لیکنې په ابتدا کې رانقل کړل. خو د راضیې په ملاتړ کې د سلطان څرګندوونو مخالفتونه ختم نه کړل او په پای کې سلطان مجبورشو چې د راضیې میرنی ورور رکن الدین فیروز خپل ځای ناستی او ولیعهد وټاکي.

کله چې رکن الدین فیروز د خپل پلار په ځای د ډیلي پر تخت کېناست، د پلار د پیشګویي سموالی یې ثابت شو. له فیروز څخه اداره وشړېده. ګډوډي او بې قانوني په ملک کې خپره شوه. په تېره بیا د فیروز مور شاه ترکان په خپلو مخالفانو د ظلم توره شپه راوسته. دې میرمنې د التمش یو کشر زوی قطب الدین هم تر تېغ کړاو د راضیې د وژلو پلانونه یې جوړ کړل. خلک د خپل عیاش پاچا کارونو او عملونو ته حق حیران وو.

 دغو حالاتو رضیه مجبوره کړه چې میدان ته راووځي او له خلکو وغواړي چې د حکومت په نسکورولو کې ورسره مرسته وکړي. خلکود هغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ او دا یې د سلطنت په ګدۍ کېنوله. د پوځ منصبدارانو هغه د واکمنې په توګه ومنله. رکن الدین فیروز اول بندي او بیا ووژل شو.

رضیې د ګڼو ستونزو په حل کولو او ‌ډېرو چیلنجونو ته په ځواب ورکولو سره دا ثابته کړه چې لایقه واکمنه ده. خو له دې سره سره چې خلکو ستایله، ځینو روحانیونو ته د ښځې د حکومت منل د ګناه عمل ښکارېده. له دې سره مخالفتونه هغه وخت لا زیات شول چې په حکومتي مقاماتو کې یې غیر ترک عناصر هم مقرر کړل. د دربار د منځ مقتدرو ترکانو چې تر دې وخته پورې یې قدرت په خپل انحصار کې لیده، په لویو چوکیو کې د نورو قومونو د کسانو مقررول د ځان لپاره د خطر زنګ وباله او  په دې ډول اشرافوله روحانیونو سره لاس یو کړ چې د رضیې حکومت نسکور کړي. دوی په هغې تور ولګاوه چې له جمال الدین یاقوت نومي حبشي سره نامشروع تعلقات لري. جمال الدین یاقوت د سلطنت په تر لاسه کولو کې له رضیې سره مرسته کړې وه او هغې د دغه خدمت په بدل کې د شاهي کمند مشر ټاکلی و. دا تور به یا رښتیا و، یا دروغ خو د رضیې حیثیت ته یې ډېر تاوان ورساوه. په دې منځ کې د باتیندا والي التونیا هم د هغې په خلاف بغاوت وکړ. دا زړه وره مېرمن په خپله د هغه د ځپلو لپاره روانه شوه.خو د دربار اشرافو ورسره خیانت وکاوه، په جګړه کې یې ماته وخوړه او د باتیندا د والي په لاس اسیره شوه. اشرافو یاقوت وواژه او د رضیې ورور بهرام یې د ډیلي پر تخت کېناوه. رضیې ته چې بله لاره نه وه پاتې ، له والي سره انډیواله شوه، له هغه سره یې واده وکړ او بیا یې له هغه سره په شریکه په ډیلي حمله وکړه خو  دوی دواړو ماته وخوړه او رضیه د غلو د یوې ډلې په ذریعه ووژل شوه.

  د دیارلسمې میلادي پېړۍ دې لایقې میرمن درې نیم کاله سلطنت وکړ. د هغې بې ساري زړه ورتوب او وسپنیزې ارادې په ټولو تاثیر کړی و. دا د مسلمانو مېرمنوواکمنو یو اعلی مثال بللی شو. نامتو مورخ منهاج سراج په طبقات ناصري کې د دې واکمنې په باب لیکلي چې:( سلطان رضیه لویه واکمنه وه. عاقله، عادله، سخي او خیرمنه مېرمن وه. د خپل رعیت ساتونکې، د عدل وانصاف خپروونکې او د پوځ سالاره وه. دې ټول هغه صفتونه لرل چې یو پاچا یې باید ولري خو چې ښځه نه وای. د نارینه وو په نظر د دې دا ټولې ښېګڼې بې ارزښته وې.)

(Visited 15 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.