The news is by your side.

د دیني تعبیر د نړۍ والې ادارې اړتیا

زبیر افغان

0

دغه کار که په تېر وخت کې ممکن نه و؛ اوس خو يې حتمي شونتيا رامنځته شوې ده چې د اسلامي نړۍ په کچه د پوهانو یوه داسې اداره جوړه شي چې یوازينی کار يې له وخت، مکان او شرایطو سره د دین او شریعت سم تعبیر وي.

په اوس وخت کې د دې ادارې اړتیا ځکه زیاته شوې ده چې د دین په وړاندې چیلنجونه زیات دي؛ له دینه هغه محلي تعبیرونه د وخت او غوښتنو سره سم نه کېږي، د هغو په نتیجه کې خبره جنګونو او ورانیو ته رسېږي چې نړۍ يې هم په ناسم تعبیر خبره او د عملي زیان بیلګې يې ویني.

په محلي کچه له دینه ناسم تعبیر که یوه لور ته د جنګونو او تشدد سبب شوی دی، نو بل لور ته يې له دینه د مخ اړولو لړۍ هم اوچته کړې ده، په نن وخت کې د اسلامي نړۍ په کچه دا هم یو لوی چیلنج پاته دی چې خلک له دغه مروجه تعبیره ستړي کېږي او له دینه مخ بې دینۍ ته اړوي چې د اسلام ټولنې لپاره د یوه بل ګواښ زنګ دی.

محلي ناسم تعبیرونه یو بل مشکل دا لري چې دولتونه او دیني مرکزونه/ اشخاص د همدې پر سر سره په جنجال اخته او یو بل ته په سنګر کې ناست دي، که تعبیر یو محوره او د زمان و مکان غوښتنې په نظر کې ونیول شي حداقل دې سناریو ته به پای ور کړي.

محلي او شخصي تعبیرونه د اختلافاتو د زیاتېدو سبب هم کېږي چې دا نن يې زموږ په هیواد او نژدې ګاونډي هیواد پاکستان کې خورا زیاتې بیلګې وینو. طبیعي خبره ده چې د یوه انسان تعبیر نسبت د ډېرو تعبیر ته حتمن د خطا زیات احتمال لري، که له دینه تعبیر جمعي کړو او د فرد کار يې ونه ګڼو نو زما په ګومان به مو د دې مذهبي زړه بدونکو اختلافونو مخنیوی تر یوه حده کړی وي.

فرد محوره او محل محوره تعبیرونه د وخت او زمان غوښتنو ته هغه ډول پاملرنه نه شي کولای چې باید ورته شوې وای، اوس هغه وخت تېر دی چې یو کس به د خونې په یوه کونج کې ناست و، کتاب او فتاوا به يې لیکله، کله چې به ولیکل شوه نو د هغې سیمې ټولو خلکو ته به یوه لاسته راوړنه وه او په هغه سیمه کې به عمل په کېده، اوس خبره د یوه ولایت او یوې سیمې نه ده، دیني هویتونه اوس په ملي هویتونو بدل شوي او د یوه ولایت په فتوا پر ټول هیواد اثر کوي، چې له امله يې ستونزې را پيدا کېږي، له دې امله اړینه ده چې له فرد محورۍ او محل محورۍ څخه نور دا کار جمع محورۍ ته وسپارو.

د ټیکنالوجي سرعت د هغو نویو مسلو را پيدا کول هم اسانه او تېز کړي دي چې له دیني او شرعي تعبیر سره یو نه یو ډول اړیکه ولري؛ د همدې لپاره اړینه ده چې پر وخت او مناسب ځواب په دیني و شرعي تعبیر کې ورته وموندل شي، چې دا کار هم فرد او محلي تعبیر کوونکې نه شي کولای، له دې امله اړینه ده چې د دې مسلو د حل لپاره د اسلامي نړۍ په کچه د علماؤ اداره موجوده وي چې دې ټول غوښتنو او ستونزو ته پر وخت ځواب ومومي او ستونزې هوارې کړي.

د اړتیا تر دې اړینو ټکو را وروسته زه خپل شخصي نظر د دې ادارې د جوړښت په اړه اجمالن لیکم:

اول: په دې اداره کې به د ټولې اسلامۍ نړۍ او هغو غیر اسلامي هیوادونو استازي وي چې هلته زیات مسلمانان میشت دي او له دین او شریعته تعبیر ته جدي اړتیا لري، د دې استازو کار به دا وي چې په مرکزي اداره کې ناستو د نړۍ نورو پوهانو ته به د خپلې سیمې کلتور، رواجونه، عنعنات، زماني و مکاني غوښتنې، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز چاپيریال معرفي کوي چې همدې ټولو ته په کتو به یوځل پریکړه په مرکزي اداره کې کېږي او بیا به د هیواد په سطحه د هغې ادارې وطني څانګه هم خپل نظر پر ور کوي.

دوم: د ادارې یوه څانګه به په ټولو اسلامي او هغو غیر اسلامي هیوادونو کې وي چې د څانکې اړتیا يې احساسېږي، دوی به له دین سره تړلي مسایل او هغه را ټوکېدلې ستونزې درک کوي چې له دیني و شرعي منابعو په سم تعبیر يې باید حل وړاندې شي، دا به له پوره تفصیل او خپلو نظریاتو سره مرکزي ادارې ته لېږي؛ هغوی به پر همدې ور کړو معلوماتو خپل نظرونه سره ور کوي، که اړتیا شوه نور جزئیات به راغواړي او که دوی نور څه وموندل هم به يې مرکزي ادارې ته پر وخت لېږي، کله چې پريکړه کېږي نو د هغه هیواد وطني څانګه به يې د هیواد په کچه د پلي کېدو د احتمالي ستونزو او جانبي عوارضو د را پيدا کېدو شتونتیا ارزیابي کوي، که له مکان او زمان سره يې تطبیق او سمون نه در لود بیا به اپډيټ کېږي څو د وخت او مکان له شرایطو سره برابره فتوا خلکو ته پر وخت وړاندې شي.

درې: په مرکزي اداراه او وطني څانګو کې به يې د هر مسلک علما او پوهان ناست وي، د دوی عړيتوب ته ځکه اړتیا ده چې ډېری وخت یوه مسله یو بعد نه لري چې یوازې دیني علما يې ارزیابي وکړي او ځواب دې ورته چمتو کړي، په مسله کې طبي اړخ رول لري، یوه مسله له سیاست سره تړلې وي، بله یوه له اقتصاد سره، یوه له تاريخي ابدتاتو سره اړیکه لري، بله له زراعته سرچینه اخلي، په همدې ډول نورې هم؛ نو د دې لپاره اړینه ده چې په ټولو څانګو او خپله مرکز کې د هر فن متخصص کسان غړیتوب ولري او د هرې مسلې د حل هيڅ یوه ناسته د هغې برخې چې شرعي مسله ور سره اړه لري، د متخصصو کسانو له شتون پرته حل او فصل نه شي، د دوی نظر او موافقه به د مسلې په حل کې اړینه او لاینفک جز وي.

څلور: دولتونه به يې ټول ملاتړ کوي، د دې ادارې لپاره به فنډ د اسلامي نړي دولتونه په ګډه ور کوي، ځکه د ټولې اسلامي نړۍ په سطحه د دین د تعبیر دروند بوج ور له غاړې دی چې پر دولتونو حق لري له مالي اړخه يې ټولې ستونزې ور حل کړي.

پنځه: په محلي کچه به د دین او شریعت د تعبیر روان بهیر په ټپه درېږي او د ټولي نړۍ او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ په کچه به یوازې د همدې ادارې شوی تعبیر د منلو او عملي کولو جواز لري.

شپږ: د هر هیواد هغه جید علما به يې غړي کېږي چې هم په خپل هیواد کې خپلو دولتي ادارو له هغه څخه امتحان اخیستی وي او له دې امتحانه بریالی وتلی وي او هم به مرکزي اداره کې د ازموینې لپاره خپل سسټم موجود وي چې له هغه څخه هم باید په شفاف ډول تېر شي څو د خپلې وړتیا له مخې دې مقام ته راشي. دغه مقام له هر کس سره ځکه نه ښايي چې د نړۍ په کچه د دین د تعبیر مرکز دی، نو یوازې هغه کسان يې باید د غړیتوب ویاړ ولري چې په علمي میدان کې ځلیدلی وي، عملا د داسې تعصب او کینې و عقدې ښکار نه وي چې سمه خبره ورته چپه ښکاره شي، په اخلاقي لحاظ له دې پاک وي چې ګوته ورته ونیول شي او داغ پرې ولګېږي او نور هغه اړین صفات ولري چې وطني ادارې او مرکزي هسته يې ورته تعبینوي.

افغان/ ۲۰۲۱/ ۳/ ۲۰

Leave A Reply

Your email address will not be published.