The news is by your side.

د روښاني تصوف مقامات

سراج احمد حبیبي

0

  بایزید روښان د خپلې تصوفي طریقې (روښاني طریقې) لپاره آته مقامونه وضع کړي وو او خپل هر مرید یې پر دې مکلف ګاڼه چې دا آته مقامونه ووهي. دغه آته مقامونه په ترتیب سره عبارت دي له: شریعت، طریقت، حقیقت، معرفت، قربت، وصلت، وحدت او سکونت څخه.

دا مقامات په اصل کې څلور دي چې هغه شریعت، طریقت، حقیقت او معرفت دي او دا نور وروستي څلور واړه یې د معرفت د مقام برخې دي او د دغه مقام د توضیح او تشریح لپاره یې راوړي دي. 

د پير روښان یو مخلص مرید ملا ارزاني دغو مقامونو ته په خپل یوه شعر کې داسې نغوته کوي: 

شریعت دی طـریقت دی 

حقیقت یې معرفت دی 

هر چې دا څلور یې خپل کړل 

د بابا آدم پر پت دی 

بل قربت بل یې وصلت دی 

بل وحدت بل سکونت دی 

( ۴:  ۶۸)

دا مقامونه یې په لاندې ډول تشریح کوو: 

۱ ـ شریعت: د شریعت په مقام کې مرید باید د اسلام پر پنځو بناوو پابند واوسي، د الهي کلام او نبوي مبارکو احادیثو پر ټولو ارشاداتو عمل وکړي. له غلا، زنا، غیبت او نورو ناوړو اعمالو څخه ځان وژغوري. دولت لواڼی وایي: 

شریعت رښتیا ګفتار د پیغامبر دی 

حذر کړه له غلا، زنا له غیبتونه 

پنج بنا حلال حرام پېژندګلي ده 

عمل کړه په واړه حکم په رکنونه 

( ۴: ۱۱۲) 

پیر روښان په خپل اثر خیرالبیان کې د شریعت د مقام په اړه داسې وضاحت ورکوي: ”د شریعت ورمندن ګفتار د پیغمبرانو دی او چار د پنځه بینا (بنا) د مسلماني ده په آدمیان او ګناه د شریعت، نه نغوته د شریعت ده او نغوته د نوس ده او د شیطان چې لیږي یې و بې شریعت وته او بې شریعت لکه لېوه دی، چې پکښې قرار دی، هغه هسې دي لکه ځناوران.” ( ۳:  ۳۸۰) 

په خیرالبیان کې د اسلامي شریعت د هر عمل د سم اجرا کولو لپاره پیر روښان ځینې اصول او قواعد هم وضع کړي دي. مثلاً دی د اسلام د پنځو بناوو د سم اجرا کولو لپاره د الله سبحانه وتعالی پېژندنه او د زړه حضور شرط ګڼي او په دې اړه فرمايي:   

“راوښیه و ماوته روا کلمه د شهادت، نمونځ، روژه، زکات، حج او حرام، او سبحان! 

او بایزید! کلمه د شهادت مې د هیغه روا کړې ده، هر چې یې نمونځ، روژه، زکات، حج روا دی له آدمیان. نمونځ، روژه، زکات، حج عبادت مې د هیغو روا کړی دی چې یې که بې غفلته بې حرام، چې یې ځما پيژندګلي، په یاد د زړه په حضوري وي، په دین د اسلام.” ( ۳:  ۱۴۳) 

علي محمد مخلص په خپل شعر کې د شریعت د مقام صفت توبه ګڼي او  وایي: 

د توبې مقام اول دی، لوی تایب آدم مُرسل دی 

چه توبه یې شوه له غیرو، شه فلاح له خجالته

(۱:  ۱۰۱) 

    دغه راز د دې مقام صف بیا د آدم (ع) صف بولي او په دې اړه هم وایي: 

دا منزل د شریعت دی، تایب پاک له معصیت دی 

 د آدم صفي پر صف شه، رهنمای شو له مضلته

(۱:  ۱۰۱) 

د شریعت د مقام امر د اسلام په پنځو بناوو چلېدل او نهې یې د دغو پنځو بناوو څخه سرغړونه ده. ( ۸:  ۱۲۴) 

۲ـ طریقت: طریقت هغه مقام دی چې په هغه کې د فرښتو خوی او خصوصیات په مرید کې پیدا کېږي. په دې مقام کې سالک د نفس مطابعت چې د انسان خوی او خصلت دی پرېږدي او خاص د الله سبحانه وتعالی طاعت او عبادت په هغه شکل سره کوي، په کوم ډول سره چې فرښتو کاوه. میرزاخان انصاري وایي: 

طـریقت د فرښتو خوی دی 

چې بنده ګي په هر ساعت کا 

چې په نغوته د فرښتو شي 

په پاکۍ به عبادت کا 

( ۸:  ۱۲۴)

پیر روښان په خیر البیان کې د دې مقام په اړه وایي: 

“د طریقت ګناه په لیروني مخالفت د زړه دی د فرښتګانو د پیغامبرانو او نغوته د نوس او د شیطان، ترو بویه چې په طریقت کښې ورمندن دی په هغه چار که او پستنه دې اوسي له ګناهان.” (۳: ۳۸۱)   

د طریقت په مقام کې پر سالک د څلورو عالمونو پېژندل لازم دي، دا څلور عالمونه د زړه، روح، نفس او شیطان عالمونه دي. چې د زړه او روح عالمونه سړی د طاعت او طلب خوا ته بیایي او د نفس او شیطان عالمونه یې د دنیا پر چارو ګماري. د طریقت د مقام امر د زړه او روح په نغوته عمل کول او نهې یې د نفس او شیطان د خوښې پرېښودل دي. ( ۸:  ۱۲۴)  

علي محمد مخلص په خپل دیوان کې د دې مقام صفت (عبادت) ګڼي او وایي: 

عبادت دوم مقام دی، د عابد بهشت انعام دی 

په اخلاص دی عبادت که، مخلص خلاص له ملامته 

( ۱:  ۱۰۱)

د دې مقام صف بیا د ادریس (ع) صف بولي او وایي: 

دا منزل د طریقت دی، د مُرسل افعال طاعت دی

د ادریس پر صف به پاڅي، شي ناجي له بطالته

( ۱: ۱۰۱)

۳ـ حقیقت: په دې مقام کې تر ډېره پر دې تاکيد شوی دی، چې سالک به خفي ذکر کوي، تر څو له ریا او ځانښودنې څخه پرې ژغورل شوی وي. ځکه ریا او ځانښودنه په تصوف او عرفان کې له روحاني مدارجو څخه د پاتې کېدو لامل ګرځي. دولت لواڼی د دې مقام په اړه وايي: 

حقیقت د زړه طاعت د نبي حال دی 

شامدام د مذکور یاد دی په نفلونه 

د مولی ذکر د زړه صیقل یاد شوی 

پرې خلاصېږي له کینې له غیرتونه 

(۷:  ۶۲)

 د پیر روښان په خیر البیان کې هم خفي ذکر د دې مقام لپاره اصلي شرط ګڼل شوی دی، هلته په دې اړه راځي: 

“د حقیقت ورمندن په ذکر دایم د روح دی او دایم یاد مدام چې یادوي ځما نوم، ډېر په پټې په زړه کښې دایم مدام.” (۳:  ۳۸۲) 

ځکه د خفي ذکر له امله د انسان پر زړه د الله سبحانه وتعالی نوم نقش کېږي، بیا که چېرته یو څوک بل کار هم کوي، زړه یې د هماغه یوه ذات ذکر کوي. پر همدې اساس د پیر روښان د مرید ارزاني خویشکي په کلیاتو کې راغلي دي چې: 

“د روښاني مسلک د حقیقت په مقام کې سالک یوه ساه هم بې د خدای له یاده نه اخلي.” ( ۵:  ۱۰۳) 

د حقیقت په مقام کې پر سالک د ارواګانو پېژندل لازم دي، ارواګانې په بدن کې درې دي، یو جاري روح دی چې لس ګوني حواس ورپورې تړلي دي، دا جاري روح انساني روح بلل کېږي، جاري روح د خوب په وخت کې د بدن څخه وځي او په ويښه ورننوځي، دا روح همېشه ژوندی دی، دا چې عقل ورسره ملګری دی، د خیر او شر پوښتنه له دغه جاري روح څخه کېږي، جاري روح لکه د کور د څښتن په شان دی. 

دویم مقیم روح دی چې د هر اسوېلي سره راوځي، د انسان وجود په دې روح سره ژوندی او قایم دی، خو لکه د جاري روح غوندې تمیز نه لري او حیواني روح دی. 

درېم روح، روح الامین دی چې روح اعظم هم ورته وایي چې پر ټول عالم لکه د دریاب غوندې محیط دی، دغه روح (روح الامین) د جاري او حیواني روح سره تړلی دی او نه سره بېلېږي. دغه شان د عالم څلور واړه ارواح یعنې جمادي، نباتي، انساني او حیواني ټول د لوی روح(روح الامین) له برکته قایم دي او د عالم کل واړه ارواح یې احاطه کړي دي. 

د حقیقت د مقام امر دایم ذکر دی او نهې یې غفلت دی.( ۸:  ۱۲۴، ۱۲۵) 

دغه راز علي محمد مخلص په خپل شعر کې د دې مقام صفت (زهد) ګڼي او وایي: 

حقیقت زاهد ذاکر دی چې له غیره کل طاهر 

چې نفی یې غیر غوڅ کړه د نفی لار په صلته

(۱:  ۱۰۱)

او صف یې بیا د عیسی(ع) صف بولي او په دې اړه وایي: 

دی درېیم مقام د زهد، دی سخت جیل د اُحد 

شه رسته چه پاس پر وخوت، د کافر نوس له صولته

( ۱:  ۱۰۱)

۴ـ معرفت: د معرفت مقام د الله سبحانه وتعالی د پېژندنې او شناخت مقام دی، په دې مقام کې سالک په هر څه کې د الله سبحانه وتعالی د انوارو تجلیات او ځلاوې ویني. پیر روښان د دې مقام په باب وایي:

“په معرفت کښې په عارف واجد دا ورمندن دی چې هیڅ له ماشریک نه ګڼي، هر چې شته په دواړه جهانه، په هر نظر د زړه په سترګې وما وته نظر که په هر څه کښې دې ځما هستي بې رنګه ویني لکه لیده عارفان، ځما آواز اروي لکه اروېده به سامعان آدمیان او خوښ دې اوسي په دا په هر حال په هر ځای مکان، نښانه د عارف واجد دا چار ده، په تا دې وي اعلام.“ ( ۳:  ۳۸۳) 

د پیر روښان مرید دولت لواڼی هم د دې مقام په اړه وایي: 

معرفت غیب دیدن دی بې جهته 

د جمیل جمال بې شبه بې نمونه 

د باطن په سترګو هر چېرې لیده شي 

د عارف مقصود نېزدو تر شهرګونه 

( ۷:  ۶۳) 

 د روښاني تصوف وروستي نور مقامات لکه: قربت، وصلت، وحدت او سکونت هم د دې مقام برخه ګڼل کېږي. ځکه پیر روښان په خیر البیان کې په دې اړه وايي:”ګوره! په معرفت کې مقام د قربت، د وصلت، د وحدت، د سکونت دی، په تا دې وي اعلام او عارف واجد مقرب واصل موجد مسکین وي عیان.” ( ۳:  ۳۷۹)     

د معرفت د مقام امر د زړه په سترګو د حق سبحانه وتعالی لیدل او نهې یې نه لیدل دي. ( ۸:  ۱۲۵)

دغه راز علي محمد مخلص په خپل شعر کې د دې مقام صفت (صبر) ګڼي او په دې اړه وایي: 

څلورم مقام د صبر، دی شه تریخ لکه مصبر 

صابران په بلا خوښ دي، فریاد نه که له علته

( ۱:  ۱۰۲)

او صف یې بیا د ایوب(ع) صف بولي او وایي: 

دا منزل د معرفت دی، په هر حال کښې یې رویت دی 

په تهپه به د ایوب شي، د صابرو له حالته

( ۱:  ۱۰۲)

۵ـ قربت: دا مقام او له دې وروسته درې نور مقامات چې تشریح کېږي، ټول د معرفت د مقام توضیح او تشریح ده، په دې مقام کې سالک له هر څه څخه د حق سبحانه وتعالی آواز اوري او دغه آواز باید د هغه تبارک وتعالی آواز وګڼي. پیر روښان په خیر البیان کې په دې باب لیکي: 

“په قربت کې په عارف مقرب دا ورمندن دی چې هر آواز ځما له آوازه ګڼي، په تسبیح دې یې فهم لري، په وخت د خوړو په تسبیح د اتام، په وخت د تلو په تسبیح د پښو، په وخت د چار په تسبیح د اندام. “ ( ۳:  ۳۸۶) 

د پیر روښان مرید دولت لواڼی هم په دې مقام کې د آوازونو د پېژندنې په اړه وایي:

د قربت ساکن قریب شي 

په همه آواز پوهان دی

په آواز چې نه پوهېږي 

بدتر یاد تر چارپایان دی

( ۷:  ۷۷)

د قربت د مقام امر دا دی چې سامع عارف به هر آواز د حق آواز ګڼي، د هغه په تسبیحاتو به ځان پوهوي، نهې یې دا ده چې په تسبیحاتو یې ځان پوه نه کړي او نه په دې پوه شي چې دا د رحم آواز دی او که د قهر. ( ۸:  ۱۲۶) 

علي محمد مخلص په خپل شعر کې د دې مقام صفت (رضا) ګڼي او وایي: 

د رضاء مقام پنځم دی، دی راضي په ښادي، غم دی

په قضا د حق راضي شه، په راحت هم له ذلته 

( ۱:  ۱۰۳)

او صف یې بیا د موسی(ع) صف بولي او په دې اړه وایي: 

دا منزل د قریبان دی، د قربت څښتن حیران دی 

د موسی پر صف به پاڅي، دایم خوښ دی له صلته

( ۱:  ۱۰۳)

۶ـ وصلت: د وصلت مقام د روښاني تصوف بل مقام دی، په دې مقام کې سالک خپل ځان الله سبحانه وتعالی ته سپاري. لیدل، اورېدل، خوړل، څښل، بویول او نور خپل ټول بشري حواس د هغه تبارک وتعالی تر ارادې پورې موقوف ګڼي. په دې باب پیر روښان په خیرالبیان کې لیکي: 

“ګوره! ورمندن په وصلت کښې پر واصل وینا او چار د پیوستون ده چې هره چار په ما که، ځما آواز دې په ما آوري، ما دې ځما په سترګو ویني، ځما هستي دې ځما په هستي وپېژني. “ ( ۳:  ۳۸۷)

دولت لواڼی د دې مقام په اړه وایي: 

په وصلت د واصلانو 

خپل وجود دواړه جهان دی 

چې خبر د وصلت نه وي 

کل طاعت کې ګناهان دی

( ۷:  ۷۷) 

د وصلت د مقام امر دا دی چې په دې مقام کې به سالک خپل ځان د مرګ نه وړاندې په مړه حسابوي. غږېدل، اورېدل، لیدل، خوراک، څښاک او ټول ژوند او ژواک به یې په حق تعالیسره وي، خپل ټول صفتونه به د حق له خوا ګڼي، لکه د مارمیت اذرمیت، د حالت غوندې به د وجود د صفاتو او افعالو څخه ناخبره وي. نهې یې بیا دا ده چې سړی خپل صفتونه لکه پوهېدل، غږېدل، اورېدل او نور د وجود د صفتونو څخه وګڼي، نه د حق سبحانه وتعالی څخه. ( ۸: ۱۲۷) 

علي محمد مخلص په خپل شعر کې د دې مقام صفت (شکر) ګڼي او وایي: 

دی شپږم مقام د شکر، لوی نعمت دی دایم ذکر

د شاکر نعمت مزید شه، دی شاکر صاحب دولته

( ۱:  ۱۰۳)

او صف یې بیا د نوح(ع) صف بولي او په دې اړه وایي: 

دا منزل د واصلان دی، د وصلت نعمت کلان دی

په تپه به د نوح پاڅي، حظ به مومي له وصلته

( ۱:  ۱۰۴)

۷ـ وحدت: د وحدت په مقام کې سالک د خپلې هستۍ احساس نه کوي او خپله هستي د حق سبحانه وتعالی په ذات کې محو ګڼي، پر همدې اساس د هغه تبارک وتعالی عبادت هم ورته شرک ښکاري. پیر روښان وایي: “ورمندن په عارف موحد هغه دی، چې خپسر له یګانګي پس ترو خلاص ويني له بنده ګي ور له ګناهانو، په بنده ګي ځما په نظر مشرک شي، په پرېښولو کافر شي په نظر د آدمیان.” ( ۳:  ۳۸۸) 

نو د دې په خاطر چې مشرک هم نه شي او د خلکو په نظر کافر هم ونه ګڼل شي، بویه چې د خلکو په مخ کې ځان په عبادت بوخت وښيي، پیر روښان وایي: 

“موحد که غواړي هغه طاعت چې نه مشرک، نه په کافر شي ترو یې بویه چې د آدمیانو د وړاندې دې مشغول که په عبادت تن وراندام چې د ده په بهنه ځما له عبادته نه ووزي آدمیان… او روح دې مشغول لري ځما په خوی، ځما خوی راحت دی د روحانو، عیان.” ( ۳:  ۳۸۸، ۳۸۹) 

د پیر روښان مرید میرزا خان انصاري هم د وحدت د مقام په اړه وایي: 

هر واصل چې یګانه شي 

ننداره به د وحدت کا 

واحد خلاص له بنده ګۍ دی

او نه جرم جنآیت کا 

په یوه کښې دویم نشته 

نه زیاتی نه کمامت کا 

د وحدت ګــناه دغه ده 

چې عمل د ودانت کا 

( ۸:  ۱۲۸)

د وحدت د مقام امر دا دی چې موحد په هره خوا خپل مخ اړوي نو خپل مخ به ویني، که ښکلی مخ ویني او که ناولی هغه به خپل مخ ګڼي. نهې یې بیا دا ده چې هر څه لکه ځان نه ګڼي او هر عمل چې کوي داسې یې نه ګڼي، چې د خپل ځان سره یې کوي. ( ۶:  ۱۲۸) 

دغه راز علي محمد مخلص په خپل شعر کې د دې مقام صفت (محبت) ګڼي او وایي: 

اووم مقام د محبت دی، مُحب تل خلاص له محنت دی 

هر چار په محبت که، خلاص د تن له خصالته

( ۱:  ۱۰۴)

او صف یې بیا د ابراهیم(ع) صف بولي او په دې اړه وایي: 

دا منزل د موحد دی، موحد مخلص له ضد دی

دی پر صف د ابراهیم شي، شه نجات له جهالته

( ۱:  ۱۰۴)

۸ـ سکونت: په دې مقام کې د سالک روح آرام مومي، غوږونه، سترګې، پزه هر څه د حرامو له اورېدو، لیدو، او بویولو نه فارغ وي، یعنې بې له خدایه د هیڅ څېز احساس هم نه کوي. د سالک بدن که په ظاهره هر څه کوي، اثر یې روح ته نه رسېږي. سالک ته حکم دی، چې تر مرګ د مخه ځان ووژني. روح یې په دې دنیا کې د بدن له قیده آزاد دی، بدن خوځي او روح ساکن وي.( ۲۲:  ۱۰۴) 

پیر روښان د سکونت د مقام په اړه وایي:” د مسکین د تپې خوی هوی دی چې له ماسره یګانه قرار شوی وي مدام، زما له خوی (یعنې تخلقوا با اخلاق الله وي) او قرار یې موندلی وي په تا دې وي اعلام (یعنې بقا با الله وي)” ( ۲:  ۱۰۹)

د پیر روښان مرید دولت لواڼی هم د سکونت د مقام په اړه وایي: 

سکونت بلند مقام له واړه پاس دی 

نور د ده د پاسه نشته مقامونه 

د مسکین په رضا واړه چارې کـېږي 

په هر هر یوه کې کاندي خپل حکمونه 

( ۷:  ۶۳)

د سکونت د مقام امر دا دی چې ساکن به “تخلقو با اخلاق الله” ته په پام سره خدایي خوی اختیار وي، خپل بشري صفتونه به پرېږدي. نهې یې بیا د بشري صفاتو درلودل دي.( ۸: ۱۲۸، ۱۲۹) 

علي محمد مخلص په خپل شعر کې د دې مقام صفت (معرفت) ګڼي او وایي: 

مقام اتم د معرفت دی، دی مسکین په سکونت دی 

چه قرار پر سکونت شه، ساکن خلاص شه له رحلته

( ۱:  ۱۰۴)

او صف یې بیا د محمد(ص) صف بولي او په دې اړه وایي: 

د مسکین خوی د احد دی، دی پر صف د محمد دی

له صورته ګوشه شوی، دی واقف شه له عزلته

( ۱:  ۱۰۵)

اخځلیکونه

۱ـ حبیبي، سراج احمد. (۱۳۹۸). د علي محمد مخلص تصوفي او عرفاني مقام. دویمه شمېره، پرلپسې ۲۷ ګڼه. هرات: فصل نامه علمي ـ پژهشي پوهنتون غالب. 

۲ـ خویشکی، مهجور.( ۲۰۱۶). روښاني تصوف. پېښور: پښتو اکېډمي. 

۳ـ روښان، بایزید. (۱۳۹۶). خیرالبیان. د معصوم هوتک سریزه، ترتیب، مقابله، سمون او لمنلیکونه. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه. 

۴ـ زېور، زېورالدین. (۱۳۸۹). د پښتو ادبیاتو تاریخ (منځنۍ دوره). پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

۵ـ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۴). تصوف او ادب. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه. 

۶ـ کرګر، محمد اکبر. ( ۱۳۸۵). په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او ادبي څېره. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. 

۷ـ لواڼی، دولت. (۱۳۹۱). دیوان. د پوهاند عبدالشکور رشاد سریزه، سمونه او تصحیح. د استاد محمد اصف صمیم او عبدالکریم عامر په اهتمام. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. 

۸ـ مسعود، سیف الرحمن. (۱۳۷۷). پير روښان او روښاني انقلاب. پېښور: یونیورسټي بُک ایجنسي. 

Leave A Reply

Your email address will not be published.