The news is by your side.

د ریحان تنوګۍ

ضمير څار

0

د شلمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې د ادبياتو تيورۍ خورا چټک پرمختګ وکړ: په دې لړ کې يو زيات شمېر تيورۍ رامنځته شوې چې غالباً د يو بل متضاد او په عين حال کې بشپړوونکې وې. زه پر ټولو خبرې نه‌کوم او يوازې د پوست‌سترکچرليزم په رڼا کې د ګران ریحان ای، مه‌ځه! شعري ټولګه سپړم.

په سترکچرليزم او پوست‌سترکچرليزم کې دا بحث را اوچت شو چې مونږ دې پراخې او ګډې وډې نړۍ ته په خپل ذهن کې د باينري آپوزېشن يا دوه‌ګوني مخالفت په اساس نظم ورکړی دی: مثلاً، مونږ يو شمېر کارونه ښه بولو او يو شمېر بد. په دې ډول، ښه او بد زمونږ پراګنده کارونو ته نظم ورکوي. که تاسې ژبه وګورۍ ډېر دوه‌ګوني مخالفت سره به ومومئ: دوست/دښمن، دنيا/عقبی، رښتيا/دروغ، ښځه/نر او داسې نور. پوست‌سترکچرلیستان، په ځانګړي ډول، ژاک دریدا، په دې باور و چې د دې جوړو يوه خوا ارزښتمنه، ګټوره، مهمه، بشپړه او يا په لويه کې ښه بولو. د بېلګې په ډول، دوست تر دښمن ګټور دی، عقبی تر دنيا بشپړه او تلپاتې ده، رښتيا تر درواغو ارزښتناک دی او نر تر ښځې مهم او لوړ دی. شايد، په ړومبيو جوړو کې د نظر توافق ولرو اما جنجال وروستۍ جوړې رامنځته کړی: نر تر ښځې په کوم اساس مهم او لوړ دی؟

فيمينيزم د دې وروستۍ جوړې له امله او د دې جوړې د ړنګولو لپاره راولاړ شوی—دا خوځښت پراخ بحث غواړي، چې دلته په دې کوچنۍ ليکنه کې ځايېږي نه؛ اما يوه موضوع يې په لنډ ډول را اخلم: يو شمېر فيمينستان په دې باور دي چې اصلاً د نړۍ د پديدو تنظيم، چې وړاندې مې ځنې يادونه وکړه، د ښځې او نر د جوړې په اساس شوی دی—يعني، هر هغه څه چې غښتلی دی، نارينه او هر هغه څه چې کمزوری دی، ښځينه بلل شوی دی. په بله وينا، يو شمېر څيزونه او کارونه نارينه دي او يو شمېر ښځينه. د دې خبرې د تاييد او توضېح لپاره د تور او سپين جوړه په پام کې ونيسئ: تور نارينه خواص لري او سپين ښځينه—په همدې اساس، تور پر سپين غالب دی؛ که نه، په داستاني ادبياتو کې به ولې ظالمان توربخن ښودل کېدل؟ يوه مشهوره ټپه هم تور له نارينه سره ښايي:

هلک چې تور شي لونګين شي

جنۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوينه

د فيمينستانو ستونزه هم دا وه: دوی ويل چې ښځې همېشه تر نارينه کمزورې ښودل شوي دي. زمونږ په فرهنګ کې هم ښځې ته عاجزه ويل شوې؛ نارينه حتې د مېرمنې نوم په خوله نه‌اخلي او په ځای یې کډه، ماشومان، حيوانان او نور ورته نومونه ورته اخلي. فيمينستان د دې کار مخالف وو.

په شاعرۍ کې، له بل هر ځايه ډېر، دا باینري آپوزېشن (ښځينه او نارينه کرکټر) موجود وي او ګران ریحان له دې امره مستثنی نه‌دي. د ای، مه‌ځه! د مطالعې پر مهال متوجه شوم چې د ده فيمينيستي اړخ تر نورو ډېر جوت دی: ده چې خپل ښځينه کرکټر څنګه انځور کړی، ممکن د فيمينستانو خوښ شي.

لومړی، د ده د شعري ټولګې نوم د ده د ښځينه کرکټر په اړه يو عالم خبرې لري: يو، د ده ښځينه کرکټر خپلواک دی—په خپله تصميم نيوی شي. دويم، د ده ښځينه کرکټر له ده سره د مينې او نورو اړوندو مسايلو جروبحث کړی شي او که یې طبيعت برابر نه‌و، قهر هم کړای شي. درېيم، د ده ښځينه کرکټر د ده محتاجه نه‌دی او په ده دومره وابسته نه‌دی چې ځنې تلی به نه‌شي. څلورم، دی پر هغې لوړ نه‌دی؛ حکومت پرې نه‌شي کړای؛ کله چې ځنې روانه شي، دی يوازې پسې غږ کړي چې: اې، مه ځه! او بس. پنځم، دا حالت همدارنګه ښيي چې دی په خپلې ملامتۍ اعتراف هم کوي—دی ورته نه‌وايي چې ولې ځې، دی پوهېږې چې هغه بايد ولاړه شي او يوازينۍ هيله یې همدا عاطفي جمله ده: اې! مه‌ځه.

سربېره پر دې، مونږ وړاندې وويل چې د فيمينیزم هڅه دا وه چې د نارينه او ښځينه باینري اپوزېشن يا دوه‌ګونی مخالفت له منځه يوسي. ريحان، فکر کوم، همدا کار ترسره کړی دی. ريحان خپل ښځينه کرکټر ته د انسان خطاب کوي—انسان داسې يوه کلمه ده چې دواړه، هم ښځه او هم نر، په ځان کې رانغاړي:

ریحان په دې ستا انتظار سهار ماښام کوي چې

تنوګۍ ستا په څېر يې بل انسان ليدلی نه‌دی

تنوګۍ په خپله د ده د فيمينستي اړخ يو بل بارز مثال دی: يو، د ريحان ښځينه کرکټر مجهول نه‌دی. په بله وينا، دی د خپلې معشوقې په نوم نه‌شرمېږي. يا، ښه ده ووايم چې د ده ښځينه کرکټر يو ښکاره او نوم لرونکی بنيادم دی. دويم، د تنوګۍ کلمه، يا تنو، په خپله هم د ده او د ده د معشوقې له یووالي ښکارندويي کوي؛ البته که دا راسره ومنئ چې تنو له تن څخه اخيستل شوې کلمه ده: ريحان خپله معشوقه خپل تن ګڼي. دی، په دې ډول، ځان، چې نارينه دی، او تنوګۍ چې ښځينه ده، يو ګڼي او د دواړو تر منځ توپیر ته قايل نه‌دی.

زمونږ د دې ادعا يو بل مثال د ده دا لاندې بيت دی:

په قد کې چينارونه او ښايست کې ستوري پاتې

جوړه چې پينځه وخته پاک سبحان ته به ولاړ وو

دی خپل ښځينه کرکټر له ځانه ټيټ نه‌ويني—دواړه هم‌قده دي؛ دواړه چينارونه دي. حال دا چې زمونږ په فولکلوريکو ادبياتو کې ښځه تر نارينه په قامت ټيټه ښودل شوې:

هلک نری چينار دی نجلۍ د ګلو ونه

تنوګۍ که پنځه وخته لمونځونه کوي خو بيا هم معصومه، عاجزه او فرمان‌برداره نجلۍ نه‌ده؛ بلکې باجرئته او شریره ده—هغه څه چې فيمينستان ورته خوشحالېږي؛ ځکه چې له ښځينه کرکټر څخه يې انساني خواص حذف کړي نه‌دي. دا لاندې بېلګه وګورئ:

سهار کې راشي د ريحان څنګ ته وړه تنوګۍ

خو په ماښام کې خپلې مور ته بيا توبې وباسي

تنو، په فولکلوريکو ادبياتو هم پوهېږي، ټپې يې زده دي، سندريز غږ لري، او له موسيقۍ خوند اخلي:

څه بل رنګه په خوند باندې رباب وهي ريحان بيا

چې نيمه شپه کې وخت ناوخت تنو هم ورټپه شي

له دې بيته دا برداشت هم کېږي چې د ريحان ښځينه کرکټر له ده سره برابره لګيا ده؛ خپل سهم ادا کوي؛ يوازې ننداره کوونکې نه‌ده.

همدارنګه، د ريحان د ښځينه کرکټر تر ټولو ډېر بارز اړخ د هغې شاعري ده: تنوګۍ شاعره هم ده. ريحان له ښځينه ليدلوري شعرونه هم ويلي دي—دا کار نه‌پوهېږم چې څومره به د فيمينستانو خوښ شي او که نه؛ ځکه د دوی په باور يو نارينه نه‌شي کړای چې د ښځې په ځای شاعري وکړي؛ اما، له یوې بلې زاويې، زمونږ له ادعا سره په دې مرسته کوي چې تنوګۍ ګواکې غير فعاله نه‌ده؛ عملاً له ريحان سره غږېږي او له ده سره خپله مينه په شعر کې اظهاروي. تاسې دا لاندې نوستالژيک شعر وګورئ:

ته چېرته يې شيرينه بيا يادېږې کليواله

په خيال کې مې تاوېږې راتاوېږې کليواله

ما زښته ډېر کوشش وکړ چې هېر دې کړمه ياره

خو نه کېږي په خدای که مې هېرېږې کليواله

چې وکړمه اظهار د خوږې مينې زه هم تا ته

دا ولې په رنګ زېړ شې هم شرمېږې کليواله

اوبه مې چې دروشيندې خندا مې درته وکړه

همدا د مينې راز دی که پوهېږې کليواله

باور راباندې وکړه په رښتيا وايم ريحانه

ګلاب غوندې ښکارېږې چې خندېږي کليواله

په ټوله کې، د ريحان تنوګۍ په تمامه مانا يوه فعاله، خپلواکه، باجرئته، په ونه لوړه او باشرارته نجلۍ ده؛ شعري طبعه لري؛ له ده سره ګړېږي؛ او د ده په شاعرۍ کې د يوه بشپړ انسان په توګه ژوند کوي. دی داسې احساس نه‌کوي چې ګواکې له ده دې کمه وي؛ له ده سره جنګ کوي؛ غوسه کېږي؛ له ده څخه ځي؛ او دی يې هم ګرځولی نه‌شي. يوازې ورته وايي چې ای، مه‌ځه! اما، دی هم اخر انسان دی؛ غوسه کېږي او ورته وايي:

حالات چې څنګه درته ساز غږوې

ګډېږې ته هغسې ډمه یاره

Leave A Reply

Your email address will not be published.