يوه زړه ملكه چې په خپل تخت ويده وه د دغه ملكې څلور غلامان پكي په لاس د ملكې په شاوخوا ولاړ ول او پكي يې ورته وهه.
آخر د ډېرې چوپتيا نه وروسته يو غلام وويل :
«دا زړه (ملكه) په خوب كې څومره بدرنګه ښكاري، تاسو خو يې دې مخ ته وګورى، د ګونجو د لاسه څنګه ځوړنده ده او ساه خو داسې اخلي لكه څوك يې چې په ستوني ناست وي او خپه كى كوي يې»
په تخت د ملكې سره د ملكې پيشو هم ناسته وه كله چې د غلام دغه خبرې پيشو واورېدې نو داسې وويل :
«دا زړه ملكه د خوب پر مهال دومره بده نه ښكاری لكه تاسو چې د بيدارى په مهال غلامان يئ»
دويم غلام وويل:
«داسې ښكاري چې دا كوم خراب خوب ويني ځكه خو يې د مخ كونجې دومره بدرنګه معلومېږي»
پيشو ورته په ځواب كې له ځانه سره وويل :
«كاش چې تا په خوب كې د خپلې ازادۍ خوبونه ليدل»
دريم غلام وويل :
«داسـې ښكاري چې دا هغه خلك ويني چې كوم دې وژلي (قتل) ځكه يې خوب دومره نا ارامه ده».
پيشو په ځواب كې ورته وويل:
«هو ! دا ستا د غلامانو پلرونو او نيكونو هغه كاروان ويني كوم چې د دې په غلامي كې مړه شوي او یا هم وژل شوي»
څلورم غلام وويل :
«كه څه هم مونږ د دې په باره كې خبرې كوو او خـپل وخت تېروو خو آيا د پكي وهلو دغه ذلالت مو هير دى»
پيشو د ځانه سره وويل :
ته به همداسې همېشه غلام يې او پـكي به وهې.
په دغه وخت كې ملكه په خوب كې و خـوځېده او تاج يې له سره وغورځيده.
يو غـلام وويل :
«دا ډېر بد فال دى»
پيشو وويل:
«د يوه انسان بد فال د بل انسان لپاره ښه وي»
دويم غلام وويل:
«كه چېرته ملكه را پـاڅېدله او خپل تاج يې پر ځمكه پروت وليده نو بې له ځنډه به مونږ ووژني»
پيشو وويل:
«ستاسو د پيدايښت له ورځې ملكه هره ورځ تاسو وژني خو تاسو نه پوهېږى»
دريم غلام وويل:
«هو ! دا به مونږ په قتل ورسوي او بيا به وايي چې دا مې د خـپل فـلانكي پير لپاره قرباني كړل»
پيشو ويل:
«صرف كمزوري خلك د پيرانو لپاره قرباني وركوي»
څلورم غلام كوښښ وكړ او په كلاره يې د ملكې تاج راواخيسته او د هغې په سر يې په احتياط سره كېښوده.
پيشو په غريدلي اواز وويل:
«صرف غلامان غورځيدلي تاجونه بېرته په خپل ځاى ږدي»
د لږ ځنډ وروسته ملكه په داسې حال كې را پاڅېده چې خپل شاوخوا يې په وارخطايي كتل او دا يې وويل:
«لكه چې ما ډېر خراب خوب ليده چې يو لړم د څلورو كشپ كاسو په لټه كې و»
هغې دا وويل :
«دا خوب زمـا نه دى خوښ»
او بيا په درانه خوب ويـده شوه او غلامانو هماغسې په ملكه پكي وهه .
پيشو وويل :
« تكړه شى او همداسې پكي و وهى، اى كم عقلو ! تاسو هغه اور ته پكي ووهئ چې د كوم اور د لاسه به تاسې ډير زر وسوځئ»
دالسابق کـتاب ۲۳،نه تر ۲۷ مخ پورې .