The news is by your side.

!د سلواغې ۲۶ مه په هېواد کې دبري ورځ

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی

0

له  نن څخه پوره ۳۲ کاله وړاندې دسلواغې په ۲۶ مه افغانانو  دشوروي اشغالګرو پوځونو څخه خپل هېواد آزاد کړل، چې دغه پرتمینه آزادي  ټولو هېوادوالو ته لوی ویاړ ګڼلی شو. افغانان هر كال دغه ورځ د ژغورنې د ملي ورځې په نوم لمانځي .

دمرغومي ۶ مه ۱۳۵۸ هجري لمریز کال دهېواد په خاورې دشوروي یرغلګرو پوځونو ستر یرغل  او نه هیریدونکې ورځ؛ چې افغان ولس ته يې ګڼې ستونزې او ناخوالې  واړولې، هېوادوال يې  په دربدرۍ کېنول او دغه ورځ په هېواد کې د بدمرغیو او ناورین ستره پیلامه  هم ګڼلی شو.

روسي پوځیانو؛ نه یوازې زموږ هېوادوال يې له سترو ننګونو سره مخ کړي ؤ، بلکې خپل هېواد يې هم په ګڼو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو وځاپه .

یرغلګرو روسانو زموږ  په هېواد کې په ظلمونو  لاس پورې کړ، یومیلیون څخه زیات هېوادوال يې شهیدان کړل، کونډې، رنډې او یتیمان  تراوسه هم په فقر اوبیوزلۍ کې ورځې اوشپې سبا کوي .

روسي یرغلګرو زموږ  بېګناه  هېوادوال  يې ودردول، په شهیدانو او ټپیانو  سربیره؛ ډیری کسان لا تراوسه تري تم دي او دکورنۍ پاتي غړې يې  دهغوی  دراتګ  لارې  څاري .

روسانو زموږ دهېواد ګڼ شمیر ملي تاسیسات ونړول او هېوادوال يې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړل، دهېواد ښوونیز مرکزونه يې په سیاسي مرکزونو بدل کړل، دخلکو ذهنونه يې مغشوش اوغوښتل يې چې دلینن او کمونیزم په عقیدوي افکارو    واړوي .

خو زموږ اتل ولس چې اسلامي اوایماني جذبه  ورسره وه  او شته، په  میړانې توګه دروسانو په وړاندې ودریدل او دسپيڅلي جهاد جنډه  يې پورته کړه . افغانانو دیرغلګرو سرو پوځیانو په مقابل کې په تش لاس مقاومت ته دوام ورکړ او د روسانو په مقابل کې ډیرې مبارزې اود څوکلونو جهاد په پایله کې بریالیتوب افغانانوترلاسه کړل او د هېواد بیرغ یې په ټول هېواد کې ورپا وه.

روسان چې دافغانانو له کلکو مبارزو سره مخ شول، په ټیټو سرونو زموږ  دهېواد پريښودو ته اړ او دافغانستان  له خاورې څخه  په تیښته وتښتیدل. د سره پوځ د ماتې لویه کامیابي، د دې خاورې د ټولو پرګنو، ولسونو او سیمو دګډې  قربانیو پایله وه .

روسانو ته نه؛ یوازې  زموږ په خاوره کې مالي تاوانونه واوښتل؛ بلکې  ځاني تاوانونه چې په زرګونه  د روسي یرغلګرو ککرۍ زموږ په خاوره  کې خاورې شوې .

د۱۳۶۷ هجري لمریز کال دسلواغې ۲۶مه دهېواد څخه دسرو لښکرو  وروستنۍ قوه چې دحیرتانو له پله واوښته دا دافغانانو دجهاد او مبارزې ثمره وه، چې سره پوځ يې له هېواده وشړل او له تاریخي ماتې سره يې مخ کړل .

هریرغلګرچې افغانستان ته په بدنیت کتلي، نو  دا څرګنده خبره ده، چې د وخت انګلیسانو اوشورویانو په څیر غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شوي دي؛ څو یرغلګر او نور هېوادونه دا یادساتي چې په  شوم نیت زموږ هېواد ته ونه ګوري او په دې سوچ کې هم ونه اوسي، چې ګوندې دافغانستان خاورې ته ورننوتل آسان ؛ بلکې په دې سوچ  کې شي، چې افغانستان خاورې ته په بد نیت ورتګ آسان او بیرته تګ يې له ګړنګونو سره  مخ ، ګوډ او مات  به له پښو وغورځي .

 د روسانو ناکامي په افغانستان کې ټولو نړیوالو ته ثابته شوه، چې افغانستان یوداسې هېواد دی، چې ولسونه يې دخپلو سرو نو تیر دي، خو دخپل هېواد ه نه تیریږي .

رښتیا هم دازموږ دنیکونو او پلرونو هغه شعار دی، چې په ماشومتوب کې ټولو افغانانو ته په زانګو کې ویل شوې او داسې دغیرت درس يې ټولو ته ورکړی، چې هیڅکله  به ددې درس نه یو افغان هم مخ  وانه ړوي، په خپلو دریځونو به  دریږي  او دخپلې خاورې ساتنه به په اتلولیو سره کوي، هېوادوالو ته به  دخپلو سر ونو په بیه خدمت کوي  او دخپلې پاکې خاورې دساتنې  لپاره به هر راز قربانیو ته  تیار وي .

Leave A Reply

Your email address will not be published.