The news is by your side.

د سولي په پروسه کې د دواړو لورو بی استعدادي

سید عبید الله نادر

0

د سولي په پروسه کې چې پوره یوه زیاته موده یې ونیوله او ډیر لګښتونه په کې هم وشول ،چې ډیره موده یې دوام وکړ ، طالبانو خو په کې هیڅ مصلحت و نه مانه ،او هم د کابل حکو مت د سولي آستازو ، یعنی دواړو اړخونو په کې ، د مصلحت د راوستو استعدادونه نه درلودل ،طالبانو خو اسقلالیت نه درلوده ، د پاکستان نه ورته هدایت کیده او دوي کنترول کیدل ، ځکه په هیڅ سر دوی راضی نه ول ، چې له همدې وجهی پروسه د حد نه زیاته اوږده شوه ، او دوی په کې د حل لاره راونه ایستله ،د سولی د ریس بی استعدادی خو نو ټولو ته ښکاره وه ، چې د یو ښه ابتکار خاوند هم نه وو ،او د پیل څخه د ټولو زړونه ورته لرزیدل ،هماغه وو څه چې د انتظاره لیری وو هغه وشول ،

زما زړه هلته ډیر خفه شو ،او زړه می ولرزیده ، او ناهیلي شوم له کوم مهال نه چې  عبدالله عبدالله په چغو شروع کړې ، چې زه دا انتخابات نه منم ،او د انتخاباتو د ټولو کمیسیون غړو په سترګو کې ورننوته، او وې ویل: چې زه دا انتخابات نه منم ګل مرجان یې نه مني د دغی ورځي نه می د وطن حالت ناوړه لیده ،او هغه څه چې تصور کیده هغه د دوی د نا عاقبت اندیشۍ نه مخ ته راغله تر دې وروسته دې خدای خیر کړي ،

Leave A Reply

Your email address will not be published.