The news is by your side.

د سولې مسئله

ژباړه: واحد عظيمي

0

 

الرساله، جون 2000
مولانا وحیدالدین خان
د سولې (Peace) مسئله کومه مذهبي مسئله نۀ ده، هغه د فطرت يؤ قانون دی. د دې نړۍ پیدا کوؤنکی، د نړۍ نظام د فطرت لۀ قانون سره پیدا کړې ده. د هرې معاملې يؤ فطري قانون وي، کوم کسان چې دغه فطري قانون پلي کؤي، هغوی به بریالي وي اؤ کوم کسان یې چې ماتوي هغوی به ناکامیږي.
د نړۍ پیدا کوونکی هر انسان آزاد پیدا کړی، هر انسان یې بشپړ ازاد کړی چې څۀ کؤي و دې کړي اؤ کۀ نۀ یې کؤي نۀ دې کؤي. له همدې امله ممکن پۀ ټولنه کې د ټکر چاپيريال رامنځته شي. د يؤ شخص ازادي د بل شخص له ازادي سره پۀ ټکر کې شي. دا هغه حالت دي چې پۀ هره ټولنه کې د نفرت او تاوتريخوالی چاپیریال پیدا کؤي.
ددې مسئلې حل څه ده؟ هېڅ یؤ شخص دا وړتيا نۀ لري چې دې بل چا ازادي ور څخه واخلي. پۀ داسې حالتو کې پۀ ټولنه کې هغه وخت سولې قایمېږي چې خلک له داسې تکتیک څخه کار واخلي چې د هغه پۀ وسیله آمن راتلی شي اؤ هغه دی د اعراض اصول (principle of avoidance). یعني د ټکر لیرې کول او د خپل سفر طی کؤل.
د اعراض اصول یؤ کائناتي اصول دی. پۀ کائناتو کې بې شمېره ستوري او سيارې وي‌، هر یو مسلسل پۀ خلا کې حرکت کؤي. د هغوی په منځ کې هېڅ ټکر نۀ راځي، ددې سبب د هرې سیارې اؤ ستوري د خپل اعراضي اصولو سره سم پۀ خپل مدار کې (orbit) حرکت کول دی. همدغه اصول باید انسانان هم غوره کړي. لۀ دې پرته بله طريقه نۀ شته چې انسان یې پۀ نړئ کې د سولې لپاره وکارؤي. د سولې معامله د مذهبي عقيدې معامله نۀ ده‌ بلکې د فطرت معامله ده. آمین د هر چا لپاره ده، که هغه مذهبي انسان وي اؤ که سیکولر وي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.