The news is by your side.

د سولې مشورتي لويه جرګه يو ستر تاريخي ازمايښت

0

-محمد کريم نوښتګر

د سولې خبرې له بېلابېلو ادرسونو روانې دي، او د سولې مشورتي  لويې جرګې د جوړېدو خبرې هم تودې دي، نو پوښتنې راولاړېږي چې د سولې مشورتي لويه جرګه د سولې د خبرو سره له کوم ځایه تړاو پيداکوي؟ ولې د سولې مشورتي لويه جرګه رابلل کېږي؟ د سولې مشورتي لويې جرګې به څه په لاس راوړو؟  او بالاخره د سولې مشورتي لويه جرګه د تاريخ پرېکړه څنګه وکړي؟

يادو پوښتنو ته زه ځواب نه وايم بلکې د يوه تحليل له مخې پرې ستاسې بحث رابولم تر څو جرګې ته ورتلونکي کسان وړاندې له وړاندې کورنۍ دنده ترسره کړي او په يو څه چمتووالي په جرګه کې ګډون وکړي.

د جرګو مخينې ته په کتو ، راځئ لومړی دا په ياد راوړو چې لويې جرګې او يا مشورتي لويې جرګې، د هومره لويو ملي مسايلو د پرېکړې په اړه رابلل کېږي چې حکومت ملت ته د مشورې او پرېکړې لپاره ورګرځوي. دا مسايل بايد دومره لوی او مهم واوسي چې د وخت حکومت د مسايلو په اړه پرېکړه د ملت واک وګڼي او يا د ملت مشوره اړينه وبولي او په دې توګه حکومت د ملت د مشورې او غوښتنې په رڼا کې  د مسئلې/مسايلو په اړه پرېکړې وکړي.

د سولې د روانو خبرو سره د سولې مشورتي لويې جرګې تړاو له هغه ځایه پيلېږي څه وخت چې جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني د طلوع تلوېزون سره په ځانګړې بحث کې ووېيل ” مور لا داسې زوی نه دې راوړی چې د ګندمک په څېر معاهده راباندې امضاء کړي” . ولسمشر په دې ځای کې د ملت د بقا او راتلونکي  لپاره د ملت د ارادې تمثيل د سياست په پېچلې ژبه وکړ، په دې مانا چې ولسمشر له واک څه چې له خپل سر هم تېر دی، خو د ملت د ارادې څخه نه تېرېږي. د ګندمک معاهده خو معلومه ده چې د قدرت ساتنې لپاره د ملت د ارادې په عکس ترسره شوه او هغه وخت څه چې نن هم افغانان ترې رنځ وړي.

اوس چې ولسمشر ملت ته د سولې مشورتي لويې جرګې له لارې ورګرځي، نو دا د ملت لپاره يو بل ستر تاريخي ازمايښت دی چې يواځې د ولسمشر د ارادې سره نه بلکې د دې ستر ملت د راتلونکي سره څه کوي؟

د افغان سولې په اړه د بېلابېلو  امريکايي، روسي، قطري، ايراني،چينايي، پاکستاني او نورو …  مېزونو شاته د اړوندو او نا اړوندو خلکو ترمنځ خبرې روانې دي، خو افغان ولسمشر د سولې په اړه مشورتي لويه جرګه راغواړي. دا ددې مانا لري چې سوله کوم اوربند نه دی، سوله د بنديانو ازادېدل نه دي  او سوله د اساسي قانون تغير نه دی چې حکومت پرې اسانه تصميم ونيسي بلکې سوله تر دې لوی مهم مسايل په ځان کې رانغاړي.

دا به ومنو چې جګړې د ځواکمنو هيوادونو د سياسي او اقتصادي ګټو لپاره په کار اچول شوې پروژې دي خو د دې پروژو پايلې د سولې په هوکړو کې ترلاسه کېږي، ځکه په جګړه کې ښکېل هيوادونه اوس لګيا دي او د سولې خبرو په اجنډا کې د خپلو  اوږدمهاله موخو او ګټو د مطرح کولو په خاطر د سولې خبرو په اړه په بېلابېلو ځايونو کې ناستې برابروي.

هر هيواد د خپلو ملي او نړيوالو هدفونو او ګټو لپاره خپلې منډې ترړې وهي او ناستې برابروي،نو ځکه مونږ افغانانو ته چې د رواني جګړي لومړني او اصلي قرباني يو ، د خپلو ملي او اوږدمهاله ګټو د ساتنې په پار د سولې د هوکړې لپاره خپل چمتووالی ونيسو.   د هيواد د ملي او اوږدمهاله ګټو د پېژندنې او ساتنې لپاره د سولې مشورتي لويه جرګه رابلل کېږي او له همدې ځايه د سولې مشورتي لويه جرګه د سولې په برخه کې زمونږ لپاره يو ستر ازمايښت دی او دې ازمايښت ته چمتووالی، ځيرکتيا او په الله ج توکل کول اړين دي.

دې ستر ازمايښت ته د چمتووالي لپاره لومړی د داسې استازو ټاکل په کار دي چې د هيواد د سياست لوړې او ژورې وپېژني،ملي ارزښتونه وپېژني،سولې ته ژمن وي او د ولس د راتلونکې لپاره لرليد ولري او بالاخره دفاع ترې وکړي، او پرېنږدي چې ځواکمن او ښکېل هيوادونه د خپلو اوږدمهاله سياسي او اقتصادي ګټو لپاره ، سوله هم د جګړې په څېر  راڅخه پروژه نه کړي.

له بلې خوا د سولې او جګړې د قېمتونو خبرې هم کېږي،مونږ بايد د سولې مشورتي لويې جرګې ته داسې غړي ور وټاکو چې د جګړې او سولې قېمتونه د عاطفې او ولولو له مخې نه بلکې د ارقامو له مخې دقيق محاسبه کړي چې خدای مه کړه، سوله د جګړې څخه راته په لوړه او داسې بيه حساب کړي چې نسلونه-نسلونه يې بيا له ناوړه اغېزو څخه کړېږو.

د روانې جګړې ظاهري بڼه ايډيالوژيکي ده خو د جګړې تر شا هيوادونه هم بيا ورته ايډيالوژيانې په خپل هيوادنو کې نه مني او نه يې پلې کوي. هغوی چې مونږ ته د بشر حقونو ، د بيان ازادي او د ښځو د حقونو خبرې کوي، هغوی هم پخپلو هيوادونو کې دا بشري ارزښتونه په دې کچه نه پالي، او هغوی چې مونږ ته د بېلګه ييز  شرعي نظام خبرې کوي، هغوی هم بيا دغسې نظام په خپلو قلمرونو کې نه مني او نه يې غواړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي د ۲۰۱۸ کال د ملکي تلفاتو راپور ښيي چې د جګړې له امله په مستقيم ډول هره ورځ شاوخوا لس  ملکي وګړي مري او شاوخوا ۲۰ ژوبلېږي. که يادو ارقامو ته په جګړه کې د ښکېلو دواړو خواوو غير ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې ارقام ورجمع شي نو په اټکلي ډول لږ ترلږه سل افغانان دجګړې له امله هره ورځ وژل کېږي او ژوبلېږي.

دا محاسبه يواځې د مرګ ژوبلې په ارقامو نه بلکې د جګړې ناوړه اغېزې زمونږ په اقتصاد،پوهنه، روغتيا، چاپېريال او پرمختيا هم محاسبه شي او بيا د هغه څه سره پرتله شي چې د سولې لپاره ترې تېرېږو. زمونږ د جګړې د يو کال لګښت د دوو لويو برېښنايي او اوبو لګولو زېربنايي پروژو لګښت کېدلی شي او داسې نور … او همدا روانه ناامني مو د اقتصادي بقا او اقتصادي خپلواکي په لوري نه پرېږدي.  د ملي پانګې تېښته او د نړيوالو پانګوالو نه راتګ او بیرته يې زمونږ پر ژوند، ښېرازي، او ځان بسيا کېدنې ناوړه اغېزې، دا ټول هغه څه دي چې محاسبه شي او بيا د سولې لپاره قېمت وټاکل شي.

د سولې د روانو خبرو سره د ملي ارزښتونو او د تېرو ۱۷ کلونو د لاسته راوړنو خبرې هم زمزمه کېږي،خو په دې ځان وپوهول مهم دي چې زمونږ ملي ارزښتونه کوم دي او لاسته راوړنې مو کومې دي. پر همدې ټکيو مې د يوې خور بحث اورېدلو  چې وېيل يې: په تلوېزونو کې د بېلابېلو برنامو خپرېدل زمونږ لاسته راوړنه ده او نه غواړم چې دا لاسته راوړنه د سولې قرباني شي ،او زیاته يې کړه چې زه غواړم د طلوع تلوېزيون د (ستاره افغان) برنامه ووينم ، که د چا نه خوښېږي، نو نه دې يې اوري ، بله برنامه دې واوري ، خو پر ما دې يې هم نه تړي.

پورته بېلګې ته په کتو، بحث دادی چې لاستې راوړنې او تغيرات سره بېل شي، د خور پورتنۍ خبره  زما په فکر يو تغير دی ، ښه دی او که بد دی ، خو لاسته راوړنه يې نه بولم. د دې خبرې د يادولو مې هدف دادی چې مونږ بايد لاسته راوړنې او تغيرات سره ګډ نه کړو، کوچني او متناقض مسايل د لوړو ګټو په وړاندې مطرح نه کړو. که د روانې جګړې له عواملو يو هم د تلوېزونو دا ډول برنامې وي نو آيا د سولې لپاره دې دا برنامې ونه تړل شي؟ آيا دا په جګړه او وينه بهېدنه ارزي؟ دا او دېته ورته پوښتنې جرګې ته ورټاکل کېدونکي کسان بايد له ځانه سره وکړي، او منطقي ځوابونه ورته پيدا کړي. او په دې توګه کوچني او ستر مسايل سره بېل کړي تر څو کوچني مسايل د هغو سترو مسايلو د هواري خنډ و نه ګرځي.

هر هيواد خپل ارزښتونه لري او د ځينو يې په اساسي قوانينو کې ځای پر ځای شوي لکه:  ملي يووالی، آزادي، خپلواکي، عدالت، ولسواکي، بشرپالنه او نور … مونږ هم دېته ورته او يا په لږ او ډېر توپير خپل ارزښتونه لرو. هيله داده چې د جرګي غړي د ملي ارزښتونو د پېژندنې په اړه خپل معلومات زيات کړي، که خپله پرې  ډېر نه پوهېږي، له نورو دې وپوښتي خو جرګې ته دې خالي الزهنه نه ورځي. زما د معلوماتو له مخې، مونږ د ملي ارزښتونو د تعريف او شمېر په برخه کې کوم ټولمنلی تعريف او يا د نظر يووالی نلرو ، نو ښايي ځينې يو څه ارزښت وبولي او ځينې بل څه ارزښت وبولي،او په دې اړه کېدای شي پېچلي او ناندرييز بحثونه  هم وشي، نو اړينه ده چې چمتووالی ورته ونيسو او د هيواد او ولس د هوساينې او ښې راتلونکې لپاره هوښيارانه دريځ ونيسو.

د مسکو د سولې خبرو د ګډونوالو نه يوې ګډونوالې هم دا خبرې زمزمه کولې چې مونږ شاته ته نه ځو. نو خبره داده  چې که په شا نه ځې، نو مخته هم نه شې تللی.

زه هم وايم تېر ته مه ستنېږه! خو په تېر شوي ۱۷ کلن عمر دې بياکتنه وکړه،د وهل شوي مزل نيمګړتياوې پېژندل او رفع کول به دې مخ پر وړاندې مزل ګړندی او اسانه کړي. سوله په دې مانا چې د شخړې دواړه خواوې په خپلو دريځونو کې انعطاف او تېرېدنه وښيي. د سولې لپاره بايد له  فکري وچوالي او انجماد راووځو او د يو بل سمې او پرځای غوښتنې واورو او ويې منو.

په تېرو ۱۷ کلونو  کې به خورا ډېرې لاسته راوړنې ولرو خو لويې يې اساسي قانون، اوسنی حکومتي جوړښت، د نړۍ د هيوادونو سره جوړې شوې،سياسي او اقتصادي اړيکې بللی شو. نو کله چې د سولې د روانو خبرو سره جوختې د تېرو لاسته راوړنو خبرې کېږي نو پوښتنه راولاړېږي چې هغه کومې لاسته راوړنې دي چې د سولې د روانو خبرو چورليځ ګرځېدلې؟  آ يا د اساسي قانون د تغير بحث دی؟ د حکومتي د تغير موضوع ده؟ او که د نړۍ سره د اړيکو بحث دی؟

د اساسي قانون تغير د اساسي قانون جرګې پورې اړه لري چې په اساسي قانون کې يې وړاندوېينه شوې، او اوسمهال د اساسي قانون جرګه هم نه شي رابلل کېدی ترڅو چې د ولسواليو شوراګانې جوړې شوې نه وي. خو خبره تر ډېره د اوسني حکومت د تغير او د نړۍ سره د اړيکو د تغير بحث دی.

د امريکايانو وتل زه فکر کووم ټول افغانان غواړي، خو روسيه، چين، ايران او پاکستان يې په ژر وتلو ټينګار کوي،څلور واړه نه غواړي  چې امريکايان دې په افغانستان کې نظامي اډې ولري، هغوی ته د افغانستان برخليک مهم نه دې بلکې هر يو د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی. د سولې په روانو خبرو کې د امريکايانو د ژر وتلو موضوع د يادو هيوادونو داندېښنو څخه ډېره سرچينه اخلي، نه د افغانانو څخه.

د سولې په روانو خبرو کې بله موضوع د اوسني حکومت د تغير يا د لنډمهالې ادارې د رامنځته کېدو موضوع ده، د لنډ مهالې ادارې موضوع هم د يادو هيوادونو، په تېره بيا تر ډېره د پاکستان او په هيواد د ننه د يو شمېر افغانانو څخه سرچينه اخلي. پاکستان د ډاکټر صاحب محمد اشرف غني په واک کې د اقتصادي او بهرني سياسي کړکېچ سره مخ دی، او د ډاکټر صاحب اشرف غني د واک په غځېدو کې خپل نړيوال انځور او اقتصادي حالت نور هم خرابېدونکی بولي. ددې ترڅنګ په هيواد د ننه هغه افغان سياسيون چې د  ولسشمر اشرف غني د حکومت په اوږدو کې يې واک د لاسه وتلی او وېره لري چې په راتلونکو ټاکنو کې اشرف غني بيا هم بريالی دی، نو ځکه دوی هم د لنډمهالي حکومت خبرې زمزمه کوي. دوی پوهېږي چې په ټاکنو کې سيالي نه شي کولی، نو د واک د بيا تر لاسه کولو لپاره لنډمهاله اداره غواړي.

د حيرانتيا وړ خبره داده چې د هيواد يو لړ سياسيون له يوې خوا د ۱۷ کلونو د لاسته راوړنو دفاع کوي او له بلې خوا بيا اوسنی حکومت  نه مني او لنډمهاله اداره غواړي. د دې موضوع سره، بيا د هيواد د بهرنيو سياسي او اقتصادي اړيکو خبره هم تړلې ده. پاکستان پوهېږي چې د اشرف غني په واک کې د افغانستان اقتصادي او بهرنۍ سياسي پاليسي د دوی په ګټه نه شي بدلېدلی، نو ځکه پاکستان هم د اشرف غني ګوښه کېدو ته ناست دی.

پاکستان د خپل راتلونکي لپاره، په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې داسې نظام واوسي چې په سيمه ييز سياست کې د دوی تابع واوسي او په دې توګه د خپل سيال هيواد هندوستان سره د سيمې په سياست کې بريالۍ مقابله وکړي.

د نورو لاملونو ترڅنګ د افغانستان روانې شخړې يو لوی لامل د افغانستان اوبه دي، چې زمونږ ګاونډيان، ايران او پاکستان افغانان نه پرېږدي چې خپلې اوبه مديريت کړي ، ځکه د افغانستان د اوبو مديريت، دواړه ګاونډيان د ستر اقتصادي بحران سره مخ کولی شي. دواړه ګاونډيان په افغانستان کې داسې حکومت نه غواړي چې د اوبه په داسې ډول مديريت کړي چې ګاونډيانو ته اقتصادي ضربه ورسوي.

دا او دېته ورته نور حاد مسايل دي چې د سولې مشورتي لويې جرګې غړي يې د خپلو بحثونو او پرېکړو پر وخت په پام کې ونيسي او داسې سپارښتنې وکړي چې د هيواد او ولس راتلونکی وژغوري.  د سولې مشورتي لويه جرګه دې پوښتنو ته چې په بهرني سياست کې پاکستان تر هندوستان مقدم کړي او که نه؟ په اوبو مړه شو او که بې اوبو مړه شو؟

ليرې او نږدې ټولو ښکېلو هيوادونو د خپلو اوږدمهاله ګټو د خوندېينې په موخه هم افغان حکومت او هم طالبان د مستقيمو او غيرمستقيمو فشارونو لاندې نيولي،نو اوس افغان ولس په تېره بيا د سولې مشورتي لويې جرګي د غړو مسؤليت  جوړېږي چې د روان وضعيت ټولو پيچلتياوو او باريکيو ته پام وکړي، او د سولې روانو خبرو اړوند د شته فشارونو په وړاندې هوښيارانه پرېکړې وکړي ، د شخړې ټولو خواوو ته غوڅې سپارښتنې وکړي او په دې ستر تاريخي ازمايښت کې بريا خپله کړي.

(Visited 86 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.