The news is by your side.

د سياستوالو تر کاسه لاندې د پنجابۍ اجنډا نيم کاسه

عين الدين احسانمل

0

تېره روژه د افغان‌وژنې لړۍ لا خونړۍ وه، زموږ او تاسې په ياد دي چې طالبانو د خپل تاوتريخوالي او شقاوت وروستی حد هم تمثيل کړ. تر دې ور ها خوا سږ کال ژمی هم د جګړې بلې لمبې سړې نه شوې، د کندهار ارغنداب يې يو واضح مثال دی چې د ژمي په سړو کې يې هم د جګړې سکروټې مړې نه شوې. طالبانو په خپل ټول زور خپل تشکيلات د افغان ژوند پر نسل او فصل لکه ملخان داسې را مارش کړل. طالبانو ته بادارانو د غلطې محاسبې له مخې مشوره ورکړې وه چې د دوحې تر هوکړه‌ليک وروسته افغانستان د قدرت لپاره يوه تشه چوکۍ ده چې تاسې هره شېبه وغواړئ، ورباندې کېناستلای شئ.

طالبان که د ملخانو په څېر راغلي وو، خو افغان سرتېريو د توتو غوندې توی کړل. د طالبانو دا خوب په تيارو کې ډوب شو چې د بهرينو سرتېريو د وتلو له اعلان سره د اقتدار د نشې د استحصال لپاره ور ليدل شوی و. طالبانو چې د ولايتونو له سقوطه لاسونه پرېمنځل، وړې وړې ډلګۍ يې د چريکې جګړو لپاره منظمې کړې او نور يې نو په رسنیو کې تبليغاتو ته ملا وتړله. ان تر دې چې د فوټوشاپي جعل عکسونه يې ټول افغانستان ته برملا شول.

طالبانو د سيمو د نيولو په نامه چور او تالان ته کار ووايه او په دې بې‌معنا او بې‌هدفه کردار کې يې د خپلو افرادو هلاکت هم ورته بې‌مفهومه شو، خو موږ چې د وطن اوضاع هره لحظه د ځان د خبرولو په تاوان اړولي يو، د فاجعې عمق يو څه تر دې هم ژور احساسوو. اصلاً خو طالب يو سوټی دی چې زموږ دښمن په لاس کې نيولی او هره لحظه مو پر سر سر پرې وهي.

زموږ په حکومتي چارواکو کې چې په يوه نيم کې لږ تريخی پيدا شي او زموږ د پنجابۍ دښمني ابعادو ته ګوته لکه کړي، هغه هم د لستوڼي له مارانو وچيچل شي. د لستوڼو ماران اوس د دې ولس برخليک دی، دا ولس مجبور دی چې دا د لستوڼي ماران له چيچ سره تر يوه وخته په لستوڼي کې وساتي. د لستوڼي دغه ماران هغه سياستوال دي چې نه ملي فکر لري، نه ملي کرښې پېژني او نه يې د ملي شعور او ملي ګټو په نامه څه شی تر غوږ شوي دي.

زموږ نظام چې د پاکستانۍ جګړې نيابت او استقامت ته ګوته نيسي، دغه د لسوڼي ماران له دغه ځايه همالته غورځي او له هغې خوا بېرته موږ ته ټک راکوي. دوی د پاکستان په هوده کې دي، ځينې يې د ګټو په لالچ هوده کړي، ځينې يې د داسې اخلاقي لومو په ګيره کې نيولي چې ځان نه شي ښورولای او ځينې يې بيا داسې دي چې د پخوانۍ جاسوسۍ طوق لعنت يې لاشعوري او د عادت له مخې د اسلام‌اباد پښو ته پرېباسي.

اوسني حالات دومره واضح دي لکه پر يوه لوی سکرين چې فلم چالان وي او کرکټرونه يې هم له پخوا پېژندل شوې مهرې وي. کله چې ګلبدين حکمتيار پاکستان ته سفر وکړي، پر لغمان د جګړې تندر را کښته شي، د ولسواليو د سقوط چيغې شي او هغه کار چې طالب يې په کلونو کې نه شي کولای، په مياشتو کې وشي.

حميدالله بيک چې خپل بيک ورسره واخلي او د پاکستاني بورډينګ پاس په پرزه والوځي، په سرپل او فارياب کې د جګړې د سرطان ريښې وځغلي.

سالنګی چې لا د سالنګ له هوا نه وي وتلی او لا پاکستان ته نه وي داخل شوی، دلته زموږ د وارداتي برېښنا مزي پرې شي او پایې پرېوځي. وکيل عثماني چې له احمد ولي مسعود سره د پنجابي سفر موزې په پښو کړي، د فاجعې پښې لا ټينګې شي.

نه د برېښنا پر مزو او پايو باندې وارونه تصادف کېدای شي، نه د پوستو سقوط يا خرڅلاو د يوه نفوذي سرتېري چاره ده او نه طالب دومره د سره اور زوی دی چې هر څه له مخې د لاوا غوندې تر خاورو لاندې کړي، بلکې خبره ټوله په همدې پريپاله، جاسوسانو او پاکستاني لاس‌پاکونو ده.

د لستوڼي دغه ماران په دغه تر ټولو حساس وخت کې چې بهرنيان وځي او د سولې سرنوشت ويشت ويشت پروت دی، دوی د خپل نظام پر ملاتړ د جمهوريت په صف کې نه درېږي. دا يوازې خاينان نه، بلکې د کښتۍ په منځ کې هغه سپاره احمقان دي چې په سوري کولو يې دوی هم روغ نه شي پاتېدای. دغه خلک د اميب په څېر هغه کلمې سورۍ کوي چې تغذيه يې هم ورڅخه کېږي.

موږ دا منو چې دوی ته به يې غوړې وعدې يا نغدې بستې ورکړې وي، مګر خبره دا ده چې د ورور د غوښو په اور سرې کړې د اوسپنې نينې اسانه نه شي هضمېدای. زه چې د خپل کلي کور له کوڅو دغه تحليل کولای شم يا حداقل دومره بيدارېدای شم چې مار او پړی سره وپېژنم، حکومت يې څنګه نه شي مشخص کولای؟ که يې کولای شي، ولې تر ګل ترخه ورته نه کوي؟ حکومت د کومې بدې ورځې منتظر دی چې بيا ځان پر اقدام اړ وګڼي؟ ايا هغه وخت چې اوبه تر ورخ تېرې او پولو ته ورسېږي، بيا به بېلچه پسې ځغلوي؟

حکومت چې دغسې کسانو ته هم ګارډان ورکوي، تر ټولو لويه پوښتنه دا ده چې دوی ساتي له چا؟ دوی له هغه باداره ساتي چې دوی ته د کاجو او کشمشو چای تياروي؟ د حکومت پر تندي دغه لويه ليکل شوې سواليه تر هغو پورې نه شي پاکېدای چې له واضح ايجنټانو سره پرېکندتيا ته لاړ نه شي.

لنډه ګنډه خبره دا ده چې له موږ سره د پنجاب نيابتي جګړه علني وضعيت ته راغله، دا چې اوس حکومت دا ګواښ خپل ولس او بنسټونو ته څومره راجع ګڼي او د کوم قاطعيت له مخې خپل مکلفيت ادا کوي، دا هغه پوښتنې دي چې حکومتي لويان يې ځواب کړي.

د افغان په ننګ د تورې تړلو وخت دی، مګر موږ د ملا د تړلو پر ځای پړی د غاړۍ زندۍ ته ساتلی دی!

(Visited 10 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.