The news is by your side.

د سیاست، سولې او جګړې پر مهال د واحد ملت اړتیا

دولت وزیري

0 8

دا ښکاره خبره ده چې د یوه هیواد نېکمرغي او بدمرغي په ټول ملت هغې مشخصې جغرافیې پورې اړه لري. امکان نه لري چې د خوښیو پر مهال دې ټول ځان حق پر جانب وګڼي او بیا د غمیزې پر مهال دې د مېږي د ګوډ بچي«ورکي» په څېر د هر چا خپله، خپله وي. د ټولو ملتونو لپاره دا یو منل شوی دود او دستور دی، غم او ښادي سره په ګډه لمانځي. ژړا او خندا يې سره شریکه وي. پر ګډو ارزښتونو سره راټولېږي او د دوی د خوښۍ یا هم خپګان وجه یوه وي.

د هندوستان په هېواد کې له سلو څخه ډېرې ژبې شته. په لسګونه مذهبونه او په لسګونه توکمونه په کې ژوند کوي. د روسيې په هېواد کې هم د روسانو تر څنګ خورا ډېر شمېر نور توکمونه اوسېږي. د دغو هېوادونو اوسېدونکي د یوه واحد ملت په څېر په سوله او د خوښیو په شپو او ورځو کې سره په ګډه ژوند تېروي او له ژوند څخه خوند اخلي، تر څنګ يې د هېواد د پرمختګ لپاره هم په ګډه کار کوي او زیار باسي چې هېواد يې د سیالانو سره سیال وي.

د جګړې او بدمرغیو پر مهال هم د یوه واحد ملت په څېر یو بل ته لاس ورکوي، یو تر بل ځارېږي او خپل ټول مادي او معنوي شتمني له یوه او بل څخه نه سپموي. دغه بېلابېل توکمونه به په خپلو کې ممکن خورا زیات اختلافات ولري، خو دوی خپلو لویو او ملي ګټو ته په پام سره پر دغو اختلافاتو سترګې پټوي او لاسونه سره ورکوي.

په دویمه نړیواله جګړه کې د روسانو په نسبت د روسيې د ساتلو لپاره نورو توکمونو ډېره وینه تویه کړه او بیا د سولې پر مهال يې خوښي هم په ګډه لمانځله او په بیارغونه کې يې په ګډه خپلې خولې تویولې.

که داسې وي لکه څرنګه چې پورته ورته اشاره وشوه نو بیا پوښتنه دلته ده چې ولې په افغانستان کې هر څه د نورو هېوادونو او ملتونو په څېر نه دي؟ افغانستان خو هم د نړیوالې کورني څخه یو هېواد دی. دلته هم د نورو هېوادونو او ملتونو په څېر مختلف توکمونه اوسېږي، ګڼې ژبې دي او مختلف مذهبونه وجود لري. بیا ولې افغانان خپل غمونه او خوښۍ سره نه شي شریکولای؟ ولې د ژبنیو مسایلو له کبله لا هم اختلافات شته؟ څوک ملي سرود نه مني او څوک ملي شخصیتونه د درناوي وړ نه بولي، څوک د ملي بیرغ سپکاوی کوي او څوک پر پولي واحد ملنډې وهي، لوی تفاوت چېرې دي؟

که ښه ځیر شو، وبه ګورو چې د غمونو او د پردیو پر خلاف د جګړو پر مهال افغانان بې له دې چې په کوم توکم پورې اړه لري، په کومه ژبه خبرې کوي او یا په کوم مذهب پورې تړلي دي، په اتفاق او د یوه واحد ملت په څېر د یوه او بل تر څنګ ولاړ او خپل هر څه يې له یوه او بل څخه نه دي سپمولي.

د انګرېزانو پر خلاف د ۱۸۳۹ – ۱۸۷۹ او ۱۹۱۹ م کلونو جګړې، د روسانو پر خلاف د ۱۹۸۰ ومې لسیزې جګړې يې سترې بېلګې دي. په دې جګړو کې د افغانستان ټول توکمونه د یو واحد ملت په څېر را څرګند شول او بریا يې هم په همدې کې وه.

خو کله چې سوله راغلې، کله چې د خوند او شخوند وخت رارسېدلی دی بیا د نورو ملتونو خلاف دوی سره بې اتفاقه، په غمونو کې ډوب، په انتقام او نفرت کې ژوند کوي. غلیم یې ننداره کوي او لمن ورته وهي، افغانان په خپلو کې پر وړو- وړو مسایلو د چرګانو په څېر جنګېږي. په بیارغونه کې برخه نه اخلي او یوازې د بدمرغو ورځو یانې د جګړې د مهال د ورځو او کارنامو په یادولو او د یوه او بل په ملامتولو شپې او ورځې تېروي. د سولې پر وخت بیا توکمونه سره بېل شي، د ژبو او مذهبونو ستونزې را وزېږېږي. د جګړې د مهال یو واحد ملت پر ډلو او توکمونو ووېشل شي.

کله چې له کومه پلوه د افغانستان پولې یا کرښه له کوم تهدید سره مخ شي، په همغه دم ټول سره یو موټی او واحد افغان ترې جوړ شي. د نیمروز ولایت او د ننګرهار ولایت د ګوشتې پېښې يې هم سترې بېلګې دي. افغانان د طبیعي او نورو افتونو پر مهال هم په خپلو کې د مرستې لاس غزوي، چې بېلګې یې خورا زیاتې دي.

د «تاریخ روابط سیاسی افغانستان» امريکايي لیکوال د امریکا د اریزونا پوهنتون استاد لودويګ ډبلیو آدمک په دې هکله د خپل اثر په ۳۷ مخ کې لیکي:

«د سولې او سیاست پر مهال افغانان سره په ډلو، توکمونو او مذهبونو ویشل کېږي، د یوه او بل خبرې ته غوږ نه نیسي، هر توکم او ډله يې ځانونه پر حقه بولي، همغه دی چې کومې ښې پایلې ته هم نه رسیږي.»

لیکوال زیاتوي:

«خو کله چې له بهرني یرغل او تهدید سره مخ شي د یوه واحد ملت په څېر عمل کوي. سره یو کېږي، ټولې دښمنۍ شاته پرېږدي او خپل هېواد ساتي. د افغان او انګلیس درې واړه جګړې يې سترې بېلګې دي. د دې تر څنګ د ګاونډیانو او امپراتوریو د لویۍ غوښتنې په مقابل کې د یوه تن په څېر ولاړ او له خپل ټاټوبي دفاع کوي.»

هیله ده دې پوښتنو ته په سړه سینه ځواب وموندل شي، تر څو موږ هم د نورو ملتونو په څېر په غم او ښادۍ کې سره یو ملت شو، د یوه تن او یوه واحد ملت په څېر عمل وکړو. خپله خوښي په ګډه ولمانځو او د یو بل له مخالفته لاس اخلو. د سیاست او جګړې ډګر سره شریک کړو تر څو په دواړو ډګرونو کې بریا زموږ په برخه شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.