The news is by your side.

د سیمې زرغونتیا او په طبیعي ډول د جلغوزیو شنې شوي ونې

نورالله پتمن

0
په طبیعي ډول د جلغوزیو لوړې او شنې شوي ونې هغه څه دي، چې په لیدو یې هر کس د ارمۍ او خوښۍ ساه اخلي. په ځنګل مېشتو سیمو کې ډېری هېوادوال د هېواد د همدې غوره کرنیز محصول له لارې ځنګلونو ته لا پراختیا ورکوي او د جلغوزیو حاصلاتو ته د ودې په ورکولو سره خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د جلغوزیو ونې په خپله شنې کېدوونکي دي، چې په غرونو او ځنګلونو کې په طبیعي ډول سره شنې او د اوږد مزل په وهلو سره په حاصل راځي. د جلغوزیو ونې پرته له اوبو کولو څخه خپلې د اړتیا وړ اوبه د موسمي اورښتونو څخه پوره کوي او په ټولو موسمونو کې شنې او زرغونې وي.
د همدې زرغونو او سمسورو سیمو په ډله کې یو هم د پکتیا شواک ولسوالۍ ځنګلونه دي، چې په لویه کچه د جلغوزیو ځنګلونو په درلودلو سره یې خپل اقتصادي ارزښت په سیمه کې ساتلی دی. دغه سیمه په طبیعي ځنګل پوښل شوې ده، چې تر ډېره د ځنګلونو له پلوه پر ځان بسیا ده؛ د دې سیمې ځنګلونه له ډېر پخوا څخه په خپله شنه او په حاصل راغلي دي، چې د سیمې د ګڼو اوسېدونکو اړتیاوې پوره کوي.
شواک د پکتیا ولایت سوېل لویدیځ ته په شاوخوا ۳۵ کیلومترۍ کې پراته غرنۍ لومړۍ ولسوالۍ ده، چې د بډایه ځنګلونو، لوړو نښترو، څېړیو، اوبښتو، طبي بوټو او جلغوزیو په درلودلو سره یې خپل د زرغونتیا سیوری په سیمه غوړولی دی، چې دې زرغونتیا د پکیتا ولایت ته په ځانګړي توګه شواک ولسوالۍ ته ځانګړي ښکلا وربښلې ده، چې هر کال د جلغوزیو په موسم کې په ګڼ شمېر جلغوزي او نورې ګڼې مېوې او کرنیز محصولات ترې راټولیږي.
د جلغوزیو ونې لوړې، پاڼې یې ستنې ته ورته، د تل لپاره شنې او مېوه یې د غوټو چې سریښناکه مایع له ځان سره لري په لومړی سر کې شنې وروسته له پخوالي رنګ یې د لرګیو په بڼه بدلیږي، چې د هرې غوتې په خلاصېدو سره یې زړي د لرګیو پوستکي په درلودلو د غوټو څخه راوځي.
د جلغوزویو غوټو د شکولو لپاره لومړی د اوږد او منظم لرګی په سر کې چنګګ جوړه وي تر څو د هغې په واسطه د ونو له سرونو څخه غوټې راوشکوي. له شکولو او راټولو څخه وروسته یې په ځانګړي ځای کې یو ځای کوي او د څو ورځو لپاره یې لمر ته اچوي چې د وخت په تېرېدو سره شنې غوټې ورو ورو وچې او له وچېدو سره سمې په خپله خولې خلاصوي او جلغوزي ترې راوځي.
د جلغوزیو ونې یوه ځانګړنه دا ده،چې د راتلونکی کال حاصلات یې هم د نیول شویو حاصلاتو یا هم د راون کال په اوږدو کې مالومېږي، چې دا خورا جالبه او د خلکو تر منځ د ډاډ لپاره یو اړین خبر ګڼل کېږي.
سږ کال هم د شواک ولسوالۍ د جلغوزیو ونې په پراخه کچه غوتې نیولي دې، چې د راټولونې فصل یې څه موده مخکې پیل شوی وو .
ګل مرجان ځدراڼ د پکتیا ولایت شواک ولسوالۍ د کوټکي د غرنۍ سیمې اوسېدونکی دی، چې د نورو کارونو ترڅنګ د جلغوزویو د راټولونې په موسم کې د کاري بوختیاوو تر څنګ کورنۍ اړتیاوې ترې هم پوره کوي.
د ځدراڼ په وینا سږ کال یې هم خپله له پلارونو ورپاتې د جلغوزیو برخې په پراخه کچه جلغوزي نیولي وو او دې ته شیبې شماري تر څو په ټاکلي وخت کې یې غوټې له ونو او غوټو راټولې او په مناسبه بیه یې پر سوداګرو وپلوري.
جلغوزیو ته بېلابېل نومونه اخېستل کېږي، چې ځینې مشهور یې زنغوزې، ځڼغوزې، نغونزې او نور دي، چې د افغانستان یوه ځانګړې او د لوړ ارزښت لرونکي مېوو په ډله کې شمېرل کېږي.
د افغانستان ډېری ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، سمنګان او نور ګڼ شمېر ځنګلونه او غرنیزې سیمې لري، چې هر ولایت او سیمه یې خپلې ارزښتناکې مېوې لکه جلغوزې، چهارمغز، بادام او نور طبي بوټي او پیداور لري، چې له لارې یې هر کال په زیاته اندازه جلغوزې، چهارمغز او نورې غرنۍ مېوې ترې صادریږي، چې د پراختیا او ساتنې په پار یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.
په دې وروستیو کې ګڼۍ کورنۍ قوریې او د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په پار یو لړ قومي تړونونه لاسلیک کېډل هغه څه دي، چې په دې سره به د ځنګلونو څخه پاتې سیمې زرغونې، د قومي مشرانو او ولسونو په همکارۍ به د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا چارې ترسره او د ځنګلونو د پرېکېدو مخه به ونیول شي.
همدا راز په پکتیا ولایت کې د ځنګولونو د قانون په اساس د ځنګلونو د ساتنې، پراختیا، بیارغونې او د ښې ګټې د تر لاسه کولو لپاره ګڼو مدیریتي ټولنو ته په بېلابېلو ولسوالیو کې د مدیریتي پلان له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په رسمي توګه د کاري فعالیت جوازلیکونه هم ورکړل شوي؛ چې د شوي تړون او ټولنو له مخې به ولسونه په دغه ولایتونو کې ځنګلونو او د ورکړل شویو کورنیو قوریو د روزنې او څارنې دنده په غاړه لري.
په دې وروستیو کې د جلغوزیو لپاره د حکومت بې ساري هلې ځلې او د معیاري پروسس مرکزونو جوړول او له هېواده بهر د هوایي دهلیزونو له لارې د جلغوزیو صادرول هغه څه دي، چې د خلکو د ځانګړي پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.