The news is by your side.

د غزني ولایت د مقر ولسوالي د څو فرهنګي شخصیتونو پیژندنه

اسدالله بلهار جلالزی

0

د غزني د مقر ولسوالی له شاخوا ۱۳۴۶ کال را هیسي لومړۍ درجه ولسوالي ده. دغزني له مرکز څخه ۹۶ کیلو متره واټن لري. ټول مساحت يي هم  ۸۱۵ کیلو متره. د مقر شمال ته د جاغوریو اوقرباغ ولسوالیوي جنوب ته ډیله او د کټواز وازې خوا ختیځ ته يي هم د قره باغ ولسوالی او ګیرو ولسوالي پرته ده. دا چې دا ولسوالي د کابل –کندهار په لویه لاره پرته ولسوالي ده. نو له دې امله يي هم یو ستراتیژیک موقعیت غوره کړی دی. خلک يي د همدې لار له برکته په سوداګري چارو هم بوخت وي. چې تر خوا يي لاسي صنایع هم په کې د ودې په حال کي دي. زیاتره کلیوالي سیمو کې د نجونو په ګوتو کار يي دستایني وړ دی په دغې ولسوالی یو مهال سفالي لوښي هم جوړیدل. پکي څو کانونه هم شتون لري.

مهم حاصلات يې غنم، جوار اوربشي دي. خلک يي په کرهڼه او مالداري بوخت دي. د مقر د ولسوالیو زیاتره برخه اوسیدونکي تره کي دي خو په مرکز کې يي د سلیمانوخیلو دعلیخیلو ټبر او ځینې نور خیلونه هم اوسي، د مقر د ولسوالي د کلیو شمیر د ۸۰ په شاوخوا کې ښودل شوی دی. د دې سیمې خلک په علم او پوهه مین خلک دي.

لومړی هم د فرهنګی او سیاسي شخصیتونو په اړه

۱- بهاءالحق صاحب: 

(د کندهار مشاهیر) لیکوال مرحوم محمد ولي ځلمی په خپل یاد شوي اثر کې د بهاءالحق  دپوهي، علم، او ژوندانه د نورو اړخونو په باب داسې کاږي.

 ( په مقر کې د یوه لوی مورخ او سیاست پوه بهاءالحق صاحب زیارت دی. چې د ولسوالي د مرکز په څلورکیلو متری کې دغره په لمنه کې د دولاني، سه کانسي، نورزوي او سه کیچه د کیلو په لاره پروت دی. دغزني ځینې لیکوال او مقتبسین او د مقر اوسیدونکی. دا زیارت د ابوالفضل بیهقی د مسعودي تاریخ لیکوال ګڼي د ده د مزار په مغاره کې متصوفین چلي کاږي. قبر يي په یوې سرخلاصي احاطه کي دی. دغه مزار د ال ناصر په غزنوی دورې اړه لري. دهغې دورې سپینې ډبرې يي د قبر په شاوخوا لیدلي کیږي.)

همدا ډول په یوه بل اثر سیمای تاریخی غزنه کې بیا داسې لولو:

ابوبکر احمد بن حسین (بهاءالحق)

ابوبکر احمد بن حسین بن علی بیهقي ( مقري) د حدیثو له عالمانو او په همدې علم کې د سلطان محمود استاد و. په ۴۵۸ کال هـ کې وفات شو. مزار يي د مقر ولسوالي مرکز ته نژدې دی.  د وفات کال یی ۴۵۸ ښودل شوی دی .د هغه خپل لقب بهاءالحق یاد شوی دی.

۲- ابو عبدالله مقري ثم غزنوي:

د احمد زوی او د محمد مقري لمسی یو متقی او پرهیز ګاره عالم و. د ابویوسف بن الحسن او عبدالله خرازی او خواجه مظفرشاه کرمان شاهي او جرید ابن عطا سره يي لیدلي ول. دی یو ځوانمرده او سخی شیخ و. چې د پلار پینځوس زره دیناره ورته په میراث پاته و. چې دا ټول يي پر بیوزلانو وویشل. دی په ۳۶۶ هـ کې مړ دی.

د ده د سخاوت، مروت او ځوانمردي اوازې په سیمه کې خپرې وي. تل به يي هڅه کوله هغه څه به يي چې لرل له بیوزلانو او فقیرانو سره به يي ویشل. ده به تل له دغه کاره خوند اخیست. د دې تر خوا ابو عبدالله د خپل عمر په اوږدو کې د اسلامي قلمرو په ځینو سیمو کې د علومو د زده کړي په موخه اوږده سفرونه هم کړي.

۳ – ابوالقاسم ابي جعفر غزنوي:

 دا حمد زوی او د محمد مقري لمسی اود ابو عبدالله مقری ثم غزنوی ورور د هیواد له نومیالیو مشایخو څخه و. چې به غزني کې ښخ دی او مزار یی د سید جعفر مجرد په نامه مشهور دی. او د قبر په شناخته یی لیکل شوی.

خو د ( تذکرهء عرفای غزني) لیکوال محمد اکبر سنا د ده د مړینې په اړه د جامې د لیکنې په بنسټ کاږي ( دهغه مړینه  د جامې د وینا له مخې په« ۳۶۸» کال کې په نیشاپور کې پيښه شوه.
(هذا قبر ابی جعفر محمد بن احمد غفرالله له)

۴- احراري غزنوي:

عبیدالله غلام خواجه احرار غزنوی دحضرت قلندرشاه زوی د مقري میا فتح محمد لمسی په خټه اندړ په ۱۲۹۲ کې د غزني په برجګي کې زیږیدلی متداوله علوم يي په کندهار او غزني کې کړي. د یو شمیر تالیفاتو خاوند دی. چې مشهور يي دادي.

۱ – رقعة الفواشي، شرح تتمة الحواشي. ( پرخیالی باندې شرحه) ۳ پر تفسیر بیضاوي شرحه ۴ ازالة الاوهام ۵ تحفة الخیار۶ شریعت الاظهر شرح فقه الاکبر ۷ مثنوي رنګین ۹فیض قلندری ۱۰- انوار الفتح محمدی ۱۱ ګلشن اسرار وبیا الاسرار او د شعرونو یو دیوان یی هم په لودیانه کې خپور شوی دی. په ۱۳۰۰ هـ ق کې په غزني کې مړ دی. احراری غزنوی چې د پوره پوهي خاوند و. د علومو په تشهیر او خپراوي کې يي هم زیاته هڅه کوله. ده په کندهار او غزني – مقر اونورو سیمو کې ګڼ شمیر طالبان العمان روزلي هغوئ ته يي زده کړي ورکړي. زیاتره وخت به يي د درس حلقي تودې او دایرې وي. احراري په خپلو لیکنو کې غزنوي ثم مقري لیکه او د خپل عصر له لویانو، بزرګانو او عالمانو سره به يي ناسته او علمي بحثونه کول.

۵ خدایداد ملنګ:

نوموړی د مقر د ولسوالی اوسیدونکی و. خو ډیر وخت به يي په غزني کې تیراوه. دا مبارک له وتلیو درویشانو او ملنګانو څخه و. خدایداد ملنګ  ددې له کبله چې څوک يي ونه ځوروي. نو تل به د ملنګي په جامه کې ګرځیده. دی صاحب د حال او کرامت و. نوموړی په ۱۳۳۰ هجری لمریز کال کي وفات شو. د خدایداد ملنګ په اړه ویل کیږي. چې هیڅکله به يي هم چاته لاس نه غځاوه. تل به په ذکر بوخت و. ډیر وخت به ګوښه هم ناست و. خدایداد ملنګ به له خلکو سره په ورین تندي خبرې کولي.

۶ میا فتح محمد صاحب

میا فتح محمد مقری. د خپل وخت له مشهورو دیني عالمانو څخه و. دی په زهد، تقوا کې خورا مشهور و. فتح محمد مقري د میا رحمدل تره کي خلیفه و. چې د طریقت سلسله يي تر میا عبدالحکیم کاکړ صاحب پوري رسیږي. میا فتح محمد په ملا خوندې هم مشهور و. ځان يي اندړ باله. ویل کیږي چې یوجلد شرح وقایه یی په یوه اوښ رانیولي وه. زده کړي يي په کندهار- غزني او مقر کې کړي وي. په حدیثو او فقه کې ښه معلومات درلود.  میا صاحب به په خپله ځمکه کې د بزګری چاري تر سره کولي. د ځمکی حاصلات به یی په خپلو مریدانو او اړو بیوزلانو ویشل.میا صاحب په ۱۳۰۰ هـ کې د ۱۲۰ کالو به عمر په مقر ولسوالی کې وفات شوی او زیارت یی د مقر په برجګي کي دی. د میا فتح محمد څخه شپږ زامن پاته وو. چې هر یو يي خورا تقوا داره او مشهور و. مشر زوی يي محمد امیر صاحب زاده، شاه ولی الله صاحب زاده. خواجه شیرعلي صاحب زاده.(پیرقلندر شاه) مولانا مهرعلي صاحبزاده، او خواجه محمد عثمان صاحب زاده و. چې د دوئ د ځینو د ژوند او کړنو په اړه به هم تفصیل راشي.

۷ جان صاحب تره کی:

 ملا رحمدل  چې په جان صاحب  سره يي شهرت درلود. دی د تره کو د قام په ناخیلو ښاخ پوړې تړاو لري.د کندهار د عالمانو سره تل ناسته ولاړه درلوده.  خو بیا د میا محمد ادریس صاحب حضور ته لاړ. او له هغه څخه يي د طریقت او اخاص فیضونه حاصل کړل.دفقي، حدیثو او تفاسیرو او اخلاقو په برخه کې يي  هم زده کړي کړي وي. ډیر وخت يې له میا فتح محمد صاحب سره په صحبت تیراوه. جان صاحب تره کي د خوندیانو له ټولي کورنۍ سره نژدي اړیکې لرل. تاج محمد خوندي سره به يي مجلسونه کول. دی په ۱۲۴۵ کال کې وفات شوی دی.

۸ حاجی صاحب درویش

 د ده اصلی نوم محمد اسحاق  د محمد اصف زوی. د ګیرو د ولسوالي اوسیدونکی و. په ماشوم توب کې يي  الهي مینې جذبه ور پیدا شوه. ویل کیږي چې ډیره موده يي په اندړو، مقر او ګیلان ولسوالیو کې ژوند وکړ. هالته يي دیني درسونه ولوستل وروسته  بیا هم دې جذبی مهاجرت ته هم اړ کړ. ده مبارک ډیرو اسلامی هیوادونو ته سفرونه وکړل. د حق او حقانیت اواز يي د حق د لارې له ډیرو لویانو او اولیاوو سره یی لیده کاته وشول. له هغوئ يې برکتونو تر لاسه کړل. چې بیا تصوف په لړۍ کې ښه مشهور شو. درویش په هند، ایران، عراق او افغانستان کې په سلګونو مریدان لری. نوموړی په ۱۳۷۰ هـ ق کې وفات شو.

۹ صاحب خان غازي

صاحب غازي د غزني ولایت د مقر ولسوالي یو له هغوو مجاهدینو څخه دی چې ا نګریزي ښکیلاک په ترڅ کې يي توره له نیامه ویاسته او د ازادی رپي يي په لاسونو کې لوړ وینوه. غازي صاحب خانزموږ د هېواد یو له لویو ، بهادرو او تکړه غازیانو څخه دی ، چې د دویمې افغان -انگلیس جگړې پر مهال د کندهار او زابل د محاذ مشري يې کوله وو. له انګریزانو سره په مقابله او جګړه کې د صاحب خان غازي ورور پیرمحمد خان غازي له ملتیا کوله. چې شاوخوا پنځه زره نورو ملي مجاهدینو هم په کې برخه لرله. د کندهار له لوري هم انگریزانو لښکرې را رواني وي. دوۍ په زابل کې سره مخامخ او دا وسني شاه جوی په سیمه کې سره کیوتلي. بیا نو د مرحوم غازی صاحب خان تر مشرۍ لاندې افغاني غازیانو د انگریزانو په مخ لاره بنده او د وړاندې تګ مخنیوی يي وکړڅو ورځو جګړې دوام وکړ. د جګړې په پای کې انګریزان اړ شول چې بیرته شاته وګرځي. ګڼ شمیر عسکر يي مړه او ژوبل شول. افغان مجاهدینو ته مرګ ژوبله واوښته. پخپله صاحب خان غازي او ورور يي پیرمحمد خان غازي له یو شمیر مجاهدینو سره شهیدان شول.

۱۰ پیرمحمد خان غازي:

پیر محمد خان غازي، د مقر د سیمې د خلکو د مشر په توګه د ازادي د حصول او ترلاسه کولو په لاره کې د ننګ او معرکې میدان ته را ودانګل. ويي کولای شول چې د یرغلګیرو مخه ونیسي.

دغازي پير محمد خان (تره کی) لنډه پژندنه

غازی پير محمد خان تره کی د معاذالله خان زوي د سخي مرتضي خان لمسی و. مرحوم غازي پیرمحمد خان د اولخيلوپه یوه متدینه  کورنۍ کي په ۱۲۶۱هـ ق کال کي زيږيدلی دی.

پیرمحمد خان غازي  دین داره، شجاع، غیرتي، نيک خويه، زړسواند سړی و. ده به له خلکوسره په ورین تندي ناسته او پاسته کوله.

(قاضي  رفیق عزت) په خپله یوه لیکنه کې چې په ټول افغان انترنیتي پاڼه کې خپره شوي. د ده د شخصیت په اړه داسې کاږي (نوموړي دوخت له ديني علماوو نه ښايسته ډيريې زدکړې کړې وې.دى د  ليک او لوست خاوند وو. دامير عبدالرحمن خا ن په وکدارۍ کې يې دفراه لوی ولسوال دنده په ښه ايماندارۍ سره ډير وخت پر مخ بيوله چی له همدې دندې ورسته تقاعد اوپه82کلنۍ کي دفرضي حج لپاره مکې مکريمې ته ولاړڅرنګه چي هغه وخت ترانسپورتي اسانتياوې نه وې نوموړي په دونيم کاله کي حج تر سره کړ. نوموړي غازي د سیمي له ملي لوبي نيزه لوبي(نيزه بازۍ)سره ډيره مينه درلوده اوښاغلی د تره کو د قوم په مشرۍ يو ځل د زابل شاجوى اوبيا د غزني په ناني سيمه کي له انګريزانو سره ښه په ميړانه جنګيدلی چی د لومړۍ جګړې يادونه يی په (سراج التواريخ) او (افغانستان درقرن 19)کې شوي.

کله چی په 1296هجري کال کيې انګريزانو د افغانانو له خپل منځی شخړو په ګټه دپښتنی سيمو له لوري پر افغانستان تيری وکړ اودې شاجوى پر سيمه يوه درنه جګړه وشوه چې مشري يی غازي پيرمحمد خان کوله په دې جګړه کې د صاحب خان ترکي په ګډون ډير مجاهد افغانان شهيدان اودغازي پيرمحمد خان لاس هم شهد شو .خو يرغلګرو ته يی هم سخته ماتې ورکړه او تر کندهار پوري يې پر شا وتمبول. له جګړې ورسته د ترکو مجاهيدينو دجګړې له ميدان نه د نوموړي غازی لاس اوتوره راوړل او شهيد شوی لاس يی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته امانت وسپارو.

د جګړې ميدان ته نږدې د سدوزي نومی مجاهد په کو رکې په داسي حال کې چی د نوموړي غازي تر لاس وېنی بهېدې او ناستو خلکوته ېی د جګړې په اړه څرګندونې کولې لاس يې په خوټېدلو غوړو کې نيولی و. چی تر څو کباب او وينه يې ودرېدله اوبيا د خپلې سیمې(ګيلان) پر لور راروان شو . څه وخت ورو سته مصنوعي لاس د وخت کسبګرو ورته جوړ کړ چې په ورځنيو چارو او د اس سپرلي کې به يې ورنه کار اخست.

غازي پير محمد خان د ظالمانو په وړاندی سپر اود بيوزلو سره د هر رازمرستې نه ځان نه سپماوو. د خېر او ښګڼې په چارو کې به يې هيڅ وخت ځان نه شاته کاوو. چې له دې امله يې په خلکو کې د ډير محبوبيت موندلی و او د سيمې وګړو ورته (اغالالا) لقب ورکړی وو.

نوموړي غازي په 1349هجري قمري کال کې د88 کالو په عمر له فانی نړۍ نه سترګی پټي او په خپله پلرنۍ هديره کې خاور ته وسپارل شو. قاضي عزت د ده د کورنۍ په اړوند داسي لیکي.

(دغازی پیرمحمد خان نه درې زامن پاتي شوو چي هر يو يې په ميړانه .پرهيزګارۍ اوزړسوي کي تر نوموړي ټيټ نه وو.مشرزوى يې حاجي يارمحمد خان، دوهم چي ديني زدکړي يې کړې وې ملا محمد واعظ اودريم زوي يې حاجي محمد انور خان نومېده .

د پیرمحمد غازي اتلولي په پښتو ولسي ادب کی هم ځان ته ځانګړی ځای لري چې يوڅوبېلګې يې په لاندې ډول دي .
د ښوځوانانو صفت کړم اول به ځان يادوم
لاس چی شهيد شو بيا به ګوډ پير محمد خان يادوم
پيرمحمد و ننګيالی تره کي قام کې
لاس يې شل شو دغزا په نوم نښان کې
توريالی و ننګيالی اوجنګيدلی
څوژوندی و عزتمند په هر مکان کې)

۹ ملا کټه اخوند:

مرحوم استاد عبدالشکور رشاد په خپل اثر( دکندهار زیارتونه ) کې د ملا کټه اخوند پیژندنه داسي کوي.( د ملا کټه اخوند رحمة الله علیه اصلي نوم محمد ولي ځلمي ملا عبدالحق ښوولی دی، دی په خټه للیزی تره کی ؤ. ګل اخندزاده هم د ده نوم عبدالحق بولي. او د ملا جانا ورور يي ګڼي. د جانا په نامه اوس هم یو کلی د مقر په شاوخوا کې سته، چې په هغه کې د ملا  کټه اخوند د پلار ملا جانا قبر هم سته او خلک یی زیارت کوي. د سیمې خلک هم وايی: د جانا کلا په هدیره کې د ملاجانا قبر سته .

خو په خپله ملا کټه بیا  د رشاد صاحب په لیکني په کندهار کې ښخ دی. هغه کاږي.

( د ملا کټه اخوند (رح) زیارت د زړې عیدګاه لمر خیتځ پلو ته د پاخه سړک څخه تقریباً ۱۰۰ متره لیري د ملا عبدالغفارکاکړ(رح) د هدیرې په شمالي دیوال پوري نښتی واقع دی)  د کندهار زیارتونه  د کتاب په ۱۱۴ مخ کې راغلي (  ملا کټه اخوند دایاز خان ځدراڼ په هدیره کې ښځ دی. زیارت يي په کندهار کښي مشهور دی) داسې ښکاري چې ملا کټه اخوند له اره د مقر ولسوالي اوسیدونکی دی.

۱۲ غلام محی الدین انیس:

 دهیواد وتلی ژورنالست او د هیواد د سیاسي اوفرهنګي اوضاع او حالاتو باخبره شخصیت غلام محی الدین ( انیس) لا د تاندې ځوانۍ په مهال د خلکو د اذهانو د روښانولو په لاره کې ګړندې ګامونه واخیستل.  د ( غزنی د اسلامي تمدن پلازمېنه) لیکوال ګل اغا احمدي وردګ په همدغه اثر کې د انیس په اړه داسې کاږي( د محي الدین انیس کورني اصلآ د غزني د مقر ولسوالي دسیمې ده. او دهمدې سیمې په جمالخیل پښتون قوم پورې اړه لري. د انیس (نیکه)د نامعلومو وجوهاتو له کبله هیواد پریښی او مصر ته تللی و. دده پلار هم په مصر کې ژوند کاوه. انیس په مصر کې زیږیدلی. همالته لوی شوی. او د سترګو روغتیا پال ترې جوړ شوی دی. خو انیس د ۱۳۰۲ کال په اوږدو کې د د ښاغلي محمد اسمعیل افندي په هڅونه افغانستان ته راغی. چې نوموړي له مصر څخه طباعتي ماشینونه له ځان سره راولیږدول. انیس په ۱۳۰۶ کال کې د انیس لومړنۍ ګڼه چاپ کړه. دا اخبار لا تر اوسه هم د ( انیس) په نوم خپریږي.

۱۳ وکیل محمد هاشم خان:

په شاهي نظامي کې د مقر او ګیلان او ناوې ولسوالیو استازی و. دی د پارلمان غړی. یو هوښیار او ازموده شخصیت و. (اسدالله خالد) چې کورنی نوم يي عنایت الله دی دده  زوی دی.

۱۴ محمد ابراهیم ثابت

مرحوم استاد عبدالروف بینوا په خپل مشهور اثر(اوسني لیکوال) کې د محمد ابراهیم ثابت په اړه داسې کاږي ( ښاغلی ثابت د پښتو ژبې پوه لیکوال خپل ځان داسي معرفي کوي:« زه محمد ابراهیم ثابت په خټه پښتون، دغزني په اعلی حکومت پوري مربوط د مقر د محلي حکومت د ګیلان ولسوالي د (خاټک) په کلي کې زیږیدلی یم. دی وړاندې کاږي. پاړسي ادب، دفقه اوصرف اونحو ابتدایی کتابونه مې وطن کې له دیني عالمانو څخه لوستي دي، په ۱۳۰۶ د کابل عربي دارلعلوم کې شامل شوم. ده د خپل ماموریت په دوران کې په بیلابیلو ادارو کې دندې سرته رسولي. په ۱۳۲۵ کال کې يې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې دنده ترلاسه کړي. په ۱۳۳۱ کال کې د غزني ولایت د سنايي اونیزې لومړني مسؤل چلوونکی او د مطبوعاتو مدیر وټاکل شو. بیا يي په  ۱۳۳۳پکتیا کې د وړانګې اخبار چلاوه. په ۱۳۳۴ کال کې هم په کابل کې دنده ترلاسه کړه. او د باختر اژانس په ریاست کې يي دنده واخیسته. ثابت په ۱۳۴۰کال کې د څیړنیار علمي رتبه درلوده.

ښاغلي ثابت په لسګونو اثار لیکلي چې د څو نومونه يي دلته رانقلوم

۱ تعلیم الاصول افغاني

۲ ترتیل القران

۳ ړومبنۍ روزنه

۴ اوسنۍ پښتنې

۵ لوی سهاک

۶ پښتني دودونه

۷ شهاب الدین غوري د ژوند پیښي

ترجمه کړي اثار یی دادي.

۱ د ځان طبیب اوسه

۲ د ( پښتون سید جمال الدین خاطرات) له عربي ژباړه

۳ د حنیفي فقي د اصولو فن( اصول الشاش) له عربی ژباړه

۴ هغه حیوانات چې موږ يی پيژنو

۵ تمدن قهرمانان

۶ تاریخ قرون جدید

غرڅستان او غرڅه

له دې ورها خو ثابت په سلګونو علمي مقالي، سرمقالي او مطالب لیکي دي.

۱۵-  شهید محمد هاشم میوندوال:
محمدهاشم  میوندوال، د هیواد د مطبوعاتو په ډګر کې یوه علمي او نوموتي څیره. د ( زنده گي نامه محمد هاشم میوندوال) لیکوال ښاغلی الحاج عبدالشکور احمدزی  دخپل دغه اثر په ۱۵ مخ کې داسې کاږي( محمد هاشم میوندوال چې په لومړیو وختونو کې تخلص پردیس و. د حاجی عبدالحلیم زوي په قوم دینارخیل د مقر ولسوالي اوسیدونکی دی. مقر د غزني او غلجايي کلات تر منځ سیمه ده. پلار يي د(  عاشقانو او عارفانو دسه دکان) په سیمه کې امامت درلود. د جومات خواته يي کوچنی کوردرلود. چې د کور ټولو غړو پکې ژوند کاوه.) میوندوال د خپل ژوند په اوږدو کې په بیلابیلو دولتي ادارو کې کار کړی. دی د افغانستان د شاهی نظام نوموتی صدراعظم  و. له دې مخکې يي د هرات اتفاق اسلام مدیر مسول و. د مطبوعاتو وزیراوبیا د افغاستان صدراعظم وټاکل شو. نوموړی د لوړو زده کړو درلودنکی و. زده کړې يي په مصر او امریکا کې کړي و. دی د مطبوعاتو وزیر، په مصر کې دافغانستان سفیر، په امریکا کې د افغانستان سفیر میوند وال یو فعال سیاست پوه و. دغه پوه اوعلمي شخصیت بیا د یوې توطیی ښکار او د داوود خان د واکمنۍ په مهال په شهادت ورسیده. محمد هاشم میوندوال د افغانستان د مترقي دیموکرات غورځنګ بنسټ ایښودونکی دی. او د مساوات په نوم جریده يي هم خپروله.اوس په غزني ښار کې یو دارالمعلمین په نوم نومول شوی دی.

سرچیني:

۱ محمد ولی ځلمی – د کندهار مشاهر   ۱۸۹ مخ – استاد غلام جیلانی جلالی- غزنه و غزنویان

۲ محمد اکبر سنا غزنوي – تذکره عرفای غزني-  ۳ مخ

۳  محمد اکبر سنا غزنوي – تذکره عرفای غزني-  ۴ مخ

۴  محمد ولي ځلمی – د غزني تاریخی جغرافیه- ۲۷۶ مخ –

۵  محمد اکبر سنا غزنوی- تذکره عرفای غزنی ۲۹۵ مخ –

۶ محمد ولی ځلمی- د کندهار مشاهر- ۱۴۴ مخ

۷ محمد ولی ځلمی د کندهار مشاهر – ۱۳۹ مخ-

۸  محمد اکبر سنا غزنوی – تذکره عرفای غزنی- ۱۹۰ مخ

۹ علامه استاد رشاد- د کندهار زیارتونه ۲۱۰ مخ –

۱۰  بینوا-  اوسني لیکوال څخه  ۳۳۷ مخ

۱۱ الحاج  عبدالشکور احمدزی – شخصیت علمي، سیاسي، وا جتماعی شهید میوندوال – ۱۵ مخ

۱۲ ګل اغا احمدي وردګ – غزنی د اسلامی تمدن پلازمېنه – ۹۹ مخ –

۱۳ عزت – رفیق – ټول افغان انترنتي پاڼه.

(Visited 88 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.