The news is by your side.

د غڼې ځاله

همایون بهادري

0

(د غڼې ځاله) د خدای بخښلي احمدي وروستی ناول دی. د دې کتاب د پیدایښت او د احمدي صاحب د مړينې ترمنځ ډېر وخت نه دی تېر شوی.

د غڼې ځاله، د احمدي صاحب د نورو ناولونو په څېر د افغاني ټولنې په ناوړه کړنو را څرخي.

د غڼې په ځاله کې یوه پښتنه مېرمنه راګیر ده. چې د ټولنې کرکجن او وحشیانه دوديز تارونه ترې تاو دي. زموږ ټولنه؛ لکه: غڼه چې د شب پرکې غوندې بې ازاره انسان ژوند هم ترخوي. دلته هر څوک کوښښ کوي، چې تار واچوي او یو څوک پکې راګیرکاندي.

طاهره د یاد ناول اتله ده. مبارزه او بااستعداده مېرمن ده. له مینې ډکه ده؛ خو وخت ظالم یې د مینې اور په سینه کې ور مړ کا. پلار یې په وړوکوالي کې د دې له لاسه قلم او کتاب واخیست. په قمار کې یې پر یوه شرابي او شهوت پرست باندې بایللې وه.

شرابي د طاهرې مېړه دی. د وحشت او شهوت ځاله ده. مینه له سره نه پېژني، یوازې شراب او قمار یې ژوند دی. انساني طبعیت نه لري. دوه اولاده(لور او زوی) یې هم څه ناڅه سخت زړي شوي وو. د ده له لاس به طاهره هر ماښام یو ځل د خپلو وینو خوند څکي. تر دې چې دا هر څه ورته عادي شي. هېڅ بهانه هم نه وي، خو طاهره یو لت خوري.

طاهره مجبوره شي، مېړه د شرابو په بوتل سر ته ووهي، بیا د لوښیو ډکه المارۍ پرې راړنګوي. دا کار د دې سبب شي، چې طاهره له وهلو خلاصه شي. له مېړه جلا شي؛ یوازې دومره چې دا په بېله کوټه کې د لور او زوی سره ویدېږي. تر څنګ یې چاړه دایم وي او ور د شرابي له وېرې بند وي. طبعي ده چې دغه حالت به یې په بچو باندې ناوړه اغیز لاره. د مور ترڅنګ چاړه او قلپ ور، تر دې وړاندې د مور وینې بیا هغه حالتونه دي چې د ماشوم په روح او روان ناوړه اغیز لري.

مېړه یې برق نیسي مري. دا یې په مرګ نه ژاړي. مګر ګاونډیانې یې تر دې ښې ژاړي او د شرابي ښېګڼې په ژغوندي ترنم کې وایي. دا یې ولا که په کیسه کې وي.

که څه هم طاهره له وهلو ډبولو خلاصه شوه، خو بې غمه نه شوه. د اولاد روزنه، کرايي کور، د پښتو ناوړه دود، قمارباز پلار او… بس یوازې څو پیسې چې له مېړه د نشې حالت کې پټې کړې وې او یوه نړۍ غمونه او دردونه ورسره پاتې شول.

طاهره په خبره پوه، د ژوند کولو چلونه ورسره وي. مګر مجبوریت، کونډتوب او غربت یې دې ته نه پرېږدي چې له خندا سره ژوند وکړي.

لېور یې راځي چې دا په یو رکم نه یو رکم رضا کړي، تر څو ده سره واده وکړي. کله چې دا انکار کوي، هغه بیا ځلې د مور په مرسته ټینګار کوي، دا بیا هم انکار کوي. تر دې وروسته د لېوره او خواښې په خوله دا یوه رنډۍ او فاحشه ونومول شوه. لېور یې یو مداري ډوله انسان وي. هغه خپل اولاد لا سم نه شي ساتلی، مګر دې ته وایي چې زه به تا او اولاد دې وساتم. لېور یې ملامت نه و. طاهره د شرابي له وهلو ټکولو وروسته هم، سپینه مینه او ښایسته وه، مازې په لږ خوارۍ ملکه ترې جوړېده. طاهره ملامته نه وه، هغې په نام سره نارینه څخه ښه ورځ نه وه لیدلې.

پلار او مېړه یې چې تر بل هر چا په دې مهربانه وای، خو هغوی دا دې حالت ته را رسولې وه، چې له هر نارینه کرکه وکړي او هر نارینه ورته حیوان ښکاره شي. له دې سره-سره به بیا هم طاهرې د خپل پلار په عمر لېوره سره د واده کولو لپاره څنګه زړه ښه کړی وی؟

د پښتو ناولی او ناوړه دود دی، چې ځوانه جانه کونډه د لېوره حق دی. که لېور یې تر پلار هم مشر وي؛ خو باید دا ځانته په نکاح کړي. که دا کار ونه شي، کونډه باید یوه بدنامه او د نور یاره وبلل شي.

په طاهره د ژوند کړۍ ورځ تر بلې راتنګېږي. ژوند یې د سختیو او کړاونو جزیره شي. هېڅ داسې څه نه اوري چې دوی ورته وخاندي، برعکس د ژړا لپاره سل او زر بهانې وې.

د کور کرایې والا راځي کرایه غواړي، خو طاهره وخت ترې غواړي. د بل ځل راتګ له مخې یې د کور څه سامان وپلورل او د یوې میاشتې کرایه یې ورپوره کړه. د دغه کور مالک په سخاوت او دیندارۍ کې له موره یو و. له هرې کونډې رنډې سره یې د زړه له خلاصه مینه کوله او خپله لمړۍ یې ورنیموله. داسې وخت به راغلی، چې کونډه به خبره نه وه، ده به ښه بولکه سودا ورته برابره کړې وه. دا سخاوت، ښه ښړیتوب او دینداري نه وه؛ بلکې د خلکو سترګو ته یې خاورې ورشیندلې. دا هر څه یې په وجود کې د شهوت بل شوي اور د وژلو لپاره کول.

یوه ورځ یې د طاهرې لوڅ‌مخ او د سینو چاک ولید، سخي او د تقوا څلی مامور له مستۍ په دوو-دوو نه را ټینګېده. ان تر دې په طاهره یې یو ځل ورحمله کړه، ښه ګرمه مچکه یې ترې واخیسته. دې ځان ترې خلاص کا. بل ځل چې راغلو دې د شپې یوې بجې د راتګ ورته وویل؛ مامور له خوشالۍ په جامو کې نه ځایده. کېدای شي، له ډېرې مستۍ په کوڅه کې ټیټ-ټیټ تللی وي، خو احمدي صاحب نه دي لیکلي.

د شپې یوه بجه راغلو، په ځان یې ګوتې وهلې وې. لنډه دا طاهرې د غولو کوهي ته ورختا کا او ځان یې ترې خلاص کا. مامو قدوس مړ نه شو، له هغې څاه روغ، مګر په غولو ککړ راووته.

طاهره دغه کور پرېږدي، ځي بل کور نیسي. د کور ټول سامان پلوري، یوازې څو د اړتیا وړ شیان ځانته پرېږدي. هر ځای ته چې ځي، دا یوه بدبخته ښځه ده. هېڅ ښه ورځ نه پرې راځي. هره کوڅه کې چې واړوي، هلته پاکه طاهره یو دم فاحشه شي. دا هر څه د دې ښایست، کونډتوب او پاک لمنۍ ورته ډالۍ کوي.

طاهره له ژونده نه ستړې کېږي، ځکه دا دوې هیلې(لور او زوی) لري. د هغوی لپاره خپل ژوند کوي. د اولاد زده‌کړې یې تر ټولو ستره موخه وي. د بوټونو د رنګولو کار پیل کړي. په دې کاري چاپېریال کې هم د دې جنسیت ورته عذاب وي. تر جنسیت یې سپین لاس او پښې د نراینو د شهوت پارونې ستر لامل وي. تر څنډ وروسته دا موچيګېرت هم زده کړي. ورو-ورو یې ډوډۍ غوړېږي. لا تر اوسه یې خلک په فاحشه نوموي، بیا هم دا زړه نه خوري. هر څه لا ځان سره په پټه تېروي.

د وچې مېوې یوې کارخونه کې کار پیل کا، له دې ځایه د دې ژوند کې بدلونونه پیل شي.

لومړي ځل لپاره یې په ژوند کې، داسې نارینه ولید چې دې ته تر نظر انسان ښکاره شو. زړه یې پرې وبایللو، د فکرونو نوې لړۍ یې سر ته راغله. خپل ژوند یې له اولاد پرته په بل چاپورې تړلی ورته ښکاره شو. میینه شوه. د ځان جوړولو ته یې زړه ښه کا.

دا د کارخونې په رییس میینه شوه. هغه مهربانه او پاک‌نفسه انسان و. ښځو ته یې هېڅ نه کتل. یوازې خبرې یې ورسره کولې هغه هم په ټیټو سترګو او ځوړند سر. دا یې په دغه کړنه بېخي کباب کړې وه. جالبه ده، د نارینو له سکنجو نیم‌ژواندې راوتلې او د اولادونو مېرمن میینه شوې ده. هېڅ جالبه نه ده، دا انسان ده او انسان میینې ته اړتیا لري. بل دا خو یې پلار تر دې وړاندې چې مینې ته زړه ښه کړي، وبایلله.

مګر په چا یې چې زړه بایللی و، هغه هم که هر څه و، له مجبوریته دومره ښه و. هغه خصي شوی و. هغه به له مستۍ نه ځوانه کته او نه زړه، بس خپل حواس به یې پرې سړول. تر دې چې یوه ورځ څو پټ‌مخو کسان خصي کا.

طاهرې کارخونه کې کار پرېښود، لاړه په باغ زنانه کې یې یوه غرفه کېښوده. ژوند یې دومره شو، چې څه ناڅه بچت یې هم درلوده. عرفه یې هم خرڅه کړه. د لاسي ګنډنو توکو کار و بار یې پیل کا. ژوند یې جوړ او یوه بډایه مېرمن شوه. اوس نو په هر ځای کې دا یوه پاکه او باعزته مېرمن شي. چادري هم نوره لرې کړي؛ خو دا ځل یې هېڅ څوک رنډۍ او فاحشه نه بولي، که څوک ورته ووایي هم خو دا یې په کیسه کې نه ده.

 لور یې واده کړه. زوی ته یې هم نجلۍ خوښه کړه. په دواړو یې تر پوهنتونه پورې زده کړې وکړې. دومره پیسې یې پیدا کړې، چې د دې له برکته نورو کورنو هم خوړله.

په دې اخر کې یو ځل ماموقدوس هم ویني، هغه ناروغ وي. دا هغه حالت وریاد کړي، چې د غولو څاه کې ورغورځولی و. هغه پر دې چې یې د کور کرایه پاتې وه، هغه هم ورکړي.

ناول زړه راښکونکی دی. لوستل یې ډېر وخت نه نیسي. په یوه دمه لوستل کېږي. یوازې په وروستیو کې له طاهرې خبرې ډېرېږي.

د غڼې ځاله د خبرو ځاله ده. تر لوستو وروسته به دې په ډېرو شکي کا. هغه د شاعر خبره:  ان په ځان به دې شکي کا، ځکه دلته له سره د نفرت او کرکې تخم ښه وده کړې ده. دلته خلک له دین او دیندارۍ ناړوه استفاده کوي. ډېری کړنې یې د ریا پوښ لري. دلته د ښځې سره دروېزه او خیرات ټولول ښه ښکاري، مګر کار یې تر ټولو ستر عیب دی. په پوهنتون کې به زموږ ټولګوالو هغه نجونو ته په ښه سترګه نه کتل چې دندې به یې لرلې او د خپل کور سرپرسته به وه. مګر هغه نجونې ورته ملایکې ښکارېدې چې له بېکارۍ سره سره به یې له یوه سره د مینې سندره زمزمه کوله.

د غڼې ځاله، د مبارې یوه لاره ده. د ژوند یو درس دی. تر څو له سختو ووځو او یو روښانه راتلونکی، د ځان او نورو لپاره حوړ کړو.

د غڼې ځاله راته وایي، که کار وکړې او قوي هوډ ولرې؛ نو په هر تیار پسې داسې رڼا ورځ راتلونکې ده چې هېڅ شپه نه پسې راځي.

د غڼې ځاله، د ټولنې هغه انځور دی د ناخبره او بې‌فکره وګړو له سترګو پټ دی.

د احمدي صاحب اروا دې ښاده وي، د ټولنې یو ځیرک او اندک بین انځورګر و. په هره ناوړه کړنه پسې په ټولنه کې زربین ګرځاوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.