The news is by your side.

د لمړي کتاب خبرې

زکریا رحیمي

0

د مغز کارولو وړتیا

۱ – د ټولو انسانانو مغز یو لوی ځواک دی خو یوازې یو څو یې کاروي ؛
۲ – هر انسان د خلاقیت وړتیا لري، د هوښیار فکر وړتیا لري ؛
۳ – مغز د حافظې، تصور کولو، نوښت او خلاقیت سرچینه ده.
 
ډېری خلک په دې وخت ضایع کوي چې د فکر کولو وړتیا ځان کې اضافه کړي. ځینې کسان فکر کوي چې د فکر کولو وړتیا طبیعي ده او له پیدا کېدو سره په ځینو کسانو کې موجوده وي او د نړۍ تر ټولو لوی فکر کوونکو طبیعي وړتیا لرله. خو اوسنۍ څېړنې ښي چې د هر انسان مغز لویه وړتیا لري او کله چې د ژوند له ستونزو سره مخ کیږو دا لویه پټه وړتیا کاروو.
 
کله چې انسان ارام کوي په دې وخت کې د بدن لخوا د تولید کېدونکې انرژي پنځمه برخه مغز اخلي، په دې اندازه انرژي په دوامداره توګه د لګېدونکي ۲۰ واټه ګروپ سره مساوي ده. مغز تقریبا له ۱۰۰ بیلیونه حجرو جوړ وي، هره حجره له نورو ۱۰۰۰ مغزي حجرو سره وصل کیږي او د ټولو حجرو شمېر ۱۰۰۰۰۰ بیلیونه زیات دی. د انسان په مغز کې د حجرو د اتصال ټکي د ټول کهکشان له ستورو څخه زیات دي. که چېرې مغز او ټول کهکشان مطالعه شي نو انسان به د کهکشان په پرتله مغز زیات حیران کړي.
 
مغز یوازې درې پونډه وزن لري او ۱۲ ټرېلونه عصبي حجرې پکې موجودې دي چې د ټولې نړۍ د خلکو له نفوس څخه دوه نیم ځلې یې شمېر زیات دی. په دې کې ۱۰۰۰ ټرېلونه مالیکولونه موجود دي او کولای شي ۳۰ بیلیونه بایټه مالوماتو ته په یوه ثانیه کې پروسس ورکړي. مغز ۱۰ بیلیونه نیورونونه لري. تر اوسه د نړۍ په تاریخ کې هېچا ۱۰۰ % مغز ندی کارولی.
 
د مغز د نه کارولو تر ټولو لوی لامل دادې چې مونږ مونږ ته له پلرونو په میراث پاتې شوو فرضیو باور کوو او وخت پرې ضایع کوو او همدا زمونږ د فکر د کارولو محدودیت رامنځته کوي. ډېر خلک فکر کوي چې مونږ له موره هوښیا یا له عقله خلاص پیدا شوي یو او همدا هوښیاري او یا له عقله خلاصوالی ټول ژوند په مونږ کې پاتې کیږي. خو حقیقت دادې چې یوازې زمونږ دودونه, فکرونه او منفي فرضیې د مغز وړتیا محدوده ساتي.
 
په ټولو ژوندیو کې یوازې انسان دا وړتیا لري چې د تېر وخت، اوسمهال او راتلونکې په اړه فکر وکړي. یوازې انسان دا وړتیا لري چې خپله نړۍ په داسې یوطریقه تعبیر کړي چې خپله یې د تعبیر لپاره خوښه کړې وي. یوازې انسان دا وړتیا لري چې د منطقي ستونزو د ځواب لپاره خپل مغز وکاروي، د بې منطقه ستونزو لپاره فکر کې ځوابونه انځور کولای شو. مونږ په خپل مغز د نوښت او اختراع لپاره فکر کولای شو. مونږ په خپل مغز یو څه زده کوو، ځان کې بدلون او فکري پراختیا رامنځته کوو. مونږ مغز د تعبیر، او پوهې زیاتولو لپاره کاروو. مونږ خپل مغز د توکو د تجزیې یا ترکیب دواړو لپاره کاروو. له نورو ژوندیو سره په توپیر کې مونږ خپل معز د دې لپاره کاروو چې د خپل فکر په اړه فکر وکړو.
 
مخکې به چې کله خلک په کار ګمارل کېدل نو د فکري وړتیا پر ځای به یې عضلاتي ځواک ته کتنه کېدله. لمړی به هغه کسان په کار ګمارل کېدل چې لاسي کارونه به یې زده وو، په دوېمه کچه هغه کسان چې ماشین به یې د کار لپاره کارولی شو او له دې ډلو وروسته به د فکر وړتیا لرونکي کس ته ترجیح ورکول کېده خو نن ورځ دې ترتیب کې لوی بدلون راغلی او لوی شرکتونه د عضلاتي ځواک پر ځای مغز ته اړتیا لري کوم چې د نړۍ د لویو اقتصادونو جوړونکی دی.
 
څرنګه په یوه دنده یا مسلک کې مغز کارولی شو ؟
– تر هر څه لمړی باید په خپل مسلک کې زده کړې ولرو
– په هر پېښه کې حساس واسو
– په خپل ځان کې د څېړنې وړتیا، د ستونزو د حل کولو وړتیا، د پرېکړو کولو وړتیا او د قضاوت کولو وړتیا
– ټولنیزه وړتیا
– فعالیت او ستونزې ته موخیز ځواب
– خلاقیت
– ذهني چابکتیا
– د ځان په اړه پوهه
 

مثبت فکر

۱- که چېرې فکر مو نه وي روزل شوی د فکر پایلې تشویش، ناسمې کړنې او ویجاړی وي ؛
۲ – د روزل شوي فکر کس تل په ځان باور لرونکی، په خپلو چارو متمرکز او د مثبت فکر لرونکی وي ؛
۳ – د انسان ذهن په هغه څه باور کوي چې انسان یې د باور کولو اجازه ورکړې وي او په خپل سره باور نه جوړوي ؛
۴ – مثبته او منفي اندېښنه دواړه یو ډول پایلې لري نو د چارو پر وخت مو تمرکز د اندېښنو په ځای په چارو متمرکز کړئ ؛
۵ – که چېرې تاسې غواړئ چې په خپل فکر ګټورې او بریالۍ چارې ترسره کړئ نو خپل ذهن کې د خپل ځان مثبت انځور جوړ کړئ.
ډیری وخت زمونږ فکر مونږ کې د ماتې خوړولو فکر په ذهن کې راکوي. زمونږ فکر ډېری وخت عکس العمل ښودونکی، په تشویش کې او له مربوطو چارو بې ربطه وي. د مخنیوي لپاره باید خپل ذهن ته مثبته روزنه ورکړو تر څو مو ذهن متمرکز اظهار کوونکی شي.
نا روزل شوی فکر
که چېرې مونږ له خپل ذهن سره د یوه نا پېژندل شوي کیفیت په څېر کوم چې مونږ نشو اداره کولای چلند وکړو نو ذهن نا رزول شوی فکر تولیدوي :
۱ – شکونه، ویره، که چېرې یو بد فکر ولرو نو ټول ښکلي فکرونه مو بد رنګ اخلي;
۲ – که چېرې فکر وکړو چې تر ټولو بده پېښه کیږي نو زمونږ ټول فکرونه همدې لور ته متوجه کیږي ؛
۳ – په تېر وخت کې د ماتې خوړلو په اړه فکر
۴ – د روښانه موخې پر ځای تشویش لرل
۵ – عادتي او محدود فکرونه
۶ – د ذهن خپرېدنه او یا په سوچونو کې ډوبېدنه او له موخې بې تمرکزه کېدل
منحرف شوی فکر
د منحرف شوي فکر زیات عام ډولونه موجود دي دلته یوازې څلور یاد شوي، لمړی منحرف شوی فکر نا راسته فکر دی، په دې ډول فکر کې زمونږ کړنې عادتي کړنې وې او د خپل فکر په اړه فکر نه کوو د خپل فکر په اړه پوښتنه نه کوو او پوښتنو ته د نویو ځوابو موندلو هڅه نه کوو. دوېم منحرف فکر اجباري او د اطاعت فکر دی په دې ډول کې زموږ ذهن کې یوازې یو فکر تاویږي او د همدې یوه فکر تابع اوسو. د منحرف فکر درېم ډول کې مونږ ذهن د هرومرو، حتما او باید په څېر کلیمو لپاره کاروو، د خپل فکر او کړنو په اړه په دې ډول کلیمو قضاوت کوو. د منحرف فکر څلورم ډول تور او سپین فکر دی په دې ډول فکر کې مونږ په دې اند یو چې هر څه یوه دقیقه سم دي خو په بله دقیقه کې په هېڅ باور نشته او هر څه ناسم کېدلی شي. دا ټول د منفي فکرونو ډولونه دي او زمونږ فکري وړتیا محدوده ساتي.
ویره او شک ډیر کوچني دي خو تر هغو ستا له فکري وړتیا خپل ځان تغذیه کوي تر څو چې ستا وړتیا ختمه کړي او هر څ ګډ وډ کړي. فکر وکړی له کوره ښار ته ولاړی او لاره کې مو فکر کې شک پیدا شو چې کور کې مې ګاز خلاص پاتې شوی هېر کړی نو ستاسې ۱۰۰ % فکر همدې لور ته اوړي نو تر بېرته را ګرزېدو به مو هره کړنه ناسمه وي. لاندې یوه وړه کیسه د تشویش او شک په اړه ولولئ :
یوه ښځه په اوږده سفر یوازې روانه ده. سفر یې له دې تشویش سره پیل کړ ” که چېرې لار کې موټر پنچر شي او شپه هم وي نو زه به په توره شپه کې څومره پیاده مزل کوم چې څوک د مرستې لپاره پیدا کړم” په دې فکر کې روانه نا څاپه یې موټر ټکر کړ. منفي فکرونه، شکونه او تشویشونه تاسې ناسمو کړنو ته برابروي او حل لار یې ذهن ډاډه کول او په خپلې وړتیا باورمند کول دي. بله د حل لار یې داده چې تاسې یوازې کینئ او د خپلو هغو فکرونو په اړه چې د تشویش په څېر مو په خپل سر ذهن کې ځای نیسي فکر وکړئ او د فکر کولو پر وخت په منطقي دلایلو دا ډول فکرونه له خپل ذهن څخه پاک کړئ. دا خبره په یاد ولرئ چې په ژوند کې د فکرونو په پرتله پېښې کمې کیږي نو ستاسې دا تشویشونه هم عملي پېښې ندي بلکې ستاسې ذهن کې توپان دی او هېڅ حقیقت نلري او نه به کله په حقیقت بدل شي.
بې تمرکزه کېدل
د انسان مغز له ۲۴۰۰۰ د غوږونو له فایبرونو سره وصل دی، له ۵۰۰۰۰۰ د لمس موندونکو سره وصل دی، له ۲۰۰۰۰۰ د تودوخې له سنسورونو سره وصل دی، له ۴ بیلیونه د درد له سنسورونو سره وصل دی. مغز له دې ټولو په لویه کچه مالومات ترلاسه کوي او په دومره مالوماتو ترلاسه کولو کې مغز ته ستونزمنه چاره ده چې په یوه وخت کې په یوې چارې تمرکز وکړي. له همدې امله مونږ مخکې له دې چې د خپلو خبرو په اړه فکر وکړو چې څه باید ووایو، هغه څه وایو چې زمونږ ذهن ته لمړی راشي، مخکې له دې چې مغز مو موخې ته د تګ لار مالومه کړي مونږ ذهن قدم وهلو ته هڅو. که چېرې په دې کنټرول زده کړو د مغز او فکر کارولو وړتیا مو پراخیږي. تمرکز مو هم پیاوړی کیږي.
ډېر وګړي له مثبت فکر څخه د منفي فکر لور ته تمایل لري. یوه دقیقه یې فکر مثبت وي په بله دقیقه کې یې فکر منفي وي. یوه بزګر د قلبې غویی لره نو غویی یې مړ شو یو دانا کس ته راغی په چغو چغو یې ورته ووېل د قلبې غویی مې مړ شو دا تر ټولو لوی زیان ندی راوښتی ؟ دانا کس ورته ووېل “ممکن هو ممکن نه” بله ورځ یې په اس قلبه پیل کړه نو اس یې تر غويي ژر او ډېره قلبه کوله نو بیا یو ځل دانا کس ته د همدې کیسې لپاره راغی ورته یې ووېل چې ما تر ټولو لویه ګټه نده کړې ؟ دانا کس ورته ووېل “ممکن هو ممکن نه”، بزګر درې ورځې په خوښیو کې ډوب وو په درېمه ورځ یې زوی له اس څخه وغورزېده او پښه یې ماته شوه او بیا یې په چغو پیل وکړ.
په ذهن کې د خپل ځان انځور لرل په فکر کې اړین رول لري. مونږ څوک یو ؟ زمونږ فکر مونږ یو. د ځان په اړه له ځان سره خبرې زمونږ په ذهن کې زمونږ انځور جوړوي. زمونږ فکر هغه لور ته تمایل کې وي چې مونږ پرې باور کول غواړو. که چېرې مونږ دا ووایو چې مونږ ریاضي کې تنبل یو زمونږ فکر به سمدلاسه د شواهدو لټونه پیل کړي خو که چېرې همدا باور ونلرو چې ریاضي کې تنبل یو نو زمونږ فکر به هم له شواهدو لټولو تېر شي او هېڅکله به د شواهدو لټونه په خپل سر ونکړي. همداسې که مونږ فکر وکړو چې ریاضي کې لایق یو نو فوري به ذهن د ثابتولو لپاره د شواهدو لټه پیل کړي. د همدې لپاره چې فکر مو مثبت، پیاوړی او په حقیقت ولاړ وي او هر ګام کې بهتر شو باید خپل ذهن کې د خپلو لاسته راوړنو، کړنو له مخې د خپل ځان انځور جوړ کړو. او خپل ذهن یو داسې ملګری کړو چې له مونږ سره زمونږ په پېژندنه کې مرسته وکړي چې مونږ څوک یو. دا خبره په یاد کې ولرئ ژوند څه دی ؟ ژوند زمونږ فکر دی !
کله چې انسان سټرس وي په مغز کې هیپوکمپس برخه کومه چې د هرې ورځې د یاد او تازه زده کړو دنده لري کوچنۍ کیږي. د مغزي حجرو تر منځ وصل کوونکې ریښې د ډېنډرایټس په نامه یادیږي او کله چې انسان منفي فکرونه کوي دا ریښې منفي فکرونو ته غبرګون ښي او غبرګون یې د دایمي کوچنیوالي لامل کیږي. خو له بلې خوا مینه، د مینې احساس او خوښي یادې ریښې ځواکمنې کوي او په مونږ کې د ستونزو هوارولو وړتیا زیاتوي. که چېرې تاسې له یوه منفي فکر کوونکی څخه چې د پیانو غږونکی وي پوښتنه وکړی چې د نړۍ تر ټول ښه د پیانو غږونکي په څېر پیانو غږولای شې نو ځواب به نه هېڅکله امکان نلري وي خو که د منثبت فکر لرونکي پیانو غږونکي څخه همدا پوښتنه وکړئ نو ځواب به یې تر اوسه یې نشم غږولای (په راتلونکې کې که هڅه وکړم نو امکان لري او هېڅ نا ممکنه ندي).
په مونږ کې ډېرو ته ډېره اسانه چاره اندېښنه کول یا اندېښمن کېدل دي، تل په دې فکر کې وي چې هره پیل کړې چاره یې له ماتې سره مخ کېدونکې ده خو ډېر کم خلک په دې فکر کې وي چې هره پیل کړې چاره یې د بریا لور ته تګ دی. مثبته او منفي اندېښنه دواړه یو ډول پایلې لري. تر ټولو اړین ذهني چمتوالی دی.
مغز درې شیان غواړي : مینه، خوښي او بریا. په ټوله شلمه پېړۍ کې انسانانو چې کله مغز کاروه نو که چېرې پایله به ښه وه نو ډېر ښه او که چېرې به پایله ناسمه وه نو ډېر بد به ګڼل کېده. خو اوس دا دود پای ته رسېدلای او هره تېروتنه یوه نوې زده کړه ګڼل کیږي. که چېرې په یو څه پیل وکړی نو له لس تېر وتنو وروسته یولسمه هڅه لاسته راوړنه کېدای شي. د کړنو پر وخت تېروتنې مه لټوئ بلکې په بریا تمرکز وکړئ. د کړنو موخه مو روښانه تعریف کړئ او بیا هڅه وکړئ.

د حافظې ښه کول

۱ – کله چې یو څه هېر کړو لامل یې کمزورې حافظه نده بلکې مونږ د را په یادولو وړتیا نلرو؛
۲ – د را په یادولو لپاره زیاتې طریقې موجودې دي، ټولې طریقې د مغز د ښۍ برخې د انځور کوونې حصه کاروي ؛
۳ – که چېرې له خپلو پنځو حسونو سره یو څه ته تړاو ورکړئ نو په اسانۍ یې را په یادولای شو ؛
۴ – له لنډ مهالې حافظې څخه اوږد مهاله حافظې ته د انتقال لپاره تکرار اړین دی.
 
ډېری کسان کله چې اړینې چارې یا شیان هېر کړي نو له خپلې حافظې شکایت کوي خو دا ډول هېرونه کمزورې حافظه نده. زمونږ مغز هر هغه څه په یاد کې لري چې مونږ یې تجربه کوو. ستونزه په دې کې ده چې مونږ رایادولی نشو او نه را په یادېدل خپل لاملونه لري.
 
که چېرې مونږ چارې او یا نور څه ته له یوه ځانګړي بوي، غږ، لید او یا خوند سره تړا ورکړو نو په اسانۍ سره یې را په یادولای شو. په دې اړه څېړنې هم شوي : د یوه ښونځي هغو زده کوونکو ته چې د ازموینې لپاره یې چمتوالی نیوه د زده کړو پر وخت معطره شوی چاکلیټ ورکړل شوی وو او د ازموینې په ورځ زده کوونکي په دوه ډلو ووېشل شول یوې ډلې ته بیا هماغه معطره یا بوی لرونکی چاکلیټ ورکړل شو او دوېمې ډلې ته یې ورنکړل. کومې ډلې چې په دواړو ورځو چاکلیټ خوړلی وو تر نورو یې زیاتې پوښتنې ځواب کړې وې.
 
له بل څه سره یو څه ته تړاو ورکوونه یوازې پنځه حسونه ندي بلکې له پېښو سره هم که څه تړاو ولري په اسانۍ یې را یادولی شو لکه کمعقله کړنو سره د یو څه تړاو که چېرې داسې حالت بیا ووینو مونږ ته یې پخوانۍ بېلګې او ورسره مل نورې کړنې او خبرې را یادیږي. بله طریقه یو څه ته د بل څه نوم کارول یا د یوې ځانګړې کلیمې کارونه لکه یوې شمېرې ته ۵۶۲ بېلګه ۵ = چمن ۶ = مېږې ۲ = شپونکی دا طریقه هم په حافظه کې د پرتو خبرو په رایادونه کې مرسته کوي. د رایادولو بله طریقه تکرار دی. څومره چې یو څه زیات تکرار کړی همدومره یې ژر را په یادولای شی.

د فکر لارې بندونکي

فکر کول لکه د خبرو اترو په څېر دي. مونږ غواړو چې ښه او لوی فکر کوونکي واوسو ځکه چې فکري وړتیا هر وخت د ټولو چارو لپاره کاروو. اوغواړو چې پرته له ځانګړې هڅې سم فکر وکړو. یوازې فکر کولو او سم فکر کولو کې توپیر دی، لکه څرنګه چې خبرې کول او اغیزمنې خبرې کول توپیر سره لري همداسې فکر کول او سم فکر کول هم توپیر سره لري. دلته پوښتنه داده چې څه مو د سم فکر لارې بندونکي دي ؟ د سم فکر تر ټولو لوی خنډونه کلتوري، چاپېریالي، احساساتي دي له دې پرته درک یا سم او ناسمه پېژندنه، پوهه یا مالومات هم خپله ونډ پکې لري.
 
۱ – فرضیې
فرض کوونه د ناراسته فکر یو ډول دی. په دې ډول فکر کې مونږ د ټولو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره انتظار نه کوو تر څو سمې نتیجې ته ورسیږو. یو کس یو بانک ته ولاړ چې یو چېک په نغدو بدل کړي، له نغدو تر لاسه کولو وروسته بهر ولاړ او څو دقیقې وروسته بېرته بانک ته راوګرځېد او د بانک په کرسۍ ناست بانکدار ته یې ووېل چې په نغدو کې تېروتنه شوې، بانکدار سم د لاسه ځواب ورکړ چې اوس ډېره ناوخته ده هماغه وخت به دې حساب کړې وې او ویلي به دې وو چې په حساب کې تېروتنه شوې، یو ځل چې بهر ولاړ شې بیا مونږ هېڅ نشو کولای . د نغدو تر لاسه کوونکی ورته مسکی شو او ویې وېل دسلو ډالرو زیاتو راکولو لپاره مننه کوم او بېرته ولاړ. دا خبره هېره نکړئ تر پرېکړې کولو مخکې د ټولو مالوماتو تر لاسه کولو لپاره انتظار کوئ.
 
په ځینو کلتورونو کې پلی کوونکی او پرېکړه کوونکی سره جلا وي، دواړه جلا بهیرونه وي او خپلمنځ کې ګډ فکر هم نلري. خو په ځینو کلتورونو کې فکر او د فکر پلي کوونه یو بهیر یا پروسه وي او د تازه مالوماتو په تر لاسه کولو دواړو ته تغیر ورکول کیدای شي. دلته تر ټولواړینه دا ده چې فکر کوونکی باید د پرېکړو لپاره پلي کوونکی هم له ځان سره په پرېکړو کې شریک کړي.
 
عادتونه د فکر لارې بندونکی ګڼل کیږي اود دقیق روښانه فکر مخه نیسي. عادتي کړنې، فکرونه ناراسته فکر ګڼل کیږي. دا فکر که په تېر وخت کې یوڅه په یوه ځانګړې طریقه ترسره شوي هر وخت به په همدې طریقه ترسره کیږي.
 
د فکر کولو پر وخت د کوچنیانو په څېر فکر کوئ. د کوچنیانو لرلید کې حدود نشته خو د لویانو په لر لید کې حدود او قضاوت دواړه شته وي له همدې امله کوچنیان تر لویانو زیاته د خلاقیت وړتیا لري لامل په قضاوت د خپل فکر محدود نه ساتل دي.
 
کله هم چې پرېکړه کوی نو د مالوماتو بشپړ انځور او تفصیل دواړه کاروئ. شپږ ړانده په هند کې روان وو په لار کې فیل مخې ته ورغی. یو یې په لکۍ لاس وواهه، بل یې خرطوم لمس کړ، بل یې پښې لمس کړې او بل یې غاښونو باندې لاس تېر کړ بلاخره هر یوه د فیل د انځور کوونې په اړه جلا نظر لره او خپله کې نه سره جوړېدل.
 
د هر انسان د فکر کولو طریقه توپیر لري او هر انسان له خپل فکر څخه یو ځانګړی له نورو سره په توپیر کې لرلید جوړوي.

منطقي فکر

منطقي فکر هغه فکر دی چې د پوهې پر بنسټ وي، په بله مانا هغه څه چې پرې پوهیږو، پرې مطمین یو او ثابتولای یې شو منطقي فکر ګڼل کیږي. په تېرو دوه پېړیو کې زیاته تکیه پر منطقي کېده او دهمدې تېرو دوو پېړیو پر بنسټ عصري ټکنالوجي جوړه شوې. خو په منطقي فکر کې نیمګړتیا دا ده چې منطقي فکر (conscious brain) باندې تکیه کوي. دا برخه د زمونږ د فکر تر ټولو زیاته زیاته مننونکې او محدوده برخه ده.
 
د مغز په کیڼ اړخ منطقي فکر کیږي. د مغز مختلفې برخې د مختلفو فعالیتونو مسولیت په غاړه لري.
 
د مغز کیڼه برخه :
– د بدن په ښي اړخ تسلط لري
– د ښي اړخ پر لید تسلط لري
– د داخل ته وارېدېدونکو لړیو سره کار لري
– د بشپړ پر ځای تفصیل ته کتنه کوي
– وخت درک کوي
– د خبرو اترو د وړتیا کارېدونکې برخه ده
– د منطقي او څېړنیز فکر لپاره کارېدونکې برخه ده
– د موخې ټاکلو، پلان جوړولو، بیا کتنې او مدیرت لپاره کاریږي
– د خبرو اترو ژبه فورمول کوي
 
د مغز ښی طرف :
– د بدن په کیڼ اړخ کنټرول کوي
– د کیڼ اړخ پر لید کنټرول لري
– په ورته وخت کې له داخل ته وارېدېدونکو سره کار لري
– د تفصیل پر ځای بشپړ ته کتنه کوي
– واټن درک کوي
– د لید د وړتیا لپاره کارېدونکې برخه ده
– د تصور او د تصور شوو د کتنې مسولیت په غاړه لري
– سمبولونه او میتافورونه فورمول کوي
 
مدیریتي فکر
مدیریتي فکر د مغز د ښي اړخ په پرتله زیات د کیڼ اړخ فعالیتونه کاروي. د مغز کیڼ اړخ فعالیت مالومات لټوي، مالومات څېړي، په میکانیکي بهیر کې یې تېروتنې لټوي، مالوماتو ګوري او ازموینه یې کوي، د دې لټون کوي چې څه ناسم شوي، تنوع لټوي، په تېر وخت کې د پېښو په اړه فکر کوي چې څرنګه ترسره شوي او د دې پرېکړه کوي چې بل ځل باید تر پخوا څرنګه ښه ترسره شي. هغه مالومات ترلاسه کول غواړي چې د څه ؟ څوک ؟ چېرې ؟ او کله ؟ کلیمې ته ځواب وایي. ټولې پورته یادې موضوع ګانې په مالوماتو تکیه کوي او مالومات باید سم وي، مالومات باید بشپړ وي د پوهېدو وړ وي.
 
منطقي فکر
کله چې مونږ په معقولو، د تاید وړ، دقیقو مالوماتو کار کوو نو منطقي فکر په خپله رامنځته کیږي. دا ډول مالومات ساینس تصدیق کړي وي. دا فکرپه شطرنج لوبه کې هم کاریږي ځکه چې په دې لوبه کې دقیق قوانین موجود وي.
 
دمنطقي فکر لپاره لاندې پنځه ګامونه
– روښانه موخه یا حل
– سیستماتیک پلان
– د دقیقو مالوماتو کارونه
– دلایل
– پر پایلې تمرکز
 
په منطقي فکرکې لمړی ګام روښانه موخه او د روښانې موخې په لور کار کول دي. ممکن ځینې پوښتنه وکړي چې روښانه موخه څه ډول وي ؟ روښانه موخه مالومه وي، د کچې وړ وي، د لاسته راوړنې وړ وي، حقیقي وي خیالي نه وي او د لاسته راوړنې لپاره یې مالوم وخت ټاکل شوی وي. دې ډول موخې ته سمارټ موخه او یا مدیریتي موخه هم وایي. په دې ډول موخه کې پر پلان ګام په ګام کار کیږي او د پلان په پلي کولو کې عمل او فکر دواړه سره مل وي. چارې له یوه ځانګړی د پیل له ټکي شروع کیږي، د کړنو له لړیو وروسته په لاسته راوړنې پای ته رسیږي.
 
سیستماتیک پلان
د موخې په لور دوېم ګام سیستماتیک پلان دی. په دې کې باید مونږ د ” څه ” پوښتنې لپاره ځواب ځکه ولرو چې موخه مو تعریف کړې ده. سیستماتیک پلان مونږ ته وایي چې ” څرنګه ” موخې ته ورسیږو. سیستماتیک پلان موخې ته د رسېدو لپاره سمې طریقې لټول دي، په منطقي توګه په یوه سم سیستم کې منطقي بهیرونه پلي کول دي. سیستماتیک پلان د کمپیوټر د پروګرام په څېر دی په کوم کې چې مونږ خپل فورمول لیکلای شو او خپل مالومات د پایلې د ترلاسه کولو لپاره پکې اضافه کوو.
 
د مالوماتو کارونه
د منطقي فکر بل ګام د مغز د کیڼ اړخ کارونه ده. د هر بهیر ترسره کولو لپاره مالومات خورا اړین دي. مونږ باید مالومات ګروپ کړو، ترتیب یې کړو، په صفونو یې ووېشو، تفصیل یې په لوی انځور بدل کړو. مالومات باید دقیق او د تاید وړ وي.

په ګډه فکر کول

د یوازې فکر په پرتله دا غوره ده چې له نورو سره په ګډه فکر وشي او ځینې ګټې هم لري. په ګډه فکر کولو کې لمړۍ ګټه داده چې نظرونه مختلف وي، هر کس که په یوه نظر خپل نظر ورکړي نو له نظر څخه تر ټولو ښه نظر جوړیږي. دوېمه ګټه داده چې په دقت سره د نظر ازموینه کوو. درېمه ګټه داده که ګروپ کې زیات کسان یو نظر ته رایه ورکړي نو مونږ یې د بریالۍ کېدنې اټکل کولای شو. څلورمه ګټه یې داده چې یوازې یوې ستونزې ته په ډېر کم وخت کې خورا زیاتې د حل لارې موندلای شو.
 
په ګډه د فکر کولو لاندې پنځه قوانین
۱ – د نظر ارزونه باید ونشي
۲ – هر نظر طبیعي او وحشي وي
۳ – د نظرونو مقدار اړین دی
۴ – ګډون کوونکي د یوبل په نظر باید نظر ورکړي
۵ – یوازې پورته قوانین د لوبې قوانین دي
 
د فکر دا لوبه څرنګه ترسره کیږي؟
۱ – د نظر لیکنې لپاره له ځان سره کاغذ لرل
۲ – د فکر کوونکو لپاره ارام چاپېریال
۳ – له ټوکې پیل
۴ – په یو بل پکې تسلط نشته وي
۵ – ځان د نظرونو ورکولو لپاره تشویقول
۶ – له ۲۰ تر ۲۵ دقیقو پورې د وخت ټاکنه
۷ – کله چې نظر ورکوونه پای ته ورسیږي پای کې د نظرونو ارزونه

د ستونزو حل

د فکري وړتیا تر ټولو لویه جوړونکې او کارېدونکې برخه د ستونزو حل دی. هر ډول حالت ته کوم چې د موخې لور ته مخکې د تلو لار ډب کوي د ستونزې نوم ورکولای شو. ستونزه د مالوماتو د کمي، د نظر د کمي او د لرلید د نشتون له امله رامنځته کیږي. ډېرې ستونزې داسې وي چې مونږ له مخکې تلو لاس په سر کوي. خو کوم خلک چې فکري وړتیا لري د دوي لپاره ستونزه یوازې یوه ننګونه ده چې دوي باید پرې غالب شي.
 
کوم خلک چې فکري وړتیا نلري نو له ستونزې له مخکېدو وروسته لاندې درېو یادو شو کې یو کوي
۱ – نا ارامه کیږي او هیله کوي چې ستونزه پای ته ورسیږي
۲ – د سملاسي ځواب موندنې احساس پیدا کوي
۳ – یو څوک ملامتوي او ورته وایي چې دا ټول ستا د لاسه
 
د ستونزو د حل لپاره کلاسیکه طریقه
ګام په ګام طریقه ده، د څېړنې لپاره د مغز کیڼ اړخ کارونه ده، او د ښي اړخ مغز د ترکیب په شکل ورسره یو ځای کوو.
 
۱ – لمړی په ستونزې ځان پوه کول
۲ – د ستونزې تعریف او د حل لارې تعریف
۳ – د خپلې پوهې په اړه سروې
۴ – تر ټولو د ښې حلارې موندلو لپاره د نورو د نظر پوښتنه
۵ – د نورو د نظر ارزونه
۶ – کله مو چې تر ټولو غورزه نظر پیدا کړ د حلا لارې په توګه کار ترې اخیستنه
 
ځینې خلک د ستونزو لټولو هڅه کوي او هر نوي رامنځته شوي حالت ته د ستونزې ګمان کوي، او دې نوي حالت ته د حلارې لټولو په نامه هڅې پیل کړي چې له هڅو یې خپله لویې ستونزې جوړې شي. لکه څومره چې ستونزې ته د حل لار تعریف کول اړین دي همدومره په دې هم پوهېدل اړین دي چې یو حالت ستونزه ده او که بدلون.
 
ترحل لارې لټولو مخکې درې پوښتنې ځواب کړئ :
۱ – ستونزه ده که د بهیر په اوږدو کې نوی رامنځته شوی حالت؟
۲ – ستونزه ده او که یو پټ فرصت؟
۳ – که ستونزه ده نو موخې ته د رسېدو لپاره باید پلارن کې تغیر راوړم ؟
(Visited 116 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.