The news is by your side.

د لوبې دوام

دولت وزیري

0

داسې معلومېږي چې د مخکیني حکومت په سقوط سره لوبه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې له سره نوې او په بله بڼه پیل شوې ده. اوس بېلابېل لاسونه رااوږده شوي او د سیمې قدرتونه کوښښ کوي چې په افغانستان کې ځان ته د نفوذ ځای پیدا کړي.

د لوبې لومړی برخه د دوحې اوږدې او پټې خبرې، په عاجله توګه او ډېر په بد شکل له هېواد څخه د امریکایانو وتل، د وسلو، چورلکو او الوتکو ویجاړول، په یو اړخیزه توګه د امنیتي او ستراتیژیکو تړونونو په نظر کې نه نیول، په زرګونو افغانانو ته د دې روحیه ورکول چې په افغانستان کې ژوند کول له سترو خطرونو سره مخ دی، دا ټول هغه څه دي چې د لوبې په لومړۍ برخه کې تر سره شول.

کله چې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ ورځې تېرې شوې، د افغانستان موضوع ته د چین، پاکستان، روسیې او ځینو نورو هېوادونو لېوالتیا خورا زیاته شوه. له دې سره جوخت که ښه ځیر شو د افغانستان له شتو ستونزو سره د نړیوالې ټولنې ډېر سوړ برخورد، د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل، په بانکونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګلول، کابل ته د الوتکو پر تګ او راتګ بندیز، په ساړه ژمي او بد حالت کې له بېوزلو کورنیو سره د اړینو مرستو نه کول، په امریکا کې د طالبانو پر ضد د ځینو دفترونو پرانیستل، د نړۍ په کچه د طالبانو پر ضد ناوړه تبلیغات، د افغانستان په چارو کې پاکستان ته په ازاد مټ د لاسوهنې شرایط برابرول، د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په لوی لاس پاشل، د داعش د فعالېدو لپاره په لویه کچه تبلیغات کول، دا او دې ته ورته نور ډېر جدې مسایل د دې ګواهي ورکوي چې تر کاسې لاندې نیم کاسه ده او د لوبې دویمه برخه د فعالېدو په حال کې ده.

که داسې ده نو څرنګه وکولای شو، چې د مغرضو نړیوالو، د سیمې د شر اچوونکو هېوادونو او د هغو تش په نامه افغانانو چې د واحد، یوموټي افغانستان او د افغان له نامه سره حساسیت لري او په پیلېدونکې لوبه کې لوبېدونکي دي مخه ونیسو.

 لومړی:

که طالبان غواړي چې د ډېر وخت لپاره په واک کې پاته شي او د خپلې واکمنۍ پر مهال افغانستان واحد او یو موټی وساتي، دوی ته په کار ده چې خپله کورني دنده په پوره دقت او بشپړ درايت سره تر سره کړي.

د دې کار لپاره د طالبانو په مخ کې ډېرې جدي ستونزې وجود نه لري، ځکه له پخوانیو حکومتونو څخه دوی ته کافي تجربې په میراث پاته شوي دي. دوی کولای شي چې پر خپل ملت باور وکړي، ټولو افغانانو ته په یوه نظر وګوري، له تعصب او غچ اخیستلو څخه پرهیز وکړي. په دې مشکلو او بحراني حالاتو کې ځانونه په کوچنیو خبرو او مسالو بوخت ونه ساتي. د بهرنیو مداخلو مخه ونیسي. له نړیوالې ټولنې سره د تفاهم له لارې پر مخ لاړ شي. له ګاونډیو سره د افغانانو حساسیتونه په نظر کې ونیسي. د هیواد بیارغونې ته پاملرنه وکړي او داسې شرایط رامنځ ته کړي چې هر افغان په پوره ډاډ او بې له کومې وېرې په هېواد کې د اوسېدلو جرئت وکړي.

په خپلو منځونو او د ملت په منځ کې د بې اتفاقیو مخه ونیسي. د ډاډ، ورورۍ، ګډ تفاهم او باور فضا را منځ ته کړي. هغه کارونه چې د واک په لومړۍ دوره کې ځینو طالبانو تر سره کول، له هغوی څخه زده کړه او پرهېز وکړي.

په کار ده ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت ځواکونه له ټول ملت څخه جوړ کړي. ملي ځواکونه دې له سیاست څخه لیرې وساتي. پر ملي ځواکونو دې د طالبانو د نوم پر ځای د ملي ځواکونو نوم کېږدي. یوه خبره چې ډېره روښانه ده هغه دا ده، که چېرې پر افغانانو له دومره اوږدو جګړو، بېوزلیو، د بهرنیو د لاسوهنو او خپل منځي بې اتفاقیو سره- سره باور وشي او د یوه انسان او افغان په سترګه ور وکتل شي، اوس هم دوی باور کوي او د هېواد لپاره ایثار او فداکارۍ ته چمتو دي.

دویم:

که روڼ اندي او هغه ملي او د هېواد په درد دردمن کسان چې غواړي هېواد له اوسني بحران څخه ووځي، دوی ته هم له تېرو حکومتونو څخه ډېرې غنې تجربې په میراث پاته شوي دي. تر ټولو مخکې باید په دې خبره د دوی سر خلاص شوی وي، که چېرې موږ افغانان په خپله د خپل هېواد له بحران څخه د خلاصون غم ونه خورو، بل هېڅوک نه د دې هیله لري او نه يې غواړي چې زموږ هېواد زموږ لپاره له اوسنیو پرتو ستونزو څخه وژغوري. ځکه چې د دې ټولو ستونزو زېږوونکي همدوی دي.

دلته د نړۍ ټولو په اصطلاح د بشر د حقوقو پلویانو او ساتونکو خپل امتحان ورکړی دی. روسيې د سوسیالیزم او امریکا د ډموکراسۍ په پلمو څومره چې يې له لاسه کېدل وټکولو، هند او پاکستان دلته اوږه جګړه پر مخ یووړه، چین د هند په خاطر پاکستان ښه چاغ کړ. انګرېزان خپل ماشوم تر اوسه ښه ساتي او د شیدو ورکولو څخه ستړي شوي نه دي. ایران په ډېره ځیرکۍ رانه درې خوږه ژبه غلا کړه، ترکيې هم خپل اسانه دلته ښه وځغلول، زموږ شمالي ګاونډيان خو په خپله هم نه پوهېږي چې په کومه خوا لاړ شي. اروپا خو د ناټو په منګولو کې ګیر او بیا خو ناټو د امریکا د امر لاندې ده.

نو دې ټولو ته په کتو ښه به دا وي چې نور نه د ډموکراسۍ، نه د ګاونډیو په تشو غولوونکو شعارونو او نه د نړیوالو د بشر د حقوقو په تشو ويناوو وغولېږو.

راځئ سره یو شو، یو او بل ته د تفاهم او ورورۍ لاس ورکړو، افغان ته د افغان او بهرني ته د بهرنی په سترګه وګورو، د نورو د توطیو مخه ونیسو، د نورو د لاس الې نه شو، پر هېواد او خپلو خلکو رحم وکړو، د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلو.

که مو دا کارونه تر سره کړل هم به مو هېواد له پرتو ستونزو څخه وژغورل شي او هم به د لوی خدای ج رضا حاصله کړي وي. د خدای ج رضا خلکو ته په خدمت او چوپړ کې ده. مننه

Leave A Reply

Your email address will not be published.