The news is by your side.

د متن سپړنې هنر او زما نظر

0
نعمت الله صدیقي د پښتو ادب د زلمي کُول په لیکونکیو کښې د یو سنجیده لیکونکي نوم دے او سنجیده ورته زۀ یوازې په دې سبب وایم چې هغه په یو وخت د شعرګویۍ او شعرفهمۍ د دواړو مېدانونو سره تړلے دے خو د شعرګویۍ په مقابله کښې د شعرفهمۍ سنجیده مېدان ته زیاته پاملرنه کوي، شاید همدغه وجه ده چې د ادب په ساحه کښې هغۀ خپله اولنۍ پېژندګلو د شاعر برعکس د یو دقیق او سنجیده نقاد په توګه وکړه او د فکر او نظر په لحاظ دوه د اوچت معیار تنقیدي آثار یې خپلې ژبې او ادب ته پېرزو کړل.
که څه هم د صدیقي صاحب شاعري هم د نوي وخت د ټولو شاعرانه صداقتونو او نزاکتونو نه برخه منده ده خو هغه غالبًا د شعر د مېوې دانې برعکس د لوستونکي په ذهن کښې د شعر د معنوي ذایقې سوچ او شعور زرغونول غواړي او غواړي چې د پښتو ژبې او ادب لوستونکي تر شعر وړاندې د شعر په ضرورت او اهمیت پوهه شي، که چرې په واقعي توګه همدغسې خبره وي نو بیا مونږ وئیلے شو چې د صدیقي صاحب دا منطق د شعر سره سره زمونږ د ژبې د پاره هم خورا سُودمن او سودمن دے ځکه چې زمونږ ژبه د شعر په نوم خپله جولۍ کښې ډېر څه لري خو د نقد سرمایه پکښې ډېره نیمګړې ده.
” د متن سپړنې هنر ” په نوم کتاب د صدیقي صاحب دویم انتقادي اثر دے چې د ساختیات (سټرکچرلېزم)  او مابعد ساختیات ( پوسټ سټرکچرلېزم) د انتقادي قواعدو ( کوډونو او دودونو ) یوه شفاف تعارفي axiomatic هڅه ده او کامیابه هڅه ورته په دې وایم چې د رغښتوالې او پس رغښتوالې دا بحثونه همدا اوس په نیزدې ماضي کښې زمونږ ژبې ته راننوتي دي خو مجموعي کېفیت یې څه داسې دے چې متفرقې لیکنې ورته وئیلے شو ولې د یوې موضوع په ضمن کښې چې مبسوط لیکنه کوم څه ته وائي نو د داسې یوې لیکنې ضرورت ارومرو په سر ولاړ وۀ، دې صورتحال ته صدیقي صاحب هم د کتاب په ابتدائي خبرو کښې اشاره کړې ده، که څه هم متفرقې لیکنې هم بې افادیته نۀ وي که نور هیڅ نۀ وي نو د یوې موضوع په لړ کښې زمونږ شوق خامخا راپارولے شي خو د متعلقه موضوع د مجموعي تناظر او تفصیلي کړۀ وړۀ تعارف پکښې بهرحال نیمګړے پاتې کېږي نو د صدیقي صاحب د کتاب دا پېرزوینه هیڅ لږه نۀ ده چې مونږ ته یې د ساختیات او پس ساختیات پوره تناظر او تفصیلي خدوخال مخې ته ایښي دي او د نقد دا ژبپوهنیز متهوډ یې په اسانو الفاظو زمونږ د پوهې برخه ګرځولے دے. یوازې دا نه بلکې زمونږ د خپل ادب ځینې فنپارې یې د دغو دودونو او کوډونو له لارې پېمانه کړې هم دي چې له هغې څخه په مونږ دا انکشاف کېږي چې ددې طرزِ تنقید له لارې هره فنپاره څومره په اسانه او شفاف ډؤل ارزول کېدے شي.
د کتاب د موضوع نه بهر ددې کتاب یو اضافي ښۀ والے چې زۀ یې څرګندول ضروري ګڼم هغه دا دے چې د صدیقي د اولني کتاب په پرتله دې کتاب کښې د صدیقي صاحب ژبه اسانه شوې ده رواني پکښې له ورایه محسوسېږي او دا چې د بیانولو حوصله یې زیاته شوې ده.
که غور وکړو نو کله چې د رغښتوالې او پس رغښتوالې خبره کېږي نو په اولني نظر کښې ددې دواړو متهوډونو خپلمنځي حدود معلومول ګران وي ځکه چې دا دواړه متهوډونه په یو وخت یو په بل اډاڼه هم دي او یو له بله مستغني هم دي نو د دواړو په منځ کښې د انحصار او بیا د انتشار کېفیت یې موندل او بیا په هغې د یو بل چا پوهول دا د ادراک او اظهار غبرګ صلاحیتونه غواړي.
که وګورو نو صدیقي صاحب د رغښتوالې او پس رغښتوالې ترمنځه تعلق او تفرق په داسې انداز راجوت کړے دے چې ارومرو د صدیقي صاحب په ذهني رسایۍ دلالت کوي یعني رغښتوالې ته زبپوهنیز اصول وئیل او بیا د ادب په ساحه کښې په فنپارو ددې ژبنیو اصولو تطبیق ته پس رغښتواله یا ادبي رغښتواله وئیل د لوستونکي د نظر نه هغه ابهام وباسي کوم چې ددې دوو توکیو ترمنځه د پُولو د ادغام له کبله راپېدا شوے وي.
که څه هم د دواړو په منځ کښې په تعلق سربېره یو د تضاد کېفیت هم په ګوته کېدے شي او د تضاد دا کېفیت یې مخ په وړاندې په څو حوالو ډېر اهمیت اختیاروي، صدیقي صاحب دا بحث د ” رغښت سپړنه یا ډي کنسټرکش تر عنوان لاندې په ۳۸ مخ راپورته کړے دے خو په لنډ او اړتاوک انداز یې راپورته کړے دے، په معامله کښې چې د تضاد کوم کېفیت محسوسېږي هغې ته یې په پرېکړي انداز د ټکر یا تضاد نوم نۀ دے ورکړے خو زۀ ګڼم چې په رغښتواله باندې څومره بحثونه شوي دي په دغو ټولو بحثونو کښې ماته د هیچا سره دغه متضاده نکته په شفاف انداز ترنظره شوې نۀ ده یا شاید داسې کومه لیکنه یا حواله زما مخې ته نۀ وي راغلې.
 بهرحال د تضاد نکته دا ده چې رغښتواله ډېر په جوت انداز د ساخت وکالت، دفاع او ژغورنه کوي او دې لړ کښې د ساختیات رویه د ساینس سره په ټکر کښې نۀ ده بلکې د ساینس د متهوډونو له خوا یې په جوت انداز تائید هم کېدے شي، مګر پس رغښتواله ساخت ویجاړوي، چې زمونږ دې پوهه مصنف ځاې نیم کښې د رغښتماتې نوم هم ورکړے دے او دا د نړۍ د فلسفیانه نظامونو سره سره نېغ په نېغ یا باالواسطه د ساینس حقیقتونه هم چېلنج کوي، پس رغښتواله ساخت ولې ویجاړوي؟ ددې مخې ته یا شاته عزایم څه دي؟ آیا خالص ادبي عزایم دي؟ که سیاسي رنګ هم لري؟ دا نو یو داسې صورتحال دے چې لږترلږه زمونږ لوستونکي ترې باید ناخبره پاتې نۀ شي.
که چرې مونږ د رغښماتې ددې رویې او د هغې د لټون هڅه کوو نو په رغښتواله او پس رغښتواله سربېره مونږ ته جدیدیت او پس جدیدیت د بحث احاطې ته راګډول پکار دي بلکې مونږ ته به تر دې لږ زیات بهر وتل وغواړي ځکه چې مونږ به د رغښتماتې ددې رویې سره خپل ځینې شبهات ملګري کوو، زما لوستونکي دې له ما ګیله مند نۀ وي خو د خپلو یادو شوو شکونو د بامعنا ثابتولو د پاره به مونږ ته د فلسفې ادبیاتو او الاهیاتو د پرېمانه تناظر نه خبره رانیول او خپلو لوستونکو ته په تحریري ساخت کښې خپله مدعا وړاندې کول ضروري وي، دا به په دې وجه هم ضروري وي چې ددې کتاب لوستونکي د ساختیاتو دا بحث دغومره محدود ونۀ ګڼي په کومه اندازه چې د متن سپړنې هنر کښې راغونډ کړے شوے دے.
زما تر خیاله پوسټ ماډرنېزم یا پس نویتوب که څه هم په ډاګه د خپلو عزایمو څرګندونه نۀ کوي خو هغه چې خپلې کومې نظریاتي ذریعې کاروي په خاص توګه د ادب په مېدان کښې چې د کومو وسیلو سره مخې ته راځي نو د هغې نه دا اشتباه ضرور راولاړېږي چې د ادب دا بیانیه غالبًا د اشتراکیت بیانیې ته په ظاهره غېر مزاحم مګر پټ په پټه په متقابل ډؤل راپورته شوې ده ، دلته د غېر مزاحم مګر متقابل نه یو داسې عزم مراد دے چې د هغې ترمخه مخالفانه مقاصد هم ترسره شي خو څوک دې داسې ګمان هم ونۀ کړي چې ګني دا د چا د مخې نیولو هڅه ده.
د خپلې دې اشتباه د پاره زمونږ سره داسې څه دلائېل شته؟ او آیا داسې کوم ذرایع لرو چې د هغې نه زمونږ ددې ګماني ادعا تصدیق په شفاف انداز وشي؟
زما ترخیاله زمونږ دا لیکنه به یوازینۍ داسې لیکنه وي چې د خپلې ادعا د پاره به هیڅ دلیل ونۀ لري البته د لیکنې د داخلي اجزاو ترمخه به یو جواز خامخا ولري، په دې سربېره یو بل جواز به یې مونږ ته خپله د ردتشکیل د هغه سفارش نه ترلاسه شوے وي د کوم ترمخه چې معنا حتمي شکل نۀ لري، په نورو ټکو د معنې یو څرګند او بل یې پټ اړخ وي، ردتشکیل د معنې د دغه پټ اړخ په راڅرګندولو زور راوړي ځکه چې دغه پټ اړخ یا پټه معنا د اقتدار په لوبه کښې دربلې شوې وي، په دې سربېره متن د پټې او څرګندې معنې نه علاوه هم لوستل کېدے شي، په دې اساس زۀ د پس جدیدیت په باره کښې د هغو خبرو نه صرفِ نظر کوم کومې چې په لویه پېمانه وئیلې شوې او ستائیلې شوې دي مګر د یو پټ او ناوئیلي یا نیم وئیلي اړخ سپړنه یې کول غواړم.
که څه هم زمونږ پورتنۍ پوښتنه به لږ معقول تفصیل ته اړتیا ولري او د دې تفصیل ابتدا به مونږ د یوې بلې پوښتنې څخه په دې ډؤل وکړو چې ما بعد جدیدیت په کوم انداز د مهابیانیو یا لویو وېناؤ نفي کوي نو پوښتنه دا ده چې د دغو بیانیو نفي ته د تاریخ په دغه پړاو ولې ضرورت راپېښ شو؟ په کوم خاص تاریخي پړاو چې مابعد جدیدیت یا پس نویتابۀ سر راپورته کړے دے؟ حال دا چې تردې وخته د آئیډلزم مها بیانیې او د دې تر اثر لاندې ځینو نورو وړو بیانیو یوه لویه تاریخي لار وهلې وه او د انسان په تاریخي، سیاسي، سماجي او مذهبي ژوند کښې یې په شمول د ادب ځان په مکمل طلب او پابندۍ سره ځاې کړے وۀ، تردې چې د کلاسیکیت روح او د هغې اوږدې دورې ته وګورو نو داسې ښکاري چې په ادب کښې کلاسیکیت او فلسفه کښې آئیډلزم د یو مقصد دوه مختلف نومونه دي خو ددې باوجود د آئیډلزم یا کلاسیکیت په ضد داسې متوازي بیانیه یا مها بیانیه منظرِ عام ته نۀ ده راغلې چې هغه د پس نویتوب مصداق بیانیه ومنلے شي. که څه هم د روماني تحریک، وجودیت او جدیدیت په حقله ددې وئیلو یو نیمګړے جواز مونږ ته په لاس راځي چې په ادبي منظرنامه کښې دا اوازونه د کلاسیک په نورو ټکو د آئیډلرم ضد آوازونه وو خو څنګه چې مونږ ورته آوازونه ووئيل نو د آئیډلزم یا کلاسیکیت په مقابله کښې دا صرف آوازونه ګڼل پکار دي په یادو شوو تحریکونو کښې یو تحریک هم نۀ خو په خپل ځان کښې د بیانیې یا لوئې بیانیې مصداق دے او نۀ په درېواړو کښې د الحاق کوم داسې کېفیت وینو چې د مجموع نه یې مونږ ته یوه لویه او متوازي بیانیه په لاس راشي، البته د جدیدیت او ترقي پسند تحریک په مېنځ کښې د ځینو اجزاؤ اشتراک ارومرو شته مثلًا د روښان فکرۍ او د ساینس د پلوي توب په حواله د دواړو تحریکونو سوچ خپلو کښې نیزدې محسوسېږي خو ددې برعکس څه نورې خواوې یې داسې هم دي چې هغلته په دواړو کښې بیا متضاد نکته نظر هم مخې ته راځي مثلًا په تخلیقي ادب کښې د حقیقت پسندۍ په حواله ترقي پسند تحریک په خارجیت او معروضیت زور راوړي مګر جدیدیت د داخلیت اظهار ته ترجیح ورکوي ( زمونږ دا بیانېدونکے صورتحال تر هغه ځایه د اطلاق وړ بلل پکار دي تر کومه چې په لویدیزه نړۍ کښې ددې د ظهور تعلق دے، په هند کښې بیا صورتحال ددې برعکس مخې ته راځي ځکه چې دلته په هند کښې جدیدیت بیخي د ترقۍ پسندۍ په ردعمل کښې مخې ته راغلے دے) همدغه وجه ده چې یاد شوي تحریکونه دواړه په خپل خپل سمي او یو تربله په بېګانه انداز سرګرم ښکاري.
دلته دا یوه خبره مونږ ته په اضافي توګه ذهن کښې ساتل پکار دي چې د ترقي پسندۍ په ضمن کښې د حقیقت پسندۍ کومه یادګېرنه وشوه نو دا حقیقت پسندي د هغې حقیقت پسندۍ مصداق نۀ ده د کومې چې کلاسیک وکالت کوي، که وګورو نو همدغه د حقیقت نوم د انسان په ژوند او فکري سرشت کښې د شخړې او اختلاف بنیاد هم دے چې د کلاسیکي یا آئیډلسټي ادعا له مخې مرکزیت یې آسمان دے او په مخ د ځمکې هر څه له اسمانه نافذ دي یا نافذېږي بلې خوا ته د ترقي پسندو حقیقت پسندي هغه ده چې مرکزیت یې ځمکه یا ماده ده او د روح ټول حقیقتونه د مادې له پلوه مرتب کېږي.
 په دې توګه د کلاسیکي حقیقت پسندۍ رشته د آئیډلزم سره یو ځاې کېږي مګر د ترقي پسندو حقیقت پسندي
د ائیډلزم برعکس د مټرئیلزم سره ځان یو ځاې کوي . هم دغلته مونږ ته رایادېږي چې د تاریخ په اوږد جریان کښې د آئیډلزم په ضد که کومه لویه بیانیه مخې ته راغلې ده نو هغه د مټرئیلزم بیانیه ده چې د مارکسي نظامِ فکر د تشکیل نه پس په خپل پوره آب و تاب سره راپورته شوې ده.
په دې اساس مونږ ته ددې وېنا جواز لاس ته راځي چې د حقیقت، مرکزیت، کلیت یا د مها بیانیو نه د انکار جواز خو په هغو زمانو کښې هم وۀ کله چې مټریلزم یا مارکسزم په حېث د یوې لوئې بیانیې یا لوې مرکزیت وجود نۀ لرلو او آئیډیلزم په ټولې نړۍ په یواړخیز ډؤل حکمراني کوله خو بیا هم د آئیډلزم په ضد داسې فکري پاڅون په نظر نۀ راځي او داسې محسوسېږي لکه په نظامي تناظر کښې آئیډلزم او په ادبي تناظر کښې کلاسیک ته په هر طرف آزاده لاره ورکړے شوې وي مګر کله چې مارکسزم د مادیت د خپلې فلسفې سره سر راپورته کړو او دومره په تُندۍ سره یې مزل شروع کړو چې که د آئیډلزم په نیمه هم د خپل ترویج موقع ورکړې شوې وے نو په ټولې دنیا د خپلې فکري حکمرانۍ د قایمولو وړتیا یې ترلاسه کولے شوه او دا هم که چرې آئیډیلزم نېغ په نېغه د مټریلزم مقابلې ته ودرېدلے نو زیات امکان دا وۀ چې د فکر او نظر په دې مېدان کښې آئیډیلزم د سخت ترین شکست سره مخ شوے وے نو ځکه درپرده د یو داسې صورت بندوبست یې غوره وګڼلو چې مار هم مړ شي او لښته هم ماته نۀ شي او ددې مقصد له پاره یې یوه داسې ډپلومیسي اختیار کړه چې د مارکسزم په راغورځولو کښې خپل هم څه اصول یا اصولي بنیادونه قربان کړي مګر د مارکسزم بنیادونه پخېدو ته پرېنږدي، چونکې هر دواړو اړخونو ته دا اصولي بنیاد په متوازې بیانیه ولاړ وۀ، هر دواړو غاړو ته د مرکزیت او کلیت ماڼۍ لیدے شوه او د مرکزیت دا یوه ماڼۍ یعني آئیډلزم د حقیقت په اسماني یا روحاني تعبیر روښانه وه بلې خوا ته د مارکسزم د مرکزیت نه د حقیقت د مادي تعبیر رڼا راپورته کېده نو د مارکسزم د ماڼۍ رانړولو د پاره یې د آئیډیلزم ماڼۍ هم راونړوله او دغه شان نړۍ او د نړۍ استوګنو په یو نوي مېدان کښې سفر پېل کړو.
دغه ټول فکري او موضوعي صورتحال که مونږ په واقعي او معروضي نظر لیدل وغواړو نو د سرمایه دارو طاقتونو او اشتراکیت ترمنځه سوړ جنګ او ورپسې تود وسله وال جنګ یې یو شفاف عکس دے، که غور وکړو نو په دې جنګ کښې هم واړۀ او مقامي طاقتونه په پېش منظر ولاړ وو مګر امریکه د یو غټ طاقت یا لوئې بیانیې په څېر د دوي ترشا ولاړه وه، هم دغه شان د سوویت یونین د ړنګېدو نه وروستو چې د ګلوبل وېلیج ( نړېوال کلي) کوم تصور یا تصویر مخې ته راغلو نو ددې تصویر ترکیبي اجزاء څه وو؟ دا ترکیبي اجزاء مونږ په مابعد جدیدیت کښې په څرګنده توګه محسوسولے او کتلے شو چې مقامیت یا مقامي ثقافتونو او وړو وړو مقامي بیانیو ته په څه ډؤل د خلقو پام راګرځولے شوے دے.
اوس مهال چې مونږ څومره په اسانه ادعا کوو چې دنیا مابعدجدید صورتحال ته ورننوتې ده، انفرادیت او مقامیت ته اهمیت ورکړے شوے دے، نو د نړېوال کلي د قیام د پاره خو دغه مقامیت د یوې ایجنډې په توګه ډېر د وړاندې نه ټاکلے شوے وۀ او په موضوعي او معروضي دواړو تناظراتو کښې د مقامیت دا ایجنډه ډېره ضروري ځکه وۀ چې دغه شان د رائې عامه زړۀ او نظر د ګلوبل وېلیج د نقشې او ” تقدس” سره آشنا کړي خو سوال دا دے چې ددې نړېوال کلي واک به د چا په لاس کښې وي؟ نو په واقعیت کښې مونږ د امریکې یکه او یکطرفه حکمراني هم ولیده، لا یې وینو او د اېټمي جنګونو د خطرو سره سره د وایرس په ذریعه د نوي نوعیت د راروانو جنګونو نقشه هم راته بیا بیا تر سترګو کېږي او مونږ به بیا هم دا ګڼو چې ګني دا د انسان قسمت دے چې د اسمان له خوا لیکل کېږي یا لیکل شوے دے.
تردې ځایه داسې ښکاري لکه زمونږ موضوع خپل منطقي انجام ته رارسېدلې وي، خو دا په عالمي تناظر کښې د یوې خاکې صورت وۀ چې د لوستونکو مخې ته مو کېښودو، په ادبي تناظر کښې په دې حواله نور هم ډېر څه وئیل کېدے شي چې د هغې د بیانولو مدعا به مو یوازې دومره وي چې د کلاسیکیت نه رانیولي تر جدید تیوري پورې د ادبي نظریاتو په نوم څومره نظریات ادب ته راننوتلي دي په هغې کښې به یوه نظریه داسې نۀ وي چې هغه د ادب دننه د ادب خالصه نظریه وي بلکې په ادبي تنقیدونو کښې بیلابیل سبکونه او مکتبونه څه پټ او څه په ښکاره ډؤل مونږ ته همدغه د عالمي سیاسي تناظر نه څه د فلسفې له لارې څه د ساینس له لارې ځینې یې د عقیدې او ځینې یې د تاریخ له لارې رادوڅار شوي دي او دلته ورله د نوو اصطلاحاتو نوې بڼې ورکړې شوې دي خو په مجموعي حېثیت او خپل اخرني مفهوم کښې هماغه د آئیډیلزم یا په اپوټه شکل کښې د مټریلزم د فلسفې ښکاروندوې وي.
په تنقیدي ادب کښې د لفظ او معنا کشاله وي که د هېئت او مواد شخړه ده، د متن او محتوا قیصه ده او که په عمومي تنقیدي اصطلاح کښې د داخل او خارج قضیه ده. لفظ، متن، هېئت او خارج په خپل معنوي سرشت کښې د مادیت ترجمان دي ددې برعکس معنا، محتوا، مواد او داخلیت د روحانیت علمبردار لیدل کېږي، په دغو اصطلاحاتو کښې بعضې نقادان اول الذکر عناصرو ته اولیت ورکوي د هغې برعکس نور نقادان ثانی الذکر د اهمیت او اولیت وړ ګڼي چې په حتمي صورت کښې ترې هماغه د روحانیت او مادیت د تقدم قضیه رابرڅېره کېږي او دا هرڅه په خپل تاریخي حېثیت کښې د زوړ طرزِ تنقید نمونې ګڼلے کېږي. سوال دا دے چې په نوي تنقید کښې داسې کومې خبرې دي چې هغې ته د زوړ په مقابله کښې نوے اندازِ نظر ووئیلے شي؟  دلته هم په ساختیاتي طرزِ تنقید کښې مونږ د لانګ + پېرول او دال + مدلول غوندې د ځینو نوو الفاظو او اصطلاحاتو سره مخ کېږو چې په خپل معنوي سرشت کښې هماغه د لفظ او معنې نمایندګي کوي څنګه یې کوي؟ د زېرِ تبصره کتاب ( د متن سپړنې هنر)  کښې یې ګورو، په ۲۸ مخ څه داسې لیکي:
“”د لانګ او پارول په اړه ځینو ژبپوهانو ددې دواړو اصطلاحاتو په یو بل د برلاسي یا مهمتوب خبرې هم شاربلې دي، چې ګوا کې لانګ مهم دے، که لانګ نه وای، نو پارول به نه وای یا که پارول نه وای نو لانګ به څه ډول ځان څرګنداوه. “”
په دې ضمن کښې د ساسیئر سره د باختن له خوا د اختلاف یو خوشګوار صورت مونږ د تنقید په پاڼو کښې لوستلے شو، هم دغه شان والوسینوف هم د ژبې د مجرد معنویت په باره کښې په ساسیئر څرګند ټکونه کړي دي.
بهرحال خبره هم هلته راځي چې څه رنګه زمونږ بهرنۍ دنیا د حقیقت یا رئیلټي په حواله په دوو بلاکونو کښې تقسیم شوې ده، زمونږ ادب یې هم ځان سره په هماغه دوو تلو کښې غورځولے دے بلکې زمونږ د ادب سره سره یې زمونږ ژبه هم د لانګ او پېرول او دال او مدلول په دوو بلاکونو وېشلې ده چې مونږ یې په عمومي او خصوصي یا تجرید او تفرید تعبیر کولے شو، ددې صورتحال نه مونږ یوه اضافي نتیجه دا هم راویستلے شو چې زمونږ د ژبې تعین د یو خپلواک سسټم په توګه هیڅکله هم نۀ دے شوے بلکې څه چې په کاینات کښې دي او څه چې په انساني سماج کښې دي یا وو، د هغې نظام نه زمونږ د ژبې نظام مرتب شوے او څومره څومره چې په دې نظام کښې براه راست بدلونونه مخې ته راځي په نتیجه کښې یې د ژبې نظام هم بدلېږي او بیا په نوي رنګ مرتب کېږي، که چرته مونږ په ماده کښې د ډایالکټیکل پروسس ( تضاد)  یا د علت او معلول د سلسلې قائېل یو نو دغه ټول مادي خواص مونږ ته زمونږ په ژبه کښې هم ځان راڅرګندوي
 چونکې په خارج کښې څیزونه یوتربله د تفریق کېفیت هم لري خو ورسره ورسره څیزونه خپلو کښې د تعلقاتو پدیدې هم دي نو دغه د تفریق او تعلیق کېفیت یې په ژبه، الفاظو او کلماتو کښې هم له ورایه ښکاري ځکه مونږ دا حق نۀ لرو چې د ژبې دا یو حېثیت نظرانداز کړو او بل ته یې د ضرورت نه زیاته هوا ورکړو.
ژاک دریدا چې په کوم انداز په متن کښې معنا در معنا یوه سلسله جوړوي او بیا ترې په تفریقي انداز د معنې د ناتمامیت نتیجه راوباسي نو عرض دومره کوم چې دلته یوازې د تفریق عمل فعال نۀ دے بلکې جمع pluse هم پکښې ځانګړے کردار لري او کله چې مونږ د یو معروض مثلًا د کمرې نوم اخلو نو مونږ پوهېږو چې کمره د څلورو دېوالونو، یو چت، دروازې، فرش او ددې نوعیت د نورو ډېرو څیزونو د جمعي یا ترکیبي حالت نوم دے ګویا مونږ کوټه د خپل ټاکلي ساخت په بنیاد له نورو څیزونو رابیلوو دلته که نور څیزونه مثلًا برانډه، غولے، او کوڅه حواله جوړ شي که جوړ نۀ شي لفظ کوټه مونږ ته د کوټې معنویت رارسوي ظاهره ده په داسې صورت کښې به د کوټې مخصوص ساخت اهمیت اختیاروي او د هغې نه د معنې د مرکزیت تصور پېدا کېږي، که غور وکړو نو ساخت، پلاټ او ډسکورس دا زمونږ په حقیقي ژوند او فنپارو دواړو کښې د یو څیز مختلف نومونه دي، د معنې د پاره ضروري ده چې هغه په مونږ د یو مکمل ساخت یا پلاټ یا ډسکورس له لارې خپل ځان منکشف کړي، دلته د معنې نوم زۀ د مروج تنقیدي رواج په رعایت سره اخلم که د رواج برعکس د خپل مزاج خبره وي نو باید نتیجه connotatioan ولیکم، دلته دا خبره هم باید هېره نۀ کړو چې د تخلیق په لمحه کښې د تخلیقکار نظر بنیادي طور د معنې په تخلیق مرکوز نۀ وي بلکې معنا یا نتیجه هډو د تخلیق کېدو عنصر نۀ دے دا بنیادي طور د یو صورتحال نه دریافت کېدونکے عنصر دے تخلیقکار بنیادي طور قیصه یا واقعه یا یو صورتحال تخلیقوي او دا قیصه یا د قیصې اجزا په یو شخصي پلاټ کښې راغونډوي، اوس ددې قیصې نه که نتیجه یا معنا دریافت کېږي دا د لوستونکي یا نقاد په کوشش او کاوش برامد کېږي خو د معنې په استخراج کښې مونږ باید لوستونکي ته هغه ازادي یا خپلواکي ورنۀ کړو کومه چې پس رغښتوالې ورکړې ده البته یوه پوښتنه به دا راپورته کړو  چې مونږ به مکمل ساخت یا پلاټ څه ته وایو?  جواب یې دا دے چې ټول تفریقات یا تضادات خپلو کښې په یو هم آهنګ کُل کښې راغونډ شوي وي، یا چې کوم پلاټ د علت او معلول په دود یا اصول پوره وي هغه به په هر صورت د معنویت بلکې د یو مرکزي معنویت حامل وي یعني څه شوي دي او ولې شوي دي؟ ددې برعکس که په یو ساخت یا پلاټ کښې معلول حالات بیان شوي وي مګر د هغو حالاتو علت نۀ وي بیان شوے نو دلته به د معنې او د هغې د مرکزیت شته والے شکمن کېږي ځکه نو لوستونکي یا نقاد ته دا ازادۍ ترلاسه کېږي چې هغه فنپارې ته خپلې albitrary معنې ورکړي او دغه شان د معنې د تکثیریت یو وهم راپېدا شي، سوال دا دے چې د فنپارو په سرشت کښې داسې کله شوي دي چې یوه فنپاره دې د علت او معلول له مخه نیمګړې هم وي او هغه دې بیا هم فنپاره ومنلے شي؟
قاضی قېصر الاسلام د ” پس ساختیات ” په سپړنه کښې یو متن پېش کړے دے:
i am qoing to market om my bicyle wery fastly
یعنی میں اپنی سائیکل پر سوار بڑی تیزی کے ساتھ بازار کی طرف جارہا ہوں )
بیا یې له دې څخه ځینې پوښتنې راپورته کړې او په حتمي فېصله کښې یې وئیلي دي چې کله مونږ د جواب په توګه دغه پوښتنې راپوره کوو نو د هغې نه به په مونږ د معنو تکثیریت یا د معنې ناتمامیت منکشف کېږي.
 دا یو ډېر احمقانه مثال او د هغې نه اخستے شوې احمقانه نتیجه ده، سوال دا دے چې پورتني متن کښې آیا علت او معلول دواړه څنګ په څنګ شتون لري؟ که نه یوازې معلول بیان شوے دے؟ ظاهره ده په دې متن کښې علت نۀ دے ښودل شوے یوازې معلولیت بیان شوے دے ځکه دا د ساخت غوښتنه نۀ پوره کوي ځکه دا د ویونکي یا لیکونکي له خوا د مرکزي معنویت حامل هم نۀ دے هم دغه وجه ده چې ددې متن نه په مجهول او غېر متعین انداز هر لوستونکے د خپلې خوښې معنا وصولولے شي خو د لیکونکي اصلي مدعا intention ته ځان نۀ شي رسولے ځکه چې په متعلقه متن کښې د لیکونکي پوره مدعا هډو بیان شوې نۀ ده، د مدعا د ابلاغ د پاره د ساخت یا په فنپاره کښې د پلاټ پوره والے بیخي ضروري دے او په کومه فنپاره کښې چې دا غوښتنه پوره شوې وي هلته به د پلاټ د وحدت نه حتمًا یوه داسې مرکزي معنا برامد کېږي چې هغه به د لیکونکي مدعا په ګوته کوي په دې توګه مونږ لیکونکے د فنپارې یا تحریر د اشتراک نه بې دخله decentre کولے نۀ شو او تر څو چې ددې امر تعلق دے نو بیا دا زمونږ فرض جوړېږي چې مونږ لیکونکي یا ماتن ته دومره په حقیر نظر ونۀ ګورو.
 څنګه چې ماتن مونږ ته د خپل متن له لارې خپله یوه اراده او مدعا رارسول غواړي نو د ادبي دیانت له مخې مونږ ته د ماتن ارادې او مدعا ته په همدردانه بنیادونو ځان رسول پکار دي، بیا په ځانګړې توګه کله چې د فنپارې خبره کوو نو د ژبې نظام که څه هم د اجتماعي نوعیت وي خو کله چې فنپاره د دې په وساطت تخلیق کېږي نو په هغې کښې د فنکار یا ماتن ذاتي جذبه او احساس خبرې کوي دلته هر اجتماعي عنصر د فنکار د ذات رنګ اخستے وي اجتماعي فکر یې د خپلې ذاتي جذبې او احساس له مخې زیات یا کم کړے وي یا یې بیخي بدل کړے وي په دې تناظر کښې د یوې فنپارې متن سپړنه چې له مونږه د کومې تشریحي کړنلارې غوښتنه کوي دغه کړنلاره بیا په علمي متونو نۀ شي منطبق کېدے ځکه چې په علمي متن کښې ماتن د حقایقو د سالمیت پابند وي مګر فنپاره د مواد ( ژبې)  رئیل حېثیت ته د خپل ذات رنګ او آهنګ ورکوي. پس رغښتوالې د علمي متن او هنري متن دغه بیل بیل حېثیت بیخي نظرانداز کړے دے.
د ژاک دریدا یا نورو پس ساختیاتي ماهرینو مثلًا رولان بارت او مشل فوکو باره کښې زیاتره دا وئیل کېږي چې هغوي جوړ جاړ ساخت ویجاړوي، هرکله چې ساخت ویجاړ شو نو د معنې مرکزیت په خپله ختم شو او بیا قاري ازاد دے چې په متن کښې له خپله انده څومره معنې ورټومبلے شي په داسې حالاتو کښې ازخود مصنف مړ او قاري د متن او معنې واک ترلاسه کړي ځکه چې د مصنف له خوا تشکیل شوے ساخت خو ویجاړ شي د ویجاړېدو سره د مصنف مرکزي مدعا هم د ملبې لاندې راشي او هغه په دې توګه د قاري د غېر منصفانه او پرتشدده رویې ښکار شي.
په یوه لیکنه کښې د لیکونکي مدعا ته که مونږ د حقیقت په نظر ګورو که برعکس د مجاز نوم ورکوو خو ددې مجاز خام مواد به هم د خارج نه اخستي شوي او بیا به په ژبه کښې مرتب شوي وي. په اصل کښې ساخت یوازې کلتوري او لټریري حېثیت نۀ لري بلکې دا د نېچر هم اصول دے او په نېچر کښې یو څیز په حېث د څیز زمونږ له پاره د پېژندلو وړ هله وي کله چې هغه په خپل ځان کښې په ساختیاتي اړتیاو پوره وي یعني مختلف ایټمي قوتونه په یو مقرر تناسب په یوه مشترکه مرکزه کښې راغونډ شوي وي.
 د ساختیاتو او پس ساختیاتو پوهان د ژبې نه د خارجي نظام اولیت خو تسلیموي مګر دا یوازې د تاریخ او کلتور په حواله مني چې هماغه د مقامیت ایجنډه ترې راڅرګندېږي.
دلته پس جدیدیت یا پس ساختیات یا ردتشکیل که څه هم په ښکاره د پورتنو دوو مهابیانیو په ضد ولاړ لیدے شي او مونږ ته په دې مېنځ کښې د یوې نوې خو د لویو فکرونو او لویو طاقتونو د جبریت نه د ازادې او خپلواکې نړۍ عکس وړاندې کوي خو په واقعیت او خپل معروضي حېثیت کښې نړۍ نن هم د جبریت غلامه ده او دا جبریت هماغه د آئیډیلزم جبریت دے چې د سرمایه دارۍ له خوا تقویه کېږي البته غېر سرمایه دارانه خطره یعني مارکسزم یا مټریلزم د نړۍ د حقیقي او نظریاتي مدعیت نه بې برخې شوي دي، په داسې صورت کښې مونږ ته د ژاک دریدا غوندې د مفکرینو د خپلواکې نړۍ تصور نۀ یوازې حقیقت نۀ ښکاري بلکې دا یوه مجاز نظریه ده چې د فنپارو د مجاز اندازِ بیان غوندې مونږ د یو مجازي لذت سره اشنا کوي او د حقیقت ترخه ذایقه رانه پټه ساتي، په داسې حالاتو کښې چې مونږ په بورژوا طبقه د ژاک دریدا انتقادي او مخالفانه ګوذارونو ته ګورو نو قدرتي طور د حقیقت نه زیات پکښې راته افسانویت ترنظره کېږي، یا څنګه چې هغه وائي چې ” که مارکس هم غلط وي نو بیا سم څه دي ” نو ددې نه په قدرتي توګه زۀ اپوټه مفهوم اخلم ګویا هغه وئیل غواړي چې ” که هر څه غلط وي نو بیا مارکس هم سم نۀ دے ” . په دې تناظر کښې چې ګورم نو ځینې هغه منتقدین راته ډېر په حقه ښکاري څوک چې دریدا ته د مابعدالطبعیاتي مادیت پسند یا د وجداني مفکر نوم ورکوي، ظاهره ده مادې ته مابعدالطبعیات او مابعدالطبعیات له ماده نۀ شي وئیل کېدے خو په دریدا یې اطلاق ځکه کېږي چې هغه د حقیقت په نوم افسانه یا د افسانې په شکل کښې حقیقت بیانوي.
څنګه چې پس نوښت ته مونږ د مجاز یا افسانې په ګماني نظر وکتل نو دا به محض اتفاق نۀ وي چې په ادبي تناظر کښې مونږ په هېړ د فنپارو د مجازي حېثیت سره هم متفق یو نو یو مجاز به د بل مجاز سره خامخا مشابهت او مطابقت لري، شاید همدغه وجه ده چې په ادبي چاپېرچل کښې مونږ ته د پس نوښت فکري اهداف د حقیقت په رنګ ښکاري خو دا حقیقت باید تر هغه ځایه حقیقت وګڼلے شي تر کومه ځایه چې د شعریاتو یا پوئېټک حقیقتونو تعلق دے، چونکې شاعرانه یا فنکارانه مزاج هم د لفظ یا معنې یا هرقسمه صورتحال په جوړ جاړ حقیقي ساخت قناعت نۀ کوي بلکې هغه د ماتې ګوډې د عمل نه تېروي او نوے صورت، ساخت او هېئت ورکوي نو دلته د ردتشکیل یا رغښتماتې نظریه هم مونږ ته نظریه کمه او یوه هنري رویه زیاته ښکاري ګویا دا یو غېر حقیقي، یو شاعرانه حقیقت خو دے خو د حقیقي ژوند د حقیقتونو نه یې په فرق ګڼل پکار دي. بلکې که وګورو شاعرانه رویه هم که د لفظ او معنې جوړ شکل ماتوي نو په دې خاطر چې په بدل کښې یې نوے ساخت او نوے معنویت مخې ته راوړي مګر د رغښتماتې رویه ګویا تش په تخریب ولاړه ده.
 پس جدیدیت زمونږ د روان حقیقي ژوند نه لاتعلقه یوه داسې بیانیه ده چې په ظاهره بې طرفه مګر پټ په پټه ددې روان نړېوال نظام طرفداره ده، نړېوال نظام څنګه چې انساني نړۍ په وړو وړو ګروپونو وېشل غواړي او مقصود یې دا دے چې د یو لوې ګروپ یو لوې طاقت له خوا دا واړۀ ګروپونه په اسانۍ سره کنټرول کړلے شي نو  د پس نوښتوالې د مقامیت تصور ددې نه سېوا هیڅ نۀ دے چې د وړو وړو ګروپونو په قیام او رواج کښې د نړۍ د لوې طاقت پټه فکري مرسته وکړي یا د معنې د تکثیریت په فرېب کښې خلق یوازې خپلو ځانونو ته متوجه کړي.
لیکوال: قېصر اپریدے
(Visited 19 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.