The news is by your side.

د محمد بن سلمان سفر؛ پاکستان ته یې ګټې او زیانونه

0
جمیل وقار
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په دوه ورځني سفر د پاکستان دوره وکړه، وروسته هند او نن چین ته ولاړ. له نوموړي سره د پاکستان په دوره کې د سعودي د شاهي کورنۍ د غړو په ګډون د کابینې غړي، پوځي چارواکي، پانګوال، امنیتي ساتونکي او په ډېر شمېر خادمان ملګري و، چې راتګ ته یې په لوړه کچه ترتیبات نیول شوي و، بسته ورځ د اسلام اباد ښار تړلی و، عمومي رخصتي وه، د پاکستان جیټ الوتکو تر هوايي ډګره د ولیعهد الوتکې بدرګه کړې، په ویاړ یې د توپ ۲۱ ډزې وشوې او له راولپنډي تر اسلام اباده صدراعظم عمران خان د ولیعهد د موټر چلونکي دنده ترسره کړه. دا سفر پاکستان او سعودي دواړو ته د ډېر اهمیت وړ دی. په دې لیکنه کې د پاکستان او سعودي عربستان په اړیکو، په پاکستان وروستیو فشارونو، د ایران او پاکستان په راتلونکو اړیکو او د سعودي په ملګرتیا کې د پاکستان په ګټې او تاوان تم کېږو.
د پاکستان او عربستان د اړیکو شالید:
پاکستان د خپل جوړښت له مهاله له سعودي سره ښې اړیکې لري. په ۱۹۷۷ کال کې کله چې جنرال ضیا الحق په ولسمشر ذولفقار علي بوټو کودتا وکړه او نوموړی یې بې واکه کړ، له ځینو اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه له سعودي سره یې په اړیکو له سره کتنه وکړه او له هماغه مهاله د دې دواړو هېوادونو اړیکې نیږدې شوې. د دې ترڅنګ ایران کې اسلامي انقلاب او په افغانستان د شوروي یرغل دوه نور عوامل دي، چې په هغه وخت کې سعودي په پاکستان پانګونه زیاته او پاکستان هم له دې فرصت څخه په اوږد مهال کې ښه ګټه وکړه.
د پاکستان د اوسني حکومت په بهرني سیاست کې د چین ترڅنګ سعودي عربستان ځانګړی ځای لري. د دې هېواد لومړي وزیر عمران خان تېر کال د ډیسمبر په ۱۸مه خپل لومړنی بهرنی سفر له سعودي عربستان څخه پیل کړ. نوموړي د سعودي له باچا سلمان بن عبدالعزیز سره په لیدنه کې د پاکستان او سعودي اړیکې تاریخي او اسلامي وبللې، چې په خبره یې هیڅ فشار یې نشي زیانمنولی.
د تېر کال د اکټوبر په ۲۲مه عمران خان په داسې مهال د سعودي د اقتصادي پراختیا او پانګوني په یوه  کنفرانس کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته ولاړ، چې د جمال خاشقي د وژنې په تور په محمد بن سلمان سخت نړیوال فشارونه و او ډېری هېوادونو له همدې امله له یاد کنفرانس سره پرېکون اعلان کړ. عمران خان په یاد کنفرانس کې وویل چې پاکستان په هر ډول سختو شرایطو کې د سعودي ترڅنګ ولاړ دی.
محمد بن سلمان هم اسلام اباد ته په خپل سفر کې د پاکستان ډېر اوصاف بیان کړل او د ۲۰ میلیارده ډالرو د تړونونو د لاسلیک پر مهال یې وویل، چې پاکستان ښه راتلونکی په مخ کې لري او د دوو هېوادونو اړیکې له ورځې بلې او له کال نه بل ته په پراخېدو دي. عمران خان یې په ځواب کې وویل چې موږ له دې امله نه چې مکه او مدینه په سعودي کې دي، دې هېواد ته په درنښت قایل یوو، بلکې په سختو شرایطو کې سعودي پاکستان ته لاس ورکړی.
که په څو ټکو کې د پاکستان او سعودي اړیکې را خلاصه کړو، یادو هېوادونو تل د افراطیت د تقویت او په هېوادونو کې د خپلو ګټو د پاللو لپاره یو له بل سره اړیکې پاللې او د محمد بن سلمان وروستی سفر هم د دې اهدافو د تحقق لپاره یوه برخه کېدای شي.
په پاکستان وروستي فشارونه:
محمد بن سلمان په داسې مهال پاکستان ته په سفر ولاړ، چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د پاکستان د ملاتړې ډلې جیش محمد له لوري په یوه موټر بم برید کې ۴۴ هندي پوځیان ووژل. هند د دې برید په غبرګون د پاکستان په ضد سخت کمپاین پیل کړی او له پاکستان سره پولو ته نیږدې یې پوځي تمرینات پیل کړي. د دې ترڅنګ یې په دې هېواد په وارداتو ۲۰۰٪ مالیه لوړه کړي. د دې برید په غبرګون امریکا متحده ایالاتو هم پاکستان ته کوتڅنډنه کړي، چې په خپله خاوره د افراطیت ریښې له منځه یوسي او په ریښتیني ډول په عمل کې ځان ثابت کړي.
د ایران په سیستان ایالت کې د سني لیږکیو جیش العدل ډلې په سپاه پاسداران ځواکونو د برید په پایله کې د دې ځواکونو ۲۷ تنه ووژل او ایران سم د واره تور په پاکستان پورې کړ، چې په خپله خاوره کې تروریستانو ته پټنځایونه ورکوي. د هند بهرنیو چارو وزیرې هم دوه ورځې وړاندې ایران ته په خپل سفر کې پاکستان تورن کړ، چې سیمه یې نا امنه کړي او د دولت په کچه د تروریستانو ملاتړ کوي. د ایران او هند په ګډه اعلامیه کې راغلي: ((که پاکستان د هند او ایران په ضد له تخریبي فعالیتونو لاس وانخلي، له سختو غبرګونونو سره به مخ شي))
د افغان جګړې او افراطیت د تقویې په سر هم پاکستان د متحده ایالاتو یو شمېر اروپايي هېوادونو تر سخت فشار لاندې دی. دا هېواد د متحده ایالاتو له میلیاردونو ډالرو مرستې بې برخې شوی او همدا څو ورځې وړاندې د تروریزم د ملاتړ له امله د اروپايي اتحادیې له لورې سعودي او پاکستان دواړه په تور لیست کې شامل شول.
پاکستان ته تر ټولو سخته ننګونه اقتصادي ستونزې دي، چې دا هېواد ورنه کړېږي او بلاخره له ډېرو هڅو وروسته سعودي او متحده اماراتو دې ته غاړه کېښوده چې دې هېواد ته یو لړ پورونه ورکړي او په ځینو برخو کې پانګوني ته زړه ښه کړي، خو دا په کوم قیمت؟ ایا پاکستان د سعودي او ایران د ژورو اختلافونو په برخه کې د سعودي له لوري د نیابتي جګړې پر مخ وړلو ته ټټر وهلی که سعودي د نوي سعودي پروژې له امله دې ته لېواله شوی، چې په ځانګړې توګه په جنوبي اسیا کې پانګونه وکړي؟
د ایران ځپل؛ د پاکستان برخه مسوولیت:
د ایران او سعودي د دښمني کیسه له هغه راهیسې ډېره جدي شوه، کله چې په ۱۹۷۹ کال کې د ایران اسلامي انقلاب وشو. له هماغه راهیسې د دې دوو هېوادونو د ګټو لپاره ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه د جګړو او وروسته پاتې والي په اور کې سوځي. نن که په یمن، سوریه، عراق، فلسطین او لبنان کې نیابتي جګړې روانې دي او یا د شعیه او سني په نوم نفرتونه رامنځ ته شوي، عاملین یې همدا دوه هېوادونه دي، چې درسته اسلامي نړۍ یې د خپلو شومو موخو قرباني کړې ده.
په تېرو څلوېښتو کلونو کې سعودي د ایران په نسبت یوازې په یوې یا دوو جبهو کې مقابله پر مخ وړي، په افراطیت یې پانګونه کړي او د عبثو مصارفو په نوم یې خاني او شیخي کړي؛ خو ایران له نړیوالو فشارونو سره سره اقتصادي اساسات رغولي، منحیث هېواد یې فعاله ډيپلوماسي ساتلي، نیږدې ده اټومي ځواک شي او په علمي او پوهنیز ډګر کې د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي.
سعودي له اوږده ځنډ وروسته دا درک کړي، چې نه له ایران او نه هم له بل ځواک سره په کلاسیکه بڼه مقابله کولای شي. محمد بن سلمان د نوي سعودي بنسټ کېښود، په کور دننه یې اصلاحات را پیل کړل او اوس د خپلو سیالانو سره د مقابلې په موخه له مختلفو هېوادونو سره سوداګریزې او ستراتژیکې اړیکې جوړوي او په مهمو پروژو کې برخې اخیستلو ته لېوالتیا لري، خو ایا پاکستان ته په داسې مجبور حالت کې د سعودي مرسته د ایران په ضد د مبارزې لپاره ورکړل شوي، چې په هېواد دننه افراطي ډلو ته تسهیلات او امکانات برابر او بیا یې د افغانستان په څېر هلته هم وجنګوي؟
د ایران په سیستان کې د تېرې اوونۍ برید او ټول هغه بریدونه چې په تېر یوه کال کې په ایران کې ترسره شوي دي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول پاکستان ته ګوته نیول شوې ده. ایران د سعودي په پرتله د سیمې وضعیت ډېر ښه څاري او د هر هغه اقداماتو په وړاندې چوپ نشي پاتې کېدای چې د پاکستان په مرسته یې سعودي ترسره کول غواړي.
د ولیعهد له سفره د پاکستان ګټې:
پاکستان په تېرو دوو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دا هېواد په لنډ وخت کې ۱۴ میلیارد ډالرو ته سخته اړتیا لري. امریکا پرې خپلې مرستې بندې کړي، د پیسو نړیوال صندوق ته یې اعتبار خام شوی او چین د پور د ورکړي لپاره درانه شرطونه ورته ایښې. په داسې حالاتو کې پاکستان ته یوازې دوه هېوادونه ور پاتې دي او سعودي د اماراتو ترڅنګ هغه هېواد دی، چې د دې پیسو د ورکړي په بدل کې د نورو اهدافو ترڅنګ په لوړه کچه د ایران په ضد د پاکستان لوبول غواړي.
په پاکستان کې د سعودي ۲۰ میلیارد ډالره پانګونه به په دې هېواد روان اقتصادي فشارونه په لنډ مهال کې را کم کړي او له یو څه ځنډ وروسته به د سعودي د تیلو او ډالرو پيپونه بیرته ورته را خلاص شي او دوی به هغسې ګټه ترې پورته کړي، څنګه چې له افغان جګړې ترلاسه کړې وه.
د دې ترڅنګ به سعودي په ګوادر بندر کې د سپیک پروژې برخه ګرځي او د ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت به د تېلو د تصفیې یو مرکز جوړوي. سپیک چې د چین او پاکستان د اقتصادي کواریډر په نوم هم یادېږي د امریکا او په سیمه کې د بلوڅانو او پښتنو د مزاحمتونو له امله هغسې چې په پلان کې وه نه تطبیقېږي. پاکستان همدې ټکو ته په کتو او د پروژې د بریا لپاره هڅه کوي د سعودي په څېر هېوادونو ته د برخې اخیستو زمینه برابره کړي.
د ولیعهد له سفره د پاکستان زیانونه:
که د پاکستان او سعودي د اړیکو شالید ته وکتل شي د دواړو هېوادونو مشترکه پانګونه د افراطیت په تقویت او د تروریزم په ملاتړ خلاصه کېږي. د جنرال ضیا الحق د واکمنۍ په لومړیو کې په پاکستان کې د مدرسو شمېر شاوخوا ۲۸۰۰ و، خو په ۱۹۹۸ کې دا شمېر ۲۷۰۰۰ ته رسېږي، چې اکثریت یې د سعودي په مستقیم او غیر مستقیم مالي ملاتړ رغېدلي دي. په افغانستان او کشمیر کې روانه جګړه او کور دننه د دې هېواد سختدریځه فعالیتونه د سعودي د پروژو بېلګې دي، چې په مټ یې هڅه کړي خپل سیالان پرې وځپي.
د سعودي او پاکستان د نویو تړونو ماهیت ته که وکتل شي تر ډېره د ایران په ضد د ګډې پروژې بوی ترې راځي. که څه هم په ظاهر کې تړونونه د پرمختیايي پروژو او انرژي د غني کولو په نوم لاسلیک شوي، خو هغه پټې کیسې به وروسته عملاً رسوا شي، چې د دوی شوم اهداف تعقیبوي او پایله به یې بلاخره بیا هم دا وي، چې پاکستان به د تروریزم په نوم نور هم ګوښه شي او په سیمه ییزه کچه به ځان ته د ایران په څېر یو بل عقده يي دښمن وزېږوي.
پایله:
پاکستان چې کور دننه له اقتصادي ستونزو، افراطیت او د بېلتون پاله ډلو له مزاحمت څخه کړېږي، په دې هڅه کې دی، چې د سعودي په څېر هېوادونو توجه را واړوي او خپل ګوډ مات وضعیت پرې ورغوي، خو دا روابط اوس د ایران، امریکا، هند او یو شمېر نورو دخیلو هېوادونو تر ملاحظې لاندې تعریفېږي.
پاکستان په داسې وضعیت کې دی، چې د سعودي مرستې به په اسانۍ هضم نکړای شي. دلته د ایران او امریکا دوه مخالف اړخونه دي، چې دواړه د پاکستان او سعودي په روابطو له بېلو زاویو ملاحظه لري. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې له سعودي نه یې غوښتې، ترڅو پاکستان سره مشروطې مرستې وکړي. ایران چې له سعودي سره اوږد مهاله او اساسي دښمني لري، په ګاونډ کې د سعودي دومره ګواښمن فعالیت نشي زغملی او ښکاره ده چې متقابل چینجلونه به په کار اچوي. هند بل اړخ دی، چې له سعودي سره یې اړیکې تر بل هر وخت ښې دي او د پاکستان او سعودي د اړیکو په اړولو را اړولو کې که ډېر رول ونلري، حداقل خپله ګټه ترې اخیستلی شي.
(Visited 159 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.