The news is by your side.

د مرستو لګولو لپاره یوه طرحه

عبدالنبي نبي

0

په هېواد کې بنسټیزه اقتصادي ستونزه له هېواده د پیسو وتل او د بانکونو خالي کېدل دي. زموږ دغه پیسې پر وارداتو وځي. کومې پیسې چې په یوه کال کې پر وارداتو له هېواده وځي د لس ملیارد ډالرو په شاوخوا کې دي او کومې پیسې چې په صادراتو یې په یوه کال کې بېرته هېواد ته رادننه کوو د ۵۰۰ ملیون ډالرو په شاوخوا کې دي.

دغه شمېرې له اقتصادي پلوه ډېرې مهمې دي، ځکه موږ په کال کې له ۱۹ نیولې تر ۲۲ ملیارد ډالرو ناخالص ملي تولید لرو، خو دغه تولید ثابته پانګه جوړوي، بازار ته نه راوځي او یوازې په کورونو کې لګول کېږي. یا په بله وینا، د اقتصادي څرخ ثابته برخه ده، دوران نه لري او اضافي ارزش یا ګټه نه تولیدوي. په اقتصادي څرخ کې د پانګې هغه برخه مهمه ده چې بازار ته راوځي، په کې ګرځي، دوران کوي او اضافي ارزش یا ګټه تولیدوي.

په ثابته پانګه کې د یوه هېواد هغه تولیدات راځي چې د یوه کس له خوا تولیدېږي او بېرته د همغه کس له خوا د شخصي لګښتونو لپاره لګول کېږي، لکه خوراکي توکي چې دی یې پخپله کرونده کې تولیدوي او د خپلې کورنۍ لپاره یې لګوي، خو په دوراني یا متحرکه پانګه کې، هغه پانګه شامله ده چې بازار ته راوځي، په بازار کې دوران کوي، یو کار ترسره کوي او بالاخره د خپل دوران په لړ کې اضافه ارزش یا ګټه رامنځته کوي. د بېلګې په ډول، تاسو د ساختمانۍ په یوه شرکت کې کار کوئ او د یوه کس لپاره د اوبو او برېښنا یو بند جوړوئ او د کار په بدل کې تاسو ته مزد درکول کېږي. ستاسو د کار په نتیجه کې پانګه دوران کوي، هغه داسې چې د برېښنا او بند جوړونکي ته یې بند او برېښنا پرې جوړېږي او په راتلونکي کې نوموړی کس په دې بند او برېښنا سره له خلکو فیس او مالیه اخلي او بېرته پانګه جوړوي او په نوې پانګې سره یو بل مهم کار ترسره کوي.

د ساختماني شرکت والا لپاره یې اجوره ورکول کېږي، چې نوموړی کس بیا خپله دغه اجوره خپلو کارګرانو ته په معاشونو ورکولو، د خپلو ماشینونو په ترمیمولو یا نوي کولو او کور ته د نفقې به برابرولو لګوي.

کارګر خپل مزد د خوراکي توکو په راپېرلو لګوي، د بېلګې په ډول د غوړیو په رانیولو یې هټۍ وال ته ورکوي، هټۍ وال ترې خپله ګټه بېلوي او په پاتې پیسو یې له سوداګر نه بېرته نور غوړي راپېري، که سوداګر دا غوړي په هېواد کې دننه د غوړیو له یوې فابریکې پېري، او فابریکې لرونکی بیا خپل د اړتیا وړ توکي لکه کنجد، زیتون، زغر او نور له خپلو کرونګرو پېري، نو پیسه له هېواده بهر ته نه وځي او په هېواد کې همداسې خپل دوران ته ادامه ورکوي، ځکه هغه کروندګر چې د خپل پټي حاصلات(کنجد، زغر او زیتون) یې د غوړیو پر جوړونکي پلورلي، هغه اړ دی چې د خپلې پانګې په یوه برخه د غوړیو له جوړونکي د خپل کور د لګښت وړ یوه اندازه غوړي واخلي. تاسو وینئ چې دغه پیسې د هېواد دننه خپل دوران ته ادامه ورکوي او په هر دوران کې یو کار ترسره کوي او اضافه ارزش یا ګته تولیدوي، خو که موږ د غوړیو فابریکه ونه لرو او غوړي له قزاقستانه راواردوو، نو زموږ سوداګر چې کله خپل غوړي پر هټۍ وال وپلورل او هټۍ وال د غوړیو پر رانیونکي، نو دغه افغانۍ د سوداګر جېب ته ورځي، سوداګر هغه په کومه صرافۍ کې په ډالرو بدلوي او قزاقستان کې پرې بېرته غوړي راپېرې او هېواد ته یې راواردوي او په کراتو کراتو همدا کار کوي او په هر ځل دوران کې زموږ د پیسو یوه برخه له هېواده وباسي او د قزاقستان سوداګرو ته یې سپاري. که د قزاقستان سوداګر په دې پانګې سره له موږ نه کوم څیز ونه پېري او دغه پیسې بېرته هېواد ته رادننه نه شي، نو هېواد له پیسو د بهر پر لور خالي کېږي او موږ په بازار کې د پیسو له کموالي او ان له نشتوالي سره مخامخ کېږو او کومې پیسې چې بهر ته وځي د معاشونو او مزد پیسې دي او د پیسو په راتلونکي دوران کې معاش او مزد ورکونکی اړ دی چې دغه پیسې له چا نه په پور او یا هم خیرات لاسته راوړي او په بیا وېش سره یې، بازار په دوران راوړي او د خلکو ژوند ته ورسره حرکت ورکړي.

د افغانستان بازار په سیمه کې کوچنی بازار دی او د میاشتې ټولټال ۵۰۰ ملیون ډالره په کې دوران کوي. په هر ځل دوران کې ۴۰۰ ملیون ډالر له هېواده وځي او حکومت اړ دی چې هره میاشت ۴۰۰ ملیون ډالر دغه بازار ته ورپېچکاري کړي او لکه څنګه چې حکومت هم خپل لګښتونه له کورنیو سرچینو نه شي برابرولای، نو بهرنیو هېوادونو ته لاس په دروېزې او پور اوږدوي.

بهرنیان خو هم بیا لېوني سپي نه دي چيچلي، چې د کال کم تر کمه لس ملیارد ډالر چې زموږ د خوراک او ډوډۍ پیسې دي وړیا په وړیا یې راکړي، یا به خپله جګړه پر موږ کوي، که جګړه نه وي خپل کانونه به پخپله پر موږ راکاږي او ګټه به یې هغوی وړي او سل نورې ناخوالې او خپل کارونه به پر موږ ترسره کوي.

د دې لپاره چې ولس پرې ښه وپوهېږي او لږ هوښیار او بیدار شي د خپل هېواد د اقتصاد پرتله له خپلو ګاړنډیانو سره لاندې راغبرګوو:

د چین کلنی ناخالص تولید یا محصول شل ترېلیون ډالر او د بازار څرخ یې ‍دولس ترېلیون ډالر دی.

د پاکستان کلنی ناخالص تولید یې ۱۲۰ ملیارد ډالر او متحرکه پانګه یا د بازار څرخ یې ۲۸ ملیارد ډالر دی.

ایران کلنی ناخاص تولید یې ۷۰ ملیارد ډالر او د پیسو څرخ یې ۲۵ ملیازد ډالر دی.

افغانستان کلنی ناخالص محصول یې ۲۰  ملیارد ډالر او د پیسو څرخ یې ۹ ملیارد ډالر دی.

 تاجکستان کلنی ناخالص تولید یې ۱۸ ملیارد ډالر او بازار یې ۸ ملیارد ډالر دی.

ازبکستان کلنی ناخالص تولید یې ۲۶ ملیارد ډالر او بازار یې ۸ ملیارد ډالر دی.

ترکمنستان کلنی ناخالص تولید یې ۲۲ ملیارد ډالر او بازار یې ۹ ملیارد ډالر دی.

معنا دا چې ټول ګاونډیان له موږ څخه ښه اقتصاد لري، خو که موږ پخپل ځان بسیا شو، نو ناخاص تولید به مو په راتلونکو لسو کلونو کې ۴۰ ملیارد ډالرو او بازار به مو ۱۷ ملیارد ډالرو ته لوړ شي، چې دا موږ له ځینو شمالي ګاونډیانو مخته کوي.

د یوه وګړي په توګه ما د خپلې ټولنې هغه حقایق په ډاګه کړل چې حکومتونو تل له خپلو خلکو د دې لپاره پټول چې حاکمیت او له بهرنیانو سره یې پټو او غلامانه معاملو ته زیان ونه رسېږي.

اوس نو د خپلې ټولنې د دغه تریخ واقعیت په وړاندې هر کس خپل ایماني، وجداني او ټولنیز مسوولیت لرو.

ـ موږ ټول باید خپلې هڅې راټولې کړو او داسې کارونه وکړو چې پیسه مو بهر ته ونه وځي او که وځي نو د اړینو او حیاتي توکو په راواردولو ووځي، نه په پاپړو او دې ته په ورته نورو نااړینو توکو.

ـ صادرات مو هم باید وارداتي توکي نه وي، او دا دواړه باید منظم شي. یعنې زموږ پیاز او مڼې بېرته پر موږ، زموږ د ګاونډیانو له خوا ونه پلورل شي.

ـ څومره چې ژر شوني وي، موږ باید خپلې دې نابرابرې سوداګرۍ ته پای ورکړو او د اجناسو او لوښو د تورید پرځای تولید ته مخه کړو.

ـ په لومړي قدم کې باید د ځان بساینې لپاره پلان جوړ او پلی کړو. یعنې هغه توکي او اجناس مشخص او تولید کړو چې زموږ ډېرې پیسې پرې بهر ته وځي او یا هم متبادلې لارې چارې ورته ولټوو.

ـ نور باید مفتې او بې عزتې روزۍ ته د پای ټکی کېږدو او د لاس په تڼاکولو سره حلاله، باعزته او ویاړمنه روزي لاسته راوړو.

داسې یوه هڅه جهاد او اجتهاد دی او هر څوک په کې باید برخه واخلو، تر څو پخپلو پښو ودرېږو او د پردیو له احتیاجۍ او غلامۍ وژغورل شو او په رښتیني ډول ورسره خپلې ازادۍ او خپلواکۍ ته ورسېږو.

دلته هغه برخې په ترتیب سره په ډاګه کوو چې سوداګري یې له هېواده ډېرې پیسې وباسي، په داسې حال کې چې مخنیوی یې هم کېدای شي او متبادلې لارې یې هم وجود لري.

ـ په لومړي قدم کې زموږ زیاتې پيسې پر موټرو، تېلو، روغنیاتو او پرزو یې وځې.

په هېواد کې لس ملیونه موټرې دي، که د ورځې یو لیتر تېل مصرف کړي او د روغنیاتو او استهلاک له مصرف سره یې لګښت دوه ډالره وټاکو نو د ورځې ۲۰ ملیون ډالر، د میاشتې ۶۰ ملیون ډالر او د کال ۷۲۰ ملیون ډالر کېږي او که دا لګښت د ورځې د ۵ لیترو تېلو او لس ډالرو له قراره وسنجوو، نو ۳۶۰۰ ملیون ډالر کېږي او رسمي ارقام هم تر ۴۰۰۰ ملیون یا څلور ملیارد ډالرو پورې دغه لګښت ښيي.

د دغه تباه کوونکي بلېک هول یا کیهان خوړونکي سوري د اصلاح متبادلې لارې د تېلو استخراج، د موټرو د وارداتو درول او تر ټولو غوره او بنیادي لار یې پر برېښنايي رېل د هېواد د ټول ترانسپورتي سیستم بدلول او د برېښنا تولید دی.

ـ په دویم قدم کې زموږ زیاتې پیسې د لاسي صنایعو پر وارداتو له هېواده وځي، چې په کې، قالینې او فرش، ظروف، تزيني توکي، پوشاک توکي، ځینې خوراک توکي او څښاک توکي راځي، چې د کال تر دوو ملیارد ډالرو پیسې د باندې پرې وځي.

که موږ خپلې لاسي صنایع بېرته دود او خپل کسبګران حمایه کړو، نو په پنځو کلونو کې تر ۱۸۰۰ ملیون ډالرو د وتو مخه نیولای شو.

ـ په ارتزاقي توکو لکه اوړه، چای، لبنیات، غوړي، سبریانې، ترکاري، مېوه، بوره او نور تر ۱۵۰۰ ملیون ډالرو زموږ پیسې بهر ته وځي. که خپلې کرنې او مالدارۍ ته پراختیا ورکړو او صنعتي يې کړو، نو موږ تر پنځو راتلونکو کلونو دغه برخه په بشپړه ډول جبیره کولو شو.

ـ د درملو، ماشینونو، تخنیک او تکنالوژۍ او نورو په واردولو تر یونیم ملیارد ډالر له هېواده وځي، چې د دې برخې جبیره کولو ته لس کلونو ته اړتیا ده او موږ دغه مهم له بهرنیانو سره د پانګونې او ګډ کار له لارې جبیره کولی شو.

له پورتنیو ارقامو راجوتېږي چې زموږ د کال عادي لګښت له پراختیايي بودجې پرته لس ملیارد ډالره دی او حکومت اړ دی چې دغه پیسې له بهره پیدا او بازار ته ورپېچکاري کړي.

په دې توګه ویلای شو، چې بهرنۍ مرستې هم د بهرنۍ پانګې په توګه یو ښه فرصت دی چې د کار، تولید او بازار دوران ته ورپېچکاري او مخکې له دې چې بهر ته ووځي یو یا څو دورانه په هېواد کې ووهي او یو کار ترسره کړي.

هغه داسې، کوم بېوزلي او بې ځایه شوي کسان چې په رښتیا مرستو او کار ته اړتیا لري، مشخص او بېرته خپلو کلیو او کورونو ته ورستانه کړای شي او دغه مرستې د کار په بدل کې ورته ورکړل شي.

که دغه مرستې خلکو ته وړیا په وړیا او بې زحمته وېشل کېږي، نو دا خطر شته چې خلک غیرضروري مهاجرتونو، لټۍ او بې کارۍ ته ورسره وهڅول شي.

له بل پلوه، تر کوم ځایه چې لیدل شوي د مهاجرت مساله تل سیاسي شوې او د حکومت پرضد کارېدلې ده. له دې مسالې هم کورنیو سیاسي ډلو او هم بهرنیو کړیو ناوړه ګټه پورته کړې او پر دولتونو یې د فشار او اغېز ښندلو لپاره کارولې ده.

لومړی ځل چې طالبان واک ته رسېدلي وو د شمال ټلوالې او ورسره یې د بهرنيو همکارانو له خوا یوه کس ته به پیسې ورکول کېدې چې په دروغو سره د کابل او یا نورو ښارونو واټونو ته له یوه ماشوم سره ووځي او اعلان وکړي چې خپل زوی ساتلی نه شي که څوک یې ورڅخه وړي او یا يې په پیسو پېري، نو دا کار دې وکړي چې په پیسو يې نورو اولادونو ته پرې وچه ډوډۍ وپېري. اوس هم دا راز استخباراتي هڅې د یهودو او نصاراوو د غلامانو له خوا روانې دي او د اسلامي امارت چارواکو ته په کار ده چې دا راز پېښې تعقیب او عاملانو ته یې سزا ورکړي، ځکه چې دا راز پېښې د انسان په قاچاق او اختطاف کې راځي.

ناویلې دې نه وي، همدا اوس د بهرنیو استخباراتو له خوا د کابل په ښار کې یوشمېر بې حیا او بې عزته نجونې د سوالګرۍ په جامه کې فحشا کوي، ځینې نور یې لاریونون ته هڅول کېږي او ځینې نور یې بیا په غیرشرعي لباس کې ګرځي او داسې حرکات له ځانونو ښيي چې طالبان پرې قهر او پر دوی ګوزار کولو ته اړ شي. د دغو کسانو دویم او درېیم کس له موبایلونو او کمرو سره د دوی په څو مترۍ کې د ویډیو اخیستو لپاره پټ ولاړ وي او اخ و ډب ته په تمه وي. که چېرې چانس ورسره یاري وکړه او دا راز ویډیوګانې یې لاسته راوړې نو د انټرنېټ له لارې یې خپروي، چې تر څو پرې د هېواد دننه د اسلامي امارت په وړاندې په خلکو کې تنفر پیدا او بهرنیانو ته پلمه په لاس ورکړي چې له افغانستان سره له مرستو  کولو پرې تېښته وکړي.

د الله ج سپېڅلي کتاب قرآنکریم د دغو کسانو د مخ تورېدو او ناکامېدو اعلان کړی دی، خو رښتینی مسلمان او افغان دا مهال هغه څوک دی چې چای او ډوډۍ خوري، پر لوږه او تونده صبر کوي، خو د امریکې او یا د بل چا غلامۍ ته سر نه ټیټوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.