The news is by your side.

د ملتونو ترمنځ د ديپلوماسۍ اصول

 لیکنه: عطأالله

0

ديپلوماسي (Diplomacy) په خپل ماهيت او جوړښت کې داسې هنر او تگلاره ده، چې هېوادونه، ملتونه، قومونه، ټولنې، افراد او په ټوله کې د نړۍ تمام اوسېدونکي د خبرو، تفاهم اومشاجرې له لارې د خپل منځي جنجالونو حل ته را بولي او د معضلاتو د حل د متشددو لارو او پاليسيو څخه يې ژغوري. ننني انسان ته بويه، چې د ديپلوماسۍ په بالقوه تخنيک، اصولو، موازينو او ارزښتونو باندې تر وسه، وسه ذهن خلاص او بالفعل يې تطبیق کړي.

د نړيوالو ملتونو ترمنځ د ديپلوماسۍ، مذاکرې او بحث لپاره څو پرنسيپونه او اصول په دې موخه موجود او رامنځته شوي، چې دغه جريان (ديپلوماسي) بې نتيجې نه شي او د ښکېلو بعدونو ترمنځ د سو پوهاوي باعث ونه گرځي.

له دغو اصلونو څخه پنځه-شپږ زيات مهم دي، چې ورته التفات او پاملرنه د ديپلوماسۍ ماهيت څرگندوي:

 يو: د مقابل جهت موقف ته درناوی او د هغه د موقف منل د ديپلوماسۍ د نړيوالو نورمونو له ډلې هغه نورم يا اصل دی، چې په پلي کېدو سره يې دوه متضاد اړخونه دې ته متمايل کېږي، چې په يو مېز او سټېج خپلې غوښتنې، نظريات، انگېرنې، دعواوې او برداشتونه مطرح او اجنډا ته واچوي. د دغه اکسيوم (اصل) له تطبيق پرته بحث نتيجې ته نه رسېږي؛ تضادونه نه امحا کېږي؛ بلکې لاپراخېږي او متقابله خوشبيني له منځه ځي. همدا راز، انساني درناوی بېخي ټييټ پوړ ته زوال کوي.

دوه: د مقابل طرف په ذهني، جنسي، ژبني، قومي، مذهبي، ايډيالوژيکي، حسي، چاپېريالي او ټولنيز څرنگوالي باندې د ممکنتيا تر اندازې پوهېدل د مذاکرې او ديپلوماسۍ د جهاني اصولو دوهمه اساسي برخه تشکيلوي. يانې په مناقشه کې نښتي يا ښکېل اړخونو بايد د يو بل په ټولنيزو، جنسي، نظرياتي، ژبني او قومي ځانگړتياوو پوه شي، چې مقابل لوری له کوم جنس، مذهب، ژبې، قوم… او نظريې سره تړاو لري او ټولنيز حالت يې څنگه دی؟

درې: په دغه مورد کې په دې ټينگار کېږي، چې د قضيې پر سر مطرح کېدونکي نظريات دې تر وسه، وسه عقلي، قناعت ورکوونکي او د بحث د اجنډا او مفرداتو سره دې منطبق وي. داسې نه شي، چې د مذاکرې سوژه د سولې اړوند وي؛ مگر افکار او برداشتونه په کې د بزگرو د کرنيزو صنايعو مربوط Present (وړاندې) کېږي.

څلور: د ديپلوماسۍ د بين المللي موازينو څلورمه تگلاره د بحث د موضوع مطابق د مخالفو نظرياتو، اندونو، وړانديزونو او برداشتونو درناوی جوړوي. يانې مخالفو نظرياتو ته دې احترام وشي او د ناسم يا سم نظر د مسترد يا تصويب په وخت کې دې په کره، موجه او موثقو دلايلو او قراينو تکيه وشي.

پنځه: د مذاکرې او ديپلوماسۍ د لايحو څخه پنځمه لايحه په دې متمرکزه ده، چې د مذاکرې گډون کوونکي دې له احساساتي‌ کېدو، ښکنځل کولو، اهانت او افترا ويلو او جديت څخه ځان وژغوري او په ارامو اعصابو، پوره اعتنا او هوش سره دې دغه عميله مخ ته يوسي.

شپږ: د بين المللي ديپلوماسۍ شپږمه موازنه په دې تاکيد کوي، چې د خطاب کولو پر مهال دې مقابل لوري ته د صاحب، جناب، محترم او قدرمن القاب وکارول شي يا دې د موقف په ذکر کولو سره را وبلل شي. لکه: ډاکټر صاحب، پوهاند صاحب، معلم صاحب، ولسوال صاصب، مولوي صاحب، والي صاحب… دغه اصل له دې کبله ډېر اړين دی، چې وگړنيزې ديپلوماسۍ ته خوشبيني، خپل منځي احترام او د صميميت فورم ورکوي او له دې سره مرسته کوي، چې د ديپلوماسۍ بهير د بشپړې نېک بينۍ او نېک باورۍ په چاپېريال کې ترسره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.