The news is by your side.

د ميرويس خان هوتک د پښتون هويت د جعل کولو هڅه

ليکوال : دوکتور نوراحمد خالدي- ژباړن :سيلانی

0
د افغانستان پۀ هکله دمونتستوارت الفونستون او لويي دوپره پۀ ګډون د تاريخ ټولې باوري سرچينې ميرويس خان نېکۀ غلجي يا غلزايي قبيلې ته اړوند پښتون بولي. د نوموړي هڅې د افغاني ټبرونو د يوالي او لۀ هېواد څخه د پرديو حاکمو ځواکونو لۀ منځه وړلو، چې د يو خپلواک افغانستان درامنځته کېدو لامل شو، تلپاتې او نۀ هېرېدونکي بولي.
ميرويس خان هوتک افغانانو ته د ميرويس نېکۀ پۀ توګه د خپلواک افغانستان د رامنځته کېدونکو کسانو پۀ ډله کې شمېرل کيږي. پۀ دې وروستيو کې ځينو اشحاصو د ناباوره او تخيلي سرچينو څخه پۀ ګټه اخستنې سره د افغانستان د ريښې پۀ هکله دناسمو او ابهام امېزه شايعاتو د خپرولو هڅې کړي. دوی د يو سويدني افسر لۀ يو اثر څخه چې په کندهار او فارس کې يې ژوند کو،ناوړه استفاده کړې او هڅه کوي چې ددې اثر تخيلي داستانونه د حقيقت په توګه خلکو ته ورپېژني.
دا اثر پروشين کرومويل نوميږي. ددې کتاب ليکونکی د کيسې اتل ميرويس د کندهار د شهزاده او فارسي امپراطورۍ د ساتونکي پۀ توګه يادوي او ليکي چې پلار يې تاتار( د بخارا پخوانی امير ) او مور يې نازو ازبکه وه چې کندهار ته مهاجر شوي دي. پۀ دې خبره ټول پوهيږي چې د ميرويس خان نيکۀ پلار د بخارا امير نۀ و… همدارنګه ميرويس خان هوتک پۀ خپل لاس د صفوي دولت واکمني پۀ کندهار کې لۀ منځه يوړه، نو هېڅکله نوموړی د صفوي دولت ساتونکی نۀ شي کېدای.
دا اثر په ۱۷۲۴م کال پۀ لندن کې وژباړل شو او وروسته چاپ شو. ددې کتاب ځينې برخې د ميرويس ژوند ليک تر سرليک لاندې، د يو پېژندل شوي پښتون او افغان ځپونکي تاجک، عبدالعلزاد لۀ خوا پۀ ۲۰۱۲ م کال دري ژبې ته وژباړل شو. پۀ دې ورستيو کې دا موضوع د ډېريو پښتون ځپونکو اشخاصو لۀ خوا کارول کيږي. د نوموړو کسانو پۀ ډله کې يو هم جاويد کوهستاني دی چې په خپلو ضد افغان او افغانستاني تبليغاتو کې يې کاروي.
(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.