The news is by your side.

د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم لنډ شالید

قیصر اپرېدی

0
په ماډرنیزم کښې په لغوي اعتبار جدید او قدیم او په عصري لحاظ د یو مشخص فکري میلان دواړه صورتونه شته او د هر دواړو طرفونو په منځ کښې وجهِ اشتراک یې هم په ګوته کېدے شي. د وجهِ اشتراک دغه نکته د کلاسیکیت نه عبارت ده یعني جدیدیت یا ماډرنزم د کلاسیکیت په ضد راپورته شوے یو جدید ردعمل هم ګڼل کېدے شي او په یو مخصوص عصر کښې یعني د اولني جهاني جنګ او دویم جهاني جنګ په منځومانه زمانه کښې د بعضې جدیدو توقعاتو د مربوط اظهار نوم هم دے.
استثنا دومره قدرې ده چې په لغوي تعریف کښې یې وجودیت او رومانویت هم ځان شاملولے شي ځکه چې دغه تحریکونه هم د وچ کلک کلاسیک په ردعمل کښې مخې ته راځي مګر د دغو تحریکونو شکل و شباهت او لغوي جدیدیت چې د عصري جدیدیت نه په کومه نکته ځان بیلوي هغه په ساینس د انحصار نکته ده او په ساینس د انحصار او اعتماد دا نکته وجودیت او رومانیت د ماډرنزم نه بې دخله کوي مګر ترقي پسند تحریک د روشن خیالۍ په نوم ځان ته رانیزدې کوي خو د جدیدیت او ترقي پسند تحریک دا هم اهنګي هم تر هاغې جواز لري تر کومې چې په اروپا کښې ددې صورتحال تعلق دے، دلته په اردو ادب کښې بیا دغه عصري جدیدیت د ترقي پسند تحریک سره په ټکر کښې ودرولے شوے دے چې د صورتحال ددې دواړو متضاد حالتونو څخه هم کافي غلط فهمۍ راپېدا کېږي.
اوس هرکله چې جدیدیت یا ماډرنزم په عصري حواله په ساینس د انحصار او اعتماد یو صورتحال وګڼل شي نو ددې د عملي تردید جواز هله راپورته شو کله چې د دویم جهاني جنګ نه وروستو د خلقو د توقعاتو جوړ جاړ ساینسي معاشرتي ساخت دړې وړې شو مګر ساینس د دغه جنګي صورتحال د ازالې د پاره هیڅ ونۀ کړے شول.
 د خلقو د توقعاتو د مات شوي ساخت ددې بدل صورتحال نه د مابعد جدید یا پوسټ ماډرنزم مزل شروع کېږي.
 ماډرنزم په حېث د صورتحال خپل نظریاتي اظهار په رغښتواله کښې کولو او په هر څه کښې یې د یو متحد ساخت نمایندګي کوله تردې چې د ساسیئر په ژبني نظام کښې هم د لانګ او پېرول ترمنځه د ساختیاتي وحدت دغه خواهش په نظر راځي. په اصل کښې د ساسیئر شعوري هڅه هم دا وه چې په ساینسي بنیادونو اډاڼه یو ژبنے نظام متعارف کړي ځکه هغۀ د تاریخي لسانیات ډایاکرونیکل شکل د خپل دایره عمل نه بهر کړو.
د دې برعکس پس رغښتوالې د ساینس له امکاناتو راجوړ د نړۍ د توقعاتو مات شوي ساخت ته کتل او د هغې په غبرګون کښې د انټي ساخت په بیانیه ودرېدل . چونکې پس رغښتواله د خپل انټي ساخت یا رغښتماتې اظهار هماغه د ساسئر د ژبنیو دودونو دننه کوي په دې لحاظ د رغښتوالې او پس رغښتوالې د اظهار زمینه یوه ده خو په ژبنیو دودونو کښې چرته چې ساسیئر د ساختیاتي وحدت یا مرکزیت خبره کوي هلته پس رغښواله یا رغښتماته د هغوي نه خپله لیکه بیلوي په دې لحاظ دا ګویا په یو کور کښې جوړ شوي دوه نغري دي چې له یوې غاړې مشترک او له بلې غاړې متفرق حېثیت لري.
حتمي معنا به یې دا وګڼو چې ماډرنزم که د نارنګ په الفاظو کښې د یو صورتحال نوم وګڼو نو ساختیات ددې صورتحال نظریاتي اظهار دے.
همدغه شان پوسټ ماډرنزم که د یو متضاد صورتحال نوم دے نو پوسټ سټرکچرلزم هم د هغې نظریاتي اظهار ګڼل پکار دي د اظهار دا دواړه صورتونه په ژبه کښې ترسره کېږي او ژبه هماغه د ساین کرونیکل یعني حاضر زمانۍ په دود ولاړه ژبه ده ځکه دواړه په یوه رشته کښې دننه یو تر بله جدا دي.
(Visited 12 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.