The news is by your side.

د میرویس نیکه پاڅون

زاهد خلیلي

0

افغان قوم داسې وخت هم په خپل تاریخ کې ثبت کړی، چې یو وخت د اوږده مهال لپاره یې هیواد د دریو ګاونډیو ترمنځ ویشل شوی وه، شپاړسمه، اوولسمه او د اتلمسې زیږدي پیړۍ پیل داسې وه، چې افغانان د اسیا په مرکزي او سهیلي برخه کې د یوه ملي او خپلواک حکومت څخه بې برخې ول، شمالي سیمې یې د ماوراءالنهر د شیبانیانو، ختیځې یې د هند د مغولي دولت او لویدیځې سیمې د کندهار پورې د فارس د صفویانو په لاس کې وې.

    د مغولو پر ضد د ازادۍ ځینې تحریکونه پیل شوي وه؛ خو د افغان قوم د خپلې بې اتفاقۍ په وجه یې چندان ښه پایله نه وه ورکړې او ونه توانیدل، چې یو ثابت ملي او خپلواک دولت رامنځته کړي؛ مګر دې تحریکونو مغول وویرول، ویې وژل او د ازادۍ او خپلواکۍ غږ یې ور ورساوه.

    کندهار چې د مغولو او صفویانو د جګړو مرکز وه، پای صفویان پرې بریالي او کندهار د هغوی په ولکه کې پریوت.

    د اتلسمې زیږدي پیړۍ په پیل کې شاه حسین صفوي یو ګرجي والي ګرګین خان کندهار ته راولیږه، استاد حبیب الله رفیع (د خپلواکۍ لمر څرک) نومي کتاب په سریزه کې لیکلي، چې  ګرګین اصلااً عیسوي؛ خو سیاستاً مسلمان وه. د کندهار والي چې وټاکل شو؛ نو په کندهاریانو یې ظلم او ستم پیل کړ، د کروسینسکي په وینا میرویس خان د شاه حسین صفوي وزیر ته وویل، چې زموږ انجونې په زور په نکاح کوي او ځوانان مو د غلامانو په توګه خپلې سیمې ته استوي. میرویس خان څلور ځلې د ګرګین په اړه شکایت وکړ؛ خو چا یې غږ وانه ورید.

    میرویس خان نیکه چې د ګرګین خان لخوا اصفهان ته د بندي په توګه لیږل شوی وه، د خپل پلان او د دیپلوماسۍ د استاد په توګه یې په صفوي دربار کې نفوذ پیداکړ، د شاه حسین څخه یې د حج د فریضې د اداء کولو اجازه واخیسته او د هغه ځایه د شرعي فتوا په راوړلو سره اصفهان او بیا د صفوي پاچا په خوښه کندهار ته واستول شو.

     کندهار ته په رسیدو یې د ټولو قومونو استازي راټول کړل، ګرګین یې وواژه، بیا یې د مشر د ټاکلو لپاره د ټولو قومونو (پښتنو، هزاره وو او بلوڅو) په مشرۍ یوه جرګه را وغوښته، تر څو د ځان لپاره مشر وټاکي، جرګي همدا ستر مدبر، د تعقل او تفکر خاوند حاجي میرویس خان غوره کړ او د ډیر وخت وروسته یې افغانان د یوه دولت او مشر تر سیوري لاندې راټول کړل.

    ښاغلی عبدالغفور لیوال د حاجي میرخان دې پاڅون ته د ملت پالنې له نظره ګوري او همدا پاڅون د ډیر وخت وروسته د افغاني ملت پالنې یو تحریک ګڼي، ښاغلي لیوال د مقالې په یوه برخه کې د ملت پالنې لپاره څلور فکتورونه (کلتور،ګډاقتصاد،ګډهیواد،سیاسي مشارکت) ذکر کړي دي، ورپسې لیکي، د پښتنو تاریخ که په ژوره توګه ولوستل شي، تر هوتکي پاڅون پورې داسې بخت لږ په ګوتو ورغلی، چې دا څلور فکتورونه سره لاس په لاس شي او د ریښتوني پښتني سیاست پر بنسټ دې کوم حاکمیت جوړ شي. ښاغلی لیوال همدا څلور فکتورونه د هوتکي پاڅون زړي او معنوي هسته ګڼي او په دې نظر دی، چې په هغه وخت کې د اسلامي ورورولۍ له نظره دوی(پښتنو) ددې اجازه نه درلوده، چې د خپلو صفوي مسلمانو ورونو پر ضد پاڅون وکړي او زیاتوي، چې دا یوازې ملي احساسات وه، چې د(صفویانو) پر ضد یې د جهاد امر کاوه.

    مرحوم دوکتور عبدالصمد حامد د ښاغلي لیوال برعکس نظر لري او په هوتکي پاڅون کې د ملت پالنې پر ځای په دیني اړخ باندې ټینګار کوي، هغه هوتکي پاڅون د ګرګین د ظلم، بد سلوک او د صفویانو د مذهبي افراطیت پایله ګڼي.

    مرحوم دکتور صیب د میرویس نیکه د مکې معظمې څخه د فتوا د راوړلو په اړه وایې، چې میرویس نیکه: د فتوا له لارې د بل چا حق غصبول نه غواړي او نه یې هم دا مطلب دی، چې مظلوم په ظالم او ظالم په مظلوم باندې بدل شي، بلکې د اسلامي نظام په حدودو او مرسته د ټولنې د مظلومو اقلیتونو د حقوقو ساتل غواړي او ددې پوښتنې په ځواب کې چې میرویس نیکه څوک وه؟ یو ځای وايي، چې: که څه هم دی په اصل کې هوتک، غلجی پښتون وه؛ خو د خپلې اسلامي عقیدې له برکته او د اسلامي ورورولۍ او نورو درنو اسلامي اخلاقي او ټولنیزو اصولو ته د خپل تعهد له کبله پر قامي برتریت باندې معتقد نه وه او د ده مبارزې یوازې قامي صبغه نه درلوده. (مأخذ:افغان هوتکي پاڅون، د مقالو ټولګه).

    د میرویس نیکه پاڅون له ډیرې مودې وروسته افغانان د یوه خپلواک او مستقل دولت لرونکي کړل، لکه څرنګه چې میرویس نیکه په خپل وصیت ویلي وه، چې (ښايي تاسو اصفهان ونیسۍ) همداسې وشول، وروستیو اصفهان ونیوه، د صفویانو دولت ته یې سقوط ورکړ او ترکان او روسیان یې هم مات کړل. که پاڅون ته له هر اړخه وګورو؛ خو دې پاڅون هغه څه وکړل، چې موږ یې تل د تاریخ په اوږدو کې د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کړې ده.

(Visited 44 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.