The news is by your side.

د هند پۀ نيمه وچه کې د لودي کورنۍ لۀ خوا د دري ژبې خپرول

لیکوال: مسعود فاراني- ژباړن: سيلانی

0

پۀ هند کې د غوري ا و خلجي واکمنيو څخه وروسته، د لوديانو سياسي خوځښت د هند پۀ نيمه وچه را څرګند شو. کۀ څۀ هم لۀ سلطان بهلول لودي څخه مخکې، شېخ حميد لودي د ( 370-380. ه.ق ) کلونو ترمنځ د ملتان پۀ سيمه کې د شاه پۀ توګه واکمني کړې ده، مګر د پنځلسمې ميلادي پېړي لۀ نيمايي وروسته سلطان بهلول لودي د لودي شاهانو د سرلاري پۀ توګه د هند پۀ نيمه وچه کې پېژندل شوی دی. لوديانو لۀ مغولانو مخکې پۀ هند کې د لودي تمدن بنست ايښی دی.

سلطان بهلول لودي يو پۀ زړۀ پورې تاريخ او برخليک لري، چې د هغۀ لوستل د تاريخي پوهاوي ترڅنګ ځانته ځانګړې خوږلني هم لري.

سلطان بهلول لودي

« بهلول لودي» چې پۀ ماشومتوب کې د « بلو » پۀ نامۀ يادېدۀ، دملک کالا زوی او د بهرام خان لمسی دی. دۀ مخکې لۀ زېږېدو  خپل پلار او د زېږدو پر مهال خپله مور لۀ لاسه ورکړه. د هغه روزنه پۀ هند کې د هغۀترۀ اسلام خان چې د سرهند حاکم و، په غاړه شوه.

اسلام خان خپل ورارۀ چې نوی ځوان شوی و، يوې جګړې ته و استوه. بهلول پۀ دغه جګړه کې لۀ ځانه ډېره وړتيا، زړورتيا او درايت ښکاره کړ، چې پۀ پايله کې لۀ يادې جګړې بريالی راستون شو. د بهلول دغه بريا ټول ځانته مجذوبه کړل، پۀ ځانګړې توګه خپل ترۀ اسلام خان، چې حتی دی يې د خپل زوم پۀ توګه و مانه.

اسلام خان د مړينې پر مهال د درېيو زامنو پۀ درلودلو سره وويل چې بهلول د خپلې پوهې، زړورتيا او درايت له مخې کولی شي زما ځای ناستی شي. مګر د ډهلي واکمنۍ بهلول د والي به توګه و نۀ مانۀ او ددۀ پرځای يې د نوموړي يو بل ترۀ فېروز خان  د اسلام خان پرځای وټاکۀ، ترڅو د  « سرهند » دنده پر مخ يوسي او د بهلول د ځپلو لۀ پاره يې لۀ پلازمېنې يو مجهز پوځ ور ولېږۀ. دا چې فېروز خان يو پوه او د لوړ فکر خاوند و او خپل ورارۀ بهلول سره يې مينه او هغۀ ته درناوی درلود، نو د ځان ګومارل يې د بهلولو پر ځای د ډهلي لۀ خوا د دوی پۀ کورنۍ کې  يو ډول مداخلۀ او تفرقه وګڼله، نو خپله د ډهلي د واکمنۍ پر وړاندې ودرېدۀ او بهلول ته يې دا اجازه ور نه کړه چې لۀ دولتي ځواکونو سره ښکېل شي. ځکه دولتي ځواکونه ډېر وو،  نو فېروز خان لۀ يوې لنډې جګړې وروسته د دولتي ځواکونو پۀ لاس کې اسير شو او يو زوی يې د شاهين پۀ نامۀ  ووژل شو. پۀدې توګه د « سرهند» واکمني د لوديانو لۀ لاسه ووته.

دغه مهال د هند واکمني د خضرخان سادات د کورنۍ د يوه غړي، سلطان سيد محمد شاه پۀ لاس کې وه. کۀ څۀ هم د هند واکمن پۀ خپله يو حليم او پوه کس و، خو پۀ دربار کې د ځينو مغرضينو پۀ نغوته دې ته و هڅول شو چې د لوديان پۀ سيمه کې مداخله وکړي، چې پۀ ترڅ کې يې لوديان ديوې لنډې مودې لۀ پاره د « سرهند » لۀ واکمنۍ لرې پاتې شوو.

بهلول د خپل ترۀ لۀ بندي کېدو وروسته د هغۀ او د هغۀ د زوی د کورنيو روزنه پۀ خپل لاس کې واخيسته او پۀ دغۀ ترنګلي وضعيت کې يې د پوځ پۀ را ټولو لاس پورې کړ، چې پۀ ډېر لږ وخت  کې يې 20 زره کسان تر خپلې مشرۍ لاندې د جګړې لۀ پاره چمتو کړل. بهلول ددغو پوځيانو پۀملتيا وکولی شول، چې يو ځل بيا د سرهند ولايت واک پۀ خپل لاس کې ونيسي او وروسته يې پۀ يوۀ ليک کې ټول حقايق پادشاه ته وليکل او هغه يې خپلو تېروتنو ته متوجه کړ. ددې تر څنګ پۀ ليک يې ځان د سلطان سيد محمد شاه  د واکمنۍ مطيع اعلان کړ. سلطان سيد محمد شاه چې د يادې قضيې لۀحقايقو خبر شو، د خپلې تېروتنې د جبران پۀ موخه يې بهلول د ټولو دولتي اراکينو پر وړاندې، دخپل زوی پۀ توګه ومانۀ او هغه يې د دولت اراکينو ته د دولت لۀ نږدې مقربينو پۀ توګه ور و پېژاندۀ. هېره دې نه وي چې دا امر وروسته لۀ هغۀ تر سره شو، چې سلطان سيد محمد شاه د بهلولو پۀ مشرۍ د سرهند ولايت واکمني د سلطام محمد خلجي څخه ترلاسه کړه. د بهلول بريا ددې لامل شوه، چې ددۀ دريځ او ځواک پۀ دهلي او ګانډو سيمو کې خپره کړي.

لۀ کومه ځايه چې د سيد محمد شاه سکنی زوی( سيد علاوالدين) لۀ بهلول څخه وړوکی و، نو بهلول لودي ته يې مشر ورور ويل او هغۀ ته يې ډېر درناوی درلود. کله چې سيد محمد شاه ( 1447 م) ومړ، ځايناستی يې سيد علاوالدين د ډهلي واکمن شو. سيد علاو الدين يو استراحت طلبه شخص و، چې پۀ ډېره لږه موده کې د واکمنۍ چارې د خپل وزیر اعظم حميد خان سره، د اختلافاتو لۀ امله و پاشېدې. حميد خان پۀ پټه د « بدايون » ايالت څخه ډهلي ته راغی او د سلطان سيد علاوالدين پر وړاندې يې پۀ توطئو لاس پورې کړ. کله چې ملک بهلولو لودي ډهلي د حميد خان لۀ نفوس او ځواک څخه پاک  کړ، نو سلطان علاو الدين ته يې پیغام ور استوۀ، چې راشه د ډهلي سلطنت  پۀلاس کې واخله. خو علاوالدين ملک بهلول ته پۀ ځواب کې وويل: تۀ زما مشر ورور يې، زما لۀ خوا دې سلطنت تاته در مبارک وي  او زۀ ستا لۀ سلطنت څخه بيعت کوم او ددې ترڅنګ خپلو ټولو درباريانو ته يې وويل، چې زما پلار ملک بهلول ته زوی ويلي و او تر څنګ يې د خلکو پر وړاندې ددۀ رښتنولي موږ ته دا ثابتوي چې موږ ورته خول ( تاج ) او تخت ډالۍ کړو. نو پۀ دې توګه ملک بهلول لودي ديو مدبره او صادقه شخص پۀ توګه پۀ1451م کال د  هندوستان واکمن شو.

د هندوستان پۀ ډېرو سيمو کې د هغۀ پۀ نوم سکه ووهل شوه او پۀ جوماتونو کې  د هغۀ پۀ نوم خطبې وويل شوې. د جونپور، دهولپور او سند سيمې چې پخوا د هند د واکمنۍ پۀ سيمو کې نه وې شاملې، دده پۀ واسطه را دننه شوې او دډهلي د واکمنۍ سيمو ته يې پراختيا ورکړه.

سلطان بهلول لۀ دې لويي سره سره، ډېر شکسته نفسه، متواضع، عادل، مهربانه دوست او يو بردباره صبور دښمن و.  هغه د سلطنت پر تخت نۀ کښېناستۀ، عادي ځمکه يې لۀ شاهي تخت څخه غوره ګڼله او ډېری وخت پۀ ځمکه کښېناستۀ .تاريخ دسلطان بهلول پۀ هکله ليکي چې دی به هر وخت د خپل رعيت لۀ ستونزو او  حالت څخه باخبره و. کۀ کومه ورځ به يې درباريان او اميران ترې پۀ کومه خبره خفه او ناراحته  کېدل، نو خپله به د هغوی پوښتنې ته ورغی او هغوی به يې پۀ غېږ کې را ټينګول او وروسته به يې خپله توره پرته لۀ کوم ريا او شک څخه، هغۀ ته پۀ دواړو لاسونو ونیوله او ورته  وبې ويل: کۀ چېرې زه د پادشاهۍ وړ نۀ يم، نو تاسو کولی شئ، ماته کومه بله دنده را وسپارئ.

سلطان بهلول لودي تر نورو ډېر پر غريبانو او فقراوو مهربانه و او د علماوو او خبرګانو به يې ملاتړ او درناوی کو. د خلکو راتګ يې دځان د ليدلو لۀ پاره دومره اسانه  کړي و، چې هر چا پۀ دېرې اسانۍ سره کولی شو، چې دی وګوري. سلطان بهلول ددې ترڅنګ چې يو ښۀ سياستمداره و، د پښتو ژبې يو ښۀ شاعر هم و. د  بېلګې پۀ توګه يې د کلام بېلګه تاسو ته وړاندې کوم:

ملک به زرغون کړم پۀ ورکړ راسه

ګوره، ورېځې د داد لۀ پاسه

خول مې د عدل پۀ درو روڼ دی

جهان به زېب مومي زما لۀ لاسه

همدا پوهه، عدالت او ددۀ مدبرانه سياست و، چې نوموړي وکولی شول د 38 کلونو لۀ پاره پرته لۀ کوم ظلم او جبر څخه پۀخپلو وګړو او درباريانو واکمني وکړي.

دا  لوړ شخصيت پۀ 1489 م کال د 80 کلونو پۀ عمر لۀ دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او زوی يې شهزاده نظام خان مشهور پۀ سلطان سکندر لودي ددۀ ځای ناستی شو او دري ژبه يې پۀ هندوستان کې مروجه کړه.

سلطان سکندر لودي او  پۀ هند کې د دري ژبې ترويج

سلطان سکندر لودي د سلطان بهلول لودي زوی و. دۀ له خپل څخه د مشرۍ، ادارې،سياست او ژوند ټول صفات زده کړي و، خو د ادارې پۀ برخه کې د پلار په پرتله جدي و.  سلطان سکندر لودي په 1489 م کال د هند واکمن شو. دا چې دی يو منضبط شخص و، نو ويې کولی شو چې د هند واکمني ته پراختيا ورکړي. د نوموړي د واکمنۍ ډېره موده په هند کې د سيمو په نيولو او پرغل کولو تېر شو. د بېلګې په توګه هغه په 1495م کال   « پتنه»، په د 1499م کال په مالوه کې د« نرولي » کلا، په 1500-1501م کې د « سنبل » سيمه، وروسته « ګواليار»، ورپسې د « بهار » ټوله سيمه او په پای کې يې « رنتهمبور » د خپلې واکمنۍ په قلمروه کې را دننه کړ. د هغه واکمني له جهلم څخه تر پنګال پورې ډېره پراختيا وموندله.

سلطان سکندر لودي پر خپل رعيت او عام ولس ډېر زړه سوانده و او هره ورځ به يې د هغوی د سيمو نرخنامې را غوښتلې او په خپله به يې ترې جدي څارنه کوله. هغه څه چې ددغه ځيرک پادشاه په هکله د يادولو وړ ده، چې هغه داده چې دی په خپله پښتون و، خو دی لومړنی کس دی چې هند کې يې د دري ژبې رسم الخط مروجه کړ او د خپل دربار د ديون و دفتر حسابدار ته ېې امر وکړ چې له دې وروسته دې په پارتي دري ژبې سره خپل ديوان و دفتر تنظيم کړي. لومړنی کس چې په دربار کې يې په دري ژبې خبرې وکړې، هغه په خپله سلطان سکندر لودي چې وروسته يې ډېرو دري ژبو اديبانو ته په دربار کې ځای ورکړ.

دري ژبې  سره د سلطان سکندر لودي مينه او د خلکو مېنه له سلطان سره ددې لامله شوه، چې ورځ تر بلې ددې ژبې مينوال ډېر شي او ډېر هندي شاعران ددې ژبې زده کړې ته مخه کړه. د سلطان له خوا د دري ژبې د پرمختګ له پاره  رامنځته شوی حالت ددې لامل شو، چې د لومړي ځل له پاره  دهند يو پوه وزير، طبيب او ادیپ « میان بهوه » يو اړين کتاب له سانسګريت ژبې څخه پارتي دري ژبې ته را وژباړي. دا کتاب يې د سلطان سکندر په نوم و نوموه، چې تر اوسه د « طب سکندري » په مانه مشهور دی. وروسته همدغه کس يو بل اثر« دربار سکندري» چې د دربار حېرانوونکي ګزارشونه پکې دي په پارتي دري ژبې وليکه.

سلطان سکندر په خپله د دري او پښتو ژبې نوموتی شاعر و. هغه په پښتو ژبه کې د « ګلرخي» تخلص ځانته کارولی دی. ده د خپل هېواد بله ژبه « پارتي دري» د خپلې مورنۍ ژبې څېر خوښېده او د هغه په ترويج کې هڅاند و. سلطان سکندر لودي ويلي و، که څه هم زه پښتون يمو خو د هېواد بله ژبه « پارتي دي » مې په هند کې ترويج کړه،که چېرې زه پښتون نه وی، نو ما پښتو ژبه په هند کې ترويج کوله .

زما د نږدې دوست او ملګري ( پروفيسور رشيد ) چې د نهرو پوهنتون استاد دی، ليکلي:« …د لوديانو په دربار کې ټول مجالس، محافل او پرېکړې په پښتو ژبه تر سره کېدې او وروسته يې ټولې په دري ژبه چې د کتابت او خپرېدو رسمي ژبه و ثبتېدې. د سکندر لودي ۱۴ د ولايتونو واکمنان په هند کې له ټولو مېشتو افغانانو سره اړيکې درلودې، دوی ټولو  په پښتو ژبه خبرې کولې، خو له دري ژبې سره هم اشنا وو…»

سلطان نظام خان يا  سلطان سکندر په 1517 م کال د نومبر په 21 نېټه د لودي کورنۍ د دوېم واکمن په توګه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. سلطان سکندر لودي 28 کاله يا درې لسيزې د هند په ډېره برخه  واکمني وکړه، چې په ډېری انګريزي متونو کې هغه د امپراطور په نامه ياد شوی دی.

له بده مرغه په تاريخونو کې د هغه له خدمتونو په ځانګړې توګه د دري ژبې د خپرېدو په برخه کې ډېره لږه يادونه  شوې ده. د سلطان سکندر لودي دا ستر خدمت  په هند کې د پارتي دري ژبې د يوې لويې وېپانګې،  نومتو شاعرانو او ددې ژبې د ډېر اثارو د چاپ او رامنځته کېدو لامل شو. د همدې وېپانګې له برکته نني ايران، افغانستان او تاجکستان په خپلو اثارو کې ګته اخيسته. د شلمې پېړۍ له ۷۰ لسيزې مخکې په  افغانستان، ایران او تاجکستان کې د ليکوالو او څېړونکو دڅېړنو ډېری سرچينې هندي سرچينې وې. دا هغه سرچينې وې چې په هند په پارتي دري ژبه خپرې شوې وې. د دواړو ( پلار او زوی ) اوراح دې ښاد وي او  يادونه يې تلپاتې . لکه د عروفي شاعر په وينا

چنان خو کن به نيکويی که بعد از مردنت عرفی

مسلمانت به زمزم شوید و هند بسوزاند

اخذليکونه

1.      اعلام الودی فی الاخبار اللودی. کتابی است بزبان پشتو از احمد بن سعيد لودی که بسال 686 ه.ق/1287م. در شرح حال خاندان شاهان لودی نوشته شده او اشعار بهلول لودی در آن کتاب نقل شده است

2.      تذکرته الاوليای افغان که بعد از سال 612ه.ق/1215م. در ارغسان  قندهار نګاشته شده و مؤلف ان سليمان بن بارک خان قوم ماکو صابزی است. این کتاب شرح حال بسیاری از شعرا و  اوليا افغان را آرورده است و بسال 1319ه.ش در کابل شش صفحه ان در جلد اول پشتانه شعرا عکس برداری و نشر شده است.

3.      مروری کوتاهی برتاريخ افغانستان و قضيه پشتو نستان، مؤلف، عتیق پاڅون، نومبر2007، کابل 

4.      پوهاند حبيبی تاريخ مختصر افغانستان، چاپ پشاور، بحث لوديان ملتان. ص ۱۲۹

5.      ويکي پديا به زبان هندی

6.      http://www.hindiasit.com/delhi/history/sikander.html

7.      www.boloji.com/history/008.htm

 

(Visited 71 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.