The news is by your side.

د هېواد تجزیه څومره عملي ده؟

دولت وزیري

0

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر، بسم الله خان محمدي په وروستیو ورځو کې ویلي، که د افغانستان لانجه د دوی په هڅو حل نه شوه، یوازنۍ حل لار به د افغانستان تجزیه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ولادمیر پوتین په وروستیو ورځو کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له تجزیې سره علاقه نه لري او ټول اړخونه باید پر سیاسي حل لارو غور وکړي.

دا بحثونه داسې وخت تاوده شوي، چې وسلوالو طالبانو د اګست له ۱۵مې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې او دې ډلې ویلي چې په دې ډول یې د افغانستان د پاشل کېدو مخه هم نیولې ده.

په دې وروستیو وختونو کې بیا هم ځینې کړۍ د هیواد د تجزيې ډنډورې غږوي. دغه کړۍ بی له دې چې د هېواد د تجزيې د زيانونو او د دوی په ذهن د ګټو په هکله هېوادوالو ته څرګنده او روښانه توضیحات ورکړي، بلکې دوی د خپلو پوچو، عقدوي او ناپاکو ګټو په سبب د هېواد د تجزيې لپاره مټې را بډ وهلې دي.

زیات وخت دوی په خپله دعوه کې هم صادق نه وي، ځکه کله چې د دوی سیاسي ګټې په خطر کې شي، بیا د تجزیې موضوع هم د ځان په ګټه نه بولي.

سمه ده چې په افغانستان کې مختلف قومونه اوسېږي، خو دوی ټول د يوې ګډې ونې تاند ښاخونه دي. د يوه ښاخ په غوڅولو سره ټوله ونه بدرنګه کېږي. بله دا چې د افغانستان قومونه د داسې يوې غښتلې ونې ښاخونه دي، چې پېړۍ- پېړۍ يې د زمانې ناخوالو، بادونو او توپانونو سره په ګډه ډغرې وهلي دي.

سیاسي نظامونه به بدلېږي او رابدلېږي، بېلابېلې ډلې-ټپلې به واک ته رسېږي، خو هغوی ته قومي رنګ ورکول انصاف نه دی، نه دغه سیاسي ډلې د ټولو ټبرونو استازیتوب کوي او نه هم ټول ټبرونه د دوی ملاتړي دي.

ډول- ډول سیاسي کړکېچونو او ناخوالو به د ونې پاڼې رژولې وي، خو هېڅ داسې ځواک نه دی  زېږېدلی چې د ونې تنه يې له خپل ځایه بېځایه کړي وي.

که د هېواد د تجزې پر ګټو لږ تم شو، هغه به یوازې دا وي چې، څو له عقدو ډکو او پر پردیو. پلورل شویو کسانو ته به د دې شرایط را منځته کړي چې د پردیو ګټې په ښه توګه تامین او دوی په کې له افغان ملت سره د دښمنۍ ډکې عقدې سړې کړي.

د تجزيې د زيانونو په هکله فکر کوم عیان ته به د بيان اړتیا نه وي، ځکه چې د تجزيې پایله بې له وژلو، وينو تویولو، بې ځایه کېدلو، د نفرتونو او دښمنیو زیږولو بل څه نه شي کېدلای.

په تجزیه کې د یوه قوم ګټه هم نه شته، ځکه په افغانستان د جغرافیې له مخې قومونه په بېلابېلو موقعیتونو کې پراته دي، که هېواد تجزیه کېږي یا به دغه قومي ډلې له یوه ځایه بل ځای ته کډه کېږي، یا به د ګټو پر سر د اوږدو کلونو لپاره لانجې ګالي.

په ۱۹۴۷ م کال د هندوستان د تجزيې په هکله که چېرې د تاریخونو پاڼې واړول شي، هېڅ د ښه او روغ ضمير کس به د یوه واحد ملت تجزيې ته زړه ښه نه کړي.

د هند د تجزيې ۷۴ کاله وروسته اوس هم د سیمې اوسېدونکي د اور په بټیو کې ژوند کوي. له بنګلدیش څخه يې را پیل کړه بیا د کشمیر، پښتونخوا، بلوچستان او سند پورې ټولو تر اوسه د خپلواک او ښه ژوند مخه نه ده ليدلې.

د نګرنو قره باغ پر سر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د لانجې هغه ټکی دی، چې له کلونو راهیسې یې د دواړو هېوادونو اقتصاد هم زیانمن کړی دی. دغه بېلتونپاله سیمه کې چې په نړیواله سطحه د اذربایجان د خاورې برخه ګڼل کېږي، خو ارمنستان یې د مالکیت دعوه لري. دواړو هېوادونو لومړی وار په ۱۹۹۴م کال کې ورباندې جګړه وکړه، خو وروسته د سولې څو- څو موافقې وشوې، چې عملي نه شوې.

له افغان ملت سره د ټولو ستونزو یو واحد او نه بېلېدونکی ملت دی. دوی ټول وخت د دښمنانو شومې دسیسې شنډې کړي او خپل یوالی يې ساتلی دی.

 په دې ورځو کې د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان چې نيمه پېړۍ د تاجکستان پر بېوزلو خلکو نازل شوی دی او په خپل هېواد کې یې قومي اقلیتونه د ده له استبداد کړکېږي، د افغانستان په هکله بې مسوولیته او بېځایه څرګندوني کوي.

د ده په خپل قول همدغه افغانان وو، چې د تاجکستان د کشالې په هکله يې له دوی سره مرسته وکړه او په اصل کې د ده واک ته يې زمينه برابره کړه. هیله دا ده چې د یوه واحد افغانستان لپاره به د ده هڅې نه يوازې د افغانستان په ګټه وي بلکې دوه ورونو هېوادونو کې به د لا ټينګې ورورۍ مزي کلک کړي.

د دوو، درېیو تنو د خراسان ډنډورې پر ټولو افغانانو بدې لګيږي، په افغانستان کې د خراسان په نامه تجارت ښه نه چلېږي، د خراسان پر ځای د واحد افغانستان په نامه د مبارزې له پاره ښه شرایط برابر دي.

د يوه واحد افغانستان په هیله

Leave A Reply

Your email address will not be published.