The news is by your side.

د هېواد مشر غني د پام وړ

0

د هېواد مشر غني د پام وړ :

پرلت وهليو نيوکه کوونکيو ښځينه نوماندانو ته مو جدي پام واړوئ!

هومره وخت چې د شمال ټلوالې له جهادي زورواکو سره په تېره له ډاکټر ګلمرجان سره په دعوو-دنګلو تېروئ، د انصاف لپاره لږ وخت خو دې ښځينه معترضو نوماندو ته هم ورکړئ او ستونزه يې واورئ!

اسناد يې بررسي او بايد قناعت ورکړل شي

سيد حسين پاچا/

نوټ :

د ځان ازارول يا ځانته سزا ورکول ولو که په هره بڼه وي له هر اړخيزه پلوه ممنوع او نامعقوله خبره ده. خپل حق بايد له مشروع لارو وغوښتل شي او په مشروع (قانوني) لارې ورکړل شي. په دې هيله چې زموږ ګران هېوادوال (نارينه / ښځينه) په راتلونکې کې له دغسې نامعقولو لارو چارو، لکه : د نه خوړلو اعتصاب، ځانوژنه، ځان سېځنه، شونډې ګنډل او داسې نور دېته ورته له ناوړو کړنو (لارو چارو) څخه ځانونه وساتي.

ما حكم ضرب الزوجة ساعة الغضب؟

يقول الشيخ يوسف القرضاوي:

لا يقبل الإسلام أن تقوم الحياة الزوجية على إهانة المرأة، أو الإساءة إليها بقول أو فعل، فلا يجوز بحال أن تسب أو تشتم وخصوصًا أمام أطفالها، بل إن الإسلام يمنع سب الحيوانات والجمادات، فكيف بالإنسان؟ وكيف بالزوجة التي هي ربة بيته، وشريكة حياته، وأم أولاده، وأقرب الناس إليه؟؟.

شيخ يوسف القرضاوي :

د اسلام مبارک دين د ښځې وڅښتن ترمينځ ګډ ژوند کې مېرمنو ته هېڅکله قولاً يا فعلاً سپکاوی يا سپکې سپورې ((رټل)) humiliation and abusing نه شي زغملی، په تېره بيا د ماشومانو په مخ کې ښکنځل ورټل، بلکې اسلام د حيواناتو او جماداتو له ښکنځلو نه هم منعه کړې، نو انسان ته څنګه نه؟ په تېره بيا هغې مېرمن ته چې هغه يې د کور پالونکې، د ژوند ملګرې او د اولادونو مور يې وي، نو نور به څوک به ورته له دې نژدې وي؟؟

ښاغلی هېواد مشر،

له دې سره سره چې تاسې ډېر بوخت ياست، ولې بيا هم د خپلې لوريېنې له مخې هغو معترضو ښځينه نوماندانو ته چې ستاسې له کارځي او استوګنځي سره يې نژدې خېمه وهلې او له تاسې دا هيله لري چې نياو (عدالت / انصاف) ورسره وشي. ښايي چې ځينو کسانو به تاسې د دوی په تړاو ناسم ذهنيت درکړی وي، ولې ښه به دا وي چې که دوی يو وار د خپلې لوريېنې له مخې خپل حضور ته راوغواړئ او :ستونزه يې ورهواره کړئ. په دې هيله چې :

اسناد يې بررسي او قناعت ورکړئ.

که بريالۍ وي، خو خپل حق ورکړئ او که نه، نو قناعت به يې حاصل شي او له پرلت وهلو او ځانته له سزا ورکونې به خلاصې شي. دا خو ستاسې يو اخلاقي رسالت هم دی. په دې هيله چې پاملرنه ورته وکړئ. زه پوره باور لرم چې تاسې يو جدي شخص ياست او دا ستونزه به ژر او اسانه ورته حل کړئ. دا به ستاسې ستر ايماني واخلاقي چوپړ وي چې له پرلت وهلو يې خلاصې او خپلو کورونو ته له قناعت سره ستنې شي.

په پای کې زما مشوره آغلې ډېوې نيازۍ او نورو خويندو ته دا ده چې حق غوښتنه ستاسې مشروع حق دی، خو له مشروع لارو يې وغواړئ او ځانته سزا مه ورکوئ چې دا ستاسې پر خپل ځان ظلم دی او انسان حق نه لري چې خپل ځانته پخپله سزا ورکړي. له دې امله قرآن موږ ته د ((وفي انفسکم افلاتبصرون)) سپارښتنه کوي چې تاسې خو لږ ځانته هم وګورئ چې څنګه يې پيدا کړي ياست؟

ستاسې بدن هم پر تاسې د سالم ساتنې حق لري. که يو لوري حق غواړئ، خو بل لوري ته هم پام کوئ چې حق يې پايمال نه شي. خير دی که دا ځل بريالي شوي نه ياست، بل ځل به بريالي شئ. زغم کوئ او له څښتن تعالی مرسته غواړئ. هېڅکله ناهيلي کېږئ مه!

موږ به هم درته د برياليتوب دوعا کوو چې څښتن تعالی مو بريالي کړه، خو په راتلونکې کې ځانته له داسې سختې سزا ورکونې ساته. مخ په محاسنو د زينت ((ښکلا)) کې راځي ان تر دې چې څښتن (خاوند) ته اجازه نشته چې خپله مېرمن پر مخ باندې پر څپېړه ووهي. همداسې مېرمن (ښځه) به د خپل حښتن سپکاوی او د اولادونو په مخ کې نه رټي او نه به يې سپکوي.

هيله ده چې زموږ روڼ انده او زده کړيالې خويندې، ميندې دغسې هر اړخيزو د ځان او نورو حقوقي ارزښتونو ته متوجه اوسي چې خپل د ښکلا ځايونه ((محاسن الزينة)) لکه : مخ، تندی، سترګې، پزه، شونډې، ژبه، غاښونه، وريځې، باڼه، غوږونه، تندی او داسې نور)) په سياسي هلوځلو کې مستهلک نه کړي. اسلامي – اخلاقي وحقوقي ارزښتونه يې بايد په پام کې ونيول شي.

ستاسې د برياليتوب په هيله

په درنښت

سيد حسين پاچا

ډيوې نيازۍ او نورو معترضو نوماندانو خپلې شونډې وګنډلې

https://khabarial.com/archives/34634

(Visited 72 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys