The news is by your side.

د وختونو څخه ښه ګټه واخلئ

سید عبید الله نادر

0

باید چې لږ په خلاصو سترګو په اړخونو نظر واچوو، ولی چې د دښمنانو لاسونه کار کوي ، او مونږ باید په خپل لاس دا موقع ورنه کړو ،او په هر وخت کې خپله هوښیاري او پوهنه وساتو ،د ښمنانو د فرصتونو او وختونو څخه ډیره ښه ګټه اوچته کړې ،او کوی یې ،په ډیر وختونو کې باید خود ګذری هم د ترقی او پرمختګ په خاطر ولرو ،یا د خیر او صلاح په خاطر یې ولرو ،ځکه د دنیا ډیرو پوهو خلکو او سیاست مدارانو دا کار کړی دی ،زمونږ ګاونډیانو د وخت څخه ډیره ښه ګټه پورته کړې ، او کوي یې ،مونږ باید خلکو ته روحیه ورکړو .زمونږ کړیدلي او مصبت زپلي خلک چې دا حالت د بی اتفاقۍ وګوري نور هم ځوریږي .خو ټولو بیا هم د امید سترګي د پروردګار د رحمت دروازی ته ، نیولي دي ، ستاسو مشرانو نه زمونږ هیله ده داده ، چې نور دا ملت نا هیلي نه کړئ ،نور د سمون او سوکالۍ فکر وکړئ.زمونږ سترګي د امید ستاسي په لور دي ،په پای کې خپلي خبري  د عرفی د دي شعر په بنا چې نه نا امیده کیږو او امید لرو ،رالنډوم

ګر نخــــــل وفابر ندهد ، چشـــم تری هست

تاریشــه در آب است ، امید ثمری هـــــست

هرچند رســـــــــد ، آیت یأس ،از درو دیوار

بر بام و دری دوست ، پریشان نظری هست

(Visited 20 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.