The news is by your side.

د وطن د بقا په جګړه کې وروستی انتخاب

مبین جلالزی

0

د امریکا په اند تروریزم هغه پدیده ده چې د امریکا ګټې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ګواښي او هر هغه څوک تروریست بلل کېږي چې د امریکایانو ګټې په خطر کې اچوي. طالبان هم تر هغه پورې تروریستان وو چې القاعده ته یې ځای ورکړی و او هغوی د امریکایانو ګټې ګواښلې، د امریکایانو او طالبانو تر منځ د دوحې له هوکړه‌لیکه وروسته هیڅ طالب د امریکایي دښمن نه دی، بلکې امریکایانو تل د داسې تروریزم او تروریستانو ملاتړ کړی دی چې ریموټ یې د دوی په لاس کې وي.

د دوحې هوکړه‌لیک داسې لاسلیک شو چې طالبان به د جهاد له نړیوالي داعیې تېرېږي او جګړه به یې یوازې تر افغانستان پورې محدوده وي، له نړیوال تروریزم سره به اړیکې پرې کوي او روان خشونت به کموي، په بدل کې به امریکا د طالبانو جدید اسلامي نظام مني او زمینه به برابروي چې طالبان د افغانستان د موجوده حکومت په رأس کې راشي او د خپلي خوښې جدید اسلامي نظام جوړ کړي.

امریکا ډېر کوښښ وکړ چې ټاکنې و نه شي او د اشرف غني پنځه کلنه دوره د دوو نورو کلونو لپاره وغځوي، یوې خوا ته به د نظام مشروعیت چې په ټاکنو پسې تړلی دی کمزوری شي او بلي خوا ته به د داسې موقت حکومت لپاره زمینه برابره شي چې طالبان یې په رأس کې وي، خو له امریکایانو سره کورنیو او بهرنیو مخالفتونو دغه سیناریو وننګوله، حتی د امریکا په کانګرس کې او نړیوالو متحدانو یې له دې سیناریو سره مخالفت وښوو.

امریکایان ولې د افغانستان له موجوده نظامه ستړي شول ؟

له بده بخته باید ووایم چې زموږ سیاسیونو په دې شل کاله کې خپلې ګټې او سیاست د امریکایانو له سیاست سره عیار نه کړل، تل یې شخصي ګټو ته په ملي او نړیوالو ګټو ترجیح ورکړه، نه یې د سیمي سیاست وپېژاند او نه یې پر نړیوال سیاست سر خلاص شو. یوه ډله سیاسیون مو هماغه پخوانۍ تنظیمي پاکستانۍ مهرې وي چې دښمن به یې ښکاره له پاکستانه را روان و، خو دوی به پانګونه په اسلام‌باد کې کوله، کورونه به یې په پېښور او کويټه کې وو، د خپل دښمن کور یې د ارام بستر و. بله ډله سیاسیون مو د امریکایانو له راتګ سره له غربه راغلي وو، د هغوی ژوند، عیش او نوش ټول په غرب کې وو، ټول افغانستان ته یې د غرب په عینکو کې کتل، نه یې ولس پېژاند او نه د ولس پر نبض پوهېدل، له علم او عقله خلاص وو، یوازې څو ټکي د کوڅې انګلیسې یې زده کړې وه او د وطن له هرې زیربنا سره یې پروژه‌یي برخورد کاوه، هیڅکله پر دې باور نه شوو چې دا یې هېواد دی او هېود په مقطعي ډول نه جوړېږي، په دې منځ کې د ګوتو په شمېر داسې افغانان هم وو چې د امریکایانو وجود یې فرصت باله او د افغانستان د جوړولو لپاره یې ورځ او شپه پر ځان یوه کړې وه، خو د هغوی نقش ډېر لږ و، هیڅکله په تصمیم‌ګیري کې ورته نقش نه دی ورکړل شوی، بله مهمه خبره دا هم وه چې امریکایان هم په منځنۍ اسیا کې د خپلو ګټو خوندیتوب ته راغلي وو، یوازې د افغانستان جوړښت او د تروریزم د له منځه وړلو خبره نه وه. له بده بخته چې له وخت سره سم د هغوی ګټې و نه پېژندل شوې او نه د هغوی له سیاست سره افغانستان خپل سیاست عیار کړ، امریکایان مجبور شول چې پر بدیلو لارو فکر وکړي.

امریکایان اوس هم غواړي چې افغانستان د داسې تروریزم ځاله و اوسي چې ریموټ یې د دوی په لاس کې وي او په منځنۍ اسیا کې چې هر هېواد د امریکا له فرمانه سرغړونه کوي، د جهاد په نامه یې پرې ور مارش او هلته منفجر کړي، له همدې امله له طالبانو سره توافق ته هم ورسېدل او په طالبانو یې د افغانستان د حاکمیت خوب په ویښه ولید، خو مخکې مې اشاره ورته وکړه چې د امریکایانو له دې سناریو سره هیچا هم موافقت و نه کړ، د سیمې په هېوادونو کې یوازې پاکستان له دې سناریو سره موافق دی او امریکایان یې هم ځکه له لاسه نه ورکوي چې هیڅکله یې د امریکا له اوامرو سرغړونه نه ده کړې، زما یوه نږدې ملګري ویل چې له امریکایي سناتور سره مې د پاکستان په منفي رول بحث وکړ، هغه لنډ راته وویل چې:

 «Yes, Pakistan is a bastard, but he is our bastard» هو، پاکستان حرمونی دی، خو زموږ حرمونی دی.

په پاکستان کې د امریکایي هډو جوړول هم د همدغې رشتې له مخه رامنځ ته کېږي، که لږ په غور د پاکستان مطبوعات تعقیب کړئ، هغوی لګیا دي د امریکایانو ورتګ ته زمینه برابروي، یوه میاشت مخکې به مو د سلیم ساپي مرکه اورېدلې وي چې له افغانستان سره یې خواخوږي کوله او ویل یې چې په افغانستان کې د مسلمان او مسلمان جګړه ده، د پاکستاني مفتیانو لوڅې ویډیوګانې په سوشل میډیا خپرول او نور ملایان پرې ګواښل او همدا رنګه په وروستیو کې د پاکستان د ملایانو فتوا چې په افغانستان کې جګړه ناروا ده، دا ټول هغه څه دي چې که سبا پاکستان امریکایانو ته هډې ورکوي؛ نو اذهان به ورا تر مخه مدیریت وي، هیڅوک به د پاکستان دحکومت او فوج پر خلاف له دې امله وسله نه اوچتوي چې ولي یې امریکایانو ته هډې ورکړې دي.

طالبان د دې سناریو برخه دي او په غیر شعوري ډول لګیا دي امریکایانو ته کار کوي، خو د افغانستان ولس او لوستی ځوان قشر چې نوی یې له افغانستان سره د مینې پر درشل قدم ایښی او د افغانستان ګټې ورته تر هر څه مهمې ښکاري، هم د طالبانو مخالفت کوي او هم پر حکومت نیوکه کوي او د غلط سیاست مخې ته یې خنډ دي.

زما له ټول ولس په تېره بیا له هغو لوستو ځوانانو چې په دې شل کاله کې هر څه د دوی تر مخ تېر شول، هیله دا ده چې همدغه کمزوری نظام چې د څو غلو او مفسدانو له لاسه ورځ تر بله کمزوری کېږي، چپه کېدلو ته پرې نه ږدي.

زه له اشرف غني سره له نږدې نه پېژنم او نه ما پېژني، ډېر بې ځایه مصلحتونه یې وکړل، ډېر ژمن ځوانان یې له ځانه لرې کړل،  په دې حساس وخت کې یې هم مصلحت ته په اهلیت ترجیح ورکړه، ځینې ډېر نا اهله خلک یې پر مهمو دندو وګومارل، خو له دې هر څه سره سره یې څو بنسټي کارونه وکړل چې د افغانستان تاریخ به یې په زرینو کرښو ولیکي.

لومړی: دغه نظام یې د امریکایانو او خلیلزاد په خوښه طالبانو ته و نه سپاره، له امریکایانو او خلیلزاد سره یې د پړي سر داسې ټینګ ونیو چې په وچ زور یې ټاکنې وکړې او تر لمر روښانه ده چې د نظام مشروعیت په ټاکنو پسې تړلی دی، که نه نو امریکایان، زموږ دوه مخي سیاسیون او پاکستانۍ مهرې ټولو په موقت حکومت سلا سره کړې وه او موقت حکومت د موجوده نظام هغه متلاشي ورځ ده چې پنجابیان یې دا شل کاله ارمان کوي او لا هم لکه د قصابې سپي په هره څلولاره کې د افغانستان حلالي ته په تمه ولاړ دي.

دویم: د سولې لپاره یې واقعا قرباني ورکړه او ورکوي یې، تر دې واضح اعلان چېرته دی چې «زه مخکې له وخته هم ټاکنو ته حاضر یم، واک باید د ټاکنو له لارې انتقال شي.» له دې اعلان سره یې ټولې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې اشرف غني د خپل قدرت او چوکۍ دوام غواړي، خو طالبانو تکبر وکړ د دوحې په هوکړه لیک او د پاکستان په ملاتړ هومره دوکه شول چې اسلامیت او افغانیت یې له پامه وغورځول او داسې جګړې ته یې مخه کړه چې ګټه یې یوازې او یوازې د افغانستان دښمنانو په خاص ډول پاکستان ته رسېږي.

درېيم: الکترونیکي تذکرې هغه بنسټي پروژه او چاره ده چې په حکومت او دولت کې ټول سیستمونه په ډېره اسانۍ ورسره شفاف کېدای شي او د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو ستر ګام دی، په دې چاره کې چا د قوم، چا د ژبې، چا د سمت او چا د پردیو په اشاره د اشرف غني ټینګ مخالفت وکړ، خو هغه دا ټول مخالفتونه پر ځان ومنل او هیچا ته تسلیم نه شو او د هېواد د پرمختګ لپاره یې دغه بنسټي پروژه نوره هم ګړندۍ کړه.

څلورم: د اوبو د مدیریت خبره یې هم ولس ته ور وپېژندله او هم یې د کمال خان بند له افتتاح سره د میلیونونو افغانانو په سترګو کې د خوشالۍ اوښکې ډنډ کړې.

پر وطنپاله مشرانو او ځوانانو غږ کوم!

روانه جګړه د طالب جګړه نه ده، دا د افغانستان له ټیکاو او پرمختګ سره د پاکستان او پنجاب جګړه ده. پاکستان هیڅکله ستا ښه ورځ نه شي لیدلای، اوس خو د پاکستان او افغانستان تر منځ حالات داسې ترینګلي شوي چې ستا مړی هم په خپله هديره کې نه پرېږدي.

د افغانستان نجات د همدغه کمزوري نظام په بقا کې نغښتی دی، د نظام ړنګول او له منځه وړل او یا یې په یو او بل نامه تضعیفول، له خپل هېواد، ولس او خپلو بچیانو سره ستر ظلم او کبیره ګناه ده.

سمه ده دې نظام به موږ ته ډېر څه نه وي راکړي، خو تر نه نظام زر ځله غوره دی. راځئ چې له خپل وس سره سم د نظام  ننګه وکړو او خپل هېواد، ولس او بچیان د کډوالۍ، فقر او نالوستۍ له ذلته وژغورو.

لا هم وخت شته چې موږ د خپلې بقا لارې انتخاب کړو، بيا به د دې ټولو بايلنو پړه يوازې پر يوه يا څو  کسانو نه ور اچوو. دا ځل که بیا هم نظام او وطن زموږ له لاسه وځي، هيڅوک هم له ملامتي ځان نه شي خلاصولای.

Leave A Reply

Your email address will not be published.