The news is by your side.

د پاکستان همدا شرم هم بس دې!

0

مطیع الله سحر-

پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ تولیدونکي هیواد په نوم مشهور دی، ځکه تل یې د هغوی ملاتړ کړی او له هغوی سره یې د هر ډول سپکو او درنو وسلو، مالي مرستې او نورو تجهیزاتو او پټنځایونو په ورکولو کې مرستې کړې دي.

دلیل یې دا دی چې پاکستان لا هم د مشروع اړیکو پرځای دغسې د فشار وسیلې زیاتي. د ترهګرۍ او وسله والو ډلو له لارې پر نورو فشار راوړي او فکر کوي چې دا کار به د دوی ګټې تامین کړي. مګر دې کار برعکس د پاکستان شهرت او اعتماد ته زیان اړولی او د سیمې اکثره هیوادونه له دې امله له پاکستانه کرکه لري او خپلې اړیکې یې یا ورسره پرې کړي او یا یې هم تر پخوا کمې کمې کړې دي، افغانستان په دې وروستیو کې خپل سفیر له اسلام اباد څخه کابل ته ور وغوښت، ځکه چې د پاکستان له ورانکاریو او لاسوهنو څخه افغانان تر پوزې راغلي دي.

د افغانستان په ګډون د نړي والو هم له پاکستان همدا غوښتنه ده چې له دا ډول بې ځایه کارونو څخه لاس واخلي، او د ترهګرۍ د پیاوړي کولو او پاللو پرځای باید له سیمې، حکومتونو، نړۍ، دولتونو ملتونو سره په دوستانه او ښو مناسباتو باور ولري او د دولت په دولت اړیکو له لارې د خپلو ستونزو حل ته راوړاندې شي.

ګوګل هم نن سبا د پاکستان پر وړاندې داسې شیان خپلو لېدونکو ته وړاندې کوي چې له دې سره یې د پاکستان حکومت د نړۍ والو هیوادونو پر وړاندې په دوو پیسو کړ. که چېرته د ګوګل پلټن ځای کې د نړۍ تر ټولو ښه تشناب کاعذ لټنه وکړئ، ستاسو د ګوکل پر صفحه به سمدستي د پاکستان سپين او شین بیراغ راشي، تاسو ته به د نړۍ تر ټولو ښه تشناب کاغذ  د پاکستان بیرغ دې نشان درکړي. دا د پاکستان لپاره لوی شرم او پېغور دی.

پاکستان که څه هم له کوم سند پرته د دې کار پړه پر هند اچوي، مګر دا په لویه کې د پاکستان د خپلو اعمالو نتیجه ده. پاکستان چې خپل ځان بدل نه کړي او په سیمه کې په دوستانه مناسباتو لرلو ته ارزښت ورنه کړي او د نورو په چارو کې له لاسوهنو لاس په سر نشي، نو پاکستان به همداسې ورځ تر بلې په سیمه او نړۍ کې منفور شي.

تروریزم په سیمه کې په نهایت جدي خطر برابر شوی دی او دغه تهدید له پاکستان څخه سیمې او نړۍ ته ور متوجه دی او حتی په پاکستان کې هم وخت پر وخت د خلکو ژوند ګواښي. افغانستان چې له پاکستان سره په پوله پروت دی، نو د ترهګرۍ اصلي قرباني پاکستان دی، ځکه پاکستان په افغانستان کې مستقیمه لاسوهنه کوي او افغان حکومت په دې اړه وخت پر وخت نړیوالو ته شکایتونه کړي او اسناد یې هم وړاندې کړې دي.

خو د امریکا په ګډون د سیمې نور هیوادونه لا هم په دې برخه کې جدي اقدام نه کوي. دوی ته ښایي چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي. داسې فشارونه چې پاکستان یې درد، پایلې او تاثیرات حس کړي او پاکستان د خپل چلند او اوسني ناوړه دریځ بدلېدو ته مجبوره کړي او بالاخره دوی دا تصمیم ونیسي چې د ترهګرو له تمویل او د نورو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس په سر شي.

(Visited 93 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.