The news is by your side.

د پاکستان پر وړاندې زموږ غبرګون

رحمت شاه فراز

0

نننۍ نړۍ، نړیوال کلی یا «ګلوبل ویلج» بولي. نړۍ مو چې کلی کړه، نو اوس به د یوه کلي په څېر چلند ورسره کوو او دا به سره منو چې په کلي کې هر ډول انسانان ژوند کوي. هماغسې چې په یوه کلي کې یو تن په بل ظلم او تېری کوي، په نړیوال کلي کې هم چې افراد یې هېوادونه دي، یو هېواد وخت په وخت د خپلو ګټو او اهدافو لپاره پر بل ګاونډي تعدي کوي او تر خپله وسه پر هېڅ شي هم درېغ نه کوي. په همدې تناظر کې پاکستان هم چې هر وخت فرصت موندلی، په افغانستان او افغانانو يې تر خپله وسه پرېمانه ظلمونه او کړاوونه تر سره کړي او لا یې هم له دې کار نه لاس نه دی اخیستی.

د مقابل لوري د یوه ناوړه او ناسم اقدام پر وړاندې، هماغسې چې په کلیواله کچه مظلوم لوری مشرانو او جرګې ته مخه کوي، په نړیواله کچه بیا هېوادونه نړیوالو مشرانو ته سترګې ور اړوي او له هغوی د یوې لانجې او مشاجرې حل غواړي، چې په اوسني وخت کې ملګرو ملتونو یا united nations دغه چاره او مسؤلیت په غاړه اخیستې. دا د یوې لانجې، په کلیوالي او نړیواله کچه، د حل یوه لاره شوه. پوښتنه دا ده چې د یوې شخړې د حل لپاره بله لاره هم په لاس کې لرو او که نه؟ د بشري ټولنې جوړښت او طبیعت راته ښيي چې هره ستونزه له دوو لارو حل کولی شو: یو د اجتماعي مشارکت له لارې او بل د فردي هڅو او هلو ځلو له مخې. موږ چې د شخړې لپاره تر دې دمه کومه لاره په ګوته کړې، هغه یوه اجتماعي هڅه بللی شو. نړۍ چې نړیوال کلی دی، هېوادونه يې وګړي دي؛ نو د دې وګړو له منځه څخه مو مشران او جرګه ټاکلې او هغوی ته خپل مشکل وړاندې کوو. خو په دې ځای کې مو د حل فردي اړخ له پامه غورځولی، چې اوس به هماغه ته راشو.

هماغسې چې په یوه کلي کې د مشترکې اجتماعي همکارۍ په واسطه خپله ستونزه تر لویانو رسوو، په همدې ډول پر فرد هم دا مسؤلیت او مکلفیت راځي چې د ستونزې د حل لپاره په فردي کچه هم هڅې وکړي. موږ د یوه ملت په توګه د پاکستان پر وړاندې په اجتماعي کچه خورا زیاتې هلې ځلې کړې، خو فکر کوم چې فردي کچه مو خورا زیاته پیکه او بې رنګه ده. د دې بې رنګۍ لوی لامل د پاکستان (یا بل هر هېواد چې پر موږ د تېري اقدام کوي) پر وړاندې زموږ ذهنیت دی. موږ چې کله وایو، پاکستان پر موږ ظلم کړی/کوي، نو د یوې ساده منطقي اړیکې له مخې پاکستان، ظالم او موږ مظلوم ګرځو، چې په نتیجه کې يې بیا د مظلومیت ذهنیت راسره پیدا کېږي. مظلومیت، بې وسي او ناتواني ده او مظلوم انسان یو بې وسه او مایوسه انسان دی. هغه انسان چې د مایوسۍ او ناهیلۍ ذهنیت پالي، له ګیلو او فریادونو پرته یې بل څه له وسه نه کېږي او د لیکوال په اند تر ننه پورې موږ همدا کار کړی. خو که موږ دغه پورتنۍ ساده منطقي اړیکه یو څه تغییر کړو او له یوې مختلفې زاویې ورته وګورو، ممکن په نتیجه کې يې زموږ ذهنیت هم تبدیل شي او د هماغه ذهنیت د ثمرې په توګه زموږ اقدام او غبرګون هم بدلون ومومي.

(پاکستان تر موږ ځواکمن، په تعلیم سمبال او هوښیار هېواد دی، همدا لامل دی چې پر موږ د تېري وس لري)؛ د یو څو شېبو لپاره د پاکستان په اړه همدا مقدمه په نظر کې نیسو او د همدې پر بنسټ خپل استنتاج کوو. پاکستان ځواکمن دی، ځکه پر موږ ظلم کوي. آیا دا په دې معنا نه ده چې که موږ هم ځواکمن شو، نو پر موږ به ظلم نه شي کولی؟ په تعلیم سمبال دی. نو آیا د تعلیم په میدان کې زموږ پرمختګ او مخکې والی به مو د پاکستان له کرغېړنو او شومو پلانونو ونه ژغوري؟ هوښیار دی. نو آیا د هوښیارتیا تر بریده رسېدل مو د پاکستان سیال نه شي ګرځولی؟

ځواب به يې هرومرو هو وي، خو پوښتنه دا ده چې ځواب يې ولې «هو» دی؟ موږ چې د پاکستان په اړه خپل نظر بدل کړو، نو په پایله کې يې زموږ ذهنیت هم بدل شو. مخکې چې زموږ ذهن مایوسۍ، ناتوانۍ او ناهیلۍ نیولی وو، اوس يې پر ځای مقابله، سیالي، تعلیم، هوښیارتیا او ځواکمتیا راغلل، چې د یوه ملت د رغنده او غوڅ پرمختګ لپاره د حیاتي ارزښت مزایاوې ګڼل کېږي.

دا ډېر د حیرانۍ ځای دی چې موږ کله په سیاسي ډګر کې له پاکستانه ماتې خورو، نو ولې له پاکستان نه د سرټکولو پر ځای دا هڅه نه کوو چې د خپل ځان او هېواد لپاره هم د هغوی په څېر هوښیار، له نړۍ سره ښه انټرکټیو او مناسب چلند کوونکي رهبران وټاکو؟ هغه ځوان چې د پېښور یا اسلام آباد په یوه روغتون کې یې، سره له دې چې نوبت يې هم رسېدلی دی، د مور یا خور د درملنې پر ځای یوه پاکستاني ته لومړیتوب ورکول کېږي، له هغه سره پاکستاني (یا بل) قوم ته د بد رد ویلو پر ځای ولې دا فکر نه پیدا کېږي، چې خپل هېواد ته له دې کلکې ژمنې سره راستون شي، چې په خپل ورور او خور به د طب … پوهنځی لولي، یو تکړه ډاکټر، انجینر، کمپیوټرپوه … به ترې جوړوي او خپل هېوادوال به د پردیو له محتاجۍ ژغوري؟ یوه بل هېواد ته د تګ (په تېره له تورخم نه د اوښتلو) لپاره د لارې جنجالونه به ایسته پرېږدو.

د دې ترشا به ګڼ لاملونه وي، خو یو لوی لامل یې په افغانانو کې د اسانۍ او هوساینۍ لپاره یوه لویه مینه او علاقه بللی شو. فریاد او ګیله تر ټولو اسانه کار دی، چې یو مظلوم یې کولی شي، خو شپې په ویښه تېرول، کار او زحمت ته مټې او اوږې ورکول، د یوه انګلیسي شاعر په خبره «وچ کتابونه لوستل» او داسې نور، هغه کارونه دي چې موږ يې ډېر شوقيان او مینه وال نه یو. موږ چې «غوټه چې په لاس خلاصېږي، نو خولې ته څه اړتیا ده» متل لرو، نو خپله خوله نه استعمالوو او یوازې نورو ته «لاس» اوږدوو او له هغوی غواړو چې زموږ ستونزې را حل کړي. مګر موږ پر دې اصلاً غور نه دی کړی، چې زموږ اکثریت متلونه خورا نیمګړي او له افسانو ډک دي او په یوویشتمه پېړۍ کې ناکاره او ناچله دي. خو غور کول هم چې یوه ذهني چاره ده او خواري غواړي، نو زموږ له ذوقونو سره ډېر سر نه خوري او له مایوسیو، ګیلو، شکایتونو او نا امیدیو نه ډک ذهن مو اصلاً دومره ځای نه لري چې دا یې هم په څنګ کې ځای شي. یوویشتمه پېړۍ مقابله او مبارزه غواړي او د فریادونو او ګیلو ټغر ټول شوی او موږ چې چیغې وهو چې څوک مو غږ ولې نه اوري، ممکن سبب به يې د یاد ټغره ټولېدل وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.