The news is by your side.

د پخواني کندوز لومړۍ چاپي خپرونې

ګل رحيم نيازمن

0

خپرونې يا مطبوعات په ژورناليزم پورې تړلي توکي دي، او ادب يو بېل صنف دی، چې ددغې رسالې په لومړيو مخونو کې يې بشپړه يادونه شوی، ادب په خيال، عواطفو، احساساتو او جذباتو پورې تړلی دی خو ژورناليزم بيا له احساساتو خيال او عواطفو لرې دی، ژورناليسټ د خپلو اصولو مطابق په راپور کې خپل احساسات نه شي ځايولې، خو اديب کولای شي چې خيالي کيسې وليکي،  په شعر او نثر کې د مبالغې تر بريده د يو چا توصيف وکړي، که څه هم دواړه بېلا بېل صنفونه دي، خو ژورناليزم او ادب ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ پاتې شوى نه دى او په يو ډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي او مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف يې پر شا ډبولى دى.

په ادب او ژورناليزم کې د حقايقو د وړاندې کولو لارې هم له يو بل نه توپير لري. ژورناليسټ چې څه ليکي، هغه په ناپېيلي ډول وړاندې کوي. هيڅکله ژورناليسټ ته اجازه نشته چې په ليکنه کې خپلو احساساتو ته ځاى ورکړي، خو د اديب ليکنې د احساساتو ښکارندويه دي، ځکه ژورناليسټ که وغواړي يا ونه غواړي، پېښې بايد وليکي، خو اديب بيا داسې نه دى. اديب هغه وخت ليکنه کوي چې خوشاله يا خپه شي او کله چې پر انسان دغه ډول حالت راشي، بيا انسان توازن له لاسه ورکوي او څه چې يې زړه غواړي، هغه ليکي چې ځينې وخت په کې د څه شي، ځاى يا کوم شخص ستاينه او ځينې وخت د دغو شيانو پر خلاف ليکنې کوي.

د ژورناليسټ دنده خلکو ته په ساده ژبه د حقايقو وړاندې کول دي، خو اديب بيا د ليکنې لپاره ډېر وخت لري، نو ځکه پر کليمو او متنونو فکر کوي او رنګينې کليمې او متنونو کاروي او د اديبانو مقصد د خلکو متاثره کول دي.

خو ددې ټولو توپيرونو سره سره بيا هم مطبوعات او ادبيات يو له بل سره ټينګې اړيکې لري، مطبوعات پر اديبانو او ليکوالانو پر مخ ځي، د تاريخ په اوږدو کې که د افغانستان لومړنيو مطبوعاتو (سراج الاخبار) او نورو ته  نظر واچوو ددغو مطبوعاتو د رامنځ ته کيدو يوه موخه همدا وه چې په افغانستان کې د خلکو د خوښې حکومت رامنځ ته شي، مبارزه وکړي او خلکو ته حقايق ورسوي او تر ډيره بريده د وخت لومړني رامنځ ته شوي مطبوعات په خپلو موخو کې بريالي شوي دي.

له مطبوعاتو څخه هر ډول سياسي، ټولنيزې، فرهنګي، ادبي او نورې ګټې اخيستل کيدای شي، که څه هم په افغانستان کې د لومړنيو مطبوعاتو رامنځ ته کيدلو سياسي اړخ درلوده خو تر څنګ يې ادب ته هم زيات کار کړي خلک يې هڅولي چې ليکنې وکړي او خپل افکار له نورو سره شريک کړي، ژبو ته يې وده ورکړې او ادبيات يې پياوړي کړي دي.

اصلاح اوونيزه:

 د لومړي ځل لپاره له قطغن څخه د اصلاح خپرونه چاپ شوه، چې مرکز يې د اوسني کندوز ولسوالي خان اباد و ( هغه وخت  قطغن ولايت ) او د خان آباد ښار يې مرکز و، ددغې اونيزې خپرونې لومړۍ ګڼه د (۱۳۰۱) هـ لمريز کال په مرغومې کې چې د ( ۱۹۲۳) ميلادي کال سره سمون خوري، د محمد بشير په مديرت خپره شوه، د دې خپرونې د دريم کال تر (۶۲)مې ګڼې ورسته مسول مدير صباح الدين کشککې وټاکل شو او په ( ۱۳۳۹) هـ لمريز کال يې د مخونو شمير شپږو ته ورسيد . د دې تر څنګ چې د (اصلاح ) اوونيزې خپرونې چاپ د وام درلوده د قطغن مرکز د بغلان ولايت وټاکل شو او د ( اتحاد ) په نامه ورځپاڼه په کې تاسيس شوه.

اتحاد ورځپاڼه:

د (اتحاد) په نامه ورځپاڼه له انګريزانو څخه د خپلواکۍ په اته ديرشم کال د (۱۳۳۷) لمريز د حمل د مياشتې په دويمه نېټه لومړۍ ګڼه له چاپه راوتې، دغه ورځپاڼه د (A4) پاڼې په اندازه په څلورو مخونو کې د محمد علم غواص په مديريت په دولتي مطبعه کې چاپيده، د اتحاد ورځپاڼې د نورو کار کوونکو لکه مرستيال، کتونکی ډله اوخبريالانو د نومونو يادونه نه ده شوی، بس د ورځپاڼې پر تندي يوازې د امتياز څښتن د اتحاد نشراتي موسېسه ياده شوی ده او په هغه وخت کې د مروجو ټليفونونو شميره پرې ليکل شوی.

 په دغو ورځپاڼو کې په عمومي توګه لومړی او لوی خبر په کابل کې د شاه کارونو ته ځانګړی شوی، او په دويمه درجه کې په کې د سيمې اړوند د دولتي ادارو د مجلسونو او کارونو راپورونه نشر شوي، په اتحاد ورځپاڼه کې له خبرونو پرته اجتماعي داسې ليکنې هم چاپ شوي چې خلکو ته په کې د وخت د اړتيا سره برابر معلومات وړاندې شوي دي.

د اتحاد په ورځپاڼه کې د ځينو پښتنو شاعرانو شعرونه هم خال خال ليدل کيږي، په دغه ورځپاڼه کې د دري په نسبت پښتو ډيره کمه ده، د ورځپاڼو په ځينو ګڼو کې دومره پښتو ليکل شوی چې په فيصدي کې نه راځي په ځينو ګڼو کې يو فيصد او په ځينو کې تقريبا دوه فيصده پښتو مطالب چاپ ته سپارل شوي دي، چې له ډلې څخه يو شمير ژباړې، شعرونه، لنډې کيسې او يو نيم په کې اجتماعي ليکنې دي، خو لوی خبرونه په کې په پښتو ژبه کم ليدل کيږي.

د ځينو ملي ورځو په اړه ځانګړې شوی ګڼې يو څه پښتو ليکنې لري چې د مثال په ډول يې د پښتونستان د ملي ورځې په اړه د چاپ شوې ګڼې يادونه کولې شو، د (۱۳۳۷) لمريز کال د اتحاد د ورځپاڼې د سنبلې د مياشتې  په (اتمه) نېټه چې کومه ورځپاڼه چاپ شوی، د پښتونستان ملي ورځې ته ځانګړی شوی ده، چې په لومړي مخ يې د خان عبدالغفار خان او د پښتونستان د بيرغ تصويرونه چاپ شوي، په دغې ځانګړې ګڼه کې چې په (سور) رنګ چاپ شوی، د پښتنو او پښتونستان په اړه په پښتو ژبه مضامين او شعرونه نشر شوي، خو بيا هم په کې درې مضمونونه په دري ژبه موجود دي.

په دغې ورځپاڼې کې د کندوز د ولسي شاعر ښاغلي زين العابدين پردېس، د غزل ستوري محمد صديق پسرلي ليکنې، شعرونه او لنډې کيسې، او د محمد خان سايل، اشعار هم چاپ ته سپارل شوي چې د دغې ورځپاڼې منځپانګې ته يې ښکلا ورکړې.

سـپين زر خـپـرونـه: 

هغه وخت چې قطغن په څلورو ولايتونو بغلان، کندوز، تخار او بدخشان وويشل شو، په کندوز کې د ادب د پتنګانو لپاره يوه بله ډيوه بله شوه، چې ټول شاعران پرې راټول شول او د هغې له ښکلا څخه يې لذت اخيسته.

پخوا تردې چې د قطغن مرکز بغلان شي، د کندوز د خان اباد ولسوالي د قطغن مرکز و او د اصلاح په نامه خپرونه يې درلوده چې مخکې يې يادونه شوی ده، خو کله چې کندوز پر ولايت بدل شو، د (سپين زر) په نامه اونيزه خپرونه پيل شوه، ددغې خپرونې د امتياز څښتن سپين زر ياد شوی، موسيس يې غلام سرور ناشر و چې د سپين زر پنبې شرکت له خوا چاپيده، ددغې خپرونې لومړۍ ګڼه په ټايپي ډول په يوه (A4) پاڼه کې د (۱۳۴۴) لمريز کال، د حوت په اوله ورځ له چاپه راوتې، چې په کتونکي ډله کې يې (نالان، نګهت، ايمن، اسود، عسکر، اوچقون ) شامل دي.

د خپرونې نوم د پاڼې په منځ کې د پنبې پر ګل په لاسو ليکل شوی، چې د پنبې غوزه او پاڼه هم ور پورې نښتي دي، د سپين زر په سرليکنه کې ددې يادونه شوی ده چې په دغه خپرونه کې به د پنبې د کښت لپاره دهقانان هڅول کيږي، په سپين زر کې د (اتحاد) ورځپاڼې يادونه په داسې ټکو شوی: ((با اين همه وجود نشريه در جايکه سالها روزنامه اتحاد نشر ميګرديد فعلا جای ان خالي بوده، متاسفانه درين ولايت پهناور کدام نشريه وجود ندارد، درينجا شعرا و نويسندګان و هنرمندان موجود است ولی افکار خود را درنقاط دور دست برای نشر ميفرستند.))

د سرمقالې په يو بل پراګراف کې راغلي چې دوی به اوس په همدې ډول خپرونو ته ادامه ورکوي تر څو ورسره د لوی مطبعې مرسته وشي، خو معلومه نده چې ايا دغې خپرونې په همدغه وړه کچه دوام درلوده او که له چاپه غورځيدلې وه.؟

په سرمقاله کې ددې يادونه هم شوی چې دوی به د شاعرانو شعرونه، ليکنې او نور ادبي مضامين نشر ته ورکوي، خو له پورتنيو جملو معلوميږي چې په دغه وخت کې د (اتحاد) ورځپاڼه بنده شوی وه، او ددې ضرورت احساسيده چې بايد کندوز يوه خپرونه ولري.

د سپين زر په لومړۍ ګڼه کې د عسکر صيب يو پښتو شعر راغلی او نور مضامين چې واړه خبرونه او د شرکت اړوند حسابي په کې ده په دري چاپ شوي دي، په دغه ګڼه کې د ناشر په سينما کې د فلم، او تياتر اعلانونه هم ورکړل شوي او په هغه وخت کې د عامه کتابتون اعلان هم په دې خاطر چاپ شوی چې خلک مطالعې ته وهڅول شي او د کتابتون يادونه ورته وکړي.

خو د سپين زر پر بلې  ګڼې يو ځل بيا د ((نشر لومړی کال، (۱۳۴۵) لمريز د جوزا، دويمه نيټه)) د لومړۍ ګڼې د چاپ تاريخ  ښودل شوی دی.

د دغې خپرونې ټول ليکل چاپي دي او د خپرونې پر تندي د خپرونې د نامه د پاسه په روښانه ليک (پنځلس ورځنۍ جريده) ليکل شوي دي.

خو په دغه ګڼه کې د دې يادونه نه ده شوی چې دوی مخکې خپرونې درلودې او کنه؟ د سپين زر دغه خپرونه چې په اخباري کاغذ د (A3) په اندازه پاڼو باندې د بغلان په دولتي مطبعه کې چاپ شوی ښکاري چې مطبوعه  تر پخوا چې (اتحاد) ورځپاڼه به پرې چاپيده پرمختللې ده ځکه خو په کې عکسونو ته هم ځای ورکړل شوی دی، او په اسانۍ لوستل کيدای شي، خو اتحاد ورځپاڼه په ګرانه لوستل کيږي، د مطبعې رنګ يې له تورو اخوا ديخوا خور شوی او په ځينو ځايونو کې خو يې د ځينو تورو تر مينځ فرق هم نه کيږي، د چاپ پر وخت پليټ په زور سره پر کاغذ لګيدلی او کاغذ يې سوری کړی دی.

په دغه خپرونه کې د مسول مدير نوم ((نورمحمد پوونده))  ليکل شوی دی، خو د نور کارکوونکو د نومونو يادونه په کې نه ده شوې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.