The news is by your side.

د پروژې داوطلبي

خلیل رحمت فرحت

0 57

   داوطلبي د پروژې د سپارلو دودیز میتود دی او اړوند محاسبات پرې عملي کیږی، تر څو د پروژې لپاره عمومي قراردادي غوره کړي، عمومي قراردادي هغه څوک دی چې د مدیریت او جوړونې خدمات وړاندې کوي. ددې میتود له مخې معمول دود دادی چې هغه قراردادي غوره کیږي چا چې په داوطلبۍ کې ښکته قیمت ورکړی وي، په لاندی مثال کې قرارداد ښکته قیمت لرونکي ته ورکړل شوی دی.

S.NoBidderFinancial bid (Af)
1A95000
2B87000
3C64000
4D76000

مثال: که فرض کړو چې څلور کسان د پروژی په داوطلبۍ کې ګډون کړي چې د پروژی تخمین شوی قیمت 100000 افغانۍ دی، او د هر داوطلب لپاره تخنیکي نمرې او مالي بیډ قیمتونه په لاندې جدول کې ورکړل شوی دی.

S.NoBidderScore of technical bid*Financial bid (Af)
1A80110000
2B7598000
3C4585000
4D60100000

  هر داوطلب ته تخنیکي نمرې د خاصو معیارونو په نظر کې نیولو سره له 100 څخه ورکړل شوې دي:

د داوطلبانو ارزونه د لاندې معیارونو په نظر کې نیولو سره تر سره کیږي.

۱- په دې مثال کې داوطلب باید له 50 څخه زیاتې تخنیکي نمرې ولري.

۲- هغه داوطلب چې د تخنیکي نمرې یې پوره کړې وي، نو یواځني معیار ورته د قیمت تعین دی چې قرارداد ورکړل شي.

له تخنیکي ارزونې څخه ورورسته:

S.NoBidderScore of technical bid*Financial bid (Af)
1A80110000
2B7598000
3C45<5085000
4D60100000

(←) دریم داوطلب په شرایطو برابر ندی ځکه هغه اول شرط چې 50 تخنیکي نمرې پوره کول دي ندي ترلاسه کړې.

)← (اول، دوهم او دریم داوطلبان په تخنیکی شرایطو برابر دی.

B<D<A

څنګه چې دوهم داوطلب تر ټولو ښکته 98000 قیمت لري، نو ځکه د پروژې قرارداد ورته سپارل کیږي، که چیرته د پورتني مثال لپاره د ارزونې معیارونه په لاندې ډول وي.

(←) داوطلب باید له 50 څخه زیاتې تخنیکي نمرې ولري.

 (←) قرارداد هغه داوطلب ته سپارل کیږي چې تر ټولو لوړې د ارزونې مرکبې نمرې ولري او همدارنګه د مالي بیډ او تخنیکي نمرې انډول سره برابر وی 50 سلنه مالي بیډ او 50 سلنه تخنیکي نمرې په نظر کې نیول کیږي.

S.NoBidderScore of technical bid*Financial bid (Af)*
1A80110000
2B7598000
3C4585000
4D60100000

 *: څنګه کولای شو چې ورکړل شوي قیمتونه ( مالي بیډونه ) نمرو ته تبدیل کړو؟

د حل لپاره له لاندې بدیلې تګلارې څخه استفاده کوو.

۱- د ښکته داوطلب لپاره 100 نمرې په نظر کې نیسو.

۲- د نورو داوطلبانو لپاره نمرې د تناسب په اساس تخصیص کیږي.

S.NoBidderScore of technical bidFinancial bidMarks awarded to the cost
1A8011000087.76
2B7598000100
3D6010000097.96

دوهم داوطلب ته 100 نمرې ورکړل شوې ځکه د هغه/هغې مالي بیډ قیمت ترټولو ټیټ دی.

Awarded score for bidder (A) = 100 – { x 100} = 87.76

Awarded score for bidder (D) = 100 – { x 100} = 97.96

S.NoBidderScore of technical bidMarks awarded to the costComposite Score *
1A8087.7683.88
2B7510087.5
3D6097.9678.98

  *: اول حالت ارزونه د 50  سلنه مالي بیډ او50 سلنه تخنیکي نمرو په اساس تر سره کیږي.

Composite score for bidder (A) = 0.5×80 + 0.5×87.76 = 83.88

Composite score for bidder (B) = 0.5×75 + 0.5×100 = 87.5

Composite score for bidder (D) = 0.5×60 + 0.5×97.96 = 78.98

دلته مرکبې نمرې د دوهم داوطلب زیاتې دي، چې په دې اساس د پروژې ګټونکی دی.

دوهم حالت : که چیرته له داسې یو حالت سره مخ شوو چې هلته غوښتنه د 80 سلنه تخنیکي نمرو او 20 سلنه مالي بیډ په نظر کې ونیول شي.

S.NoBidderScore of technical bidMarks awarded to the costComposite Score *
1A8087.7681.55
2B7510080
3D6097.9667.59

*: په دوهم حالت ارزونه کی 80 سلنه د تخنیکي نمرو او20 سلنه د مالي بیډ په اساس ترسره کیږي.

Composite score for bidder (A) = 0.8×80 + 0.2×87.76 = 81.55

‌Composite score for bidder (B) = 0.8×75 + 0.2×100 = 80

Composite score for bidder (D) = 0.8×60 + 0.2×97.96 = 67.59

په دی صورت کې د تحلیل څخه وروسته معلومه شوه چې لومړی داوطلب د تر ټولو لوړو نمرو په لرلو سره د پروژې ګټونکی شو.

معمولا په افغانستان کې یواځې مالي بیډ په نظر کې نیول کیږي کوم داوطلب چې ښکته قیمت ولري، د پروژې د قرارداد لپاره انتخاب کیږي، چې د داوطلبو شرکتونو د ارزونې  لپاره کوم معیار وجود نه لري چې همدا لامل کیږي، چې پروژی په ځنډ او ټیټ کیفیت سره اجرا کیږي، نو هیله داده چې داوطلب شرکتونه باید په جدي توګه له تخنیکي اړخه وارزول شي او همدارنګه د پروژې د تخمین شوي قیمت څخه ښکته او پورته دواړه قیمتونه وارزول شي که چیرته د ګټونکي داوطلب قیمت د پروژې د تخمین شوي قیمت څخه 20 سلنه زیات وي، نو باید قرارداد ترسره نشي او دوهم ځل داوطلبي صورت ونیسي ځکه چې داسې قراردادونه د پروژې د مالک په اقتصاد باندې بده اغیزه لرلای شي. برعکس که چیرته د ګټونکي داوطلب قیمت تر تخمین شوي قیمت څخه ډیر ټیټ وي بیاهم باید قرارداد ور نه کړل شي، چې ورسره د قرادادي تاوان او د پروژې د بې کیفیته کیدلو باعث کیږی.

لیکنه: خلیل الرحمن فرحت

Leave A Reply

Your email address will not be published.