The news is by your side.

د ځانځاني ښامار تخلیقي رغښت

نعمت الله صدیقي

0
د تخلیقي متونو د سپړنې یا شننې لپاره د رغښتوالو د مطالعې طرز دا و، چې متن باید د لانګ یا رغښت په اساس وپلټل شي، له دې پلټنې یې هدف د یوه متن دننه د خورو ورو اجزاوو سپړل او د ادبي متن ادبي ماهیت معلومول وو، ادبي ماهیت د شلمې پیړۍ د اکثرو کره کتنیزو مکتبونو جدي موضوع وه، چې تقریباً ټولو مکتبونو یې د خپل فکر او استدلال په کچه په بېلا بېل ډول د ثابتولو کوښښ وکړ. ادبي ماهیت ځکه د پام وړ بحث و او دی، چې د تخلیق حیثیت او مقام ورسره تړلی دی، له پخوا راهیسې او تقریبا تراوسه د یوې ادبي پنځونې یا متن عام تاثراتي تشریح او تعبیر د تخلیق هیڅ دننه نظام یا رغښت هغه ډول تحلیل نه کړ، چې د تخلیقي اړخ یا ادبي ماهیت ارزښت ورسره اهمیت او پېژندګلوي ومومي، رغښتوالو په همدې موخه د خپلو پراخو بحثونو په منځ د ادبي ماهیت او رغښت ډوله خبرو او دتحلیل طرز ته ځای ورکړ. دوی چې د ادبي ماهیت د فرضیې د ثابتولو لپاره د لانګ په وسیله د یوه متن یا پنځونې په رغښت کې کومې خبرې وکړې؛ نو دا یې د یوه منظم او سیستماتیکه ادرس (رغښتي ادبییت) له مخې وکړې، یعنې یو متن یې د ادبي دودونو او کوډونو له مخې د پرانیستلو پر طرز پرانیست او پر همدې اساس یې د یوې ادبي پنځونې ادبي ماهیت په ګوته کړ. موږ د همدې اهمیت او طرز پر بنسټ د ځانځاني ښامار د متن د ادبي ماهیت پر ځینو محدودو کوډونو او دودونو خبرې کوو. دا پنځونه که له یوې خوا زموږ د عصر د ژور سیاسي، ټولنیزو او فلسفي اړخ او ځایونې یو تخلیقي شهکار دی؛ نو بل خوا یې ادبي او فني اهمیت داسې محسوسې هنري پيرایې لري، چې باید د ادبي ماهیت پر راز او هنر یې سړی پوه شي.
ادبي دودونه په ادبي پنځونه کې د ژانر(هیئت) منل شویو اصولو او تیوریو ته وايي او کوډونه له منځپانګې د نویو ماناوو د راخستنې او رایستنې طرز یا برداشت ته وايي، چې اصل تمرکز یې ديوې پنځونې د تخلیق یا د متن د ماهیت په رغښت خبرې دي، مثلاً د ځانځاني ښامار د نظم بڼه یو دود دی، چې د ازاد نظم د ژانر په توګه لیکل شوی دی او د نظم خپلې ځانګړنې لري، چې موږ له اوله ورسره بلد یو؛ خو ځینې نورې ځانګړنې هم لري، چې د دې دود په هنري ایجاد کې یې برخه اخیستې ده. مثلاً نظم د وزن په اساس رغېږي او وزن د اهنګونو مجموعې ته ویلی شي، دا وزنونه او اهنګونه د یوې منځپانګې لپاره څنګه انتخابېږي؟ او د انتخاب نقش یې څه ډول دی؟ دا پوښتنې د همداسې لویو شاعرانو د متونو د لوست پر مهال ځوابېږي. په ځانځاني ښامار کې د نظم اصل راوي لاروی چې کله د برم، سوبو او خوښیو خبرې کوي یو ډول اهنګ ایجادېږي او چې د ماتو، لانجو او جګړو خبرې کېږي؛ نو بیا بل ډول اهنک سره پکې مخ کېږو. دا اصلا د شاعر د وزن او اهنګ د انتخاب هنر دی، چې منځپانګه د وزن د اهنګ په اساس انتخابوي. دا انتخابونه چې په لفظي انتخاب، غور او دقت رامنځته کېږي، د ځانځاني ښامار د نظم  دود ځانګړنه ده. یو ځای د لاروي د ډوبېدو خبرې له همداسې ویرونکي اهنګ او د درنو لفظونو له انتخاب سره لولو:
مودې ډېرې تېرېدلې
په دې هسې ښکته تللو
لاروی ښکته روان و، سپک بې وزنه
ژور تل ناشنا محل ته کوزېدلو
سپین غبار و خړې لړې
ډوبېدلو ډوبېدلو
د ځانځاني ښامار بل ادبي دود چې د رغښتي ادبییت له مخې ډېر د پام وړ دی هغه د نظم پیرایه ده، چې په څرخونو او پړاوونو ویشل شوې ده او هر پړاو یا څرخ یې بېلابېل ضمني سرلیکونه هم لري، دا ډول ضمني سرلیکونه په اوږدو نظمونو یا اوږد نظم کې د پوهاوي یا فصاحت ترڅنګ د ماناوو د رابطو اړیکه هم په اسانه لوستونکي ته ورکولای شي، چې د ځانځاني ښامار په څېر اثر چې سېمبولیک اړخ یې په نورو هغو برلاسی دی، د یادولو وړ دی. د اړیکې یا تسلسل له پلوه یې بل تر ټولو زورور ادبي دود دا هم دی، چې د خیال او مرکزي فکر رابطې پکې تر اخره داسې رغښت مومي، چې که حتی یوه کرښه یې هم ترې حذف شي د ماناوو ابهام رامنځته کوي. د لاروي د دومره اوږد او پیچلي سفر په اوږدو کې چې مختلفې مکالمې لري، نه خو چېرته ترې فکري لار ګډوډيږي او نه هم چېرته خیال منطق ماتوي؛ بلکې په داسې او دومره هنري بصیرت پر مخ روان وي، چې د فکر او خیال مرکز یې په هره کرښه کې له بلې هغې کرښې سره کلکه اړیکه او تسلسل لري.
د دې نظم د لاروي مکالمه او د سفر کوم ستړی داستان چې موږ لولو، دا یوازې کومه خیالي تلازمه هم نه دی، چې څوک یې د فکري او منطقي تسلسل کوډ مهم ونه بولي، دا د هنر اوج دی، چې د ویونکیو ژبې نه پرې سوزي، که نه دا د داسې رنځورې ټولنې او نتلي وطن داستان دی، چې لا یې هم په دې موډرنه نړۍ کې د فکر و شعور او د انساني کرامت ورکه نه ده موندلې او د یوه نه سړېدونکي ښامار په خوله کې یې ژوند د جنګ د جهنم خاشاک دی. د دې شهکار نظم څو لسیزې وشوې؛ نه خو د دې مړ شعوره ولس دا فکري او بشري پیام پکار شو او نه هم دې ځانځاني ښامار د ولس او خلکو د ذهن دا تورې او جمود وهلي فکرونه وروچیچل، چې حد اقل د نسبي ویښتیا سا خو یې اخیستې وای. دا د متن او تخلیق دکمزرۍ توجیه نه ده؛ بلکې د ادب تاریخ او د تخليقي متونو ژور لوستونکي پوهېږي، چې دې ډول شهکارونو د ولسونو تقدیرونه هغه وخت بدل کړي دي، چې د هغې ژبې خلک خپل تخلیقي حسونه ویښ او روښانه ساتي. ځانځاني ښامار زموږ د عصر هغه تخلیقي شعور دی، چې یوازې پر شویو کړنو ویرنې نه دي او نه هم په تېر پسې د ناسټلجیا خواږه روایتونه راته وايي؛ بلکې د یوې بشري ټولنې د شته او راروانو پېښو ممکنه وړاندوینې دي. دا نو د دې اثر هغه کوډ دی چې زموږ د ټولې تخلیقې ژبې په شالید کې یې ممکن ساری کم ولېدل شي. په دې تخلیقي ژبه کې یې څلور ــ پنځه لسیزې وړاندې دا سیمبولیکه ژبه او پیغام له ننني سیاسي او ټولنیز بهیر سره پرتله کړئ، چې څنګه یې د تخلیق ژبه او پیغام ژوندی دی:
ای ښاریانو!
ښه خبر شی!
دا بلا توره بلا چې دلته ناسته په دې ښار ده
له کوم بل پردي هېواده خو راغلې دلته نه ده
دا بلا ده به دې کور کې روزل شوې
له دې سیمې پاڅېدلې
پخپل لاس مو له خپل ځانه رایستلې
په خپل ځان مسلط کړې
دا بلا ستاسو بلا خپله بلا ده
ځکه ځکه تاسو هر یو
ښاماران ساتئ روزئ پټ
په سینو په خپلو زړو کې
چې د لوی ښامار خوراک شي
چې ښامار لوی نور هم لوی شي زورور شي
خلاصېدای له دې ښاماره تاسو نشئ
دا ښامار وژلی نشئ
ترڅو تاسو راپا نه څئ
دا ښامار په خپلو زړونو کې مړ نه کړئ نابود نه کړئ
ارستو په خپلې بوطیقا کې د عصر پیژندونکو شاعرانو په تفکیک ویلي وو، چې شاعر تر مورخ مهال ښه پېژني، مورخ هغه څه لیکي چې ترسره شوي وي او شاعر هغه څه لیکي، چې کېدونکي وي. ځانځاني ښامار د فکر او منځپانګې له پلوه د همداسې تخلیقي متن په اساس رغېدلی تخلیقي شهکار دی، چې د عصر کېدونکې سیاسي او اجتماعي وړاندوینې پکې وینو. دا د دې تخلیقي متن لوی کوډ دی، چې ضمني کوډونه هم لري؛ مثلاً د اصل پيغام ترڅنګ یې ځینې نور مستقل او ضمني پيغامونه او په څرخونو او پړاوونو کې چې لاوری کوم سفر او مکالمې کوي، دا هر پیغام، پړاو او مکالمه خپل طبعي ډیالوګ او شالید لري، په هر ډيالوګ کې یې مرکزي ټکی معلوم دی، دا پیغامونه لومړی لنډ او منطقي تفصیل وړاندې کوي او بیا د همدغه ضمني پیغام خبرې ته راځي، چې دا ټول واړه او ضمني پیغامونه له لویو پيغامونو او ماناوو سره بنسټيزه اړیکه لري. په لاندې څو کرښو کې وروستۍ څلور کرښې اصل خبره ده او دا نورې خبرې یې مقدماتي او منطقي تفصیل دی:
ده ته دې وخت کې یو بل احساس پیدا شو
دا احساس د ده اشنا و له پخوا نه
د امید یوه ضعیفه رنګیني وه
چې په دې بې رنګ جهان کې ځلېدله
دا احساس و یو احساس د سختې تندې
هغه تنده چې د ځمکې ټول رودونه
ټول سیندونه
ورته ښکاري کوچني څاڅکي
دا خو تنده د هستۍ وه
دا خو تنده د ژوندون وه
نو يې ځان ته داسې ووې:
معلومېږي وهم نه یم
ځکه ځکه
وهم هیڅکله احساس د تندې نه کړي
سیوری نه یم
ځکه سیوری نه ودرېږي
ریښې نه کړي په صحرا کې
د ځانځاني ښامار د متن په پیغامونو کې موږ د لویو نظمونو د پنځوونکیو دوه ډوله ناکامې تجربې ډېرې وینو، یو هغه چې لفظونه لري؛ خو د منځپانګې له کمي سره مخ وي او بل یې هغه چې منځپانګه لري؛ مګر هغه ډول لفظونه نه لري یا د ادبي کولو په هنر یې نه پوهېږي، دا دواړه ډوله تجربې چې پر یوه اړخ ولاړې وي، د یوه ناادبي او مصنوعي کیفیت زېږنده وي؛ خو په ځانځاني ښامار کې دا مصنوعي یا د یوه اړخ د وچ ــ سپور زور هڅه نشته، په دویم څرخ کې چې کله لاروی بېرته راستون شوی دی، نو شاعر په مختلفو نندارو ګرځولای دی، کمال یې دا دی چې د لفظونو ترڅنګ یې د منځپانګې او د منځپانګې ترڅنګ یې د لفظونو د ځایونې او پنځونې انډول ساتلی دی:
د هستۍ په خرابات کې شور ماشور و
یوه شپه د شپو روان و لاروی د ښار په منځ کې
یوه کوڅه وه تنګه تنګه هم تور تمه
لاروی ترې تېرېدلو
ناڅاپي یې شول تر غوږه
غلي غلي اوازونه د خندا د ټنګ ټکور هم
دی حیران شو
بې له فکره تامله په اواز پسې روان شو
کنډواله وه نژدې هلته
بیا زینې وې ورانې ورانې ړنګې ړنګې
دی ترې کوز شو
د تور تمو تنګو تنګو دهلیزونو څخه تېر شو
په اواز پسې روان د خنداګانو ټنګ ټکور و
د دهلیز په انتها کې دروازه وه کلکه پورې
ده زنځیر د دروازې وشرنګولو
اوازونه د خندا د ټنګ ټکور ناڅاپه چوپ شول
 په ځانځاني ښامار کې د جزیاتو سپړل او پیوندول، د لفظونو د کارونې تر شا د تخلیقي عمل نارمل (عام) او طبعي حالت او د خبرو منطقي تسلسل یې هغه څه دي، چې د دې اثر په تخلیقي او فني رغښت کې یې خورا ادبي او هنري ونډه اخیستې ده.
 دا به زیاتی وي، چې زموږ د هنر دا ستر تخلیقي شهکار دې لا نور هم د چا پکار نشي، ویل دا غواړم، چې په سپړنه او تحلیل یې د ژبې او ادب د نوي طرز او مضمون ارزښت ټاکل کېدای شي او د خلکو د نجات سبب ګرځېدلای شي. د خلکو د نجاب خبره مهمه ده ځکه لا هم د پوهاند مجروح وطن او ولس د ځانځاني ښامارانو له غضب سره مخ دی، لا هم ښاماران ژوندي دي او استبداد حاکم دی، که څه هم ښامارانو په نورو څېرو او بڼو بچي زېږولي؛ خو د مفکرینو د ژبې او اند مزاحمت بیا په داسې تلپاتې پيرایو ولاړ وي، چې ترڅو ښاماران او استبداد موجود وي، د دوي مزاحمت به روان وي، چېرې دي؟ هغه خلک چې د استبداد په ننګه یې فکرونه وژل؟ څه شول هغه خلک چې د ښامارانو په ننګه یې په رڼا ورځې د تیارو د لښکرونو رهبري کوله، هغه څوک کوم ځای ولاړ دي؟ چې د ځانځاني ښامار د تخلیق له ویرې یې د ماتن تېزندۍ مهمه بلله؟ او بالاخره کوم دی؟ چې د پوهاند مجروح د فکر او شعور مخه او مزاحمت دې څوک ونیسي؟.
(Visited 78 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.