The news is by your side.

د ډله ييز بحث مېتود

د سرمولف مرستيال محمديعقوب مومند

0

هغه منظمې، مرتبې او سنجول شوې خبرې دي چې په ډله ييزو بحثونو کې د يوې ځانګړې موضوع په اړه د ګډونکوونکو ترمنځ پرې بحث کيږي.دا مېتود په هغو ټولګيو کې د عملي کېدو وړ دی چې د زده کوونکو يا محصلينو شمېر يې له6 څخه تر 20 تنو پورې رسيږي، که چېرته په ټولګي کې د زده کوونکو او محصلينو شمېر ډېر وي، نو بيا لازمه ده چې په وړو ډلو يې ووېشو. په دې مېتود کې ښوونکی يوه ځانګړې موضوع يا هم يوه مسله مطرح کوي. زده کوونکي او محصلين په اړوند موضوع او يا هم مسله باندې فکر کولو، لوستلو، نظر ورکولو او بحث کولو ته رابولي. نتيجه ترې اخلي.

 پدې مېتود کې د معلم محورۍ د مېتود پر خلافزده کوونکي او محصلين په درسي فعاليتونو کې فعالانه برخه اخلي، د زده کړې مسووليت پر خپله غاړه اخلي او د مباحثې ترڅنګ د مستندو دلايلو او علمي اصولو پر بنسټ له خپلو نظرونو او مفاهمو څخه دفاع کوي. زده کوونکي او محصلين د ډله ييزو بحثونو د سمون په موخه د نورو نظرونه، مثاهدې، نقد، مثبت او منفي اړخونه، وړانديزونه، نيوکې، اندېښنې او پوښتنو ته په ډېر ورين تندي او په پور ه چمتووالي سره سم ځوابونه وايي او ارزونه له ځان سره لري.

په  بل عبارت: د ډله ييز بحث مېتود هغه مېتود ته وايي چې زده کوونکو او محصلينو ته وخت ورکول کيږي، ترڅو خپلې تجربې، معلومات، نظرونه او وړانديزونه هغه که مثبت وي يا هم منفي وي له نورو سره شريک کړي او خپل نظريات د دلايلو پربنسټ وړاندې کړي.

د ډله ييز بحث په  مېتود کې د درس او محتوا ځانګړتياوې

د ډله ييز بحث مېتود ډېر د مسلې په حل باندې راڅرخي چې د معلم او يا هم د زده کوونکو او محصلينو له لوري طرحه کيږي. د ډله ييز بحث مېتود  مکاشفه يي مېتود ته ورته دی، په دې مېتود کې زده کوونکي او محصلينو نسبت ښوونکي او کتاب ته ډېره هڅه داسې کوي چې:

۱ـ خپلو نظرونو، بحثونو، معلوماتو ته دلايل او مسلې ته د حل لارې پيدا کوي، ځانګړې نتيجه ترلاسه کوي، دا کار دومره اسانه هم نه دی، خو دومره ده که چېرته زده کوونکي او محصلينو د اړوندې موضوع او مسلې د پوښتنو په اړه ځوابونو ته لېواله وي بيا کومه ستونزه نه پيدا کيږي.

۲ـ زده کوونکي په اړونده موضوع کې پوره معلومات ولري، يا يې هم ترلاسه کړای شي، که چېرته ډله ييزو ډلو ته پوره معلومات ورنه کړل شي، معلومات هم ونه لري او يا هم د پوهې، مهارتونو او قابليتونو اسانتياوې هم ورتهنه وي، فکر نه کوم چې زده کوونکو او محصلينو ته د فعاليت متن او ارزښت کومه ځانګړې معنا ولري او ان تردې چې دغسې بحثونو ته به هېڅ زړه ښه نه کړي.

۳ـ په هغه څه چې تاسو پوهېږئ کولای شئ بېلابېل او پرتليز نظرونه ورکړئ:

په بېلابېلو مضمونونو او درسونو کې ځينې داسې علمي، په زړه پورې موضوعګانې او بحثونه شته چې د پوهانو د هوکړې په لوړه درجه کې ځای لري دا هغه مېتودونه، اصول او مفاهيم دي چې هېڅوک د هغه په اړه شک نه شي کولای، لکه: رياضيات، ساينسي او د انجينيرۍ علوم، په دې علومو او فنونو کې چې کوم شيان مهم دي،کوم اصول حاکم دي،څه ډول معيارونه، مفاهيم په کې ارزښتمن دي، څنګه پلان او پروګرام شوي دي. په دې اړه ټول پوهان په يوه نظر دي او ددې پرخلاف ټولنيز علوم، تاريخ، اقتصاد، فلسفه، سياسي علوم، ارواپوهنه او ټولنپوهنه کې بيا داسې کوم ټوليزه هوکړه نشته، نه شو کولای چې ددې علومو د اصولو، د مفهومونو د ښه والي، مهم والي، کره توب، مدللتوب او ښکلا په اړه په لويه کچه يوې منل شوې هوکړې ته ورسيږو چې ووايو: دغه تعريف، اصطلاح او مفهوم د ټولو متخصصينو له لوري منل شوی او تصويب شوی دی، نو په همدې اساس د لومړۍ شمېرې درسونو غوندې چې هدف يې د معلوماتو پېژندنه او په اړه يې پوهاوی دی او دا بايد د ښوونکي له لوري تدريس شي. دغه ډول درسونه د ډله ييزو بحثونو لپاره مناسب نه دي. دا ډول بحثونه ډېر په عملي تجربو پورې اړه لري، دا به ومنو چې کله ناکله د دويم او درېم کس مرستې ته به هم اړتيا پيدا شي، خو له دويمې ډلې سره ډېر فرق لري. په داسې حال کې چې د دويمې ډلې په درسونو کې چې په اړه يې په لوړه کچه واحده هوکړه شتون نه لري، کولای شئ چې په اړه يې مختلف نظرونه ورکړئ ډېر بحث وکړئ، نقد وکړئلکه: ژبه او ادبيات، تاريخ، جغرافيه، مدني زده کړې، ارواپوهنه، ټولنپوهنه او هنر. دا ډول مضمونونهد ډله ييزو بحثونو له پاره مناسب دي.

د ډله ييز بحث د مېتود اهداف

ـ په ځانګړو وختونو کې د ګډ پوهاوي د لېوالتيا رامنځ ته کول،

ـ د انتقادي تفکر رامنځ ته کول او روزل،

ـ په ټولګو کې د نظر ورکولو د وړتياوو رامنځ ته کول،

ـ د انتقاد منلو د وړتياوو پياوړي کول،

ـ په ډلو کې د رهبرۍ او مديريت د وړتياوو د رامنځه ته کولو پياوړتيا،

ـ د بيان او استدلال د وړتياوو پياوړي کول،

ـ د تصميم نيولو او تحليلي وړتياوو پياوړي کول،

ـ د مسلې د حل او د معلوماتو د ترلاسه کولو له مېتود سره بلدتيا،

ـ د ټولنيزو او مطلوبه اړيکو رامنځ ته کول،

ـ د ګټورو او اغېزمنو ټولنيزو اړيکو رامنځته کول،

د ډله ييزو بحثونو د مېتود د مطلوبه کړنو  لپاره لاندې پړاوونه اړين دي.

چمتووالی او پلان جوړونه

ـ د ګډو کارونو د رامنځته کولو لارې چارې.

ـ د موضوع ټاکنه.

ـ د اړيکو نيولو د شبکو د څرنګوالي ټاکنه.

ـ د افرادو ټاکل او په ډله ييزو بحثونو کې يې د رول او دندو ځانګړي کول.

د ډله ييزو بحثونو د اجرا مېتود

ـ د ډله ييزو بحثونو په مېتود کې د ښوونکي دندې.

ـ د ډله ييزو بحثونو په مېتود کې د زده کوونکو او محصلينو دندې.

چمتووالی او پلان جوړونې مېتود تشريح

په دې مېتود کې مخکې له دې چې ښوونکی بحث پيل کړي، پلان  جوړونې او طرح جوړونې ته اړتيا لري، مګر ددې مېتود د پلان جوړونې شکل له هغه بل مېتود سره فرق لري. دا مېتود بايد د زده کوونکو او محصلينو اړتياوې، د معلوماتو کچه، د زده کوونکو مخکينۍ تجربه او هغه پوهه چې په دې مېتود کې بنسټيز رول لري، په اساسي توګه يې ښوونکی تر څېړنې لاندې ونيسي او ددې پر اساس هغه اهداف چې زده کوونکي او محصلين يې له دې مېتود څخه وروسته ترسره کوي مشخص کړي ښوونکی د هدف له  مشخص کولو او ټاکلو څخه وروسته د موضوع د څنګه ټاکلو، د ګډو همکاريو او د ډلو ترمنځ د مناسبو او اغېزمنو اړيکو جوړولو پروسه مخته بيايي، که چېرته د ډله ييز بحث مېتود له علمي اصولو او معيارونو سره سم ترسره نه شي، په فرضيو، خيالي تمرينونو، له حقيقت څخه لرې چې نه مدلل وي، نه مستند وي، نه موازينه ولري او نه هم کوم علمي معقوليت ولري،  هېڅ ارزښت به ونه لري.

د ګډو فعاليتونو لارو چارو ته زمينه برابرول

د ډله ييز بحث څخه مخکې پکار دي چې په ټولګي کې د موضوع په اړه د زده کوونکو او محصلينو د معلوماتو کچه يو شان شي. موضوع ورته ښه تشريح شي، اهداف يې مشخص شي، مېتود ورته روښانه شي. داسې ګډ بحثونه او فعاليتونه د زده کوونکو په معلوماتو، ذهني ودې، پوهې او اطلاعاتو کې ډېره مرسته کوي دا اطلاعات کولای شئ چې له فلمونو، ټلوېزيونونو، کتابتونونو، نندارتونونو، لوحو، علمي سياحتونو، منظرو، کرنيزو ځايونو او باغونو څخه هم ترلاسه کړئ. زده کوونکي نه يواځې دا چې په داسې  ډله ييزو بحثونو کې  خپلو تجربو، مشاهدې، اورېدلو او نظر ورکولو ته اړتيا لري، بلکې نورو سمو او علمي معلوماتو ته هم اړتيا لري دوی بايد په دې پوه شي چې څنګه او د کوم اطلاعاتي مېتود پر بنسټ له بېلابېلو سرچينو څخه اړين او مستند معلومات ترلاسه کړي.

د امکاناتو برابرول

ښوونکی چې معمولا د ډلو د رهبرۍ دنده پرغاړه لري مخکې له ډله ييز بحث څخه بايد لاندې فعاليتونه ترسره کړي:

۱ـ د مرستندويه توکو، د ډله ييزو بحثونو د ځايونو په ګوته کول، د اړينو درسي توکو، وسايلو او تجهيزاتو چې فعاليتونو کې مرسته کوي چمتو کول.

۲ـ د بحثونو د ښه اغېزمنتيا په موخه کولای شئ چې يو بل داسې څوک هم راوغواړئ چې ستاسو د موضوع په اړه پوره تجربه او تخصص هم ولري.

۲ـ په بحث کې د موضوع په اړه مهمې برخې، د مطالعې وړ ځايونه او کليدي ټکي هم يادداشت کړئ.

۳ـ هغه پوښتنې چې د بحث د پيل او ارزونې لپاره اړين دي مخکې له مخکې يې تنظيم او چمتو کړئ.

۴ـ په ډلو کې د نورو غړو دندې او مسووليت په نښه او پرې پوه يې کړئ.

۵ـ مسوولين داسې اشخاص په نښه کړئ چې نسبت نورو ته ښه تجربه، حوصله او جرات ولري.

۶ـ د بحث په وخت کې اړينې سرچينې په ګوته کړئ.

۷ـ په بحث کې له ټولو ګډونکوونکو څخه وغواړئ چې د خپلې موضوع په اړه مطالعه وکړي او د پخوانيو تجربو څخه په ګټې اخيستنې سره د ډله ييزو بحثونو غونډو او ناستو ته حاضر شي.

په ډله ييز بحث کې د زده کوونکو دندې

۱ـ د بحث د موضوع  په اړه فکر او مطالعه کول.

۲ـ په ناستو او غونډو کې خپلې تجربې او معلومات مطرح کړي.

۳ـ په ځيرتيا سره د بحث خبرو ته غوږ ونيسي.

۴ـ که چېرته په موضوع پوه نه شو دويم ځلي دې له نورو ملګرو مرسته وغواړي، ترڅو په موضوع ښه پوه شي. 

۵ـ د ډله ييز بحث په بهير کې دې يو له بل سره خصوصي خبرې نه کوي، بلکې غوږ دې ونيسي.

۶ـ دې ته دې منتظر نه وي چې دده نظر دې حتما ومنل شي.

۷ـ که چېرته کوم نظر او وړانديز لري په واضح ډول په جرات سره دې وړاندې کړي.

۸ـ مخکې له دې چې بحث  پای ته ورسيږي د راتلونکي موضوع په اړه دې تصميم ونيسي.

په بحث کې د مشارکت اصل په پام کې نيول

ښوونکی دنده لري چې د بحث په پيل کې زده کوونکو ته د موضوع مقدمه، هدف او هغه څه چې په ډله يير بحث حاکميت لري تشريح يې کړي او يو ځل بيا په ډلو کې د اشخاصو دندې په ګوته کړي، که چېرته په بحث کې معلم ډېرې خبرې وکړي ډېر لږ زده کوونکي او محصلين به په خبرو، بحث او نظر ورکولو کې برخه واخيستلای شي او لږ شمېر به يې د ډله ييز بحث له ګټو څخه برخمن شي. ښوونکي ته په کار دي چې بحث کې د مشارکت اصل په پام کې ونيسي.نوموړی بايد خپل رول داسې عيار کړي چې وکړای شي زده کوونکي په فعاليتونو، مشورو، بحثونو کې وڅاري او د يوه ښه اورېدونکي، غږ کوونکي، هڅوونکي، اشاره کوونکي، سر خوځوونکي او د افرادو نوم اخيستونکی وي. ستونزې راکمې کړي، حاکم فشار له منځه يوسي، يو تود علمي، مطلوبه او کاري چاپيريال رامنځته کړي.د موضوع په اړه پايله هغه وخت ترلاسه کولای شو چې ښوونکی خپل ټوله انرژي يواځې د يوه ښه اورېدونکي حد ته راټيټه کړي، ترڅو زده کوونکي او محصلين وکولای شي چې په بحث کې فعاله ګډون وکړي او د مسايلو د حل په اړهشته پوښتنو ته ځوابونه، فرضيې روښانه کړي، د مثالونو اړيکه له موضوعګانو سره ورکړي او بيا يې وارزوي. د ښوونکي ډېر کار بايد څارنه، تحليل او د بحث ارزونه وي، نه په بحث کې له حده ډېرګډون.

ارزونه په دې معنا چې ايا دا بحث د موضوع په اړه منطقي او سم ترسره کيږي که نه؟په رښتيا هم د موضوع اړوند دی که نه؟په بحث کې لازم اړخونه په پام کې نيول شوي دي که نه؟ د موضوع په اړه ټاکل شوي اهداف په لاس راکوي که نه؟ ډله ييز بحث نه بايد د شخصي نيوکو ښکار شي يا هم ددې ډلو ډېر وخت چې دوی بايد خپله کار وکړي، فکر وکړي، خپل منځ کې مشورې وکړي، يو بل سره نظر شريک کړي خپل ځان ته ځانګړی کړئ.

د بحث په اړه لارښوونې او کنټرول

د ډله ييز بحث په بهير کې د ښوونکي بله دنده لارښوونې او کنټرول دی. ښوونکی بايد دې ته ځير وي چې د بحث له موضوع څخه ونه وځي، که چېرته داسې کار وشو، نو په دې پوه شئ چې تاسو به په بحث کې د ګډوډيو، ننګونو او بې نظميو شاهدان واوسئ. په داسې وخت کې تاسو بايد بې له کوم ځنډ او خنډ څخه مداخله وکړئ.

 هڅه وکړئ چې په ځانګړو کلمو، اشارو، کيسه ګيو او ټوکو خپل ګروپونهکنټرول کې راولئ. داسې کارونه ډېر شوي دي او زموږ په مخ کې شوي دي چې ښه پايله يې نه ده ورکړې په ۱۳۹۸لمريزکالپه کابل کې د ټيکا له لوري د نصاب او مفرداتو د سمون په اړه لس ورځنی روزنيز ورکشاپ و، استاده مو يوه ترکۍمېرمن وه په يوې ناسنجول شوې خبره يې د ټول ټولګي احساسات راوپارول، دې استادې ډېره هڅه وکړه چې وضعيت ترخپل کنټرول لاندې راولي، خو وې نشو کړای چې په وضعيت حاکمه شي او ټول ناست ګډونوال له ټولګي څخه د احتجاج په توګه ووتل.

د ډله ييز بحث د مېتود ښيګڼې

۱ـ په ډله ييزو بحثونو کې ماشومان کولای شي چې خپل معلومات او تجربې يو له بل سره شريکې کړي.

۲ـ په ډله ييزو بحثونو کې د ماشومانو ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ حس پياوړی کيږي.

۳ـ د ډله ييزو بحثونو په بهير کې ماشومان خپل ځانونه ارزوي.

۴ـ د ډله ييزو بحثونو په بهير کې په ماشومانو کې د نفس اعتماد پياوړی کيږي او د نقد روحيه په کې رامنځ ته کيږي.

۵ـ په ډله ييزو بحثونو کې د ماشومانو ترمنځ جرات ډېريږي. د وېرې او شرم حس يې له منځه ځي.

۶ـ د ډله ييز بحث مېتود په زده کوونکو کې د رهبرۍ او مديريت ځانګړتياوې پياوړې کوي.

۷ـ د ډله ييز بحث مېتود د فکرونو د نظم او د استدلال د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور دی.

د ډله ييز بحث د مېتود محدوديتونه

۱ـ دغه مېتود هغه ټولګيو له پاره چې زده کوونکي او محصلين په کې ډېر وي د پلي کېدو وړ نه دی.

۲ـ د ابتدايي دورې له پاره ډېر مناسب نه دی.

۱ـ د ډله ييز کار ګټې

زده کوونکي له خپلې اندازې څخه ډېرفعاليت او ورځنيو کارونو ته لېوالتيا ښيي،خو په دې برخه کې مديريت کول يو مهم اصل دی.

۲ـ د دندو په اړه د خوښۍ ډېروالی

۳ـ د کار د کيفيت ډېروالی

له کميت نه د کيفيت په لور ميلان پيدا کوو، کله چې کيفيت خپل حاکميت پيدا کوي په هره برخه کې غوره والی، پرمختګ او خوښي ترلاسه کوو، دا ددې لامل کيږي چې ښوونکی له خپل تدريس څخه او زده کوونکي له خپلې زده کړې څخه رضايت وښيي، همدارنګهپه مديريتي چارو کې د زده کوونکو تعهد او مهارتونه ډېريږي. د تعهد د پلي کولو له پاره ډېرې هڅې کوي او د ستونزو په رامنځه ته کېدو کې زده کوونکي له يو بل سره مرسته او همکاري همکوي، ترڅو د فعاليتونو نتيجه په لاس ور شي.

۴ـ تغير منل

په ډله ييزو بحثونو کې زده کوونکي ددې باعث کيږي چې له شته او د راتلونکونکو تغيراتو په اړه چمتووالی ولري او هر ډول سختو، ستونزو او ننګوونو ته سترګې په لاره وي او په اړه يې حل لارې ورته خپله پيدا کړي.

۵ـ د اهدافو د پلي کولو لپاره تعهد

د هغه فعاليت په اړه چې دوی په کې ښکېل دي تعهد هم ورته لري او ددې فعاليتونو د پلي کولو لپاره هڅې هم کوي.

۶ـ د دندو پرېښودلو کموالی

کله چې زده کوونکي په ډله ييزه توګه په تصميم نيولو کې برخه واخلي، هر څه د تفاهم په ژبه مخته بوځي په خپل نفس يې اعتماد ډېريږي. د مالکيت احساس وکړي دا ددې لامل کيږي چې په درسونو او ښوونځيو او پوهنتونونو کې د تېښتې کچه راټيټه يا هم بيخي له منځه يوسي.

۷ـ دوستانه اړيکې

زده کوونکي او محصلين بايد د يو او بل په مقابل کې ونه دريږي. په فعاليتونو کې د يو بل خبرو ته غوږ ونيسي. د امکان تر بديده يو بل سره نږدې اړيکې جوړې کړي، بحثونو کې د يو بل نظر ته ډېر درناوی ولري، ښه يې  واوري او په ډېر ورين تندي يو بل ته ځوابونه ورکړي. دا کار د ډله ييزو بحثونو يو له مهمو فعاليتونو څخه شمېرل کيږي.

۸ـ د روحېې پياوړتيا

د ډله ييزو بحثونو د بېلابېلو سبکي مديريتونو په برخه کې زده کوونکي او محصلين د نظر ورکولو حق لري. ويې وايي، وايې وري او د اهدافو په ترلاسه کولو کې موږ ته اسانتياوې برابروي. کله مو چې اهداف ترلاسه کړل د زده کوونکو او محصلينو روحيه نوره هم پياوړې کيږي او يوه ښه پايله په لاسه راکوي.

د ډله ييز بحث په مېتود کې زده کړه او په تعليمي مرکزونو کې يې عملي لارې چارېتعريف: د يوې ځانګړې موضوع په اړه د ګډونکوونکو ترمنځ هغه سنجول شوي او منظمې په زړه پورې خبرې دي چې د فعاليتونو د تنظيم لپاره په لاره اچول کيږي.

په دغه مېتود کې زده کوونکي په زده کړييزو فعاليتونو کې په فعالانه توګه برخه اخلي او د زده کړې مسووليت په خپله غاړه اخلي. هغوی د مباحثې ترڅنګ له علمي اصولو او مفاهيمو څخه په قوي دلايلو دفاع کوي. هر څه په عملي او رښتيني توګه مخته ته بيايي. دغه مېتود د زده کوونکو د نوښت، د استعدادونو د غوړېدا، د رهبرۍ د پنځونې، د استدلال د پياوړتيا، د خبرو د جذابيت لامل ګرځي. دغه مېتود په زده کړه کې يو له غوره، منل شويو او اغېزمنو مېتودونو څخه شمېرل کيږي او ډېرو لږو امکاناتو ته اړتيا لري.

د ډله ييز بحث د مېتود ګټې

۱ـ د معلوماتو شريکول

ډله ييز بحث او خبرې هغه ګټوره او اغېزمنه وسيله ده چې د معلوماتو د شريکولو او د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ترې ګټه اخيستل کيږي. ځکه چې هر يو له زده کوونکو څخه د خپل ليد، اند او د هغه څه په اړه چې معلومات او مهارتونه لري له يو بل سره يې شريک کوي او په ډېره لوړه کچه د يو بل له معلوماتو، قابليتونو او مهارتونو سره مرسته کوي.

 د ساري په توګه: که چېرته د ډله ييز بحث موضوع د ماشومانو له لوري  د علل او عوامل څېړنه وي، له ګډونکوونکو څخه يو د کورنيو ستونزو د راپيدا کېدو په عواملو، بل يې د ارواپوهنې په عواملو، درېم يې د د ټولنپېژندنې او چاپريال ساتنې په عواملو او څلورم يې د مذهبي ستونزو په عواملو بحث وکړي، موږ کولای شو چې د هرې موضوع په اړه په ډېر لږ وخت کې ډېر  قوي معلومات او پوهه په لاس راوړو او د ټولو زده کوونکو او محصلينو د پام وړ به هم وګرځي.

۲ـ د سختو مسايلو د پوهې وړتياوې

دغه مېتود زده کوونکو او محصلينو سره د پېچلو او سختو مفهومونو په اسانه کولواو حل کولو کې مرسته کوي.زده کوونکيد متقابلو همکاريو او د معلوماتو د شريکولو له لارې د فکر کولو، يو بل سره د مثبتې سياليو، د بېلابېلو وړانديزونو، ارزونې او د پوهې په اړه قابليتونه غني کوي.

۳ـ د ارزښتونو او استدلالي وړتياوو پياوړي کول

زده کوونکي او محصلين د ډله ييز بحث، نقد او بېلابېلو مفکورو پر بنسټ کولای شي چې د خپلې پوهې او درک کچه په لاس راوړي. نورو ملګرو سره د چلند، صبر او زغم ځانګړتياوې هم تمرينوي.

۴ـ د مطلبونو د بيانولو لپاره له ژبې څخه ګټه اخيستنه

د ډله ييز بحث مېتود زده کوونکو او محصلينو سره مرسته کوي، ترڅو له ژبې څخه په ګټې اخيستنې سره خپل ليد او معلومات بيان کړي او له نورو سره يې شريک کړي په دې شرط چې نور ملګري هم په يوه نه په يوه شکل له ځان سره يو ځایکړي.

۵ـ مناسب تصميمونه نيول

 ډله ييزې خبرې او مرکې د د زده کوونکو او محصلينو د فکر پراخوالی او د يوې موضوع ژور ته د ننوتلو  مهارتونه او قابليتونه ډېروي. په پايله کې يې هره پرېکړه د واقعيت پربنسټ ترسره کيږي. پښېمانتيا يا بيخي په کې نه وي او که وي کچه به يې ‌ډېره ټيټه وي او په پای کې يوه ښه پايله هم په لاس راکوي.  

د ډله ييز بحث پايلې

ـ بحث ته په کتو سره د اطلاعاتو ډېروالی او د زده کوونکو او محصلينو په منځ کې د زده کوونکو او محصلينو له لوري د معلوماتو شريکول.

ـ د زد ه کړې اجتماعي کېدل او غوره ټولنيز ژوند ته د رسېدو په موخه يې تمرينول.

ـ د زده کوونکو او محصلينو هڅونه او ترمنځ يې  تفاهم  رامنځته کول.

ـ د زده کوونکو او محصلينو د ډلو په منځ کې د مثبتې سيالۍ روحيه رامنځته کول.

ـ د علم او ښوونځي پر وړاندې د مثبت ذهنيت رامنځته کول.

ـ د عاطفي تعامل قوي کول.

ـ په زده کوونکو او محصلينو کې د خبرې کولو مهارت پياوړي کول.

ـ د مطلبونو د وړاندې کولو او بيان مهارت پياوړي کول.

ـ په ډلو کې د فعاليتونو د وېش له پاره د انګيزې او پلټنې رامنځته کول.

ـ زده کوونکي او محصلين په ډلو کې د هغه پروژو د ترسره کولو وړتيا لري چې پخوا به يې په فردي ډول نه شول ترسره کولای.

ـ په ډله ييز فعاليت کې ګډون کول  زده کوونکو او محصلينو ته دا ورښيي چې صابر واوسي او خپل فعاليتونه په ټاکلي وخت  ترسره کړي او کولای شي چې مخکې له مخکې په  پلان شوو تونو کې برخه واخلي.

ـ حجالتي هېروي او دوی اړ دي  ترڅو په خپل منځ کې سره بحث او خبرې وکړي.

ـ په لږ وخت کې ډېر څه زده کوي، ځکه چې د فعاليتونو په بهير کې ښکېل دی او د زده کړې د کيفيت کچه هم مخ پورته ځي.

په ډله بحث کې د ټولګي قوانين

۱ـ ټول د نظر ورکولو حق ولري.

۲ـ په مساوي توګه د فعاليتونو وېش.

۳ـ هر څوک په خپل ټاکلي وخت خپل فعاليتونه سرته ورسوي.

۴ـ په منظم شکل او په نښه شوو ځایونو کې په ډله ييز بحث کې برخه اخيستل.

۵ـ په ډله کې د خپلو کړنو منظم راپور ورکول.

۶ـ په چلند او بیان کې له تبعيض څخه ډډه کول.

۷ـ ټول ګډونوال بايد د ډله یيز بحث له قوانينو څخه خبرتیا ولري.

اخځليکونه

  • Motamen.org
  • فعالیت های گروهی کلاس mathplus-mds.ir
  • کار گروهی در کلاس های انگلیسی زبان ها https://funglish team.ir
(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.