The news is by your side.

د ډیورند کرښه او د ویانا کنوانسیون

محمد طاهر کاڼی

0 56

د نړیوالو تړونونو د حقونو په اړه د ۱۹۶۹ زېږدي کال د ويانا کنوانسیون له آره یو نړيوال کنوانسیون دی چې د نړیوالو تړونونو د لاسليکولو، د هغوی د اعتبار مهال د پيلېدا، پلي کېدا، مراعتولو او لغوه کولو په اړه د همدغه ۱۹۶۹ ز کال د می پر ۲۳ نېټه منل شوی او لاسليک شوی دی.
دغه کنوانسیون د ملگريو ملتو سازمان د نړیوالو حقونو د جرگې (کميسیون) له لوري چمتو او پر ۱۹۶۹ ز کال د اتريش په پلازمېنه ویانا کې لاسليک شوی دی. نوموړی کنوانسیون پر ۱۹۸۰ ز کال په کړن کې داخل شوی چې تر دې مهاله يې ۱۱۶ دولتونه غړيتوب لري.
د ويانا دغه کنوانسیون د هغو تړونونو په برخه کې د پلي کېدا لپاره منل شوی، چې د هېوادونو تر منځ يا نړيوالو سازمانونو ترمنځ په لیکنۍ بڼه شوي او لاسليک شوي وي. کنوانسیون ددغو تړونونو حقوقي حالت تر کتنې لاندې نيسي. د ۱۹۸۶ ز کال پر کنوانسیون او د نړیوالو حقونو پر عادي نورمونو سربېره، د نړیوالو تړونونو د حقونو په اړه د ۱۹۶۹ ز کال ويانا کنوانسیون، د نړیوالو تړونونو د حقونو لپاره تر ټولو ډېره مهمه او معتبره سرچينه ده. دغه کنوانسیون د ملگریو ملتو سازمان یو له مهمو لاسوندونو څخه دی چې ۸۵ مادې او يوه لنډه نښلونه لري.
دلته د دې ليکنې موخه داده چې يو ځل بیا ټولو، په تېره ناخبرو او ناگاره لوستونکيو ته دا په ډاگه شي، چې د ويانا ياد شوي نړیوال کنوانسیون ډيورنډ کرښه، د هغې په اړه تړون يا لوزنامه او همدا راز دې ته ورته نور نړيوال تړونونه څومره ناقانونه کړي، بې ارزښته کړي او نيشتوکي کړي دي.
ډيورنډ کرښه د ۱۸۹۳ ز کال د نوامبر پر ۱۲ د برتانوي ټولواکمنۍ له لوري د وسلې، پوځ او بېلابېلو گواښونو په کارولو سره پر امير عبدالرحمان خان تپل شوې ده. دغې کرښې له هماغه مهاله د افغانستان خاوره په دوو برخو ووېشله، يو ستر قوم يې په دوو برخو ووېشه، يوه کورنۍ يې په دوو برخو سره جلا او دوه وروڼه يې سره بېل کړل. دا هغه ستر ظلم او ناروا وه، چې د هغه مهال د يوه ښکېلاکگر هېواد له لوري له افغانستان او افغان ولس سره وشو. پر دې بنسټ دا کرښه هېڅ يو قانوني او حقوقي ارزښت نه لري. ډيورنډ کرښه د هېڅ افغان واکمن او افغان ولس له خوا نه ده منل شوې او نه د منلو وړ ده.
د ملگريو ملتو سازمان د ۱۹۶۹ ز کال د ويانا کنوانسیون په ۵۱ او ۵۲ ماده کې داسې راغلي دي:
«۵۱ ماده: د دولت د استازي مجبورول.
که چيري د کوم دولت لپاره کوم تړون د منلو وړ نه وي، خو د ځواک او گواښونو په پايله کې د دغه دولت استازی دې ته مجبور کړای شي چې تړون ومني، دغسې تړون هېڅ ډول حقوقي ارزښت نه لري.
۵۲ ماده: د گواښونو او ځواک کارولو پر مټ د دولت مجبورول.
که چيري د گواښونو او ځـواک کارولو په پايله کې کوم تړون پر کوم دولت منل شوی او لاسليک شوی وي، چې دا کړنې د ملگريو ملتو سازمان له تگلار (اساسنامې) سره سم د نړیوالو حقوقي آرونو تر پښو لاندې کول دي، دغسې تړون هېڅ ډول ارزښت نه لري.»
اړينه ده وویل شي، د ډيورنډ کرښې په اړه چې کوم تړون يا لوظ نامه پر افغانستان تپل شوې، د هغې د ناقانونوالي لپاره چې که نور لاسوندونه هم په پام کې ونه نیسو، نو د ويانا د ۱۹۶۹ ز کال کنوانسیون د يو قانوني او حقوقي بنسټ په توگه بسنه کولای شي. تر دې وروسته که کوم رسمي يا نارسمي وگړي، کورني يا بهرني سازمانونه، گوندونه او حکومتونه د ډيورنډ همدا ډنډوره ووهي او هغه د دوو هېوادونو ترمنځ پوله وبولي، دا به د خپل وخت له ضايعه کولو پرته بله کومه مانا ونه لري.
افغان ولس لکه د نړۍ د بل هر ولس په څېر دا حق لري چې د خپلو تاريخي حقونو د خپلولو غوښتنه وکړي او په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هاند و هڅه وکړي. د افغانستان ټول وگړي او د ډيورنډ د تپل شوې کرښې دواړو خواوو ته اوسېدونکي پښتانه افغانان بايد تل بیدار اوسي چې تاريخي چانسونه له لاسه ور نه کړي.
تل دې وي افغانستان!
ژوندی او سرلوړی دې وي افغان ولس!
حق ورکول کېږي نه، اخيستل کېږي.

کابل-افغانستان
د ۱۴۰۰ ل ل کال د مرغومي ۱۹

  1. اخځونه

1. https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%92%D0%B5%D0%BD%D1%81%D0%BA%D0%B0%D1%8F_%D0%BA%D0%BE%D0%BD%D0%B2%D0%B5%D0%BD%D1%86%D0%B8%D1%8F_%D0%BE_%D0%BF%D1%80%D0%B0%D0%B2%D0%B5_%D0%BC%D0%B5%D0%B6%D0%B4%D1%83%D0%BD%D0%B0%D1%80%D0%BE%D0%B4%D0%BD%D1%8B%D1%85_%D0%B4%D0%BE%D0%B3%D0%BE%D0%B2%D0%BE%D1%80%D0%BE%D0%B
2. https://www.un.org/ru/documents/decl_conv/conventions/pdf/lawtreat.pdf
3. http://www.haqiqat.se/index.php/8-2017-07-31-15-54-54/21-2017-08-01-19-16-07

Leave A Reply

Your email address will not be published.