The news is by your side.

د ډیورنډ کرښه – فرضیی او واقعیتونه

لیکونکی: ډاګتر یارمحمد تره کی

0 29

لیکونکی: ډاګتر یارمحمد تره کی

د 1400  کال د مرغومی ۱۹  (د 2022  د جنوری 9)

له انګلیسي ژبې ژباړونکی: منتشر شاهی

عام ذهنیت تر  ۲۰۰۰ مومیلادي کلونو پورې دا و چې د ډیورنډ فرضي کرښه د نړیوالو کنوانسیونونو (International Conventions) سره سم یوه منل شوې کرښه ده او پاکستان د برتانوي هند د میراث خور په توګه د نوموړې کرښې په ختیځو برخو د تصرف حق لري، خو کله چې په ۲۰۰۰ مو میلادي کلونو کې د بریتانیا د آرشیفونو اسناد رابرسېره شول، او نوې علمي او جغرافیايي څیړنې وشوې نو ورسره نوي رازونه را برسیره شول.

برتانوي هند د خپلو شمال لوېدیځو پولو د ساتلو لپاره د ډیورنډ کرښې پنځه فرضیې په پام کې نیولې وې:

  • صفري فرضیه: د افغانستان د نظام د غښتلتیا او د دوی له خوا د له لاسه تللو سیمو د بېرته ترلاسه کولو د هڅو په صورت کې د افغانستان او برتانوي هند ترمینځ د سند سیند په اوږدو کی د سرحدي کرښې منل.
  • حداقل فرضیه: د سلیمان غره ختیځې لمنې (د پېښور پراخی سیمې، چترال، باجوړ، وزیرستان، دیر، باړه او د قلات د خان (بلوچستان) تر پولی  پورې افغانستان ته منل.
  • منځلارې فرضیه: د سلیمان غره څوکې (د اسمار، ګرمسیر او ډکې په ګډون). انګرېزانو او د برتانوي هند حکومت د مارتیمر ډیورنډ (Sir Mortimer Durand) په مشرۍ د سلیمان غره د څوکو په اوږدو کې فرضي کرښه وایستله او هغه یې د برتانوي هند او افغانستان تر مینځ د نفوذ د ساحې د کرښې په توګه وړاندی کړه.
  • حد اکثر فرضیه: د هندوکش غرونه. د دې فرضیې پر بنسټ انګریزان دې ته هم متوجه ول چې د افغان دولت د ډېرې کمزورتیا په صورت کې د افغانستان او برتانوي هند تر مینځ پوله د هندوکش د غرونو په اوږدو کې د فراه تر انار درې پورې وغځوي. دا د برتانوي هند د مخ پر وړاندی پالیسۍ (Forward Policy  ) یوه برخه وه چې غوښټل یې کابل، غزنی او کندهار د تزاري روس په وړاندی د مورچل لومړۍ کرښه وګرځوي.
  • سټراټیژیکه فرضیه: د امو سیند په امتداد او د ترکستان د تیربند غرونو شمال، د برتانوي هند د نفوذ ساحې په توګه.

د نفوذ د ساحې تړون په ۱۸۹۳، ۱۹۰۵، ۱۹۱۹ او ۱۹۲۱ کې شوي چې یواځې د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۱ کلونو تړون د افغانستان او برتانوي هند د دولتونو تر منځ شوي دی. له دې وړاندی هوکړه لیکونه د برتانوي هند د دولت او یوازی  د افغانستان د پاچا تر منځ شوي دي.

د ۱۹۲۱ م کال تړون  درېوو کلونو لپاره لاسلیک شو چې نوموړي تړوند د ډیورنډ د معاهدې په ګډون ټول پخواني هوکړی او تړونونه یې لغوه کړل. ددغې معاهدې څلورم بند اړوندو خواوو ته حق ورکاوو چې کولی شي په یو اړخیزه توګه تړون فسخه کړي، په دې شرط چې ۱۲ میاشتې مخکې به مقابل لوری په رسمي توګه دتړون له فسخې خبروي.

د برتانوی هند له خوا د ډیورند د کرښې پنځه ګونی فرضیې او د افغانستان ځوابیه پلان

د ۱۹۴۷ په جولای میاشت کې (د پاکستان دولت له جوړېدو یو میاشت وړاندې) شاه محمود خان، د افغانستان صدراعظم، د قرارداد له نوموړې مادې څخه په ګټه اخیستنې د بریتانیا دولت رسما خبر کړ چې په هند کې د برتانوي واک د ختمېدو په صورت کې دغه تړون لغوه کېږي. دغه رسمی دریځ تر دې مهاله د ډیورنډ د مسالې په تړاو د افغانستان د دولت تر ټولو روښانه او فعاله دریځ وو.

 د ۱۹۴۹ د جولای په ۲۶ مه د افغانستان دولت د لویې جرګې په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښه په ټول اوږدوکې او د برتانوی هند سره ټولې موافقې او تړونونه منسوخ اعلان کړل.

له هغه راوروسته بیا تر ننه  د افغانستان هیڅ دولت دغه کرښه د رسمي پولې  په توګه نده پېژندلې.

تر وروستیو کلونو ډېرو د نظر خاوندانو د افغانستان دغه ادعاوې له حقوقي او تاریخي ملاتړه برخمنې نه بللې خو افغانستان په حیرانوونکي ډول او د نړیوالو حقوقي ادارو له مرستې پرته له خپلې نوموړې پالیسۍ دفاع وکړه. بیژن عمراني (Bijan Omrani)   نوموتي برتانوي عالم، ارکا بسواس (Arka Biswas) له ډیلي پوهنتون څخه او د اسپین انسټیټیوت ایس.کې. لامبا (S.K.Lambah) په دې تړاو مهم او جدي مسلی وړاندی کړي چې په دې لیکنی کې ګټه ترې اخیستل شوې ده.

دا هم باید ومنو چې افغانستان هم د برتانوي هند په څېر، د له لاسه تللو سیمو د بیا نیولو هیلې او موخی درلودې.

نوموړې هوډونه  د امیر عبدالرحمن خان او په تیره بیا د هغه د زوی حبیب الله خان د مذاکراتي ټیمونو د مذاکراتو په بهیر کې روښانه شوې وو.خو د افغان انګلیس درېمه جګړه چې د هېواد د بشپړ استقلال لامل شوه، د ډیورنډ سرحدی مسله او له کرښې د پورې غاړې  پشتنو او بلوڅو د خود ارادیت او برخلیک موضوع په رسمي توګه په ډآنګ و پیېله.

افغانستان ددی پیړی په لمړی نیمایی کی دغه موخی درلودی.

  • د اټک فرضیه – د برتانوي هند او افغانستان طبیعي سرحدونو ته رسېدل. د اصلی موخی په توګه
  • د پېښورفرضیه – د توان په صورت کې د سلیمان غره ختیځی لوری ته پراخی سیمې چې پېښور، چترال، دیر، باجوړ، کرم او وزیرستان په کې راځي (لکه د برتانوي هند د حداقل فرضیه)
  • د ډیورنډ فرضي کرښې د حداقل فرضیه – له افغانستان سره د اسمارو، ګرمسیر، ډکې او لالپورې په اوږدو کی  د ځینو نورو سیمو ګنډل (د ۱۹۲۱ کال په تړون کې دغه سیمې د افغانستان د خاوری په توګه  پېژندل شوې وه)
  • صفري برنامه، د ډیورنډ فرضي کرښې منل – چی په کی به د اسمارو، ګرمسیر او ډکی منطقی د برتانوی هند برخه وه.

باید وویل شي چې اوسنۍ فرضي کرښه د ډیورنډ کرښه نه ده. دغه فرضي کرښه د افغانستان په حد اقل فرضیه کې شامله وه چې د امیر عبدالرحمن خان او حبیب الله خان له لوري وړاندی شوه. امیر عبدالرحمن خان د مذاکراتو پر مهال د برتانیی د شاتګونو پر وړاندې مجبور شو له چترال او پشینه تېر شی . انګریزانو په لمړی سر کی پر امیر فشار راووړ تر څو هغه د چترال، پیښور، دیر، پښین اووزیرستان څخه لاس په سر شی. په دی ترڅ کی یی امیر ته دوه ګواښه وکړل. لمړی دا چی هغه سبسایدی (Subsidy   )  یا پیسی چی یی د امیر در بار ته ورکولی هغه به بندی کړی او دوهم داچی پر امیر به پوځي تیری وکړی. کله چی امیر د دغو منطقو څخه لاس په سر شو نو ددی لپاره چی د خلکو ولولو او احساساتو کچه را ټیټه کړی بریتانیی د وزیرستان  برمل افغانستان ته و منله او په دی توګه وزیرستان د انګریز له خواه په دوو ټوټو وویشل شو. د۱۸۹۳ کال تړون پر هر څه برسیره د یوی پولی تړون نه وو بلکه د دوو قدرتونو د نفوذود ساحی ویش وو.

دغه تړون بیا په ۱۹۲۱ کال کی له کاره وایستل شو او ځای یی د برتانوی هند او افغانستان ددوستی تړون ونیو.

له بل پلوه په ۱۹۴۷ کال کی د هند د آزادۍ قانون  (Indian Independence Act) ټینګار وکړ چې د برتانوي هند ټول مادونونه (Subjects   ) یا صوبی  ( د پنجاب، کشمیر، صوبه سرحد او بنګال په ګډون) پرته له بلوچستانه باید د خپلو قانون جوړونکو اسمبلو له لارې خپله وفاداري دبر یتانیا څخه وروسته  یوی مولفې ته څرګنده کړي. یعنې په خپلو صوبایي اسمبلو کې  دی پریکړه وکړی چی له کوم هېواد سره یوځای کیږي.

 په کال ۱۹۴۷ کې د صوبه سرحد یا پښتونخوا حکومت د ترقي غوښتونکو ځواکونو په لاس کې وو او د عبدالغفار خان مشرورور ډاکټر خان د نوموړي حکومت مشري په غاړه درلوده.

د صوبه سرحد حکومت له هند او افغانستان سره د یوځای کېدو او یا د ځانته هېواد د تصویب په چارو کې په تیاریو بوخت و چې محمد علي جناح د اسمبلی د رایو  پر ځای درېفرنډم لاره غوره کړه. هغه پوهیدو چی د اسمبلی د رایو غوښینه برخه به د هند سره او یا د مستقل پشتونستان لپاره په خواه وی. سره له دې چې د ۱۹۴۷ په جولاي کې شاه محمود خان په رسمي توګه له برتانوي هند سره د ډیورنډ معاهده منسوخه اعلان کړې وه، ددې سیمې د خلکو غوښتنو ته چا پام و نه کړ او رېفرنډم مهندسي شو.

د حکومت مشران او غفارخان جیل ته واچول شول. وروسته بیا د کونړ ختیځې سیمې د ځوانو پاکستاني ځواکونو لخوا بمبارد شوې. په دې توګه پښتونخوا او بلوچستان د خپل سرنوشت په اړه د رایې او نظر څرګندولو حق و نه موند. افغانستان هم چې په دې سیمو یې د ملکیت قانوني دعوه درلوده، سره له دې چې شاه محمود خان د بریتانیی د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبرو پر مهال د ډيورند کرښه منسوخه کړه خو بیا هم افغانستان او هم د صوبه سرحد پشتانه د برتانوی هند د وتلو څخه وروسته ددی خلکو د برخلیک د ټاکلو څخه محروم کړای شول.

یو شمېر افغان عالمان او د نظر خاوندان په دې اند دي چې د افغانستان په ضد څلویښت کلنه تحمیلي جګړه د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت پیژندلو په موخه ده. سره له دې چې پاکستان په وروستیو لسیزو کې علمي او جغرافیاوي څیړنو او د بریتانیا د آرشیف د اسنادو رابرسیره کیدو وارخطا کړی او امکان لري چې ځینې پروژې یې په لار اچولي وي ، خو په اصل کې د ډیورند کرښه اصلاً د برتانوي هند او پاکستان د غوښتنو د پای ټکی نه و او نه به وي.

لکه څرنګه چې په نقشو کې ښودل شوې،  د برتانوی هند او دده د میراث خواره یعنی پاکستان اصلي موخه ستراټیژیکه ژورتیا  نه ده بلکه د روسیې تر نفوذ لاندې بډایو ساحو ته رسېدل دي. د ډیورنډ کرښه د نړیوالی پولی په توګه منل د افغانستان په خاوره کې د پاکستان لاسوهنې ډېروي. هغوی هڅه کوي تر څو غیرپښتون میشتې سیمې هم تر خپل اغیز لاندې راولي.

نتیجه:

  • د افغانستان هیڅ دولت باید د ډیورنډ کرښه په رسمیت و نه پېژني او هغه دې استعماري کرښه او د نفوذ د ساحې کرښه وبولی. دغه ډول ډیپلوماتیک چلند په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان تر ټولو لویه وسله ده. په افغانستان کې راتلونکی نظام دې د خپلې غښتلتیا په صورت کې نوې پلان جوړ کړي.
  • دا مهال افغانستان یواځې دوه مهمې وسلی په لاس کې لري چې باید له لاسه یې ور نکړي.  لمړی: د افغانستان د تیرو حاکمانواو مشرانو هغه ویناوی چی د هغو له مخی یی د ډیورند کرښه د پولی په توګه نده منلی.  دوهم: له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د میلیونونو هغو هېوادوالو احساسات او غښتلې دریځ چې له ۱۹۴۷ راهیسې خپل حقوق تر پښو لاندی ویني. دغه عدالت غوښټونکی ځواکونه ، ګوندونه او شخصیتونه د تېر ځل په پرتله (۱۹۴۷-۱۹۷۸ ) ډیر غښتلی او په ډېر شمېر د خود ارادیت د حق په دفاع کې ولاړ دی. هغوي د لوستو او روڼ آندو یو لوی لښکر دی. تر هغو چې په افغانستان کې یو ستر ځواک را منځته کیږی نوموړې دوې وسلی به د قامونو د سیاسی او جغرافیایی  برخلیک  ټاکلو د حق داعیه ژوندۍ وساتی. دوی له افغانستان څخه بهر یواځینی قام دی چې ځان د افغانستان برخه ګڼي  په داسی حال کی چی د کوېټې او پېښور هزاره ګان چی په اصل کی د افغانستان بچیان دی له سل کلن بېلتون او جبري ادغام (Assimilation) څخه وروسته ځان له افغانستان سره نږدې نه ګڼي، ا و په پاکستان کې دقامی لږکیو ضد پالیسو له امله یې خپله ژبه او رسم الخط هم له لاسه ورکړی دی.
  • د افغانستان او پاکستان تر منځ د غوره اړیکو د دوام لپاره افغانستان کولای شي د رڼو پولو او آزادو اقتصادي زونونو(Free Economic Zones ) پروګرام تر لاس لاندې ونیسي. په دې توګه به پانګوونه له دواړو اړخونو وهڅوله شی او د مالونو او خوړو په راکړی ورکړی سره به کرار، کرار د د ډیورنډ کرښې اهمیت را کم شي. دغه پروګرام باید په سمه توګه جوړ او تشریح شی.
  • زما په اند باید د ډیورنډ کرښې ختیځی غاړی خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړل شي. په ۱۹۴۷ کال کې دا حق هغوی ته ور نه کړل شو او یو جعلي رېفرینډم په لار واچول شو. په راتلونکې ټول پوښتنه ( رېفرینډم ) کې اړینه ده چې د پښتونخوا او بلوچستان له ټولو خلکو څخه ټول پوښتنه وشي. دا هم اړینه ده چې دغه رېفرینډم دې د ۱۹۴۷ کال تر شرایطو لاندې د افغانستان، هند او برتانیا په ګډون ترسره شي، څو خلکو ته د پرېکړې موقع ورکړل شي. که د دغه رېفرینډم پایله له پاکستان سره د یادو سیمواو خلکو  یوځای کېدل واوسي، افغانستان مجبور دې چې د هغوی پریکړه و مني.
  • د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع پاکستان د برتانوي هند د میراث خور په توګه له ځانه بېخوده کړی دی. زموږ پر هېواد له سختو ګوزارونو سره، سره هغوی ندی توانېدلي چې د یوه وېښته په اندازه خپلو موخو ته ورسېږي. د دغې موضوع په وړاندی د کره دریځ له امله د افغانستان د دولت د هغه مهال د استازو ډيپلوماتیکې هڅې د ستایل وړ دی. دغه کړنې د ټول افغانستان د خود ارادیت لپاره یو اوسپنیز دېوال منځته راوړي دی.

هغو کسانو ته چې فکر کوي د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل به افغانستان سره د پاکستان  لانجو ته د پای ټکی ږدي باید وویل شی چې له ۲۰۰۰مو کلونو وروسته په مختلفو څېړنو کې داپه ډاګه شوې ده چې له دغې کرښې په تېرېدو به پاکستان خپل سیمه ییزپروګرامونه پیلوي او ټول قومونه او ځمکی به د خپلو پښو لاندې کوي. د افغانستان  نورو قامونو لپاره د کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو سره تعامل تر هغه ګټور دی چی  د پاکستان په نامه د یو شاته پاتې استعماري سیاسي او اقتصادي سلطې تر تاثیر لاندی راشی.

نوټ: له افغانستان سره د برتانوي هند د نفوذ د ساحو د مختلفو فرضیو نقشه د ارک جي ای ایس پواسطه د لیکوال له خواه ترتیب او پکې د انګلیسي عالم بیژن عمراني (۲۰۰۹) له څېړنیزو معلوماتو څخه ګټه اخیستل شوې ده. 

Leave A Reply

Your email address will not be published.