The news is by your side.

د ډیورنډ کرښې د تپل کېدو پر مهال د سياسي حالت پرتليزه څېړنه

ليکوال: اکادميسين م. ا. سيستاني

0

له اوسني سیاسي وضعیت سره د ډیورنډ کرښې د تپل کېدو پر مهال

د سياسي حالت پرتليزه څېړنه

ليکوال: اکادميسين م. ا. سيستاني

ژباړن: سيلانی

انګريزانو د ډيورند لۀ تړون وړاندې د یاد سرحد پۀ خوا و شا کې وضعیت مغشوشه کړ، چې دا کار پۀ سیمه کې  د ډېرو وينو بهېدلو لامل شو. پۀ هېواد دننه د هزاره جاتو پاڅون ( ۱۸۹۱ – ۱۸۹۲ ) د امیر د پریشانۍ لپاره لاره هواره کړې وه.

غبار ليکي: « انګريزانو د افغانستان د دولت او خلکو د تضعیف پۀ موخه لۀ هېڅ ډول دسيسو او توطييو څخه درېغ و نۀ کړ، تر څو چې د افغانستان خلک او حکومت د انګریزانو پر وړاندې مقاومت و نۀ کړي، نو پر همدې اساس د هند برتانوي حکومت لۀ يوې خوا پېښور، کاکړستان او تیرا د افغانستان لپاره د فساد او اغتشاش مرکز جوړ کړی و، لۀ بلې خوا یې خپل ګومارل شوي اشخاص لکه: د سردار ولي محمد خان لاتي زوی سر دار نور محمد خان، د لاتي ورارۀ سردار پير محمد خان، د سردار محمد شریف خان لمسی سر دار بازمحمد خان، د وزیر فتح خان لمسی سردار محمد حسن خان ، سعدوی کړوخېل او داسې نور یې لۀ پيسو، اسلحو او اشتهاراتو سره وخت پۀ وخت د افغانستان شرفي سيمو ته لېږل تر څو د دوی د تحریک او اغتشاش پۀ وسیله مرکزیي حکومت کمزوری او مشغوله کړي. ددې ترڅنګ انګريزانو لۀ پلازمينې څخه تښتېدلي فيوډاليان د افغانستان دننه تحریکول، چې بلاخره انګریزانو سردار محمد ایوب خان لۀ ایران څخهبندي وغوښت او پۀ لاهور کې يې ځای پر ځای کړ، پۀ دې کار سره یې  امير عبدالرحمن خان  لۀ هغۀ ځای څخه ګواښۀ.» ( غبار، افغانستان در مسیر تاريخ، ص ۶۸۲ )

 

امیر پۀ تاج التواريخ کې داسې وايي :« د هندوستان حکومت پۀ ډېرو نازوکو شرایطو کې چې د هزاره جات وګړو پاڅون کړی وو او دا احتمال هم موجود ؤ چې دا پاڅونونه نور هم پراخه شي او دا کار زما د پرېشانۍ لامل هم شوی ؤ، پۀ داسې مهال کې هغه مرسته چې ماته لۀ هندوستان څخه را ولېږل شوه هغه التیماتومي وه او پۀ دې ډول راته ليکل شوي ؤ:« د هندوستان  دولت نشي کولی ستا د نامعلومو او مبهمو ژمنو سره چې ګواکې تاسو به د انګستان سفارت کابل ته را وغواړئ، پۀ تمه پاتې شي، نو پۀ همدې اساس لارد رابرتس د هندوستان سپهسالار لۀ يو لوی لښکر سره ستا د ساتنې لۀ پاره کابل ته در استول کيږي.»

 

امير زیاتوي : « زۀ پۀ دغۀ مهال کې لۀ هزاره ګانو سره پۀ جګړه بوخت وم، پۀ دې پوهېدم چې  افغانان لۀ جنرال رابرتس څخه ښه خاطره نۀ لري او لۀ دې هم وېرېدم چې لۀ يو لوی لښکر سره د جنرال رابرتس راتګ راته سرخوږی پيدا نۀ کړي؛ بله دا چې دی يو نظامي افسر ؤ او نظامي کس سره هوکړې ته رسېدل لۀ ستونزو خالي نۀ وي، نو غوره مې وګڼله چې د سرحدي ستونزو د مذاکراتو لپاره لۀ يو ډيپلومات سره مخامخ شم،  نۀ لۀ نظامي شخص سره. ] د التیماتوم پۀ ځواب کې [ سمدستي مې ویسرا ته مراسله وليکله او پۀ هغۀ کې مې ذکر کړل چې سرسالتر پاین sir salter pyne!  د کابل د ماشین خانې څخه یو انګليسي مستخدم ستاسو لیدلو ته درځي ترڅو د یاد سفارت پۀ هکله ځينې ترتيبات ترسره کړي او پۀعین وخت کې مې لۀ فرمانفرما څخه خواهش وکړ چې یوه نقشه راته را وليږي چې پۀ هغۀ کې د سرحداتو خطوط مشخص کيږي. زما موخه لۀ نوموړې مراسلې څخه دا ؤ چې د هندوستان حکومت نبايد د سرحداتو پۀ هکله  يو لوی اقدام ترسره کړي.»( تاج التواریخ، ج۲، ۴۱۶ -۴۱۵ )

 

امير وايي:« کومه نقشه چې ماته را ولېږل شوه، پۀ هغۀ کې  د وزیرو او نوي چمن ولایت، پۀ هغۀ ځای کې د وسپنې د پټليو لار، چغايي، بلند خېل، مومند، اسمار، چترال او ټول هغه ولایتونه چې ددوی تر منځ واقع دي د هندوستان د برخې پۀ توګه ځانګړي شوي وو، نو ما هم  يو مفصله مکتوب انګریز فرمانفرما ته ولېکۀ او د سرحداتو پۀ هکله مې خپلې اندېښنې ورسره شريکه کړې، مګر هغوی زما غوښتنه و نۀمنله.  د هندوستان دولت زما مامورين پۀ  گوښ  سره لۀ بلندخېلو، واڼه او ژوب څخه و اېستل، هغوی  وویل کۀ تر فلاني وخته پورې لۀ يادود ساحو ونه وځئ، نو تاسو به وتلو ته مجبورکړم. ما نۀ غوښتل چې د انګليسانو لۀ دولت سره و جنګېږم او هغوی سره دښمن شم، نو ما هم خپلو مامورينو ته امر وکړ چې لۀ ددغۀ مکتوب لۀ ترلاسه کولو وروسته سمدستي یاده ساحه پريږي.» ( تاج التواريخ، ج۲، ص ۴۱۸ – ۴۱۷ )

 

لۀ دې وروسته د امير اړيکې د برتانوي هند لۀ حکومت سره ورځ تر بلې خرابېدې، تر دې چې پۀ ۱۸۹۲ م کال یادې اړيکې قطع شوې. امير پۀ دغۀ مهال کې دکوڼړ او اسمار د نیولو لپاره اقدام وکړ، کۀ څۀ هم د صافي مشرانو لۀ مخالفت سره مخامخ شول، خو ددې سره سره جنرال غلام حیدرخان د صافي قوم پۀ ځپلو سره د پوځيانو لاره خلاصه کړه او پۀ ډېرې چټکتیا سره یې کونړ او اسما ونيول، پۀ دې کار سره یې د چترال د شاه هغه شوم پلان خنثی کړ چې د اسما او کونړ د نیولو هوډ یې درلود.  لۀ دې وروسته یې کافرستان ( اوسنی نورستان) د انګريزانو لۀ مداخلې مخکې ونيوۀ او د ډيورند کرښې د تړون پر مهال رسمآ د افغانستان د خاورې پۀ توګه وپېژندل شو.

د پورتنیو دلایل پر بنسټ ليدل کيږي چې امير د ډیورند لۀ لاسليک څخه مخکې د بېلابېلو دسایسو او توطئو لۀ امله د فشار لاندې ؤ تر څو د ډيورند لاسلیک ته یې اماده کړي، دا پۀ داسې حال کې ده چې امير پۀ عین وخت کې دهزاروو لۀ پاڅون کوونکو سره پۀجګړه کې بوخت ؤ، چې پۀ دې کې هم د انګريزانو لاس وو او د سردار ایوب خان پلويانو د انګريزانو پۀ لمسون هزاره ګان اغتشاش ته هڅول، دا چې امیر لۀ انګريزانو سره د مقابلې توان نۀ درلود، نو لۀ ناچارئ يې کابل ته د انګليسي هیئت سرتیمر ديورند لۀ راتګ سره موافقه وکړه.

امير ليکي: « ددې ترڅنګ د روسیې دولت پۀ روشان او شغنان ولايتونو کې ما ته د ستونزو پۀ جوړولو بوخت ؤ. د دې او دې ته ورته نورو ستونزو د ختمولو لۀ پاره مې د سرمارتیمور ديورند پۀ مشرۍ انګريزي سفير کابل ته را وبالۀ. انګليسي هيئت لومړی د افغانستان د شمال شرق سرحد مسئله رامخته کړه او ويې ويل چې د انګريز او روسیې دواړه دولتونه مخکې تر دې هوکړې ته سره رسېدلي دي، چې رود خانه پنج يا آموی علیا د افغانستان د شمالي سرحد پۀ توګه وپېژندل شي، کومې سيمې چې امير د رود خانه پنج پۀخوا وشا کې نیولې دي، پريږدي. امیر ورته پۀ ځواب کې وويل دا پرېکړه پۀ هغۀ صورت کې منم، چې روسان د آمو رود خانې ګيڼې برخې کې کومې سیمې نيولې دي افغانستان ته ورسپاري، ډیورند دا شرط و مانۀ او موضوع د ۱۸۹۳ م کال  د نومبر پۀ ۱۲ تسجيل شوه.

وروسته لۀ دې انګلیسي هيئت د برتانوي هند او افغانسان د سرحداتو مسئله را وړاندې کړه، دغه مذاکرات چې پۀ بې باورئ او ځنډ پر مخ تلل بلاخر د نومبر پۀ ۱۲ د افغانستان د شرقي او جنوبي سرحدونو چې لۀ واخان څخه د ایران تر سرحد پورې ترسره شو، چې د ډيورند پۀ نامۀ وپېژندل شو. ددې تړون پۀ منلو سره امير د سوات، باجوړ، چترال، وزیرستان او چمن لۀ سيمو څخه تېر شو، چې پر وړاندې یې انګریزان لۀ کونړ درې تر اسمارو او پۀ وزیرستان کې دبرمل علاقې د افغانستان د خاورې پۀ توګه ومنل.( تاج التواریخ، ج ۲، ص ۴۲۰ – ۴۲۱، سراج التواریخ، ج۳، ص ۱۶۲-۱۶۱ )

 

د پورته يادو شويو فشارونو او ګواښونو سره انګريزانو وکولی شول چې خپلو موخو ته ورسيږي او پر امير عبدالرحمن خان خپلې غوښتنې ومني، امير د هېواد سياسي اوضاع او د انګريزانو او روسيې پر وړاندې خپل پوځي امکاناتو ته پۀ کتو سره د ډيورند کرښې هاخوا سيمې پۀپرېښودو سره پۀ واقعیت کې د اوسنی افغانستان د روسانو او ا نګريزانو لۀ  زیاتو مداخلو څخه وژغورۀ.

پۀ بله وينا کۀ چېرې امير تړون نۀ وی لاس ليک کړی باید جګړې ته يې مخه کړې وی، دا پۀ داسې حال کې ده چې د برتانوي پوځ او دولت پر وړاندې د امیر نظامي امکانات کم او د مقابلې توان یې ورسره نۀ درلود، بله داچې کۀ چېرې د تړون پر ځای یې جګړې ته مخه کړې وی، نو ممکن لۀ کندهاره تر جلال آباده او لۀ کونړ څخه تر نورستانه پورې سیمې يې  هم لۀ لاسه تللې وی، نو امير داسې کار تر سره کړ چې موجوده افغانستان یې د انګريزانو او روسان لۀ زیاتو مداخلو څخه وژغوري.

 

آيا د داکتر اشرف غني دولت ددې توان لري چې د پاکستان د يرغلګریزو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي؟

پاکستان لۀ ۲۰۱۱ م کال وروسته عملآ د افغانستان پر خاوره يرغل کوي، د طالبانو پۀ تمویل او را لېږلو سربېره یې پۀ خپلو توپخانو زموږ پۀ سرحدي ولایتونو لکه: کونړ، ننګرهار، پکتيا او زابل حملې کوي، همدارنګه د اغزن تار پۀ کشولو سره ۳۰ کیلومتره د افغانستان خاورې ته را دننه شوي دي او خپله سرحدي کرښه یې د کونړ سيند پورې را رسولې ده، پۀ دې کار سره غواړي د کونړ سيند پۀ اوبو کې ځان شريکه وګڼي. د کونړ او نورو ولایتونو وګړو دا ستونزه د تلویزيون او ټولنيزو شبکو لۀ لارې تر مرکزي دولت او د مسؤولینو تر غوږونو پورې رسولې ده، مګر دولت د ناتو او نورو بهرنيو ځواکونو پۀ شتون او بې غورئ کې د يادو ولایتونو ستونزو ته کومه ځانګړې پاملرنه نۀ ده کړې.

افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان هر ډول تحرک او یرغل ته چټک غبرګون ښکاره کړی دی او پۀ دې لاره کې يې خپل خواږه ځانونه لۀ لاسه ورکړي دي، مګر د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماتيکو پیغامونو پۀ استولو سره خپل وخت بې ضایع مصرف کړی دی.

د کونړ،ننګرهار، خوست، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو وګړو د دولت اقدام ته لۀ انتظار پرته د پاکستاني ځواکونو د قدام او حرکت مخې ځانونه سپر کړي دي او  پۀ ډېرې مېړانې، سرښندې او اتلولئ يې د پاکستان د غزن تار د غځولو مخه  نیولې ده.

 

دا دی اوس وروسته لۀ دې چې د طالبانو حملي د حکومت تر کنترول لاندې سیمو زیاتې شوي دي او ځينې ولسوالۍ ګانې یې هم لۀ سقوط سره مخامخ کړي دي، دولت مجبوریته د هېواد د عزت، پت او ناموس د ساتنې پۀ موخه لۀ خلکو غوښتي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او لۀ پاکستان څخه د را لېږل شويو طالبانو مخه ونيسي. پۀ اوسنیو شرایطو کې لۀ امنیتي ځواکونو  څخه د خلکو ملاتړ پرته لۀ شکه د هېواد پۀ امنیت او د امنیتي ځواکونو پر روحيې او مورال مثبتې اغېزې لري او کولی شي چې دهېواد او ولس دښمنانو ته پۀچټکئ ماتې ورکړي.

پۀ دې کې هېځ شک نشته چې افغانان مېړني، آزادي غوښتونکي او زړور خلک دي، لکه څرنګه چې د روسان د یرغل پر وړانډې سره يو شول او شوروي پوځ  ته يې د غاښ ماتونکي ځواب پۀ ورکولو سره  لۀ خپل هېواد څخه ساتنه وکړه؛ کۀ چېرې اوس هم سره يو شي او د پاکستان پر وړاندې ودريږي نو کولی چې پاکستان ته هم غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او لۀ دغو بلند پروازيو څخه يې ځمکې ته را ګوزار کړي. مګر لۀ بده مرغه پاکستان د وروستيو ۴۴ کلونو پۀ بهیر کې چې هلته اوو ګونو (۷) جهادي مشرانو استوګنه درلوده، ځانته داسې حلقه بګوشه غلامان او لاس پوسي روزلي دي، چې ممکن د همدغو ایجنتانو پۀ واسطه  د طالبانو پر وړاندې د افغانانو يوالي ته زیان ورسوي او د ( ۷۰ ) لسيزې پۀ شان د کورنيو جګړو اور ته لمن ووهي او د خپلو بادارانو شوم پلانونه او موخې پر موږ تحميل کړي. پای

۲۴/ ۶/ ۲۰۲۱

(Visited 20 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.