The news is by your side.

د ښوونې او روزنې اهمیت

دولت وزیري

0

کله چې د انسانانو پوهه کمه وي، وړتیا او د سوچ دایره یې محدوده وي، ځکه نو په دغسې وضعیت کې د ژوند لپاره کافي هوساینه هم نه لري.

په پخوا وختونو کې به له یوه ځایه بل ځای ته تګ او راتګ ډېر ستونزمن و. خلکو به سفر ته زړه نه ښه کاوه، ځکه الوتکې څه چې موټر او بایسکل هم نه و. یا به يې له اسونو، اوښانو او ځینو هېوادونو به له ډېرو ابتدايي کښتیو څخه ګټه پورته کوله. په لاره کې به له غلو، وحشي ځناورو او په اوبو کې به له وژونکو توپانونو سره مخ کېدل.

له دې کبله سفر به ډېر ستونزمن، له وېرې او کړاوونو سره مل او ډېر وخت به يې نيوه. خو د ښوونې او روزنې د اهميت له امله به زمونږ ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم «ص» به ویل:

« علم زده کړئ، که په چین کې هم وي.»

مانا دا چې د زده کړې لپاره د کړاوونو ګالل بېځايه کار نه دي او هغه پخه خبره لا نوره هم پخه کوي چې وايي:«که دې ځان وپېژانده، خدای «ج» به هرو مرو وپېژنې.» ځان په هغه صورت کې ښه پېژندل کېږي، چې د جهالت جامې له غاړې لیرې او د علم او پوهې په جامو ځان سمبال کړي.

علم او پوهه د ژوند په هر ډګر کې د اهمیت ور ده، ځکه علم دی چې الوتکې په هوا الوتنې کوي، علم دی چې کښتۍ په سیندونو کې څپې وهي، موبایل ټلیفون مو په لاس کې دی، بې له دې چې له کوم مزي سره تړلی وي، له نړۍ سره وصل یاست، علم دی چې ارمسترانګ پر سپوږمۍ کې قدم کښېښود. علم دی چې یوري ګاګارين د اول وار لپاره فضا ته لاړ. همدا د علم برکت دی چې نن کمپيوټر دی، ‌برېښنا ده او انټرنټ دی، البته دا ټول د علم برکت دی، خو دا هر څه د زده کړې له لارې او په ښوونه او روزنه تر لاسه کېدای شي.

که چېرې د زده کړې او د ښوونې او روزنې اهمیت او رول ته په پوځي برخه کې او بيا د جګړې په ډګر او د جګړې په ګټلو کې وګورو، دې پایلې ته به ورسېږو چې يوازې ښه روزل شوې او د لوړې انګېزې لرونکې اردو کولای شي چې د یوه هېواد سترو هیلو ته چې هغه له پرديو څخه د هېواد ساتل دي، مثبت او پر ځای ځواب ووايي. ځکه چې ټول پوځي وسایل او جګړه ییز حرکتونه د علم او د علم د زده کړې محصول دي.

په ځانګړې توګه اوس مهال چې پوځي توکي، تجهيزات او پوځي حرکتونه ډېر مډرن او ټول د کلونو- کلونو تجربو او علم محصول دي، د جګړې د ګټلو لپاره د دې مډرنو وسایلو، پوځي تجهيزاتو او د جګړې ییزو حرکتونو زده کړه ډېره اړینه ده.

که چېرې یو پوځي د شپې د دوربین، د يوې اوپتيکې الې یا یو پیلوټ د الوتکې په ښه اداره کولو او استمال پوه نه شي او يو جنرال د خپلو ځواکونو د ښه استعمال او د هغوی له اداره کولو عاجز وي، بې له شکه د جګړې په ډګر کې د يوه ورزيده دښمن په مقابل کې بې له ماتې بل څه لاس ته نه شي راوړلای.

د جنګ په ډګر کې د قوماندان له خوا د جګړه ییز شکل او حرکت، د شرایطو او امکاناتو په نظر کې نیولو سره ټاکل د جګړې د ګټلو لومړنی زېری دی. که کله د دفاع پر ځای يرغل او د یرغل پر ځای دفاع غوره شي او یا د توپچي، راکټي او هوايي ځواکونو څخه پر ځای ګټه پورته نه شي او یا ځانګړي کومانډو ځواکونه بې له بشپړ سنجش  څخه وکارول شي، مانا دا چې قوماندان په لوی لاس خپل ځواکونه د دښمن په لاس ورکوي او د مرګ کندې ته يې ورټېل وهي.

پوځي پوهان وايي:

«څومره چې د تعلیم په ډګر کې ډېرې خولې تويې شي، په همغه اندازه د جګړې په ډګر کې وينې کمې تویېږي.»

د واترلو په ډګر کې له انګرېزانو سره په جګړه کې له ناپليون څخه يې يوه قوماندان پوښتنه وکړه چې موږ او انګريزان دواړه خواوې پر خدای باور لرو، په دې جګړه کې به خدای تعالی د چا په پلوي وي؟

ناپليون ځواب ورکړ او ويې ويل:

«خدای تعالی به د هغه چا په پلوي وي چې خپل پوځي توکې په سمه توګه استعمال کړي او د تعليم په ډګر کې يې ډېرې خولې تویې کړې وي.»

که چېرې د نړۍ ټولې مډرنې وسلې او پوځي تجهیزات د يوې اردو په واک کې ورکړي، خو تر څو چې مخکې له جګړې د تعليم په ډګر کې د دوی د استعمال په هکله زده کړې ونه شي، مانا دا چې دا ټولې مډرنې الوتکې او نور الکټرونيکي وسایل د دوی لپاره بې له سړو اوسپنو بل څه نه دي.

ښه ښوونه او روزنه، د انګېزې او مورال د لوړولو وسیله ګرځي او بیا همدغه لوړ مورال او له هېواد سره د مينې انګېزه له دښمن څخه د جګړې ډګر ګټي.

سمه ده چې په هېواد کې جګړه ده او د ښوونې او روزنې لپاره کافي وخت او شرایط نه شته، خو دا د دې پلمه نه شي کېدای، چې د سرتېرو روزلو ته پاملرنه ونه شي.

ښه به نه وي چې په یوه ليکنه کې یو څوک د ځان په اړه يو څه ولیکي، خو په هر صورت ځان ته جرئت ورکوم او یوه خاطره له لوستونکو سره شریکوم.

په یوه پلي غونډ کې د پنځم کنډک قوماندان وم. رتبه مې تورن وه. د سهار له خوا کله چې مې د کنډک لپاره دندې ووېشلې، افسران او سرتېري ټول د پيرو، ګزمو او نورو اړونده دندو پر لوري لاړل. یوازې یو سرتېری پاتې شو.

 یوه افسر ته مې دنده وسپارله چې نوموړی سرتېری د تعليم ډګر ته بوځي او د ورځې د پروګرام مطابق تعليم ورکړي. پر دې مهال ناڅاپه د غونډ قوماندان، د تعليم او تربيې مدير د اوپراسيون له مدير سره يو ځای د تعليم د ډګرونو تر کنترول وروسته زما دفتر ته راغلل. د چای د څښلو پر مهال يې په ټوکو کې وویل، نن خو رسمي ورځ ده او د تعليم لپاره ښه ورځ هم ده.

دوی نه غوښتل چې مستقيماً ماته ووايي چې ولې د تعلیم په ډګر کې سرتېري نه شته. زه پوه شوم چې دوی زه په غوږ ووهلم. ما ورته وویل، چې ښه ښوونه د بري ضمانت کوي او هېڅ شی باید د دې پلمه نه شي چې ښوونې او روزنې ته زیان ورسوي.

 ډګرمن محمد هاشم چې د تعلیم او تربیې مدير و، وویل:

خیر داسې چې ده پنځم کنډک خو د تعليم په ډګر کې نه شته.

 ما ور ته وویل، دا امکان نه لري، ځکه چې ما په خپله دا اوس د تعليم ډګر کنترول کړ. ده وخندل ويې ویل ټوکې مه کوه هلته څوک نه شته. ما ورته وویل، که نه وو، زه به د پنج شنبې په ورځ د غرمې ډوډۍ درکوم او که چېرې وو نو تاسو به ډوډۍ راکوئ.

د غونډ قوماندان له خدایه د ډوډۍ لپاره پلمه غوښتله. بې له ځنډه د تعلیم ډګر ته لاړو، هلته یو افسر له یوه سرتېري سره ولاړ وه او په درس بوخت و.

ما ورته وویل چې دغه دي، دوی وویل دا دوه تنه، ما وویل هو، افسر ته مې وویل، چې مکمل راپور ورکړه. هغه راپور ورکړ، ټول کسان دندو ته توظیف شوي وو، یوازې همدا دوه تنه پاتې وو او هغوی هم د تعليم په ډګر کې په تعليم بوخت وو. دا د تعليم لومړی بری و، چې ډوډۍ مو پرې واړوله.

هوښياران وايي «له زانګو څخه تر ګوره پورې زده کړه کوه.»

(Visited 17 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.