The news is by your side.

د ښځو پر وړاندې د پاچاخان دریځ

صفیه وردګ

0 91

 

هر کله چې د نړۍ د ښځو د تاریخ پاڼې اړوو وینو چې ښځې له بلې هرې برخې نه ډېرې د سیاستونو ښکار شوې دي. سیاست تر ټولو قوي وسله ده چې د ښځو او نجونو د غږ د اوچتېدو او حق غوښتلو چیغې يې د دوی مریو کې خپ کړې دي. دا شونې نه ده چې په نارینه (کاملا نرواکه) ټولنه کې به ښځې په یوازې سر راپورته کيږي. په پلار سرو ټولنو کې د ښځو د رامخته کېدو لپاره یو سپر ته ضرورت دی او دا سپر طبعا نارینه دی. پاچاخان د پښتنو د تاریخ په داسې حساسه دوره کې د ښځو تر څنګ ولاړ دی چې نه یوازې د ښځو بلکې د نارینه وو طبقې حقوق هم مهار کېدل. د زده کړو حق یې نه درلود. نارینه لسیزې- لسیزې نالوستې پاتې وو او د ښځو لوست کتاب او قلم لاس کې ورکول خو پښتون ته د ننګ خبره وه.
د پاچاخان د ټولنې د اصلاح لاره متفاوته وه. نوموړي دا تغییر له خپله کوره پیل کړ او همداسې یې پسې وغځاوه.
ده د ښځو پر وړاندې د هغه ناوړه نورمونو د له منځه وړلو هڅه وکړه چې په سلګونه کلونه پښتنو د کلچر په سترګه ورته کتلي. بلکې پالل ییې دی. لوڼو د دوهم کلاس په سترګه کتل د دوی د جرات او شخصیت وژل د هر پښتون د کور کیسه ده.
باچاخان تر ټولو د مخه د خپلې کورنۍ د نجونو د باسواده کولو کوشش کړی او پښتون قوم ته يې عملا ورښودلي چې ښځې تر ښځمنتوب د مخه انسانانې دي. نوموړي خپله لور لومړی هند او بیا انګلستان د ته د زده کړې لپاره ولیږله.
“…جینکۍ د هلکانو نه ډېرې ذهیني وي. زما درې لمسۍ ډاکټرانې دي نورې لمسۍ مې څوک ایم.اې څوک بي.اې دي او یوه لور مې ده هغه بي.اې بي. ټي ده…“
“…یوې خوا ته به زنانه ناستې وې او بلې خوا ته به نارینه کېناستل چې د ډوډۍ وخت به شو نو زنانه به موږ ته ډوډۍ واچوله او چې موږ به وخوړه بیا به هغوی خوړه. په هغه وخت کې نارینه د زنانه وو سره ډوډۍ نه خوړه او دا ورته معیوب کار ښکارېده او ښځو هم د نارینه وو سره ډوډۍ نه خوړه…“
موږ اوس هم ډيرې داسې کورنۍ وینو چې ښځو سره په یوه دسترخوان ډوډۍ نه خوري او دا عادي خبره ده چې ښځې د نارینه وو پاتې خوړو ته منتظرې پاتې شي.
“…له ټولو نه اول دا خبره ما محسوسه کړه او کله چې مېلمانه نه وو د دوی سره به مې په یوه دسترخوان ډوډۍ خوړله اول دا رسم ما ماتکړ او ورو ورو په ټولو خلکو کې د دې رواج اصلاح وشوه …“
د فخر افغان مبارزه یوازې تر کوره هم نه وه محدوده. ده ښځې سیالې بللې. برابرې یې بللې او تر ټولو مهمه چې د مساوي انسانانو په سترګه یې ورته کتل.
موږ د دې شاهد یوو چې پلارواکو دولتونو هڅه کړې ښځې بې تاریخه کړي. ویې پرځوي، شاته یې کړي. ټولنه پرې بې باوره کړي. دوی د تاریخونو له څپرکو ګوښې کړي له بده مرغه که ووایوو چې دا هڅه یې تر ډېره کامیابه شوې هم ده، شاید ناسمه به نه وي. لیکن بیا هم د زرګونو کلونو په اوږدو کې د ښځو د ژوند یو څرک موندلی شو او هغه دا چې د ښځو تاریخونه له تاوتریخوالي ډک دي. هر وخت چې دوی د خپلو حقوقو د غوښتو هڅه کړې په تشدد سره خپلو ځایونو ته راکش شوې دي او پر خولو یې لاسونه ایښودل شوي. نرواکه دولتونه تل په دې هڅو کې دي چې دوی خپل واک نیم نه کړي یا ښځې واک کې ور شریکې نه کړي.
خو باچاخان ښځې سیاستمدارې ګڼلې. پخپلو مهمو جلسو کې يې شریکولې. دوی ته يې د خبرو او نظر مو که ورکوله. نارینه باور یې پرې لوراوه، ننګ یې پرې کاوه. نوموړي د پښتنو ښځو پر وړاندې موجود رواجونه وننګول او دوی یې نه یوازې په خپلو حقونو خبرې کړې بلکې، د دې موکه یې ورکړه چې د پښتنو سړو سره په قامي مبارزه کې ګام پر ګام برخه واخلي.
“…د دې ځای خلک په خدایي خدمتګارۍ کې سست وو د دې د پاره په جلسه کې ما ښځو ته اپیل وکړو او ورته مې ووې چې دا ملک څنګه د سړو دغسې د ښځو هم دی او که سړی خدایي خدمتګارۍ ته تیار نه وي نو تاسو ملا وتړئ.”
نه یوازې موکه بلکې ده هڅه کړې چې د ښځو پر وړاندې پښتون قوم فکر له بنیاده نوی کړي. دا خبره ښکاره ده چې دولتونه (ښځو) ته تر هغه وخته ښه ژوند نه شي تضمین کولای چې زموږ د خلکو فکر بدل نه شي. دا دودیز نورمونه بدل نه شي. دولتونه نوي قوانین رامنځته کولای شي، لیکن قانون تر هغه وخته نه پلی کیږي چې فکر بدل نه شي. پاچاخان د فکر د بدلولو هڅه کړې.
“…زه په دې ډېر خوشاله شوم چې د هرکلي په جلسه کې مې ډېرې ښځې شریکېدلې لیکن چې د تنګي په جلسه کې مې د ښځو زورولیدو نو زړه مې باغ باغ شو ځکه چې زما دا عقیده وه چې یو قوم هله ترقي کولی شي د هغوی سره ښځې اوږه په اوږه لکه د ګاډي د دویمې پايې روانې شي د الله تعالی شکر مې ادا کړو چې زموږ خوارۍ ځای ونیوه او چې زموږ زنانه رابیدارې شوې نو ډېر امېدونه مې پیدا شول چې که خیر وي اوس به زموږ قام ترقي وکړي…”
د خدایي خدمتګار، پاچاخان هڅې یوازې تر خبرو نه وې محدودې نوموړی د عمل سړی و. ده د ښځو د مساواتو د غږ د اوچتېدو په پایله کې خپلوۍ له لاسه ورکړي. په پښتني ټولنه کې داسې نارینه ډېر کم دي چې د خپلې خور یا لور او میرمنې پر سر نورو سره اړیکې خړېیا پرې کړي. نوموړی خپلو یادښتونو کې د دې یادونه کړې چې د خپلوانو خپلوې په همدې مسله ورسره تتې شوې دي.
پښتني ټولنه کې ښځې تر نارینه وو ډېرې د بیسوادۍ د تورتم ښکار شوې. بلکې له کتاب قلم او مکتب څخه ګوښې ساتلې شوې. خو پاچاخان په ټولنه کې د ښځې او لوستې مور د ونډې په برکت پوهېده .دا ښکاره خبره ده چې د نجونو او ښځو له زده کړو پرته د ټولنوپرمختګ او متمدن کېدل ناشونی دی، بالخصوص د میندو لوست چې د یوې کورنۍ او نوي نسل روزنه يې په برخه ده خو نرواکه ټولنې تلپه دې هڅه کې دي چې د دوی د زده کړو پر وړاندې چې د (ښځو د غږ د اوچتیدا) یو اساسي اصل دی، خنډ شي.
موږ وینو چې نن هم په پښتني ټولنه کې د ښځو د زده کړو پر وړاندې دا ناوړه نورمونه نه دي بدل شوي ،لا هم د ښځو زده کړه شرم ګڼلکیږي. لا هم د دوی مخه کې یو نارینه دریږي او لا هم په زرګونه ښځې د بیسوادۍ تیارو کې هلته- دلته غلې کړل شوې دي. د پاچاخان د مبارزې زمانه هم دغه زمانه ده د پښتون نن او پرون چې د ښځو سواد اصل نه بلل کیږي. خو پاچاخان په دې خبره ښه پوهیده چې دا جنګد بېسوادۍ جنګ دی.د ناپوهۍ جنګ دی او د دې جګړې لمنه یوازې په تعلیم ټولېږي. پاچا خان او د دوستانو یې د پښتون قام بېسوادي د ټولو مشکلاتو اصلي لامل ګاڼه. او پښتون قام ته پر همدغه خبر د پوهېدو کوشش کاوه.
پاچاخان د پښتنو له حجرې او محرابه د خپل قوم د مبارزې لپاره ګټه واخیسته. د حجرې او محراب تر مینځ یې نه یوازې فاصلې کمېکړې. بلکې دغه اړیکه یې نوره هم غښتلې کړه. د پاچا خان قربانیو د پښتنو په سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ادبي، ټولنیز او سیاسي ژوند ژورې اغېزې درلودې. د قامي شعور د تازه مبارزې پیلېدل، چې پښتونخوا کې ورځ تربلې قوي کېږي او یاده مبارزه کې د ثنا اعجاز او وړانګې لوڼۍ په څېر ښځو پراخ ګډون د باچاخان او د ده د فلسفې د لارویانو د هڅو او قربانیو نتیجه ده. ده نه یوازې د پښتون قام سړیو، بلکې ښځو ته هویت ور وباخښه.
______
ماخذ: زما ژوند او جدو جهد. باچا خان

Leave A Reply

Your email address will not be published.