The news is by your side.

د کب/ حوت د نهمې په ویاړ

جنرال دولت وزیري

0

افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د کب/حوت نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه تصویب کړه.

دا ورځ په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د غازي امان الله خان له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د بیاګټلو  له اعلان سره برابره ده، ځکه نو هم د تاریخي اهمیت له پلوه، هم د امنیتي ځواکونو د روحیې د پیاوړتیا له اړخه مهمه ورځ ګڼل کېږي. په افغانستان کې دننه او بهر په دې ورځ په ټولنیزو شبکو کې د ځینو هشټګو په کارولو سره د افغان امنیتي ځواکونو د سرښندنو درناوی کوي، دوی ته په لارو او سړکونو کې ګلونه ډالۍ کوي او په ټولنیزو (خواله) رسنیو کې ګڼ کسان  خپلو حسابونو (پروفایلونو) ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عکسونه ورکوي.

که څه هم په زرګونو کسان دغه ورځ په ښو احساساتو لمانځي، خو ځینې کسان چې د افغانستان هره لوېشت خاوره او هر څه ورته ناروا ښکاري په دې ورځو کې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره منفي تبلیغات هم کوي.

څرنګه چې خدای«ج» انسانان خپلواک پیدا کړي دي، نو په نړۍ کې د خپلواکه اوسېدلو حق يې هم ورکړی دی.

 په نړۍ کې ځينې انسانان د خدای « ج » له حکم څخه سرغړونه کوي، له نورو انسانانو څخه خپلواکي په زور او یا په نیرنګ اخلي، په خپله ناروا ګټه ترې استفاده کوي. ځینې نور بیا د خپلواکۍ په مفهوم نه پوهېږي، تل د نورو په اسارت کې ورته ژوند غنیمت ښکارېږي.

 د خپلو شخصي ګټو په دایره کې ژوند غوره ګڼي، تر دې ها خوا یې سوچ کار نه کوي. د دې تر څنګ پر خپلواکۍ مئین انسانان هم په نړۍ کې ژوند کوي چې يوازې خپلواک اوسېدل او خپلواک ژوند ورته له بل هر څه ارزښت لري. تل غواړي د عقاب او شاهین په څېر ازاد ژوند وکړي او لوړ والوزي او د خپلواکۍ نعمت پر ټولو ولوروي.

له بده مرغه افغانان هم د خپلو مشرانو د بې اتفاقیو له امله د تاريخ په يوه پړاو کې له دې ستر نعمت څخه چې خپلواکي ده بې برخې شوې دي.

کله چې انګرېزانو او د سکهانو مشر رنجیت سنګ له شاه شجاع سره د ۱۸۳۸ میلادي کال د تړون له مخې په ۱۸۳۹ میلادي کال پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او په کندهار کې د مکناټن له خوا شاه شجاع پاچا اعلان شو، شاه شجاع په بدل کې رنجیت سنګ  ته له هغو ځمکو ورتېر شو چې د افغانستان خاوره خو د هغه له خوا نیول شوې وه. د دې تر څنګ به په سیمه او د هند په نیمه وچه کې د انګرېزانو د ګټو پر ضد مزاحمت نه کوي.

 د دوی له يرغل سره سم د افغان او انګلیس لومړی جنګ پیل شو. که څه هم په جنګ کې انګرېزان مات شول، خو له بده مرغه افغانستان خپله خپلواکي له لاسه ورکړه.

 په ۱۸۷۹ ميلادي کال يو ځل بيا انګرېزانو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، د افغان او انګلیس دويم جنګ رامنځ ته شو. په لومړي او دويم جنګ دواړو کې انګرېزان مات شول. د مکناټن، کيوناري، شاه شجاع او په زرګونو انګرېزانو سرونه د افغانانو د تورو خوراک شول، خو له بده مرغه افغانان له خپلې خپلواکۍ بې برخې وساتل شول او دا لا څه چې د افغانستان پر سينه د ډیورند کرغېړنه لیکه راکش او یو تن يې دوه ټوټې کړ.

دې حالت تر ۱۹۱۹ میلادي کال پورې دوام وکړ. کله چې په ۱۹۱۹ میلادي کال امير حبيب الله خان د لغمان په کله ګوش کې شهید شو. د شهيد امیر زوی امان الله خان چې په خپله هم پوځي او هم يې له پوځیانو سره ډېرې ښې اړیکې لرلې او د دې تر څنګ زړور، ننګیالی او پر هېواد او د هېواد پر خپلواکۍ مئین و.

 خدای« ج » هم د ده په وينه کې د خپلواکۍ او ازاد ژوند همت ایښی و، د ۱۹۱۹ ميلادي کال د فبرورۍ پر ۲۷ مه نېټه «د ۱۲۹۷ لمریز کال د کب/ حوت پر نهمه نېټه » يې د زرګونو افغانانو په حضور او د عيدګاه په جومات کې له خپلې ملا څخه توره له تیکې راوایسته او په لوړ اواز يې وویل:

«زه د افغانستان خپلواکي اعلانوم او تر څو چې مې د افغان ملت خپلواکي نه وي ترلاسه کړې، په ما دې خوب او په تیکي کې د تورې کېښودل حرام وي.»

له دې سره يې د انګرېزانو سفیر ته مخ ور واړوه او ورته يې وویل:

«ته پوه شوې؟»

 هغه ځواب ورکړ او يې ویل:

«هو پوه شوم.»

ازاد اوسېدل، په خپله خوښه په خپل هېواد کې خپلواک ژوند کول او په خپلواکه توګه د هېواد چارې ترسره کول سرښندنې او فداکارۍ ته اړتيا لري. دا يوازې د زړورو، نومياليو او له خپلو سرونو څخه تېرو کسانو کار وي. خپلواکي په تشو شعارونو او خبرو نه ګټل کېږي، بلکې واقعي-وطني جذبه غواړي.

امان الله په ستره قربانۍ خپلواکي تر لاسه کړه، دا چې نړیوال استعمار او کورنیو ګوډاګيانو پر هېواد خپلواکي او ښه ورځ پېرزو نه وه، په تاریخونو کې به مو لوستلي او یا به مو په خپلو سترګو ليدلي وي چې پر دې بېوزلي ملت څه ډول نخرې نه وې، چې تر سره نه شوې.

 خو هغه ملت چې تاریخ او تاریخي ویاړونه نه لري او یا د خپلو نیکونو د برم او عزت د ورځو د يادولو په اهميت نه پوهېږي، هغه مړه ملتونه دي. له نېکه مرغه د هېواد ولسمشر ښاغلي ډاکټر محمد اشرف غني د خپل هېواد تاريخ، وياړنو او خپلو دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د بشپړ درناوي له امله د یوه ځانګړي فرمان له مخې د ۱۳۹۵ لمريزکال د کب/ حوت نهمه دغه زموږ د تاریخ له وياړه ډکه ورځ د خپلو ویاړلو دفاعي او امنیتي ځواکونو په نامه ملي ورځ ونوموله، چې په ډېر ویاړ د کابينې او د ملي شورا له خوا ومنل شوه او د هېواد په کلیز (تقويم) کې د ملي ورځې په نامه ورزياته کړل شوه. له هغې راهیسې دا ورځ په پراخ ډول لمانځل کېږي.

 زموږ وسله وال ځواکونه چې د خپلو سرونو او وينې په بيه د هېواد او د خپلو خلکو د پت، عزت او ناموس ساتونکي دي، سره له دې چې ټول کال او ټول ژوند له دوی څخه ملاتړ او دوی ته درناوی کول د هر سپېڅلي، پر هېواد او خپلو خلکو مئين افغان دنده ده، دغه ورځ هم په ځانګړې او خاص ډول د دوی د لا درناوي په ویاړ او دوی ته د عزت او مينې ورکولو ورځی په نامه ډالۍ شوې ده.

د دفاع وزیر اسد الله خالد په ۱۳۹۷ل کال د دې ورځې په مناسبت د خپلې مبارکۍ په پیغام کې ویلي:

«زموږ قدر پېژندوکي خلک تل ستاسو اتلولیو او سرښندونکو فعالیتونو ته د قدر په سترګه ګوري، پرې ویاړي او د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مشرتابه تل هڅه او هاند کوي چې د ملي اردو د پیاوړتیا اوځواکمنۍ لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول کار او فعالیت وکړي او په دغه ستره او سپيڅلې لاره کې د هېواد په د ننه او بهر کې د ملي اردو له ځواکونو څخه د ملاتړ کچه لا پسې پیاوړې کړي. »

یو څوک چې په شعوري ډول د خپل سر او خپل ژوند په بيه د هېواد چوپړ ته چمتو وي، د هغوی له پاره د خپلو خلکو ملاتړ او مینه ستره ډالۍ ده، بې له ملاتړ او مینې بل هېڅ شی د دوی د ژوند بيه نه شي پوره کولای. ښه افغان هغه دی چې له خپلو اتلانو ملاتړ وکړي، درناوی او مینه ورکړي.

 د هېواد د پور ادا کول او له هېواد سره مينه د هر سپېڅلي افغان دنده ده. د دښمن د شومو موخو شنډول او د خپلو اتلانو تر څنګ درېدل ستر عبادت دی. موږ په دې باور لرو چې که پر چا د يوه اتل د بوټونو دوړې ولګېږي د دوزخ اور پرې حرامېږي او یا یو ساعت د خپلو خلکو په چوپړ کې درېدل د کلونو عبادت سره مساوي دي.

ګرانو او زړه ته رانږدې اتلانو که اړتیا وي او که اړتيا شوه زه به په سپين سر او په کړوپه ملا هم له تاسو سره په سنګر کې وم. تاسو ته به خدمت او درناوی کوم او هغه خپله خبره به بیا بیا تکراروم:

« څوک چې د اتلانو حق خوري، هغه نه مسلمان، نه انسان او نه هم افغان دی.»

خوشال بابا وايي:

یار به د یار په یارۍ ویاړي

په هره چار به يې ښېګڼه غواړي

که يار يې خاندې دی به خاندي

که يار يې ژاړي دی به ژاړي

د اتلانو یار هېواد دی، که هېواد ارام، اسوده او سوله په کې ټينګه وي، د دوی له پاره هم ژوند دی هم ویاړ.

«د کب/ حوت نهمه مو مبارک شه اتلانو»

Leave A Reply

Your email address will not be published.