The news is by your side.

د کوچنيانو د کيسو استعارې

پوهنوال دوکتور اجمل ښکلی

0

سريزه:

موږ فکر کوو، چې کوچنی پېژنو. ماشوم راته يو بسيط ماشين ښکاري، چې په اسانه پرې پوهېږو. د همدې ذهنيت پر بنسټ له ماشوم سره هم چلن کوو. زموږ چلن د ماشوم له طبيعت سره برابر نه وي، بلکې د غټانو د ټولنيزو مسوؤليت له مخې وي. چې د ماشوم لپاره ادبيات هم ايجادوو، د هر منګ ماشوم راته يو ډول ښکاري؛ نو بالعموم دوه ډول ادبيات ايجادوو، يو هغه چې موږ د غټانو په توګه غواړو، چې ماشوم بايد ټولنيزو ارزښتونو ته ژمن اوسي، نو خپل غټوالی پرې تحميلوو. سختې سختې خبرې ورته ليکو، چې ماشوم بايد داسې وي، بايد هغسې وي. دويم ډول چلن مو دا دی، چې فکر کوو، چې ماشوم خپله بېله نړۍ لري او دا نړۍ تر پيشو، سپي، باډيوې او لوبتکو پورې محدوده ده؛ نو چې پيشو ته شعر يا کيسه وليکو يا پکې لوبتکې يادې کړو، فکر کوو، چې دا د ماشوم ادبيات دي. دا دواړه ډوله تصوره د ماشوم په اړه بسيط او نيمګړي دي.

کله داسې وشي، چې د ماشوم پر احساس د پوهېدو لپاره د خپلې کوچنيوالې د رايادولو هڅه کوو، خو دا هڅه مو ځکه بريالۍ نه وي، چې هغه خاطرې مو د غټوالي په دوړو کې ورکې کړې دي، البته اغېز يې زموږ پر لاشعور اوس هم شته؛ خو رايادول يې اسانه نه دي. زما پخپله چې کله د شپې رنګارنګو ګروپونو ته پام شي، ذهن کې مې يو څرک وشي، هغه د کوچنيوالي خوند احساس کړم، چې د شپې به مو له رنګارنګو ګروپونو او په ټوله کې له رنګو اخيسته، خو مازې يو څرک وي، بيا يې که هر څومره رايادوم، نه رايادېږي. همداسې کله چې ماشومان کاغذي کيښتۍ يا کامره يا بل څه جوړوي، هم هغه وړوکوالی راياد شي، خو ژر بېرته وتښتي.

موږ چې خپله کوچنيواله هېره کړې، د ماشوم پېژندګلوي هم راته سخته ده. موږ فکر کوو، چې ماشوم په ډېر څه نه پوهېږي. ماشوم رښتيا هم د لويانو له مسايلو سره اشنا نه دی، خو د دې مانا دا نه ده، چې ماشوم په خلا کې پايي. د هغه خپل ژوند وي، خپلې تجربې او خپلې ستونزې او خوښۍ.

زموږ بله مساله دا ده، چې د ماشوم سن ته ډېر پام نه کوو. په افغانستان کې خو چې تر دولس کلنۍ واوړي، د ماشومتوب له تعريفه ووځي، که نجلۍ وي، د ودولو هڅې يې شروع شي او که هلک وي، د نجلۍ لټه ورته پيل شي. څرنګه چې ماشوم د جسم له پلوه بدلون کوي، داسې کال په کال د روان له پلوه هم بدلېږي. د درې کلن او اووه کلن ماشوم ترمنځ يا د پينځه کلن او لس کلن ترمنځ ډېر توپير وي، چې بايد د ادبياتو په ايجاد کې ورته پام وشي.

پخپله زما لپاره د يوه ليکوال په توګه د ماشوم لپاره د ادبياتو ايجاد يا د ماشوم د ادبياتو شننه تر يوه ننګونې کمه نه ده، ځکه چې د ماشوم پر ادبياتو پوهېدل د ماشوم زړه او فکر غواړي، چې هغه اوس ما سره نشته. د لويانو پر ادبياتو بحث دومره سخت نه دی، لکه د ماشومانو پر هغو.

نو که د ماشوم لپاره د ادبياتو ايجاد اسانه نه دی، خو يوه اړتيا ده او دا اړتيا څنګه پوره کولای شو؟ د دې اړتيا د پوره کولو لپاره لومړۍ خبره دا ده، چې موږ بايد دا چاره اسانه و نه بولو او هڅه وکړو، چې د ماشوم روان، هيلو، چاپېريال، ژبې او له کوچني نه د ټولنې غوښتنې معلومې کړو او دا ټول غاړه غړۍ کول او د هر سن ماشوم لپاره د ادبياتو ايجاد اسانه نه دی؛ خو د ارواپوهنې، ټولنپوهنې، ژبپوهنې او نورو په مرسته دا چاره ځان ته اسانه کولای شو.

د ماشوم ادبيات يوه اړخيز سرک نه دی، چې يوازې د ادبي وړتيا په درلودو دې يې يو ليکوال/ شاعر ايجاد کړي، بلکې دا يوې ګډ څانګيزې کړلارې ته اړتيا لري. د ماشوم د ادبياتو په څلورلار کې د ارواپوهنې، ټولنپوهنې، ژبپوهنې او ادبپوهنې سره يوځای کېږي.

پر دې سربېره منګ(سن) هم مهم دی. څوک چې د ماشوم لپاره ادبياتو ايجادوي، لومړی بايد د ماشوم سن مشخص کړي، تر هغې وروسته ورپسې ارواپوهنه وګوري، بيا د ټولنې امکانات او بيا ورته د ادبياتو په ايجاد لاس پورې کړي؛ نو هله به موږ د ماشوم لپاره ښه ادبيات ولرو.   دا ليکنه د همدې موخې لپاره د اووو او يوولس کلنو ماشومانو لپاره د کيسو پر استعارو ليکل شوې.

آر وييونه:

ارواپوهنه، ژان پياژه، د ماشوم ادبيات، استعاره، ليکاف او جانسن

د ادراکي ارواپوهنې له ليدلوري: 

ژان پياژه سويسی ارواپوه دی، چې د ماشومانو او زلمو پر ادراک يې اغېزناک کار کړی. د نوموړي په اند، د ماشوم ادراکي او عقلاني (Cognitive and Intellectual) وده په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي:

۱- حسي حرکتي پړاو (Sensorimotor Stage): له زوکړې تر دوه کلنۍ.

۲- مخ عملياتي پړاو (Preoperational Stage): له دوه نا تر اووه کلنۍ پورې.

۳- عيني عملياتي پړاو (Concrete Operational stage): له اووه نه تر يوولس کلنۍ پورې

۴- جوړښتي عملياتي پړاو (Formal Operational stage): له يوولس کلنۍ نه تر شپاړس کلنۍ پورې

(Brown, 2000: 61)

په حسي حرکتي پړاو کې د ماشوم حواس فعال وي او د يوه څيز په نشت کې هغه نشي وريادولای او له هر څيز سره يوازې مخامخ چلن کوي. دې ته ايګوسنتريزم پړاو هم وايي. په مخ عملياتي پړاو کې کوچنی د دال او مدلول ترمنځ اړيکه نشي جوړولای. پر دال د مدلول يا په بله وينا په کلمه د څيز ګومان کوي. د “اوبو” کلمه ورته اوبه ښکاري او فکر کوي، چې د اوبو په کلمه يې تنده ماتېدای شي. نانځکه ورته واقعي انسان ښکاري. په دې پړاو کې ماشوم هر څه د خپل ځان پر چورليز(محور) څرخوي، پر خپل نظر باور لري او په خپلې ګټې او خوند پسې ځي. په مړو او ژونديو شيانو کې توپير نشي کولای، باد، سيند، غر او هر مړ څيز ورته ژوندی ښکاري. که په تيږه يې پښه ولګېږي، تيږې ته لغتې ونيسي. دې پړاو ته د انيمسيم پړاو هم وايي. تاريخ وايي، چې بشر هم داسې يو پړاو تېر کړی، چې اسطوري پېر ورته وايي، چې د ماشوم غوندې يې که د څه شي په اړه معلومات نه درلودل، له خپل تخيل نه يې پرې ورزياتول.

د دې منګ د ماشوم لپاره که ادبيات ايجادېږي، بايد د تفکر پر ځای پکې د تخيل توک غالب وي او يوه متحرکه نړۍ پکې انځور شي، چې هر څيز پکې له بل سره فعاله اړيکه ولري. په دې سن کې د ماشوم لپاره ايجادېدونکي ادبيات بايد د پيغامونو بار و نه لري. په پښتو کې يې د علم ګل سحر د “ستوري خاندي” شعرونو ټولګه يوه بېلګه ده، چې له پينځه نه تر اووه کلن کوچني ته ښه کتاب دی، خو که په افغانستان کې په دې منګ کې کوچني سم لوست وکړای شي. په دې اثر کې د نانځکې، پيشو، ځالې، چرک په اړه لنډ شعرونه راغلي، چې مسرې يې هم د ماشومانو د ولسي ادبياتو غوندې لنډې دي. ژبه يې هم په يوه نيم ځای کې د غټانود چاپيريال له کلمو پرته د کوچنيانو ده؛ خو د قناعت او باز او زرکې په اړه راغلي شعرونه د اوږدوالي او ټولنيزو بار له امله د دې منګ د ماشومانو لپاره نه دي او بايد د ټولنيز بار او استعاري ژبې له امله يې تر اووه کلن وروسته يوولس کلن پورې ماشوم ولولي.

په عيني عملياتي پړاو کې بيا کوچنی د شيانو په اړه فکر پيل کړي. له نړۍ نه ځان بيل کړي او د دال او مدلول او علت و معلول ترمنځ اړيکه جوړولای شي.

په وروستي يا صوري پړاو کې کوچنی د انتزاعي مفاهيمو په اړه هم، چې ده يې په حواسو تجربه نه وي کړې، فکر کولای شي، چې تجريدي تفکر ورته وايي او ماشومان پکې د خپلو کړنو په اړه اخلاقي قضاوت کوي.  په دې وروستي پړاو کې کوچنی په اسانه درانه پيغامونه اخيستای شي؛ خو زموږ خبره تر دې له مخه عيني عملياتي پړاو په اړه ده، چې د کوچني ادراک پر عيني عملياتو ولاړ دی او مجرد مفاهيم په خپلواکه بڼه نشي درک کولای، بلکې واړه ورځني پيغامونه بايد ورته په عيني بڼه وړاندې شي. په بله وينا، کوچنی د مادي او انتزاعي نړۍ ترمنځ دی. که د دې منګ کوچني ته څوک ووايي، چې له نورو سره مرسته ښه يا د ثواب کار دی. هغه د ثواب او ښه انتزاعي مفاهيم نشي درک کولای او دا يې له ذهنه لکه په هېنداره د باران څاڅکي ښويه وځي.

په عيني بڼه د انتزاعي مفاهيمو د وړاندې کولو مانا دا ده، چې د ده د شاوخوا چاپېريال شيان د پيغامونو د لېږد لپاره د وسايلو په توګه پور شي، ځکه چې په دې پړاو کې کوچنی د دال او مدلول ترمنځ اړيکه په اسانه جوړولای شي او له مجاز نه حقيقت ته ځان رسولای شي. دلته مراد د تصوف د مجاز او حقيقت فلسفي مبحث نه، بلکې له ادبي مجاز نه حقيقت ته تګ دی. له مجاز او پور نه موخه استعاره ده. له اووه نه تر يوولس کلن ماشوم لپاره د ادبياتو په ايجاد کې له استعارو نه کار اخيستل پکار دي، ځکه استعارې حسي ځانګړنه لري او په مټ يې ټولنيز انتزاعي مفاهيم په اسانه د ماشوم ذهن ته ورلېږدولای شو.

استعاره په ادراکي ژبپوهنه کې:

د استعارې دوديزه لغوي پور غوښتل دي او په اصطلاح کې يوه کلمه د بلې کلمې پر ځاى راوړل دي، چې د دواړو ترمنځ تشبيهي اړيکې موجودې وي.(درمل، ۱۳۹۶: ۱۰۲). له تشبيه سره يې توپير دا دی، چې د تشبيه يو اړخ پکې غورځېږي او لوستونکی د لفظي قرينې په مټ ځان اصل مانا ته رسوي؛ خو ليکاف او جانسن چې د ادراکي ژبپوهنې له زاويې نه يې پر استعارو کار کړی او د (Metaphors we live by) په نامه کتاب يې ليکلی، د استعارې پر دې دوديز تعريف نيوکه کوي او استعاره يوازې تر ادبي ژبې محدوده نه ګڼي، بلکې استعاره د انسان عادي ادراکي چاره بولي. په ادراکي ژبپوهنه کې ژبه د انسان د ادراک هېنداره ګڼل کېږي، چې د انسان د ادراک بڼه او جوړښت پکې ځان راښيي. استعاره د جانسن او ليکاف په اند، يوه ژبنۍ هم نه، ادراکي چاره ده. مطلب دا چې د انسان ادراک پر استعاره ولاړ دی. په بله وينا، انسان انتزاعي مفاهيم د استعارې په مټ درک کوي.

په دوديزه بڼه کې استعاره مازې يوه کلمه ده؛ خو په ادراکي ژبپوهنه کې استعاره يوه مفهومي حوزه ګڼل کېږي، چې ډېر ټوکونه لري. د جانسن او ليکاف په اند، استعاره د دوو مفهومي حوزو تطابق(Cross-Doman mapping) دی. په دې دوو حوزو کې يوه حوزه انتزاعي او بله عيني مفهوم وي. د ليکاف په اند، انسان انتزاعي مفاهيم په ژبه کې د عيني مفاهيمو په مټ بيانوي، د دې مانا دا ده، چې انسان انتزاعي مفاهيم د عيني مفاهيم په مټ درک کوي، مثلا بحث يو انتزاعي مفهوم دی، چې د جګړې په عيني مفهوم د (بحث جګره ده) په عبارت کې وړاندې کېږي:

ستا ادعاوې د دفاع وړ نه دي.

هغه زما د استدلال پر کمزورو ټکو بريد وکړ.

د هغه استدلال مې وځاپه.

تراوسه په هېڅ مباحثه کې پر هغه لاسبری شوی نه يم.

ممکن د جګړې استعاره زموږ په ټولنه کې د بحث لپاره دا ډول نه وي، ځکه چې زموږ په ټولنه کې د بحث لپاره جګړه استعاره کېږي نه، بلکې بحث پخپله جګړه ده. په مفهومي استعاره کې له سرچينې مفهومي حوزې نه ځينې ټوکونه د موخنې حوزې لپاره پور کېږي، مثلا د جګړې مفهوم ګڼ اړخونه يا ټوکونه لري، خو د بحث لپاره يې په پاسنۍ بېلګه کې يوازې د بريد، دفاع، ځپلو او سوبې ټوکونه پور شوي.

ليکاف په لومړي سر کې دوه استعارې راپېژني، چې يوه مفهومي(Conceptual Metaphor) او بله انځوريزه(Image Metaphor) استعاره ده. په لومړي ډول کې د يوه مفهوم ټوکونه پور کېږي او په دويم ډول کې له سرچينه حوزې نه موخنې حوزې ته يوازې انځور اخيستل کېږي(Lakeoff, 1992: 22).

ليکاف مفهومي استعاره د لوريزې او وجودي استعارې په دوو ډولونو وېشي. لوريزې هغه دي، چې د انسان د جسم لوري پور کوي او د لوري په ورکولو مفاهيم مفهومي کوي.په دې لوريو کې پاس، لاندې، مخکې، وروسته، خوا کې، لرې او …راځي.(Lakoff & Johnson, 1980: 16)، مثلا په انګليسي کې خوښي پاس ده او غم لاندې دی. په پښتو کې که د يوه چا غرور او پرختګ ته اشاره کوو؛ وايو: هغه اوس له اسمانونو سره خبرې کوي او که څوک کمزورى شوى وي؛ وايو؛ رنګ يې پرېوتى دى. مهال هم يو انتزاعي مفهوم دی، چې موږ يې د مکان په استعاره کې درک کوو او مخکې، وروسته او داسې نور لوري ورکوو.

دويم ډول وجودي استعاري هغه دي، چې يوه مفهوم ته وجود ورکوي: لکه پېښې، فعاليتونه، باورونه او داسې نور پکې د مادي شيانو غؤندې وجود مومي. ليکاف او جانسن په دې لړ کې د انفلاسيون بېلګه ورکوي:

انفلاسيون مو د ژوند معيار راټيټ کړ.

د انفلاسيون زياتوالى به مو ووژني.

بايد له انفلاسيون سره مبارزه وکړو.

انفلاسيون حاشيې ته کړي يو.

(پاسنى اثر: ۲۶)

ليکاف په دې لړ کې تشخيص هم راوړي، چې د بيان په علم کې يې استعاره بالکنايه بولي او شاعر ناانساني شيانو ته پکې انساني ځانګړنې او غړي ورکوي. پر دې سربېره نوموړی، مرسل مجاز او کنايه هم د وجودي استعاري يو ډول بولي. ګړنې او متلونه چې کنايي ځانګړنه لري، د ليکاف په اند، استعارې دي، چې د يوه مفهوم لپاره بل مفهوم پکې پور شوی. نوموړی د Blind blames the ditch راوړي. د پښتو د “پوزه پرېکېدل” ګړنه يې يوه بېلګه ده، چې د “شرم” انتزاعي مفهوم د پوزې د پرېکدلو په مفهوم کې وړاندې شوی. همدا راز د “چې په تمه د سپرو شو، هغه پاتې په ميرو شو” متل کې سپاره او ميرې په هر کارېدونکي مورد کې د يوه مفهوم لپاره استعاره شوی، ښايي سپاره د بهرنيانو لپاره وي، چې افغانان ورته په تمه دي، چې سوله به راته راولي او ميره زموږ راتلونکې.

له۷-۱۱ کلن پورې ماشوم ته د ادبياتو ايجاد:

اوس چې د کوچنيانو او زلمکو لپاره د ژان پياژه پر ادراکي څيړنو او د استعارې په اړه د ليکاف او جانسن پر ادراکي نظريې مو خبرې وکړې، دې ته به راوګرځو، چې د اووو او دولس کلنو کوچنيانو لپاره چې کوم ادبيات، په تېره کيسې ليکو، په هغې کې څه ډول استعارې وکاروو.

لکه پاس مو چې وويل، د دې منګ کوچنيان په وچ نصيحت او انتزاعي اخلاقي مفاهيمو نه پوهېږي، ځکه چې د ماشوم د ذهن مخه د تجرد پر ځای عينيت  ته وي؛ خو دا مو هم وويل، چې ماشوم د دال او مدلول ترمنځ اړيکه جوړولای شي، چې دا موږ ته امکان برابروي، چې انتزاعي مفاهيم په حسي استعارو کې ورته وړاندې کړو، ځکه چې د دې منګ کوچنيان بايد له ځينو ټولنيزو نزاکتونو او اخلاقو سره اشنا وي او موږ وکړای شو، چې د کوچني ښه اخلاقي روزنه وکړو. د انتزاعي مفاهيمو لپاره د عيني استعارو ګټه دا ده، چې د ماشوم سترګو ته يوه عيني نړۍ او انځورونه جوړوي، چې له اووه کلن نه تر يوولس کلن ماشوم ته يې درک اسانه کېږي.

له ټولنې اخلاقي غوښتنه او د ماشوم دا عيني پړاو سره موږ د ماشوم په ادبياتو کې غاړه غړۍ کولای شو؛ خو دا بايد هېره نه کړو، چې ډېر ژور او فلسفي پيغامونه په دې منګ کې په هر حال د کوچني لپاره د پوهاوي وړ نه دي؛ نو څوک چې د دې منګ د کوچني لپاره کيسې ليکي، لومړی بايد موضوعات وټاکي، لکه له نورو سره مرسته، د ښوونځي کورنۍ دنده کول، ضد نه کول، د مشرانو خبرو ته غوږ ايښودل، خلکو ته ضرر نه رسول او داسې ګڼ نور ورځني ټولنيز مسايل. د ګل بلوچ د “ښه دوستان” ژباړه يې يوه ښه بېلګه ده، چې د مرستې او ملګرتيا مفهوم پکې وړاندې شوی.

د دې منګ د کوچنيانو لپاره چې کومې کيسې ليکل کېږي، زياتره يې تمثيلي کيسې(Fables) وي. د دې يو لامل دا دی، چې د دې منګ ماشومان له ژويو سره ډېره مينه لري او لوبو سره يې ورته زړه شي . “ښه دوستان” د سوۍ، موږک او خړلمي کيسه ده، چې د ښه دوستانو استعارې دي. که خپل ولسي ادبيات وګورو، هلته هم ګڼې تمثيلي کيسې موندلای شو، چې له موږ سره د استعارو په انتخاب کې مرسته کوي. پخپله ولس هم د دې منګ د کوچنيانو روزنه په ولسي کيسو کوي، دوه څنګزنې بېلګې يې د سرکۍ اوزې کيسه او غوز کيسه ده، چې ژبه او د وړاندې کولو طرز يې د ماشومانو لپاره د کيسو په ليکلو کې زموږ له ليکوالو سره مرسته کولای شي. کاش، دا کيسې د ماشومانو لپاره په کتابي بڼه راټولې شي. البته په ولسي ادب کې د يوولس او شپاړس کلنو لپاره هم ولسي روايتونه شته، چې ژور مفاهيم او پندونه پکې وړاندې شوي. همد راز کليله او دمنه هم د تمثيلي کيسو يوه پېچلې نمونه ده، خو هغه د دې منګ د کوچنيانو لپاره نه ده.

پخپله تمثيلي کيسې يوه لويه استعاره وي، چې نورې ډېرې استعارې پکې وي، مثلا زمری د زړوتيا او ځواک استعاره ده، ګيدړ او کارغه د څالاکۍ، مېږی د هوښيارۍ او داسې نور ژوي هم دي.

کله مو چې موضوعات لړ کړل. بيا بايد وګورو، چې د دغو خويونو، ځانګړنو او مفاهيمو د وړاندې کولو لپاره له کومو استعارو يا ژويو نه استفاده کولای شو؛ نو بيا بايد په خپله ټولنه کې بېلابېلو ژويو ته منسوبې ځانګړنې راوسپړو، چې کوم ژوی زموږ د مفهوم د رسولو لپاره ښه دی. که فرمانبردارۍ يا په پټو سترګو د منلو خبره وي، پسه غوره دی، که د زيار موضوع وي، ښايي مېږی غوره وي او که ….

دا خبره بايد په پام کې ولرو، د دې ډول کيسو لپاره هغه ژوي استعاره شي، چې زموږ د ماشومانو په چاپېريال کې ډېر پيدا کېږي او دوی يې په اسانه ليدای شي.لکه پيشو، سپی، غوا، کارغه، موږک او نور. که يوه پښتون ماشوم ته شارک يا پانډا په کيسه کې وکارېږي. څرنګه چې هغه ورسره اوسېدلی نه وي، په ادراک کې يې ځای نه لري او له ځانګړنو يې خبر نه وي، نو دا ډول کيسې ورته دلچسپې نه وي.

دويمه خبره دا ده، چې کيسه له طبيعي چاپېريال سره متناسبه وي. د استعاره شويو حيواناتو او شيانو خويونه او ځانګړنې بايد کليشه يي او د هغوی له طبيعت سره برابرې وي. مثلا: زمری ځواکمن دی. ماشوم په روايتونو کې د زمري دا ځانګړنه لوستې، پر تلويزيو يې هم زمری پر نورو حيواناتو د بريد په حالت کې ليدلی، نو که هغه ته د کمزورۍ صفت او مثلا ګيدړ ته د زړورتيا ځانګړنه ورکړل شي، د کوچني د واقعي او د کيسې د مجازي نړۍ ترمنځ يو ډول ګډوډي پيدا کېږي او کوچني ته هغه پيغام رسا نشي انتقالېدای؛ خو په دې طبيعي ځانګړنو کې بيا ځينې داسې نرمې ځانګړنې شته، چې موږ ترې په داستان کې استفاده کولای شو. مثلا غواړو، چې ماشوم ته ووايو، چې بايد جګ رېبل و نه کړي؛ نو يو زمری ورته ښيو، چې چينار ته ختل غواړي. نښتر ونې ته د زمري ختل اسانه کار نه دی او له دې نه ماشوم دا پند اخلي، چې بايد ناممکنې غوښتنې و نه لري.

دا ډول کيسې بايد تر څو پراګرافو وا نه وړي، ځکه د دې منګ ماشومان لا د اوږدو متونو د لوست حوصله نه لري. همدا راز استعارې پکې ګڼې او د کليله و دمنه غوندې پېچلې نه وي، ځکه له ماشوم نه لار ورکوي، د پيغام په رسولو کې يې خنډ کېږي او د کوچني حوصله ورته ختمېږي.

ژبه يې هم ساده او لمسوونکی وي. له نارسمي سبک او انځوريزې ژبې نه پکې استفاده شوې وي، ګړنې هم پکې کارېدلې وي او جملې يې ډېرې اوږدې نه وي.

خو په دې ډول استعاري کيسو کې پر ژويو سربېره ميوو، سبزيو او شيانو ته هم شخصيت ورکولای شو، چې پر ژويو سربېره د ماشوم مينه له مېوو او سبزيو سره هم پيدا شي او ګټه ورته ورسوي. ماشومان بايد د روغتيا لپاره رنګارنګې مېوې او سابه وخوري، چې د دې لپاره ورته کيسې ليکلای شو. همدا راز لمر، سپوږمۍ، غر، سيند او نور استعاره کولای شو. په پښتو کې ما دا ډول کيسې تراوسه نه دي لوستې، چې زه فکر کوم، ډېره اړتيا ده ورته.

په دا ډول استعاري کيسو کې ممکن ژوي او … نومونه ولري، ښه دا ده، چې دا نومونه موسيقيي وي او سپک نه وي او د پيغام له انتقال سره مرسته وکړي، مثلا زمری د ځنګل باچا، د خوبانۍ لپاره د ژړکۍ نوم. که کيسې له نورو ژبو ژباړل کېږي، غوره دا ده، چې نومونه يې د دويم چاپېريال لپاره وربدل شي. مثلا، محمد نواز حقيقت سانين په “زمري او موږک” کې د “مرغۍ بچی” کيسه راژباړلې، چې نوم يې پوډيک دی. پوډيک د يوه پښتون ماشوم لپاره تياره کلمه ده. د اناهيتا روهي د ژباړلو کيسو ټولګه” ګاګروباتڅ او د کتابونو دښمن” کې ګاګرو باتڅ د يوه دېو  او ګروزلدېس د غټې شيشکې نوم دی، چې د دې دواړو تلفظ يوه پښتون ماشوم ته اسانه نه دی. د ښاغلې اناهيتا روهي په کتاب کې ځينې کيسې تر دې سن د لوړو کوچنيانو لپاره دي، خو نورې يې بيا له اووه کلن نه تر يوولس ماشوم ته غوره دي. د ښاغلي محمد نواز حقيقت سانين د کتاب ځينې کيسې د دې سن لپاره ګټورې دي، خو ځينې يې تر دې د لوی سن لپاره دي.

د دې سن د کوچني لپاره په ليکل کېدونکو کيسو کې بايد کرکټرونه شمېرل وي،ځکه زيات کرکټرونه د کيسې پلاټ پېچلی کوي، چې ماشوم ته د کرکټرونو ترمنځ اړيکه سختېږي. د ښاغلې اناهيتا روهي او سانين کتابونه دا ځانګړنه لري. اناهيتا روهي د “ځنګل بوډۍ” په نامه د ولسي کيسو يوه بله ټولګه لري، چې ځينې کيسې يې له اووه کلن نه تر يوولس کلن ماشوم لپاره دي؛ خو ځينې يې بيا اوږدې دي.

د ماشوم لپاره په کيسو کې دواړه ډوله مفهومي او انځوريزې استعارې کارولای شو. په پښتو کيسو کې دواړه ډوله استعارې کارېدلې.

پايله: 

له يوې خوا که په پښتو کې د ماشوم ادبياتو ته ډېره اړتيا ده، چې بايد په هر کتابپلورنځي کې ځانګړنې برخه ولري، چې کورنۍ يې کوچنيانو ته وروړي، نو له بلې خوا د ماشومانو لپاره د ښو ادبياتو ايجاد هم يوه اړتيا ده. څوک چې د ماشومانو لپاره ادبياتو ليکي، پکار ده، چې د ماشوم له روان، د ماشوم د ادبياتو له ژبې او تخنيکونو سره اشنا وي. لومړی د ماشوم سن وټاکي، بيا موضوعات. که څوک له اووه کلن نه تر يوولس کلن پورې ماشوم ته ادبيات ايجادوي، پکار ده، چې د ټولنيزو پيغامونو د لېږد لپاره له استعارو نه استفاده وکړي او له پاسنيو اصولو نه استفاده وکړي.

 ماخذونه: 

۱- پريالت، ميشل. ۱۳۹۹. ښه دوستان. د ګل بلوچ ژباړه. ماشوم بنسټ: کابل

۲- درمل، احسان الله.۱۳۹۷.شعرستان(دويم چاپ). سروش کتاب پلورنځى: کابل

۳- روهي، اناهيتا. ۱۳۹۶. د ځنګل بوډۍ. د ماشومانو لپاره فولکوريکې کيسې. ژباړه. مصور بنسټ

۴- روهي، اناهيتا. ۱۳۹۶. ګاګرو باتڅ او د کتابونو دښمن. د ماشومانو لپاره لنډې کيسې. ژباړه. مصور بنسټ

۵- سانين، محمد نواز حقيقت. ۱۳۹۰. زمری او موږک. ټولونه. مصور بنسټ.

۶- سحر، علم ګل. ۱۳۹۶: ستوري خاندي. مصور بنسټ

7- Lakoff, G.& Johnson, M. (1980), Metaphors We Live By, Chicago: University of Chicago Press.

Leave A Reply

Your email address will not be published.