The news is by your side.

د ۱۳۵۸ ل کال د مرغومي شپږمه

دولت وزیري

0 99

په نړۍ کې کړکېچونه پر یوه واحده جغرافیه محدوده نه پاتې کېږي، حتی د نړۍ خوندي هېوادونو ته هم د ناکراریو لمن غزېدلی شي، بیا هغه هېوادونه خو به هېڅ پر کراره نه وي، چې په نورو هېوادونو کې کړکېچ ته لمن وهي.

په افغانانو کې یو متل دی، چې وايي:

«که زه دې خراب کړم ته مې هم نری کړې.» وايي د روژې پر اته ویشتمه ورځ د یوه روژه دار خُلق ډیر په تنګ و. له يوې خوا د اوړي اوږدې ورځې او له بلې خوا د ډېرې تودوخې له کبله سختې تندې وارخطا کړی و. د ماښام لپاره د اوداسه پر وخت يې په اوبو کې میاشت ولیده چې ډېره نرۍ شوې وه. نو ځان سره يې وویل:

«که زه دې خراب کړم ته مې خو هم ښه نرۍ کړې.»

خبره دا ده چې هر عمل عکس العمل لري. اوس خو نړۍ د یوه کلي حیثیت لري، د یوه کوچني هېواد وضعیت هم د نړۍ پر یوه لویه برخه اغېز لري.

 افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له امله تل د پراختیاغوښتونکو له خوا تر یرغل لاندې راغلی دی. خبره خو واضح ده چې په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي. په جګړه کې ناورین رامنځ ته کېږي. په جګړه کې انسانان وژل کېږي او د یوه هېواد شتمني لوټېږي. د هر هېواد جګړه پر یوه جغرافیوي محدوده اغېز کوي او د نړۍ د کړکېچ د زیاتېدو سبب کېږي.

تر میلاده مخکې زموږ پر سیمه د مقدوني سکندر یرغل دلته ستر ناورين را منځ ته کړ. یوازې په کونړونو کې يې په زرګونو انسانان له تېغه تېر او په ډېره لوړه کچه يې سیمه لوټ او ویجاړه کړه. خو په مقابل کې سکندر هم له دردونو بېغمه پاتې نه شو. له خاواک کوتل څخه د تېرېدو پر وخت او د څلورو کلونو د جګړو په درشل کې يې په زرګونو سرتېري له لاسه ورکړل. د باجوړ د ملاکنډ په جګړه کې پر پښه ټپي او له ډېرو کړاوونو سره مخ شو. ځواکونه يې دومره ستړي او وځپل شول چې هند ته له تګ څخه يې انکار وکړ او بېرته له نیمې لارې ستانه شول.

چنګېز که په وژلو او ویجاړولو کې نوم ګټلی و، خو په پروان کې يې د ژوند لومړنۍ ماته تجربه کړه، په بامیانو کې يې د لمسي موتوجن په وژلو سره د زړه ټوټه پرې شوه. تیمور، بابر، عربانو، ایرانیانو او مغلو هم په دې سیمه خپل آسونه وځغلول خو دوی هم بې داغه پاته نه شول او روغ زړه له دې ځایه ونه وتل. د دوی ځینې یې اوس هم هغه د هغه پخواني ټپ دردونه ګالي.

انګرېزانو هم دلته خپل بخت وازمایه خو پایله يې زموږ لپاره وراني او ویجاړول وه، خو د دوی له پاره د هغه ستر غرور بایلل وو، چې په مستعمرو کې يې لمر نه پرېوت او د زرګونو ځواکونو غوښې يې دلته د لېوانو خوراک شوې.

شورویانو هم ګرمو اوبو ته د رسېدو خوبونو د رښتیا کېدو له پاره زموږ هېواد د خپلو ټانکونو تر زنځيرونو لاندې دل کړ. د ۱۳۵۸ ل کال د مرغومي پر شپږمه نېټه يې د ټولو اخلاقي، انساني او نړیوالو قوانینو خلاف پر افغانستان راودانګل، د هېواد ولسمشر او د هېواد لوی درستیز يې له نورو بېګناه انسانانو سره یو ځای ووژل. پایله يې څه شوه؟

ټولو ته جوته ده چې پایله يې زموږ لپاره تر اوسه ستر ناورين او د دوی لپاره د یوه واحد وجود پر ۱۵ ټوټو ویشل وه. که موږ يې ووژلو او زموږ هېواد يې ویجاړ کړ، خو د دوی پر تن اوس هم د وېشلو داغونه له لیرې ښکارېږي. قفقاز، داغستان، چچن او تاتارستان يې اوس هم د بېلتون نارې وهي، اوکرائین ورته اوس هم ستر ناسور ګرځېدلی، چې له نړۍ سره ورباندې جنجال ګالي.

 په همدې توګه د امریکایانو پر تندي د ویتنام د ماتې داغ لا تر اوسه له ورایه ځلېږي، خو په افغانستان کې يې د ماتې داغ لا وراضافه شو. که خبره رالنډه کړم، هغه دا چې له ازاره چا بازار موندلی نه دی او یا دا چې بل ازاروي هغه ازار شي.

اوس پاکستانیانو ته په کار ده، که واحد او یو موټی پاکستان غواړي د افغانستان له ځورولو دې لاس واخلي. سمه ده چې دوی په رذالت کې لومړی درجه دي، خو له انګرېزانو، روسانو او امریکایانو غښتلي نه دي. که یو ځل د افغانستان ملت خپلې زړې او زنګ وهلې تورې ته لاس کړ، بیا به همغه د هري سنګ او وزیر محمد اکبرخان کیسه وي، چې د تورې په یوه شرنګ يې د هري سنګ پر تن د اور لمبې بلې شوي.

پاکستان که خپل خیر غواړي، پر نیابتي جنګي ډلو دې تکیه نه کوي، همدغه ډلې به په خپله د پاکستان په خاوره کې د نیابتي جګړو لپاره مټې رابډ وهي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.