The news is by your side.

رسمیت پېژندنه

لیکنه: محمد عاقب اسلم - ژباړه: حبیب مومن

0

(د دولت او حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه یوه څېړنه)

د رسمیت پېژندنې مانا:

د فیلیپ جېسوپ په آند د رسمیت پېژندنې مانا دا ده چې یو موجود دولت د ښکاره یا پټ (صریح یا ضمني) عمل په ترسره کولو سره د یوه بل دولت د سیاسي شتون منل اعلانوي. د یادولو ده چې رسمیت پېژندنه نه هم کوم قراردادي ترتیب دی او نه هم کوم سیاسي امتیاز او یواځې د یو لړ حقایقو د شتون اعلان دی.

د مونټویډیو د ۱۹۳۳ میلادي کال کنوانسیون له مخې یو دولت د رسمیت پېژندنې لپاره باید لاندې ځانګړنې ولري:

دایمي نفوس، په یوه ټاکلې سیمه حاکمیت او له نورو دولتونو سره د اړیکو د جوړولو ظرفیت. کله چې د یوه دولت د دې ځانګړنو شتون د یوه بل موجود دولت په واسطه تائید او ومنل شي نو دې عمل ته رسمیت پېژندنه وايي. له همدې امله د نړیوال شخصیت په توګه د یوه نوي دولت رسیمت پېژندنه باید د نړیوالې ټولنې د موجودو غړو له لوري د رسمي اعلامیې له لارې اعلان شي. د رسمیت پېژندنې موضوع هغه مهال سر را پورته کوي کله چې یو دولت په څو مختلفو برخو (دولتونو) باندې ووېشل شي، یوه پخوانۍ مستعمره د دولت په توګه رامنځته او خپل حق تر لاسه کړي او یا دا چې دوه یا څو دولتونه سره یو ځای شي او یو نوی دولت را منځته کړي. رسیمت پېژندنې ته عموما د یوه سیاسي- ډېپلوماټیک عمل په سترګه کتل کېږي (جېسپ).

د رسمیت پېژندنې بېلابېلې نظریې:

د رسمیت پېژندنې حقوقي اهمیت د بحث وړ موضوع ده. لاندې نظریاتو کې هڅه شوې څو د رسمیت پېژندنې څرنګوالی، بنسټ او اغېزې وڅېړل شي.

تشکیلاتي نظریه:

د دې نظریې له مخې یو دولت یواځې د دولتوالي د اساسي ځانګړنو په درلودلو سره دولت نه شي کېدلی او یوه دولت ته هغه مهال دولت ویلی شو چې د دولتوالي د اساسي ځانګړنو سر بېره د نورو دولتونو له لوري په رسمیت هم وپېژندل شي. دا په دې مانا چې نور دولتونه د یوه بل دولت د رسمیت پېژندلو له لارې نوموړي دولت ته حقوقي شخصیت ور کوي. د دې نظریې پلویان هګل، انزیلوټي، اوپنهایېم او ځینې نور دي. په رسمیت پېژندنه یو څرګند قانوني عمل دی او د رسمیت پېژندنې پر شرایطو د برابر نوي دولت قانوني حق او د موجودو دولتونو قانوني مکلفیت دی تر څو دغه نوی دولت په رسمیت وپېژني.

دا دودیزه تشکلاتي نظریه په ځینو برخو کې د نیوکو سره مخ ده چې عبارت دي له:

لومړنۍ نیوکه دا ده چې که چېرته دا نظریه ومنو نو دا به په دې مانا وي چې نور دولتونه به د نویو دولتونو برخلیک ټاکي. د یادولو وړ ده چې رسمیت پېژندنه په هېڅ وجه د نړیوال قانون موضوعات نه تشکیلوي. د دې نظریې منل دا مانا ور کوي چې پاموړ دولت د یو شمېر دولتونو په نزد (چې پاموړ دولت یې په رسمیت پېژندلی) دولت دی او د یو شمېر نورو په نزد (چې پاموړ دولت یې په رسمیت نه دی پېژندلی) دولت نه دی. دا ډول وضعیت د دې ښکارندوی دی چې رسمیت پېژندنه د یوه دولت د شتون قطعي ثبوت نه دی.

دوهم دا چې د دې نظریې له مخې موجود دولتونه هېڅ قانوني مکلفیت نه لري څو هغه دولتونه په رسمیت وپېژني چې د دولتوالي ځانګړنې او شرایط یې پوره کړي وي.

دریم دا چې لومړی دولت رامنځته کېږي او بیا په رسمیت پېژندل کېږي. (یعنې یو دولت که په رسمیت هم نه وي پېژندل شوی خو چې د دولتوالي ځانګړنې ولري د دولت اطلاق پرې کېږي او هېڅوک له دې حقیقته سترګې نه شي پټولی خو دلته د دولت شتون په رسمیت پېژندنې پورې تړل شوی-ژباړن).

څلورم دا چې یو دولت حتی پرته له رسمیت پېژندنې هم د نړیوال قانون پر بنسټ یو لړ حقوق او مکلفیتونه لري.

په هر صورت، د تشکلاتي نظریې په ملاتړ باید دا ومنو چې کله چې یو دولت په رسمیت وپېژندل شي نو خپل (حقوقي او نړیوال) حیثیت تر لاسه کوي او د رسمیت پېژندونکو دولتونو له دولتي محکمو سره هم رسمیت مومي. ځينې مهال د یوه دولت شتون په یواځې ځان د نړیوال شخصیت د را منځته کېدلو له پاره بسنه نه کوي د بېلګې په ډول د واتیکان هېواد په رسمیت پېژندنه د دې هېواد د شتون اصلي او قطعي ثبوت دی نه یواځې د هغه اوتومات موجودیت.

اعلامیه یي/ اثباتي نظریه:

د دې نظریې له مخې د یوه دولت دولتوالی او یا د نوي حکومت واک او حاکمیت له رسمیت پېژندنې څخه د مخه او په خپلواکه توګه موجود وي. رسمیت پېژندنه یواځې یوه رسمي ابلاغیه یا اعلامیه ده چې په واسطه یې د را منځته شويو حقایقو منل اعلانېږي. د رسمیت پېژندنې عمل یواځې د دې حقیقت د منلو اعلان او ثبوت دی چې یو مشخص دولت د نړیوال قانون سره سم د دولت والي بنسټيزې ځانګړنې لري. رسمیت پېژندنه یواځې د دې له پاره اړینه ده چې نوي دولت ته د دې فرصت په لاس ور کوي تر څو له نورو دولتونو سره رسمي تعاملاتو ته لار ومومي. د دې نظریې ملاتړي هال، واګنر، برېیرلي، فېشر او داسې نور دي. د دې نظریې له مخې دولتونه له قانوني پلوه مکلف نه دي څو نوي را منځته شوي دولتونه حتی هغه مهال هم په رسمیت وپېژني چې د دولتوالي ځانګړنې یې بشپړې کړې وي.

له همدې امله د دې نظریې پر بنسټ رسمیت پېژندنه د رسمیت پېژندونکي دولت په لزوم دید او ښه نیت پورې اړه لري. په عمل کې ډېری هېوادونه له همدې اعلامیه اي یا اثباتي نظریې څخه د نورو هېوادونو د رسمیت په پېژندلو کې کار اخلي. د یوه دولت رسمیت پېژندنه تر ډېره د سیاسي دلایلو له امله له خنډ سره مخ کېږي. دې نظریې د دې واقعیت له امله هم ملاتړي موندلي چې رسمیت پېژندنه مخکینۍ (ماضي) اغېز لري یعنې ما قبل ته هم رجعت کوي.

داسې ښکاري چې د «ټینوکو د امتیازاتو قضیه یا Tinoco Concessions Case» هم د همدې نظریې پلوي کوي. په هر صورت دا هم په ټولیز ډول سمه نه ده چې رسمیت پېژندنې ته دې یواځې د یوه اعلامیوي عمل په سترګه وکتل شي. په واقعیت کې کله چې یو دولت په رسمیت وپېژندل شي نو دلته رسمیت پېژندنه یو اعلامیوي عمل ګرځي خو هغه لحظه چې رسمیت پېژندنه پکې صورت نیسي له ځانه سره یو لړ قانوني او حقوقي پایلې او اغېزې هم لري چې له مخې یې ویلی شو چې رسمیت پېژندنه یو تشکیلاتي یا رغونکی عمل دی.

پایله:

د پورتني بحث د پایلې په ډول باید وویل شي چې رسمیت پېژندنه هم یو اعلامیوي او هم یو تشکیلاتي یا رغونکی عمل دی. اوپنهایېم وايي: رسمیت پېژندنه د یوه موجود واقعیت د منلو اعلامیه ده خو په خپل طبیعت کې تر هغه یو تشکیلاتي یا رغونکی عمل دی چې د رسمیت پېژندل کېدونکي دولت سره د اړیکو په اړه اندېښنې موجودې وي (ځکه چې رسمیت پېژندنه دې اړیکو ته رسمي بڼه او جوړښت ور کوي). خو د دې هر څه سربېره داسې واحد او ټول منلی نظر نشته چې وښیي چې رسمیت پېژندنه د نړیوالې ټولنې د غړیتوب له پاره د یوه دولت یواځینۍ وسیله ده.

د کېلسن په آند دولتوالی (د دولت حیثیت) په طبیعي او قضايي دولتوالي وېشل کېږي چې دواړه یې یو تر بله سره توپیر لري. لومړنی هغه یې هغه مهال را منځته کېږي کله چې یو دولت د دولت اساسي عناصر تر لاسه کړي (لکه نفوس، قلمرو او حاکمیت) او دا بل یې هغه مهال یو دولت تر لاسه کولی شي چې نور هېوادونه یې په رسمیت وپېژني.

پر دې بنسټ ویلی شو چې رسمیت پېژندنه د یوه دولت د طبیعي دولتوالي د شتون اعلان او د قضايي دولتوالي تشکیلونکې او را منځته کوونکې ده. پورتنی نظر چې د کېلسن په واسطه مطرح شوی ښايي د اصلاح شوې تشکیلاتي نظریې په نامه ونومول شي.

رسمیت پېژندنه، قانوني که سیاسي (دولتي) کړه وړه:

د رسمیت پېژندنې د اختیاري نظریې پر بنسټ رسمیت پېژندنه یو سیاسي یا اختیاري عمل دی. دا کار د دولتي مصلحت او لوړې دولتي پالیسۍ له مخې تعینېږي.

اې وي لېونټین (A.V. Levontin) وايي:

رسمیت پېژندنه په نړیوال قانون کې تر ټولو کمزوری تړاو یا لېنک را منځته کوي.

په عملي ډول په هند کې هم رسمیت پېژندنې ته د یوه سیاسي او اختیاري عمل په سترګه کتل کېږي. د دولتي کړو وړو څخه په څرګنده مالومېږي چې رسمیت پېژندنه د سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو اندېښنو او عواملو تر اغېز لاندې ده. سټارک (Starke) بیانوي چې د رسمیت پېژندنې پر مهال دولتونه معمولاً ډاډ تر لاسه کول غواړي څو هغه دولت چې باید په رسمیت وپېژندل شي باید لږ تر لږه غوښتل شوي قانوني وړتیاوې ولري.

تر دې ځایه دولتونه رسمیت پېژندنه د یو قانوني عمل په توګه په پام کې نیسي. په ټولیز ډول نن ورځ د ملګرو ملتونو غړیتوب (ټولیزه رسمیت پېژندنه) د دولتوالي جواز ګڼل کېږي. په هر صورت دا چې رسمیت پېژندنه حتی د ملګرو ملتونو له خوا د رسمیت پېژندنې سره سره هم د هر دولت د خپلې خوښې کار او یو اختیاري عمل دی نو کله چې یو هېواد (په ملګرو ملتونو کې) خپله رایه د نوي دولت په خلاف وکاروي دا په دې مانا ده چې دې هېواد نوی دولت لا هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د رسمیت پېژندنې اړتیا او قانوني اغېزې یې:

په رسمیت نه پېژندل دا مانا نه لري چې یو موجودیت (دولت یا سیاسي جوړښت) نه شي کولی د دولت حیثیت تر لاسه کړي. یو دولت باید په هر صورت په رسمیت وپېژندل شي ځکه چې دا کار له ځانه سره مهمې قانوني اغېزې لري. په رسمیت پېژندل شوی دولت د نړیوالو او ملي (دولتي) قوانینو تر سیوري لاندې د رسمیت پېژندنې په تعقیب یو لړ حقوق، امتیازات او خوندیتوبونه تر لاسه کوي. په مشخص ډول د رسمیت پېژندنې عمل دوه قانوني اړخونه لري. لومړی دا چې د دولتوالي تائید یا ټاکنه چې یوه حقوقي موضوع ده او دوهم دا چې رسمیت پېژندنه د رسمي، اختیاري او دوه اړخیزو اړیکو له دې ډلې د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیل او د تړونونو د لاسلیک او را منځته کولو یو شرط دی.

د رسمیت پېژندنې ځينې مهمې قانوني اغېزې په لاندې ډول دي:

  • پېژندل شوی دولت د دې وړتیا تر لاسه کوي څو د پېژندونکي دولت محکمو ته مراجعه وکړي او هلته خپلې ستونزې تعقیب او هوارې کړي.
  • پېژندل شوی دولت دا حق تر لاسه کوي څو د ځان او خپلو ملکیتونو له پاره د پېژندونکي دولت په محکمو کې له دولتي خوندیتوب څخه کار واخلي.
  • پېژندل شوی دولت د پېژندونکي دولت په خاوره کې د واقع ملکیتونو د مالکیت او وراثت حق تر لاسه کوي.
  • پېژندل شوی دولت له پېژندونکي دولت سره ډیپلوماټیکو او قراردادي (د تړونونو او هوکړو اړوندو) اړیکو ته د ننه کېږي (حقوقي رسمیت پېژندنه یا De jure recognition).
  • پېژندونکی دولت د نوي پېژندل شوي دولت سره پخوانیو تقنیني او اجرائي تړونونو او کړو وړو ته رسمیت ور کوي (ماضي یا ماقبل ته د مراجعې اصل).

په هر صورت د یوه دولت په رسمیت نه پېژندنه په دې مانا نه ده چې له نه پېژندونکو دولتونو سره به د دوی اړیکې قانوني اغېزې او پایلې و نه لري. د نوي پېژندل شوي دولت او د نړیوالې ټولنې د نورو غړو تر منځ د اړیکو په برخه کې لکه د آزادو سمندرونو د اړوندو شخړو، ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي حاکمیت ته د درناوي او داسې نورو برخو کې د دولتونو د همغږۍ نړیوال عمومي قواعد او تړونونه د تطبیق وړ ګرځي. پر همدې بنسټ یو په رسمیت نه پېژندل شوی دولت د هغو دولتونو د محکمو د قضايي کړنو او اقداماتو پر وړاندې خوندي وي چې نه غواړي دغه دولت په رسمیت وپېژني.

سر بېره پر دې د یوه دولت په رسمیت نه پېژندنه د نړیوالو محکمو پر وړاندې هېڅ اغېز نه لري (د ټینوکو د امتیازاتو قضیه). د لویې برېتانیې او کوستاریکا تر منځ د شخړې (د ټینوکو د امتیازاتو د قضیې) د حکمیت پر مهال د حکمیت ډلې (1923 UN Rep (1)) ثبوتونو په څرګند ډول وښودل چې د ټینوکو رژیم پر کوستاریکا د دوو کلونو له پاره حکومت کړی او په رسمیت نه پېژندل یې د ټینوکو د رژیم د «عملي» ځانګړتیا د ثبوتونو ارزښت نه شي را کمولی. د کوستاریکا د هغه استدلال په ځواب کې چې ویل یې د ټینوکو حکومت د «عملي» حکومت په توګه نباید په پام کې ونیول شي ځکه چې د کوستاریکا د اساسي قانون سره سم نه وو رامنځته شوی ویل شوي وو چې په رسمیت پېژندنه د یوه حکومت د عملي حاکمیت او بشپړ حکومتي کنټرول په اړه د څېړنو په واسطه ټاکل شوې وه نه د هغه حکومت د مشروعیت یا د اصلیت د ریښې د نه سمون له امله.

پایله دا چې:

څرګند حقیقت دی چې هغه دولت چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی (د ټینوکو دولت چې لویې برېتانیا په رسمیت نه وو پېژندلی) دا مانا نه ورکوي چې دغه دولت شتون نه لري. دا ډول (په رسمیت نه پېژندل شوي) دولتونه د نړیوال قانون پر بنسټ د پخوا په څېر خپلو حقوقو او مسؤلیتونو ته ژمن پاتې کېږي. له همدې امله ور پسې (راتلونکی) حکومت (لکه له ټینوکو وروسته د کوستاریکا نوی حکومت) د خپل پخواني (د ټینوکو) د حکومت د هوکړو پر وړاندې مسؤل دي. د نړیوال قانون تر مخه نوی حکومت نشي کولی د خپل پخواني حکومت هغه هوکړې او تړونونه باطل او لغوه کړي چې نړیواله بڼه او څانګه ولري (البته که چېرته دغه تړونونه او هوکړې د هغو د لاسلیک او تړل کېدو پر مهال د اساسي قانون پر خلاف یاغیر قانوني نه وي).

سټیمسُن دکتورین (رسمیت نه پېژندل):

سټیمسُن دکتورین د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي پالیسۍ یوه بیانیه وه. دې دکتورین د نړیوال قانون پر خلاف د ټولو لاندې شویو ځمکو په رسمیت د نه پېژندلو مکلفیت پلی کړ. له همدې امله که کوم دولت د نړیوال تړون (د پاریس د ۱۹۲۸ کال د تړون) پر خلاف بل دولت په رسمیت وپېژني نو دا ډول پېژندنه باطله او بې اعتباره ده. سره د دې چې دا دکتورین ډېرې سپارښتنې له ځانه سره لري خو دولتونه یې تر ډېره په پام کې نه نیسي.

د دولت د پېژندنې او د حکومت د پېژندنې تر منځ توپير:

د دولت رسمیت پېژندنه د حکومت له رسمیت پېژندې سره په بشپړ ډول توپیر لري. د حکومت رسمیت پېژندنه په دې مانا ده چې په نړیواله سطحه یو دولت د بل دولت حکومت د هغه دولت د عام او تام استازي پتوګه مني. کله چې د یوه دولت رژیم بدلون ومومي نو اړتیا ده چې باید د نورو هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي. د هېوادونو د حکومتونو بدلون ښايي د سیاسي بهیر سره سم په قانوني او اصولي لارو را منځته شي او یا هم د کودتا، پاڅون او د اساسي قانون پر خلاف را منځته شي.

د وروستي ډول حکومت رسمیت پېژندنه هغه مهال صورت نیولی شي کله چې نور دولتونه قانع شي چې نوموړی حکومت د خپلو خلکو پراخ او غوڅ ملاتړ لري او ښايي دوام او ثبات ومومي. د دا ډول دولتونو رسمیت پېژندنه د نړیوالو مسؤلیتونو پر وړاندې د هغوی په ژمنتیا او ظرفیت پورې هم اړه لري.  دا چې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل او نه پېژندل د دولت په رسمیت پېژندنه پورې هېڅ تړاو نه لري نو له همدې امله د رژیم او حکومت په بدلون سره د هغوی په نړیوالو اړیکو کې ځنډ را منځته کېږي خو په بشپړ ډول قطع کېږي نه. کله چې پخوانی حکومت بېرته واک ته ورسېږي او یا نوی رژیم په رسمیت وپېژندل شي نو دې اړیکو ته له سره کتنه کېږي او ښايي له سره پیل شي.

 د رسمیت پېژندنې مختلفې بڼې:

صرېح رسمیت پېژندنه- کله چې یو موجود دولت نوی دولت په رسمیت پېژني او خپله دا کړنه د یاددښت یا اعلامیې (عمومي بیانیې) له لارې اعلان کړي.

ضمني رسمیت پېژندنه- دا ډول رسمیت پېژندنه د هغو کړنو په پایلو کې را منځته کېږي چې د رسمیت پېژندنې اراده ترې څرکندېږي لکه اقتصادي اړیکې، غیر رسمي سیاسي اړیکې او داسې نور…

د رسمیت پېژندنې نیت ښايي د هېوادونو له لوري په ډله ایز ډول او یا هم په یو اړخیز ډول څرګند شي. کله چې یو هېواد له یو په رسمیت نه پېژندل شوي هېواد سره دوه اړخیز تړون ته د ننه کېږي او یا ور سره ډېپلوماټيکي اړیکي جوړوي دغه اړیکي ښايي د لومړي هېواد له لوري د دوهم هېواد د رسمیت پېژندنه وګڼل شي. موجود هېوادونه ښايي یو نوی دولت په ډله ایز ډول په رسمیت وپېژني. ډله ایزه پېژندنه هغه مهال را منځته کېږي کله چې یو نا پېژندل شوی دولت په یوه څو اړخیز کنفرانس یا تړون کې ګډون کوي. که چېرته د (کانفرانس یا تړون غړو) هېوادونو د نوي دولت د رسمیت پېژندنې اراده (په مستقیم یا غیر مسقیم ډول) څرګنده کړې وي نو له دوی سره یو ځای په څو اړخیز تړون یا کنفرانس کې د دې دولت ګډون د موجودو دولتونو له لوري د هغه د رسمیت پېژندنې په مانا دی.

آیا یوه نړیوال سازمان (لکه ملګرو ملتونو) ته د نوي دولت د ننه کېدل او پکې غړیتوب د نوي دولت پر ډله ایزه رسمیت پېژندنه دلالت کوي؟

له دې ډول سازمان سره د یوه دولت یو ځای کېدل او پکې غړیتوب دقیقاً دا مانا ور کوي چې د دې سازمان ټول غړي دولتونه باید د سازمان له اساسنامې سره سم د ټولو اړوندو موضوعاتو په تړاو له نوي دولت سره د یوه کاملاً مساوي ملګري او غړي په توګه چلند وکړي. تر دې ځایه عمومي غړیتوب په دې مانا دی چې نوی غړی تر یوې اندازې په رسمیت پېژندل شوی خو د دې ټولو سربېره غړي دولتونه آزاد دي څو پرېکړه وکړي چې دې پېژندنې ته د بشپړې پېژندنې جامه ور واغوندي او یا خپلې اړیکې تر ټولو ټيټې کچې ته را ټيتې کړي.

هغه دولت چې د ملګرو ملتونو غړیتوب یې تر لاسه کړی د نورو هېوادونو له لوري ور سره داسې چلند کېږي لکه یواځې د ملګرو ملتونو د ننه یې چې په رسمیت پېژندلی وي نه له هغه څخه د باندې بل چېرې. له همدې امله دا ډول پېژندنه ځينې مهال د نیمه رسمیت پېژندنې (quasi-recognition) په نامه یادوي. په ملګرو ملتونو کې د نوي دولت د غړیتوب او منلو د شرایطو په اړه د عدالت نړیوالې محکمې په خپل مشورتي نظر (ICJ, Rep. 1984) کې ویلي چې که یو هېواد د ملګرو ملتونو د غړي په توګه ومنل شي نو یواځې د هغو هېوادنو له لوري په رسمیت پېژندل شوی ګڼل کېږي چې د نوموړي هېواد د غړیتوب په پلوۍ یې رایه کارولې وي.

مشروطه رسمیت پېژندنه- مشروطه رسمیت پېژندنه په دې مانا ده چې پاموړ دولت باید د دولتوالي د عادي غوښتنو او شرایطو (قلمرو، نفوس او حاکمیت) سربېره یو لړ ځانګړي شرطونه (چې د رسمیت پېژندونکي/ پېژندونکو دولتونو) له خوا وضع کېږي هم پوره کړي. د مشروطې رسمیت پېژندنې بېلګې اوس مهال نه تر سترګو کېږي.

له وخت وړاندې یا بیړنۍ رسمیت پېژندنه- دا ډول رسمیت پېژندنه هغه مهال را منځته کېږي چې نوي دولت لا د دولتوالي لومړني شرایط هم نه وي پوره کړي. عموماً کله چې چارواکي یوه بېلتون غوښتونکې ډله رهبري کوي او د هېواد په یوه برخه کې د راتلونکي دولت له پاره خپل حکومت اعلانوي او نور دولتونه یې په رسمیت وپېژني دا ډول رسمیت پېژندنې ته له وخت وړاندې یا بیړنۍ رسمیت پېژندنه وايي.

د رسمیت پېژندنې ډولونه:

رسمیت پېژندنه په دوه ډوله ده چې یوه ته یې واقعي رسمیت پېژندنه یا De Facto Recognition او بل ته یې حقوقي رسمیت پېژندنه یا De Jure Recognition وايي. په دواړو ډولونو کې رسمیت پېژندنه یوه داسې کړنه ده چې له کبله یې حقوق او وجایب منځته راځي.

په هر صورت، د واقعي او حقوقي رسمیت پېژندنو تر منځ یو لړ توپیرونه هم موجود دي چې په لاندې ډول یې توضېح کوو:

  • واقعي رسمیت پېژندنه یا De Fact Recognition د رسمیت پېژندونکي په آند یو لنډ مهالی عمل دی چې ډېری امتیازات او د فشار وسیلې یې د راتلونکي له پاره له ځانه سره ساتلي او په رسمیت پېژندل کېدونکی هېواد باید په نړیوال نظام کې د اغېزمن ګډون له پاره ټولې هغه غوښتنې پوره کړي چې په نړیوال قانون کې مطرح شوي په داسې حال کې چې حقوقي رسمیت پېژندنه یا De Jure Recognition د پېژندونکي هېواد په آند د پاموړ دولت یا حکومت رسمي پېژندنه ده (د بېلګې په ډول په دې صورت کې د راتلونکي له پاره هېڅ ډول شرایط په پام کې نه وي نیول شوي او په قطعي ډول یو دولت یا حکومت په رسمیت پېژندل کېږي). دا په دې مانا ده چې د پېژندونکي هېواد له نظره پېژندل کېدونکي دولت په نړیواله کچه د اغېزمن ګډون ټول شرطونه او غوښتنې پوره کړې دي.
  • واقعي رسمیت پېژندنه د رسمیت پېژندنې یوه کوچنۍ درجه ده چې د موجودو واقعیتونو پر بنسټ په لنډ مهاله توګه را منځته کېږي په داسې حال کې چې حقوقي رسمیت پېژندنه د رسمیت پېژندنې بشپړ او وروستی ډول دی.
  • واقعي رسمیت پېژندنه د شرطونو او راتلونکو ګامونو (چې پېژندل کېدونکی دولت یې باید واخلي) پر بنسټ را منځته کېږي او پېژندل کېدونکی دولت باید دا شرطونه پوره او ټاکلي ګامونه پورته کړي اوکه دا شرطونه پوره نه شي نو ښايي همدا واقعي رسمیت پېژندنه بېرته ترې واخیستل شي په داسې حال کې چې حقوقي رسمیت پېژندنه وروستۍ ده او چې یو ځل یو دولت په دې ډول په رسمیت وپېژندل شو نو دا رسمیت پېژندنه بېرته نه شي اخیستل کېدلی
  • که چېرته نوی دولت یا حکومت د پاڅون، کودتا او یا غیر قانوني لارو چارو څخه را منځته شوی وي نور هېوادونه یې لومړی په واقعي یا De Facto ډول په رسمیت پېژني خو که چېرته نوی دولت او حکومت د اساسي قانون سره سم په سوله ایز ډول را منځته شوی وي نو د واقعي رسمیت پېژندنې پر ځای په حقوقي یا De Jure ډول په رسمیت پېژندل کېږي.
  • د واقعي یا De Facto رسمیت پېژندنې په صورت کې بشپړې ډېپلوماټيکې اړیکې نه شي را منځته کېدلی په داسې حال کې چې د حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنې په صورت کې دا ډول اړیکې را منځته کېږي او همدا حقوقي رسمیت پېژنده ده چې د رسمي قونسلي او ډېپلوماټیکو اړیکو بنسټ ږدي.
  • د واقعي یا De Facto پېژندنې په صورت کې د نوي پېژندل شوي دولت سیاسي استازو ته بشپړ سیاسي او ډېپلوماټیک خوندیتوبونه او امتیازات په پام کې نه نیول کېږي (پرته له امریکا متحدو ایالتونو څخه چې دا ډول امتیازات په پام کې نیسي) په داسې حال کې چې د حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنې په صورت کې د نوي پېژندل شوي هېواد استازو ته بشپړ ډېپلوماټیک مصؤنیتونه او امتیازات ور کول کېږي.
  • په واقعي یا De Facto ډول رسمیت پېژندل شوی دولت د پېژندونکي دولت په خاوره کې د پرتو ملکیتونو په تړاو د هغه هېواد په محکمو کې دعوا نه شي اقامه کولی ځکه چې دا ډول دولتونه له خپلو پولو د باندې عدالت ته لاسرسی نه لري په داسې حال کې چې په حقوقي یا De Jure ډول پېژندل شوی دولت دا ډول دعوا کولی شي. د بېلګې په ډول پخواني شوروي حکومت هغه وخت د تزاري ارشیفونو او په انګلستان کې د نورو شتمنیو ملکیت تر لاسه کړ چې کله یې د انګلستان حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنه تر لاسه کړه.
  • د واقعي یا De Facto رسمیت پېژندنې په صورت کې د نوي پېژندل شوي دولت د خاورې هغو برخو ته چې لا هم د نوي دولت تر کنټرول لاندې نه دي را غلي او د پخواني حکومت په واک کې دي د پېژندونکي دولت رسمي لیده کاته او را کړې ورکړې تر ټولو ټيټې کچې ته را ټيټېږي او یا هم په ټولیز ډول پرې کېږي په داسې حال کې چې د حقوقي یا De Jure پېژندنې په صورت کې داسې نه ده. د یادولو وړ ده چې د واقعي یا De Facto پېژندنې په صورت کې پېژندونکی دولت کولی شي د نوي پېژندل شوي دولت د ننه خپلې یو لړ ګټې په تېره بیا اقتصادي هغه خوندي کړي او دا ډول پېژندنه پېژندونکي هېواد ته فرصت په لاس ور کوي څو لږ تر لږه په نوي پېژندل شوي دولت کې د خپلو وګړو ګټې خوندي کړي.

د واقعي او حقوقي پېژندنې تر منځ د توپير رد، د دولتي قانون اغېزې

د واقعي یا De Facto او حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنو د قانوني اغېزو او پایلو تر منځ د پام وړ ورته والي موجود دي. له همدې امله پېژندونکی دولت د پېژندنې ډول (De Facto او De Jure) ته له پام پرته د نوي پېژندل شوي دولت قضايي او اجرايي کړنې د بشپړو قانوني اغېزو درلودونکې کړنې ګڼي. سر بېره پر دې په دواړه ډوله پېژندل شوی دولت له قضايي خوندیتوبونو (حاکمیت) څخه برخمن وي.

یو شمېر هغه قضیې چې د دې ادعا چې واقعي او حقوقي پېژندنې یو له بله نه شي سره جلا کېدلی ملاتړ کوي همدومره د پام وړ دي لکه قوانین (د ښاروالیو د قانون اغېزې)او نور اصول چې یوه له هغو څخه Luther V. Sagor (1921) 3 KB 532 قضیه ده.

هر وخت چې واقعي یا De Facto پېژندنه را منځته شي سملاسي ور سره د نوي پېژندل شوي دولت حکومت د همغه بهرني دولت په محکمو کې چې نوی دولت یې په رسمیت پېژندلی حاکمیتي خوندیتوب هم تر لاسه کوي. په دې ډول قضیو کې دا نه ده مهمه چې رسمیت پېژندنه واقعي یا De Facto ده او که حقوقي یا De Jure ځکه واقعي پېژندنه هم د حقوقي پېژندنې سره په یوه بڼه را منځته کېږي. همدا اصل په ډېرو نورو قضیو کې هم پلی شوی دی لکه د اېتوپیا د بانک او د مصر د ملي بانک، همدا ډول په Ligouri(1937) 3 All ER 8.  او Arantzanu Mendi (1939) 1 All ER 719 قضیو کې. د شړل شوي یا بې ځایه شوي حکومت (چې په حقوقي یا  De Jure بڼه په رسمیت پېژندل شوی) او د نوي حکومت (چې په واقعي یا  De Facto بڼه په رسمیت پېژندل شوی) تر منځ د واک او قدرت پر سر د شخړو پر مورد د نوي حکومت تر واک لاندې سیمو کې واقعیتونو ته په کتو د نوي (په واقعي یا De Facto بڼه د پېژندل شوي) دولت حقوقو او وضعیت ته ترجېح ور کول کېږي.

د پاڅون، تېري او جلا وطنه حکومت پېژندل:

د یوه عمومي اصل په توګه دولتونه د نورو دولتونو په کورنیو چارو د نه لاسوهنې پالیسي تعقیبوي. ځینې مهال ښايي یاغیان د یوه هېواد پراخه سیمه لاندې کړي او پکې خپل واک او حاکمیت وچلوي. په دا ډول حالتونو کې دریم دولتونه د رسمي بیانیې له خپرولو او د یاغي ځواکونو د تېري د حقوقو له منلو او تسلیمولو پرته له دوی سره د قانون ماتوونکو په توګه له چلند څخه ډډه کوي او د دوی تر ولکې د لاندې سیمې د واقعي یا De Facto واکمنو او ادارې په سترګه ور ته ګوري. د دریمو هېوادونو دا ډول چلند له دې امله را منځته کېږي څو له یاغیانو سره د دوی تر ولکې لاندې سیمه کې د خپلو وګړو او د خپلو اقتصادي او نورو ګټو د خوندیتوب په موخه اړیکي ټینګ کړي.

د دریمو هېوادونو د دا ډول چلند په پایله کې یاغیان د پاڅونوالو حقوق تر لاسه کوي او نور نو دوی یاغیان، قانون ماتونکي او غله نه ګڼل کېږي او د جګړې نړیوال قوانین پرې د پلي کېدو وړ ګرځي. ښايي ځینې مهال حالت داسې وي چې دریم هېوادونه اړ کړي څو د پاڅونوالو او اصلي دولت د ځواکونو تر منځ جګړې ته د دوو ښکېلو ځواکونو تر منځ د اصلي جګړې نوم ور کړي. که دا ډول حالت پېښېږي نو دریم هېوادونه مخالف وسله وال ځواکونه د پاڅونوالو په توګه په رسمیت پېژني. د پاڅون د رسمیت پېژندنې د پایلې په توګه موجوده شخړه (چې په رسمیت تر پېژندل کېدو مخکې د یوه هېواد کورنۍ موضوع وه) نړیواله بڼه خپلوي او پاڅونوال د نړیوال قانون تر مخه یو لړ حقوق هم تر لاسه کوي.

جلا وطنه حکومت:

دا حالت هغه مهال را منځته کېږي کله چې یو دولت په لنډمهالي ډول د یرغلګرو او یا متجاوزینو له لوري لاندې شي او حکومت یې په تېښته مجبور شي او یا هلته داسې یوه یاغي ډله شتون ولري چې د خپلې ولکې لاندې سیمه کې (د پخواني حکومت له تېښتې وروسته) په حکومت جوړولو نه وي بریالۍ شوې.

د دا ډول حکومتونو یوه بېلګه د فلسطین آزادي غوښتونکی سازمان (PLO) دی چې ډېری هېوادونو له دې ډلې هند د واقعي یا De Facto حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی. جلا وطنه حکومت د خپل هېواد پر خاوره اغېزمنه ولکه نه لری څو هېوادونه یې په حقوقي یا De Jure  ډول په رسمیت وپېژني.

غیر قانوني دولتونه

آیا داسې څه مکلفیت شته چې پر بنسټ یې غیر قانوني دولتونه په رسمیت و نه پېژندل شي؟

له دې موضوع سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او امنیت شوری په پرېکړه لیکونو کې د چلند مواقفه شوې. په ۱۹۶۵ کال کې د امنیت شوری داسې یو پرېکړه لیک منظور کړ چې له مخې یې هېوادونه مکلف شول څو د جنوبي رودیزیا غیر قانوني لږکی رژیم چې «د خپل برخلیک ټاکنې حق » له اصل نه یې سر غړونه کړې وه په رسمیت و نه پېژني.

اسټراډا دکتورین (د رسمیت پېژندنې د اړتیا نه شتون)

د اسټراډا دکتورین عامه مانا دا ده چې یو ځل چې یو دولت په رسمیت وپېژندل شو بیا یې د حکومت په رسمیت پېژندنه اړینه نه ده. بورفیسور ریچارډ باکسټر وړاندیز کوي چې رسمیت پېژندنه داسې یوه قانوني کړنه یا اصل دی چې د ستونزو د هواري پر ځای لا ډېرې ستونزې را منځته کوي نو ځکه باید رد شي.

یو شمېر هېوادونو د رسمیت پېژندنې له دودیزو پالیسیو مخ اړولی او پر ځای یې د اسټراډا له دکتورین او یا نورو دې ته ورته لارو چارو څخه کار اخلي چې له مخې یې هغه حکومت د رسمیت پېژندنې د موضوع له را برسېره کولو پرته (په اوتومات ډول) په رسمیت پېژني چې پر خپله خاوره اغېزمن کنټرول ولري. په هر حال دا دکتورین هم تر نیوکې لاندې راغلي ځکه چې د نړیوال قانون اصول له پامه غورځوي او په دې برخه کې فردي ارزونو ته ترجېح ور کوي.

د رسمیت پېژندنې بېرته اخیستنه

که څه هم چې رسمیت پېژندنه یوه سیاسي کړنه ده خو حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنه په عمومي ډول بېرته نه شي اخیستل کېدلی. د ۱۹۳۳م کال د مونټیوېډیو کنوانسیون ۶ ماده هم څرګندوي چې حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنه له قید او شرط پرته رسمیت پېژندنه ده او د بېرته اخیستلو وړ نه ده. که یو دولت له بل دولت سره دوستانه اړیکې و نه لري کولی شي نور ګامونه پورته کړي لکه د سیاسي اړیکو پرې کول کوم چې د رسمیت پېژندنې د بېرته اخیستنې او فسخې لامل نه ګرځي. تر دې چې واقعي یا De Facto رسمیت پېژندنه هم د دې واقعیت سره سره چې فسخه د دا ډول رسمیت پېژندنې په ذات کې اصلي حالت دی هومره په آسانۍ بېرته نه شي اخیستل کېدلی. په هر صورت د حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنې اغېز د دولتوالي د بنسټيزو عناصرو څخه د یوه د نه شتون او یا هم د حکومت د نه اغېزمنتوب له امله (پخپله) له منځه ځي.

ما قبل ته د رسمیت پېژندنې رجعت

د حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنې په څېر واقعي یا De Facto رسمیت پېژندنه هم ما قبل ته د مراجعې اغېز لري. دا په دې مانا چې د نوي پېژندل شوي دولت ټولې پخوانۍ کړنې چې د نوي پېژندل شوي دولت د ادارو د فعالیت له پیله د پېژندنې تر مهاله تر سره شوي قانوني او د اعتبار وړ دي. د بېلګې په ډول که کمیونستي چین د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري په ۱۹۷۹م کال کې په رسمیت وپېژندل شو نو متحد ایالتونه به د چین ټولې هغه کړنې د باور وړ ګڼي چې د کمیونستي چین له را منځته کېدو سره سم چین سر ته رسولې دي.

د رسمیت پېژندنې هره یوه کړنه په عمل کې ما قبل ته د مراجعې وړ نه ده ځکه چې دا موضوع د رسمیت پېژندنې د ارادې تر شا په فردي کړنو پورې اړه لري. په Luther V. Sagor قضیه کې په ډاګه شوه چې واقعي یا De Facto رسمیت پېژندنه هم د حقوقي یا De Jure هغې سره ورته او یو ډول ده. بله قضیه چې ‍(په رسمیت پېژندنه کې) د ارادې موضوع پکې مطرح شوې د ملکي هوايي چلند شرکت او مرکزي هوايي چلند ادارو تر منځ (1952 2 All ER 733) قصیه وه. په دې قضیه کې محکمې پرېکړه وکړه چې ما قبل ته رجعت په اراده پورې اړه لري.

که چېرته د رسمیت پېژندنې په موضوع کې په څرګند ډول د کومې نېټې یادونه شوې وي نو رسمیت پېژندنه به له همدې (یادې شوې) نېټې څخه اغېزمنه وي. له همدې امله دا ما قبل ته د رجعت په اصل کې یوه استثناء ده.

د نوي حکومت په حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنې سره د مخکیني حکومت (چې هغه هم په حقوقي ډول په رسمیت پېژندل شوی وو) کړنې غیر قانوني نه شي ګڼل کېدلی.

رسمیت پېژندنه په پیل کې ما قبل ته د رجعت عمل کوي خو د دې له پاره نه چې د تېر حکومت کړنې بې اعتباره وګرځوي بلکه د دې له پاره چې د باالفعل حکومت (چې لومړی په واقعي یا De Facto بڼه په رسمیت پېژندل شوی وو او اوس د نوي حکومت په توګه په حقوقي یا De Jure ډول په رسمیت پېژندل شوی) کړنو ته اعتبار ور وبخښي. دا باید په یاد ولرو چې کچېرته یو دولت لومړی په واقعي یا De Facto بڼه په رسمیت پېژندل شوی وي او وروسته په حقوقي یا De Jure بڼه په رسمیت وپېژندل شي نو د رسمیت پېژندې اغېزې د لومړي ډول رسمیت پېژندنې د پیل له نېټې څخه د باور او پلې کېدو وړ دي. همدې اصل ته د لومړي پیل د اصل (Prima Facie Rule) نوم ور کول کېږي. سټارک

له رسمیت پېژندنې سره د هند چلند

له رسمیت پېژندنې سره د هند په چلند کې هم د نړیوال قانون اصول او هم د هندي دولت عمومي پالیسۍ په پام کې نیول کېږي. په رسمیت پېژندل شویو دولتونو کې هند څنګه چې د دولتوالي شرایط پوره کړل سملاسي یې رسمیت پېژندنه یې هم تر لاسه کړه. د عمومي پالیسۍ د یوې موضوع په توګه هند په رسمیت پېژندنه کې واقعیتوب یا De Factoism ته لومړیتوب ور کړی او په عمومي ډول یې د واقعي یا De Facto رژیمونو واکمني منلې ده. د هندي رسمیت پېژندنې یوه بله غوره ځانګړنه دا ده چې د سټیمسُن دکتورین پراخه بڼه یې په ځان کې را نغاړلې او د پالیسۍ د یوې موضوع په توګه یې د خاورې غیر قانوني ولکه او لاندې کول او غیر قانوني حکومتونه غندلي دي

هند په ۱۹۵۰م کال کې د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو او له هغوی سره تر ۱۹۹۲م پورې د ډېپلوماټيکو اړیکو د نه را منځته کولو په واسطه په څرګند ډول د دې آند له پاره پیاوړي دلایل ثابت کړل چې د یوه قانوي عمل په توګه د رسمیت پېژندنې او د یوې خاصې سیاسي کړنې په توګه د ډېپلوماټیکو اړیکو د جوړولو تر منځ توپير ته قایل دی. د فلسطین د آزادي غوښتونکي سازمان یا PLO رسمیت پېژندنه تائیدوي چې هند د «خپل برخلیک د ټاکلو اصل» او آزادي غوښتونکو ملي غورځنګونو اوږده ملاتړ ته پیاوړې ژمنتیا لري

پایله اخیستنه:

د دواړه ډوله رسمیت پېژندنې تر منځ توپير د قانوني هغه په پرتله تر ډېره سیاسي دی (د سیاسي منظورۍ او منلو په درجه پورې اړه لري). په حقوقي یا De Jure رسمیت پېژندنه کې ډېپلوماټيکې اړیکې را منځته کېږي خو په واقعي یا De Facto رسمیت پېژندنه کې دا ډول اړیکې نه را منځته کېږي. باید یادونه وکړو چې نن سبا د رسمیت پېژندنې دواړه ډولونه له پامه غورځېدلي او په دې تړاو د دولتونو پالیسۍ دا دي چې یا یو دولت یا حکومت په بشپړ ډول په رسمیت پېژني او یا هم ور سره ډېپلوماټیکه رسمیت پېژندنه (اړیکې) پای ته رسوي او تر دې ور ها خوا بله لاره نه شته.

Leave A Reply

Your email address will not be published.