The news is by your side.

رواني جګړه مو په هر لحاظ ځپي

جنرال دولت وزیري

0

رواني جګړې یوازې د جګړې د دوو لوریو ترمنځ نه کېږي، بلکې د دوو یا څو هېوادونو ترمنځ هم کېږي، چې اصلي موخه یې د یوه هېواد د خلکو پر ارادې او ذهن کلک ګوزار کول دي او له خلکو څخه د هغې وړتیا اخيستل دي چې  له مخې یې د خپلو دودونو، معنويت او ملي ګټو ساتنه وکړای شي.

د سیاست او پوځي ډګر پوهانو رواني جګړه هغه میکروب یا وایروس بللی دی چې په سترګو نه ښکاري، په لاس نه لمس کېږي، خو کولای شي د يوې ټولنې، د يوه هېواد او حتی له مليونونو انسانانو څخه لېونیان او بې ارادې کسان جوړ کړي.

په تکتيکي ډګر کې د رواني جګړې لپاره له هغو لارو چارو ګټه پورته کېږي چې ګټه يې ژر تر لاسه شي او ناوړه تاثير يې د ستراتيژیکې رواني جګړې له پاره د اساس جوړول وي.

د رواني جګړې له پاره له راډیو، ټلویزيون، سپوږمکۍ (سټلایت)، انترنت«مجازي رسنۍ» انځوريزو، غږیزو او چاپي رسنیو څخه په لويه کچه ګټه پورته کېږي او د پر مخ وړلو لارې چارې يې هم ډېرې او له زهرو ډکې دي.

هغه څوک چې د رواني جګړو او د دغو جګړو له ناوړه اغیز څخه خبر نه وي او يا يې په هکله معلومات ونه لري. د دوی په فکر د دښمن په هغه خبر کې چې د ظلم، تبعیض، پر ښځو د تېري، د کوچنيانو د ځورولو او داسې نورې د خواخوږۍ او عاطفې کلمات موجود وي، له دې سره د دوی عاطفه او خواخوږي را ژوندۍ کېږي.

دوی له دې خبر نه دي چې له دې سره د دوی نفرت هم را پارېږي او په غير ارادي ډول د دښمن د رواني جګړې ښکار کېږي. کله چې د پاکستان ځينې رسنۍ زموږ په هېواد کې د کوچنيانو پر ځورولو د ریا اوښکې تویوي. دوی د دې په هکله پټه خوله دي چې دا شرایط د چا له خوا چمتو شوي دي. دوی په واقعیت کې د یوې ټولنې بد اړخ نړۍ ته وړاندې کوي، خو که په افغانستان کې د پرمختګ او سوکالۍ هر خبر راځي، دغه رسنۍ یې نه رااخلي.

په رواني جګړه کې له یوه ښه خبر څخه چې څوک يې په ناوړه اغېز خبر نه وي، خو دښمن له هغه خبر خپله موخه لري، د تائيد تر څنګ دښمن داسې کلمات کاروي چې موخه يې د خبر د تاثير کمول وي. د بېلګې په توګه افغان کوماندو ځواکونه کولای شي چې د شپې عمليات تر سره کړي، خو د بهرنيانو مرستې ته تر اوسه اړتیا لري.

بله لاره د يوه خبر بې اهميته کول دي، له دې سره یو خبر په دوامداره توګه خپروي چې خلک يې نور له اورېدلو ستړي کېږي. که هر څومره ښه خبر هم وي، خو خلک يې نور اورېدل نه غواړي، ځکه چې زیات تکرار د یوه ښه خبر ښکلا هم کمزورې کوي. دې ته په رواني جګړه کې د مغزو توپان وايي، یانې نور ماغزه له دې سره د اورېدلو توان له لاسه ورکوي.

مبالغه هم د رواني جګړې بله لاره ده، دښمن کوښښ کوي چې يو کوچنی خبر د اغراق تر سطحې پورې پورته کړي او یا  یو لړ لوی مطالب د اغراق تر سطحې راټیټ کړي.

 د بېلګې په توګه امریکایانو د افغانستان ټول معدنونه لوټ کړل او امریکایانو د افغانستان له وسله وال پوځ سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

ځينې وختونه په رواني جګړه کې په درواغو داسې یو خبر خپرېږي چې مقابل لوری يې د غلط ثابتولو له پاره ځواب ویلو ته اړ کړي. که چېرې داسې خبر تائید او که رد هم شي، دښمن ترې خپله ګټه پورته کوي. دغه چې یو دولتي چارواکی مجبورېږي د یوه دروغ خبر رد ته کنفرانس راوبولي دا هم د رواني جګړې د ترسره کوونکو لپاره بریا ګڼل کېږي.

ځینې خبرونه داسې راځي چې ګواکې افغان سرتېري د لمانځه د اداکولو لپاره جوماتونه نه لري. داسې خبر که تائید او يا رد هم شي ګټه يې دښمن ته رسېږي ځکه دښمن د درواغو داسې يو خبر خپور کړی وي چې رښتیا راځي درواغو به کلي ويجاړ کړی وي او يا د سیګار ادارې په څېر چې ټول وخت د خپل بام واورې د بل پر بام اچوي. د فساد په هکله خبرونه خپروي او افغان دولت يې د ردولو هڅه کوي.

تور لګول د رواني جګړې بله برخه ده، په دې سره د يوې ډلې یا يوې ټولنې د عکس العمل راپارول دي. که وګورو په افغانستان کې له دې لارې ډېره ګټه پورته شوې ده، تل وايي چې په افغانستان کې د کوچنيو ټبرونو حقوق د پښتنو او تاجکو له خوا تر پښو لاندې شوي دي. له دې سره دستي د پښتنو او تاجکانو له خوا عکس العمل ښودل کېږي چې د دښمن موخه هم همدغه عکس العمل وي. دغه ډول عکس العملونه د نورو اعمالو سبب کېږي او په ټولنه کې کړکېچ ته لمن وهل کېږي.

په رواني جګړه کې ځینې وختونه داسې مسایلو ته اشاره کېږي چې واقعيت ته نږدې او يا کاملا واقعيت وي خو خبر داسې جوړېږي چې د هغه خبر له مخې خپلې موخې تر لاسه کوي. د خبر لیکوال خپل نظر په ماهرانه ډول په خبر کې نغښتی وي. د بېلګې په توګه د افغان هوايي ځواکونو له خوا په برید کې سهوا یا عمدا ملکي کسان وژل شوي دي، خو دښمن وايي چې افغان ځواکونه تر اوسه د دې وړتيا نه لري چې د دښمن او ملکي خلکو تر منځ توپير وکړي.

په رواني جګړه کې د احتمالي دښمن د جوړولو هنر هم ډېر خطرناک دي. دښمن په غلطو تبليغاتو سره داسې مفکوره ايجادوي چې له مخې يې یوه ډله، یو ګوند يا یو ټبر د احتمالي دښمن په څېر معرفي کړي. په افغانستان کې د تاجکو له پاره د پښتنو او پښتنو له پاره د احتمالي دښمن په څېر د تاجکو معرفي کول د رواني جګړې یو خطرناکه برخه ده. حال دا چې پښتانه او تاجک د يوې مور او پلار اولادونه دي. ګډ ژوند سره لري او د یو بل په خوښۍ او خپګان کې شریک دي.

د رواني جګړې بل د زهرو ډک کار په یوه خبر کې لاسوهنه ده، د خبر پړسولو او د ښکرونو ورکولو په واسطه د ټولنې ذهن ته زهر دننه کوي.

وايي، د افغان ځواکونو په برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. دښمن وايي، د افغان ځواکونو په برید کې کلی ټول ويجاړ شوی دی، کوچنيان او ښځې تر خاورو لاندې دي، په لسګونو څاروي هم له منځه تللي دي. همغه پخوانۍ خبره چې رښتیا راځي درواغو به کلي ويجاړ کړي وي.

په رواني جګړه کې هوښیارې رسنۍ د خپلو موخو د لاس ته راوړلو له پاره په ډېر مهارت له داسې کلماتو ګټه پورته کوي چې هره یوه يې د راکټ په څېر ماغزه دړې وړې کوي. لکه پانګه وال، وینه خوړونکي، جګړه مار، ټوپکسالار، جنایتکاران، مستبد مشر او نور…

لکه مخکې چې مو وویل اغراق او مبالغه د رواني جګړې مهمې برخې دي. دښمن کوښښ کوي چې په مبالغوي شکل ځان ځواکمن او مقابل لوری کمزوری وښيي، تر دې پورې چې د مقابل لوري ذهني توازن ټپي کړي. لکه د افغانستان وسله وال پوځ که امریکایان ووځي، دوی نظام نه شي ساتلی او مخالفین به په یوه اوونۍ کې نظام ته سقوط ورکړي.

د خپلې خبرې د تائید له پاره له شاهد او یوه ادرس څخه ګټه پورته کول هم د رواني جګړې یوه غوښنه برخه جوړوي. لکه چې وايي، د بي بي سي راډیو، د ګلبندر خبرنګار او له محل څخه د عیني شاهدانو په حواله د افغان ځواکونو له خوا د دوو ښځو په ګډون شپږ کوچنیان وژل شوي دي.

په رواني جګړه کې د نهیلۍ رامنځ ته کول، له طنز او مسخرو څخه ګټه پورته کول، د دوو پېښو پرتله کول او په لوی لاس سپين ته تور ویل د خلکو پر اذهانو ډېر ناوړه اغېز لري. لکه چې وايي، افغان جګړه پای نه لري، له دې سره يې هېواد په روحي ناروغۍ اخته کړی دی.

 کله هم د طنز په ژبه د سولې په هکله وايي، افغانان په جګړه کې خوښ دي، څکه چې ښه جنګیالي دي. کله هم طالبان او حکومت سره پرتله کوي، کله حکومت په حقه ګڼي او کله هم طالبان په حقه ګڼي، له دې سره له خلکو د حقیقت لوری ورکېږي.

سپین ته تور ویلو څخه هم ګټه پورته کوي. لکه چې پاکستان د طالبانو هر کار ته ښه او د حکومت هر ښه کار تور ګڼي.

د رواني جګړې له پاره نورې ډول ډول لارې چارې هم شته چې ترې ګټه پورته شي. د پورته ذکر شویو لارو چارو تر څنګ پر شرطونو ټینګار، بهانې او پلمې، د افراطي په نامه ټاپې وهل، د غلطو نومونو ایښودل او د نومونو غلط ژباړل، ځان په حقه ګڼل، له نړیوالو منل شویو مفاهیمو څخه ګټه پورته کول، د اوازو او شايعو خپرول، دروغ، د شخصیت ترور، د بې اتفاقۍ اچول، د خيالي نړۍ جوړول، سانسور، د وحشت او ډار خپرول، دښمنۍ ته لمن وهل، د بې پلوۍ تظاهر، د يوې مسئلې تکرار او د اتهامونو واردول دا ټول هغه لارې چارې دي چې د دښمن له خوا ترې ګټه پورته کېږي او تاثیر يې له فزيکي جګړې زیات او د انسانانو د ماغزو او ذهن خوسا کول دي.

د ګران هېواد پر ضد څلوېښت کلنې جګړې زموږ له هېوادوالو څخه فکر او هوش ټول اخيستی دی. ښه ګوري چې هېواد مو په سره اور کې سوځي، دښمن هم ښه ښکاره دی، پولې مو هم په ښکاره تر تهدید لاندې دي، هره ورځ هم وژل کېږو، په دې هم پوهېږو چې دا ټول کارونه د چا له خوا تر سره کېږي، خو بیا هم رواني جګړې دومره ځپلي یو چې د لېونیانو په څېر روغتیا مو ښه ده، اشتها هم لرو، موټر سپرلۍ او په ښکلو ماڼیو کې اوسېدل مو هم خوښېږي، خو رواني جګړې دومره کمزوري کړي یو چې د پردي ډول ته خلاص لاستوني او د زړه له اخلاصه لاسونه اچوو او غورزی ورته وهو.

ځکه چې د دښمن د روانې جګړې په پایله کې مو ماغزه خوسا او له کاره لوېدلي دي.

«نور خلک او فکر کوي بیا عمل، خو موږ او عمل کوو بیا فکر، چې بیا ګټه نه لري.»

Leave A Reply

Your email address will not be published.