The news is by your side.

رواني جګړه

جنرال دولت وزیري

0

د تاریخ په اوږدو کې تل جګړې د دې لپاره وي چې مقابل لوری یا په بل عبارت دښمن د زور او وسله وال ځواک په واسطه د خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي. لکه څرنګه چې په جګړو کی حلوا نه وېشل کېږي، نو حتمي مرګ، ژوبله او مادي زیانونه ورسره ملګري وي. په ګرمو جګړو کې دواړه غاړې په کم تفاوت سره د انساني او مالي تلفاتو سره مخ کېږي. په دويمه نړيواله جګړه کې دواړه غاړې د ستر بشري او مالي ناورين سره مخ شولې. که له يوې خوا بايلونکې خوا په ځانګړې توګه جرمني ته ډېر انساني او مالي تلفات ورسېدل، ګټونکي لوري، په ځانګړي توګه یوازې د شوروي اتحاد په ميليونونه وګړي له تیغه تېر او نږدې ټول هېواد يې د ایرو په ډېران بدل شو. د پاکستان او هند، د امريکا او ویتنام، د عراق او ايران، د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد هېوادونو تر منځ جګړو دواړو غاړو ته ستر زيانونه واړول.

د دې له پاره چې تر یوه حده پورې د سترو بشري او مالي تلفاتو مخه نیول شوي وي، پوځي او سیاسي پوهان د خپلو موخو د لاس ته راوړلو له پاره د ګرمو او فزيکي جګړو پر ځای د يوې بدیلې لارې په فکر کې شول، چې دغې لارې او جګړې ته يې نوم رواني جګړه ورکړ.

که څه هم په غيرمنظم ډول د جګړو له رامنځ ته کېدو سره يو ځای روانې جګړې هم را منځ ته شوې دي، خو په لومړي ځل  د رواني جګړې اصطلاح بریتانوي پوځي پوه «فولر» په ۱۹۲۰ میلادي کال وکاروله او هغه ورته په دې ډول اشاره وکړه:

«د ګرمو جګړو پر ځای کېدای شي چې د مقابل لوري پر ضد رواني جګړو څخه ګټه پورته شي.»

 نوموړي دا هم وویل:

«ښکاره ده چې په رواني جګړو کی له وسلو ګټه نه پورته کېږي، خو د ناوړه تبلیغاتو په واسطه د دښمن د عقل او هوش مختل کولو، د دښمن پر معنويت او اخلاقو کلک ګوزار کولو او له دې سره د دښمن په اراده او پرېکړو کې نفوذ کولو ته رواني جګړه وايي.»

په روانې جګړه کې له هرې تبلیغاتي وسیلې څخه ګټه پورته کېږي. کېدای شي چې رواني جګړه د لنډ مهال له پاره وي او یا د اوږده مهال لپاره. د لنډمهالې رواني جګړې لپاره عاجل او د لنډمهال له پاره د دښمن د غولولو او ارادې د کمزورولو له پاره تدابیر نیول کېږي. د اوږده مهال لپاره ټول تبلیغاتي وسایل او تبليغات داسې عیارېږي چې د دښمن اراده او معنويت د اوږده مهال له پاره زیانمن کړي.

له رواني جګړو څخه موخه بايد ښکاره وي، که چېرې د دښمن د سیاسي ځواک کمزوري کول وي، د دښمن پر سیاسي اډانه بايد برید وشي. لکه اوس چې پاکستان يې زموږ د سیاسي اډانې پر ضد کاروي او وايي، د ډاکټر نجیب الله په څېر دې جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني واک پرېږدي نور هر څه به اسانه شي. ځکه به اسانه شي چې جګړې به شل کاله نور هم دوام وکړي. له بده مرغه زموږ یو شمېر هېوادوال د رواني جګړې د ټپونو او کمزورې ارادې له مخې ورته چکچکې وهي.

« آزموده را ازمودن خطا است اګر وطن تان را دوست دارید.»

 که چېرې موخه اقتصادي کمزوري وي، داسې لارې چارې باید وسنجول شي چې مقابل لوری ونه شي کولای پر خپل اقتصادي ځواک متکي او خپل اقتصادي پلانونه په ښه شکل ترتیب او تطبیق کړي.

اوس عملا زموږ پر ضد دا کار پاکستان او ایران په لوی لاس تر سره کوي. نه پرېږدي چې زموږ په هېواد کې حکومت څه چې ولس هم یوه کوچنۍ توليدي کارخانه جوړه کړي. د مېوو او غلو پر وخت خپلې لارې وتړي او د خپلو صادراتو پر مهال بيا سر له نوي تړونونه وکړي. موږ يې امونه او مالټې په ډېر خوند خورو، ځکه مو نيم وګړي د خوږې/شکرې له ناروغۍ کړېږي.

که چېرې نه غواړي چې مقابل لوری ځواکمن پوځي ځواک ولري، داسې حالات رامنځ ته کوي چې د هغه هېواد وګړي پر خپل وسه والو ځواکونو بې باوره شي او په خپلو پوځي ځواکونو کې د خدمت کولو څخه سرغړونه وکړي. زموږ یو شمېر رواني جګړې ځپلي هېوادوال د پاکستان پوځ ته اسلامي پوځ او اټومي ځواک يې اسلامي اتوم بولي. له بده مرغه دوی بې خبر له دې چې د اسلامي اتومي راکټ پر سر نه دي ليکل شوي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی. فکر دې ونیسه چې هغې خواته لاړ نه شې. دا اسلامي اتومي راکټ که هر څومره زموږ د غوري، ابدالي او غزنوي نومونه پرې لیکل شوي دي خو ماشه کش کوونکی يې تور پنجابی دی او تور پنجابي بيا زموږ مدنيت ښه په نښه کولای شي.

له بده مرغه زمونږ دښمنانو زموږ هم سیاسي، هم اقتصادي او هم پوځي اډانې په نښه کړې دي. د دې ټولو بنسټونو د کمزوري کولو لپاره يې په ډېر درز رواني جګړه په کار اچولې ده. دلته دولت، نظام او حکومت شته دوی وايي، دا سم نه دي، زموږ په خوښه يې جوړ کړئ. دلته اذان، جومات او ملا شته خو د دوی نه خوښېږي وايي دا يو هم سم نه دي زموږ په ملا پسې اقتدا وکړئ. دلته خواږه انګور، خټکي او انار شته خو دوی وايي هغه چنجن څه کوئ مالټې او امونه وکاروئ ځکه چې ډېر خواږه دي او حلال هم دي. بله لا دا چې وايي موږ اسلامي اردو جوړه کړې ده. په راکټونو مو هم ستاسو د مشرانو نومونه ایښي دي، عبث او بېځايه ځانونه مه ستړي کوئ او خپلې پيسې د اردو په جوړولو مه لګوئ. که مو له چا سره جګړه شوه موږ خو یو، بې له هغې ستاسو حکومت خو زموږ په خوښه ټاکل کېږي.

وايي، که چېرې دا خبرې منئ، تاسو چندي مسلمانان یاست او که نه يې منئ بیا خو که شپه او ورځ په مکه شریفه کې بستره هم هواره کړئ، هسې غولونې کوئ او په مسلمانۍ کې مو شک دی. نو ځکه موږ مجبور یو چې ووايو تاسو څه چې ستاسو مېوې، دانې هم د اسلام له دایرې بهر او حرامې دي. دې ته وايي روانې جګړه.

که چېرې روانې جګړه په سمه توګه پلان او د یوه منظم پلان او پروګرام له مخې په ټول قوت پر مخ یووړل شي، خپلو موخو ته د رسېدو بې له ځاني او ډېرو مالي تلفاتو ښه او اسانه لاره ده.

ځکه دلته يوازې د ناوړه تبليغاتو او تبليغاتي وسایلو څخه ګټه پورته کېږي. ټانکونه او الوتکې په حرکت نه راځي او نه په کې توپونه غړمبېږي. دلته وژل وي خو د ورېښمو په تار او ډېر په ناز.

  که په ډېر ساده شکل سره وویل شي له رواني جګړو څخه موخې د دښمن کمزوري کول او د هغه څخه د مقابل عکس العمل ځواک او وړتيا اخيستل دي.

د رواني جګړې موثریت یوه داسې پرازیت ته ورته دی چی د انسانانو عقل او هوش دومره کمزوری کوي چې د یوه لېوني په څېر په هیڅ صورت د ښه او بد تفاوت نه شي کولای، پر وخت او سمه پرېکړه یې په وس پوره نه وي او د يوه سالم انسان په وجود کې یو بې ارادې انسان ځای نیولی وي.

 که په دې وروستیو کلونو کې ورته ځير شو، د پاکستان او ایران له خوا د رواني جګړې په پایله کې زموږ په ډېر شمېر هېوادوال د ښه او بد، د رښتیا او درواغو، د دوست او دښمن فرق نه شي کولای، غير ارادي د دښمن هرې خبرې ته د رښتیا په سترګه ګوري.

  جومات شته، اذان پنځه وخته کېږي، ټول عبادات په ښه شکل تر سره کوو، هر څه مو له اسلامي قوانينو سره برابر دي. اساسي قانون مو د اسلام ضد هر څه منع کړي دي، خو له بده مرغه د دښمن د رواني جګړې په پایله کې دلته جهاد روا دی او چيرې چې په اصل کې جهاد روا دي، هلته ناروا دي.

موږ ورته په غټو- غټو ګورو خو هېواد مو د اور په لمبو کې سوځي، خو موږ دومره ځپل شوي یو چې دلته جهاد روا بولو او غوړې څڼې د جنت په تمه ورته غورځی وهو.

 رواني جګړې اکثره د هېوادونو په کچه تر سره کېږي، خو په جګړه ییزو حالاتو کې هم روانې جګړې د جګړې د ګټلو له پاره ډېرې موثرې دي. په جګړو کې د تبلیغاتو په ذریعه کېدای شي چې د دښمن ځواکونه جګړې ته زړه ښه نه کړي، دومره يې اراده او پر بریا هیلې او باور ځپل شوي وي، چې د جګړې کولو توان په ځان کې نه ګوري او له يوې وړې جګړې وروسته تسلیمېږي. کېدای شي د جګړې تر پيل مخکې د دښمن په صفوفو کې بې نظمي رامنځ ته او د خپلو قوماندانانو په خبرو او قوماندو بېباوره شي. د دې تر څنګ د جګړې رښتينولۍ ته د شک په سترګه وګوري او یا دومره و وېرېږي چې خپل پوځي ځواک او وړتیا له لاسه ورکړي او له دې سره د پوځ لیکې خوشې کړي.

کله چې د دښمن په ليکو کې بې نظمي را منځ ته کېږي دلته په هوښیارو قوماندانانو پورې اړه لري چې له دې حالت څخه څرنګه ګټه پورته کړي او يا مقابل لوری له دې حالت څخه څنګه ځان وباسي.

هوښیار قوماندان د دښمن سرتېرو ته ډاډ ورکوي چې د تسليمېدو په صورت کې له دوی سره بد چلند نه کوي او د دوی ژوند ته به خطر نه وي. مقابل لوری خپل سرتېري هېواد ته وفادارۍ په مينه له تسلیمېدو را ګرځوي، له سره يې منظم کوي او بيا يې جګړې ته وړاندې کوي.

 په ۱۳۶۸ لمريز کال د جلال اباد په جګړه کې کله چې د پاکستانيانو په امر له تسليم شویو سرتیرو څخه سرونه پرې او جلال اباد ته راولېږل شول، له دې حالت څخه د وخت قوماندانانو پر ځای ګټه پورته کړه او خپل سرتېري يې له تسلیمېدو را وګرځول. وروسته سرتېرو قسم یاد کړ، چې یا به مرې او یا به بری تر لاسه کوي. دوی هوډ وکړ چې په هېڅ صورت به نه تسلیمېږي او د وطن يا کفن شعار يې عملي کړ.

خو د مقابل لوري دا عمل لویه تېروتنه وه چې د خپل ځان په مقابل کې يې په لوی لاس سرتېري د فولادو په څېر کلک کړل. دا د رواني جګړې تاثير و چې د جګړې دواړو غاړو ته يې خپل مثبت او منفي تاثیر درلود.

د رواني جګړې په پایله کې دښمن د خپلو ناوړه تبليغاتو پر اساس داسې شرایط را منځ ته کوي چې د مطلوب هېواد وګړي د لېونیانو په څېر د خپلو ښو او بدو توپير نه شي کولای او په غیر ارادي توګه د دښمن په چوپړ کې وي.

د دښمنانو د رواني جګړې په پایله کې چې نږدې نیمه پېړۍ زموږ د هېواد پر ضد جريان لري، زموږ ځینې هېوادوال د لېونیانو کچې ته رسېدلي دي. اخبارونه، راډيوګانې، ټلویزيونونه، هغه څوک چې ځانونو ته سیاسي او نظامي شنونکي وايي، هغه کسان چې څوکۍ يې له لاسه ورکړې دي، په ارادي او غيرارادي توګه دښمن ته چوپړ کول خپل ویاړ ګڼي. دوی ټول له لېونیانو بدتره دي ځکه چې لېونیان ځان ته زيان رسوي خو دوی د ساري مکروب په څېر ټوله ټولنه بدمرغه کوي.

د دوی تر څنګ ځينې بې هویته او پلورل شوي کسان دننه په هيواد کې د دښمن په ګټه رواني جګړې ته لمن وهي او اور يې تازه ساتي.

  دا بشپړه ښکاره ده چې د جګړې د ګټلو له پاره بشري ځواک، ښوونه، روزنه او مدرنې وسلې ډېرې د اهميت وړ دي. خو دا بايد هېره نه کړو چې دا ټول مساوي دي د انګېزې او مورال سره.

 د هېواد او خپلو خلکو سره مینه، پر خپلو کړنو او د خپلو مشرانو په رښتينولۍ ډاډ او په خپله بریا باور کولو ته انګېزه وايي.

که چېرې په پرله پسې توګه خپلو هېوادوالو او خپلو پوځي ځواکونه ته په جدي توګه پاملرنه ونه شي او د دښمن د ناولو موخو چې د رواني جګړې په څېر يې پر مخ وړي مخه ونه نیول شي او تر څنګ يې د دښمن د ځپلو او کمزوري کولو له پاره په سمه توګه رواني جګړه پر مخ ونه وړل شي، پایله به يې د دښمن په ګټه وي.

رواني جګړه هغو ويروسونو ته ورته ده چې يو کس نه بلکې ټولنې او هېوادونه د نیستۍ کندې ته ټېل وهي. دا هم باید ومنل شي، چې بریا د هغه چا په برخه وي چې پر بریا باور ولري، یوازې د مدرنو وسلو لرل د بریا له پاره کافي نه دي. د اوس له پاره ډېره موثره وسله رواني جګړه ده که په سمه توګه يې مخه ونه نیول شي او په ډېر دقت د دښمن پر ضد پر مخ ونه وړل شي مانا دا چې موږ په خپله د نابودۍ پر خوا درومو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.