The news is by your side.

روسانو له افغا نستانه د پنجده سیمه په څه ډول ونیوله؟

ډاکټر لطیف یاد

0

پنجده هغه سیمه ده چې په اصل کې د افغانستان یوه برخه وه او د بادغیس د مرغاب ولسوالۍ ته څیرمه د کشک د سیند په ختیزه څنډه پرته ده چې د مرغاب سیند ورسره یوځای کیږي او اوس دغه سیمه د ترکمنستان د هیواد پورې اړه لري .
د پنجده سیمه د افغانستان په تاریخ کې د سلطان غیاث الدین غوري له زمانې نه ۱۱۷۷زیږدیز /میلادي نه د هرات له توابعو نه شمیرله کیدله او د افغانستان پورې تړلې سېمه وه.
په نولسمه عیسوي پیړۍ کې کله چې تزاري روسانو د مرکزي ایشیا برخې لاندې کړې نو دغو سیمو ته د روسانو پر مختګ انګریزان چې ده ند په نیمه وچه یې واکمني کوله په اندیښنه کې واچول. روسانو مرکزي ایشیا د نورو سیمو د نیولو تر څنګ په ۱۸۸۴ زیږیز/ میلادي کال کې د مرو او سرخس سیمې هم ونیولې او هغه یې په خپلو نیول شوو ځمکو کې ور ګډې کړې. په دغه وخت کې چې روسانو مروه او سرخس ونیول نو افغانانو ته داویره پیداشوه چې ګنې روسان پر هرات برید ونکړي او دغه سیمه هم لاندې نکړي. افغانانو په دغه وخت کې دا ادعا وکړه چې مرو او پنجده دافغانانو دخاورې یوه برخه ده او باید روسان له هغو ځایونو نه ووځي .
هماغه و چې د افغانستان واکمن امیر عبدالرحمان خان د جنرال غوث الدین خان په مشرۍ زرتنه سرتیري د پنجده سیمې ته ورولیږل.

Image may contain: one or more people and beard
جنرال غوث الدین خان


جنرال غوث الدین خان څوک و؟
جنرال غو ث الدین خان چې په نایب سالار غوث الدیخان لوګري سره هم مشهور دی د محمد عیسی خان زوی او په قوم زقوم خیل اورمړ او د لوګر ولایت د برکي برک او سیدونکی و. جنرال غوث الدین خان نور درې ورونه هم درلودل چې یو یې ملک سعادت خان نومیده چې هغه دلوګر ولایت دبرکی برک ولسوالۍ داورمړود قام مشروا و بل یې عزیزخان و چې دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې د پنجده حاکم و او دریم یې ملک محمد شریف خان نومید.
جنرال غوث الدین خان سربیره پردې چې په پنجده کې دروسانو خلاف وجنګید دامیرعبدالرحمان خان په وخت کې دایران اوافغانستان تر مینځ دسرحدي پولو دټاکلو په ډله کې هم ګومارل شوی و.دی بیا په میمنه ( فاریاب) کې هم حکمران وټاکل شو اوهلته یې ډیرګټور کارونه ترسره کړل چې یو پکې دسرحوض دبند جوړول و.هغه یو مدبر انسان و چې په ۱۹۰۶ زیږدیز/میلادی کال کې وفات شو او په مزارشریف کې دحضرت شاه ولایتمآب روضې ته څېرمه خاوروته وسپارل شو.


جنرال غوث الدین خان او د پنجده جګړه:
روسان چې د پنجده سیمې ته د جنرال غو ث الدین خان په مشرۍ د افغاني سرتیرو له ورتلو نه خبر شول نو یې افغاني پوځونو ته ګواښونه وکړل که چیرې تاسو په (۲۴) ساعتونو کې له دې سیمې بهر نه شوئ موږ به درباندې برید وکړو. افغانانو د روسانو د دغه ګواښونو پروا ونه ساتله .له بلې خوا دانګریزانو پوخیان چې پخپله یې دلته نږدې شتون درلود افغانان هڅول او دافغاني پو ځونو مشر جنرال غوث الدین خان ته یې ډاډ ورکاوه چې روسان د دې جوګه نه دي چې پر دوی برید وکړي او دوی به یې ملاتړکوي، خو بر عکس روسانو له خپلو دریو زرو تنو سرتیرو سره د۱۸۸۵ زیږدیز/میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۳۰ نېټه پر پنجده برید وکړاو ددوی او دافغاني سرتیرو تر مینځ خونړۍ جګړه وشوه. په دې جګړه کې ډیرشمیر روسي سرتیري ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول او دافغاني لوري نه پکې ۳۰۰ تنه شهیدان او ۸۶ تنه ټپیان شول . روسانو پنجده ونیوله او افغاني پوځونه مات شول . دانګریزانوسرتیري او پوځي افسران هم چې دغې سیمې کې نږدې ول دروسانو له ویرې هرات ته وتښتیدل ان چې دروسانو دبرید اوویرې له کبله ددوي په پوځی مرکز کې دډیرو انګریزي نه بوټان هم پاتې شول .دوی دا کار هم ونکړ چې خپل جګړه ایز وسایل او ټوپک افغانانو ته ورکړي څو پرې دروسانوسره جګړه وکړي . حال داچې همدغو انګریزانو دامیر عبدالرحمان خان سره دا تړوڼ لاسلیک کړی و چې د بهرنیو تیریو په وړاندې به د افغانستان ملاتړ کوي چې دوی د روسانو د دې بربنډه تیري په وړاندې د افغاني پوڅونو هیڅ ډول ملاتړ هم ونکړ. په دې توګه افغانستان د پنجده او د دغې سیمې نورې برخې لکه آق تپه ، چمن بیداو د سلیم چینه سیمې له لاسه ورکړې .
——————————–
ماخذونه:
1- طبقات نا صري، د منهاج السراج
2- افغانستان درمسیر تاریخ
3- wikifeqh
۴- د پنجده په اړه زما ( لطیف یاد) شخصي یادداشتونه.

(Visited 95 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.